روسیې ته د هند د لومړي وزیر سفر: د افغانستان قضيه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • روسیې ته د هند د لومړي وزیر سفر: د افغانستان قضيه
  • روسيې ته د هند دلومړي وزير سفر او له امريکا متحده ايالاتو سره يې پر اړيکو اغيزې
  • د اسلامي امارت په اړه د هند او روسيې ګډ دريځ
  • د اسلامي امارت سره د هند او روسيې د تعامل توپيرونه
  • د افغانستان قضيې په اړه د مودي او پوټين ګډه اعلاميه
  • پايله
  • وړاندیزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د سړې جګړې پرمهال هند د شوروي اتحاد ملګری او متحد و. کله چې په ۱۹۷۹ز. کال کې شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ، نو هند له دغه يرغل څخه ملاتړ وکړ او د شوروي اتحاد طرف یې ونيو. له سړې جګړې وروسته په ۲۰۰۰ز. کال کې هند او روسیې د ستراتيژيک پارټنرشېپ تړون لاسليک کړ[۱] او دغه تړون د دواړو هېوادونو د اتحاد او ملګرتيا بنسټ کېښود. هند په ۲۰۰۵ز. کال کې د امريکا متحده ايالاتو سره هم د ستراتيژيک پارټنرشېپ تړون لاسليک کړ او د دې تړون وروسته د هند او امريکا متحده ايالاتو د ملګرتيا يو نوی دور پيل شو.

له ۲۰۰۵ز. کال وروسته هند په بهرني سياست کې د يوې لويې ستونزې سره لاس او ګريوان شو او هغه دا چې د دوه لويو قدرتونو روسيې او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ بايد په اړيکو کې توازن وساتي او دغه توازن ځينې وخت د هند لپاره ستونزمن شوی دی. کله چې روسيې په ۲۰۲۲ز. کال د فبرورۍ پر ۲۴مه نېټه پر اوکراين بريد وکړ[۲]، نو هند په يو بل امتحان کې وغورځېد، ځکه له يو‎ې خوا ناټو او د امريکامتحده ايالاتو ملګرو دغه بريد وغنده او دا يې د اوکراين پر خاوره تجاوز وګاڼه او له بلې خوا امريکا متحده ايالاتو له هند هم د يو ملګري په توګه تمه درلوده چې دغه بريد وغندي، خو هند نه غوښتل چې د روسيې سره خپله تاريخي ملګرتيا خرابه کړي، نو د دې بريد په اړه يې سکوت اختيار کړ، خو د ۲۰۲۴ز کال تر جولای مياشت پورې د هند لومړي وزير د روسيې ولسمشر پوټين سره ونه ليدل، تر دې چې د ۲۰۲۴ز. کال د جولای پر درېيمه او څلورمه نېټه په قزاقستان کې د شانګهای په ناسته کې يې هم ګډون ونکړ[۳] او هند دا کار په دې موخه وکړ چې لږ تر لږه د امريکا متحده ايالاتو او روسيې ترمنځ په اړيکو کې توازن وساتي. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د بياځلي ټاکل کېدو وروسته په خپل بهرني سياست کې د خپلو ځينو اوسنيو او ځينو پخوانيو متحدو هېوادونو ته سفرونه پلان کړل چې له دې جملې يې شمالي کوريا، ويتنام، بېلاروس، ازبکستان، چين او ځينو نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل[۴]، خو د دې سفرونو په لړۍ کې پوټين هند ته سفر پلان نه کړ چې دا خپله هند ته د اندېښنې وړ وه، خو د دې سفرونو له ډلې چين ته د پوټين سفر په ځانګړي ډول هند ته اندېښنه پېداکړه او هند په دې فکر کې شو چې هسې نه د روسيې او چين نږدې کېدونکو اړيکو کې داسې نشي چې هند د روسيې سره خپله تاريخي ملګرتيا له لاسه ورکړي، نو له همدې امله د هند لومړي وزير نريندرا مودي روسيې ته خپل سفر پلان کړ او د ۲۰۲۴ز. کال د جولای پر ۸مه نېټه يې مسکو ته سفر وکړ.[۵]  په دې سفر کې دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو په قوي کولو، اقتصادي همکاريو او د اوکراين شخړې ترڅنګ د افغانستان  پر حالاتو هم بحث کړی دی. په دې تحليلي ليکنه کې به له يوې خوا روسيې ته د هند لومړي وزير د تګ پر اغيزو بحث وکړو او له بلې خوا د افغانستان د قضيې په اړه د دواړو هېوادونو له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د دوي ګډ دريځ بحث کړو.

روسيې ته د هند دلومړي وزير سفر او له امريکا متحده ايالاتو سره يې پر اړيکو اغيزې

د هند لومړی وزير نريندر مودي د ۲۰۲۴ز. کال د جولای پر ۸مه نېټه مسکو ته سفر وکړ او د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوټين سره يې وليدل. په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د قوي کولو او نورو بېلابېلو برخو کې پر همکارۍ خبرې وشوې، خو درې موضوعات په کې ډېر مهم وو چې د غرب او په ځانګړي ډول د امريکا متحده ايالاتو غبرګون يې راوپاروو: يو دا چې دواړو لوريو هوکړه وکړه چې تر ۲۰۳۰ز. کال پورې به دوه اړخيزې اقتصادي اړيکې له ۶۵ ميليارده ډالرو څخه تر ۱۰۰ ميليارده ډالرو پورې ورسوي چې په دې کې د روسيې د تېلو پېرنه هم شامله ده او هند له چين وروسته د روسيې د تېلو د پېرلو دويم ستر هېواد دی، سره له دې چې د روسيې د تېلو په پېرلو غرب بنديزونه هم لګولي دي. دويم دا چې دواړو هېوادونو د نظامي اړيکو پر پياوړتيا هم بحث وکړ او د وسلو د توليد او د پېر او پلور په برخه کې پر همکارۍ يې هم هوکړه وکړه او درېيمه موضوع دا چې دواړو لوريو هوکړه وکړه چې سوداګريزې اړيکې او د توکو پېر او پلور به د ډالرو پرځای پر ملي کرنسيو کوي.[۶]

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند ميتيو ميلر د دې سفر په غبرګون کې رسنيو ته وويل: امريکا متحده ايالات د دې سفر په اړه ښکاره اندېښنه لري، ځکه روسيه د اوکراين د جګړې له امله د بنديزونو لاندې ده او داسې نشي چې د هند اړيکې دا بنديزونه بې اغېزې کړي او موږ هڅه کوو چې هند ټولو هغو کړنو ته وهڅوو چې له لارې يې په اوکراين کې سوله راشي.

د اوکراين ولسمشر زيلنسکي هم دې سفر ته غبرګون ښودلی او په X پاڼه يې ليکلي دي: افسوس خبره ده چې د هند لومړی وزير په اوکراين کې د کوچنيانو او ښځو قاتل ته غاړه ورکوي.

د هند لپاره دا سفر واقعاً سخته پرېکړه وه، ځکه هند په تېرو څو کالونو کې د امريکا متحده ايالاتو سره ډېرې نږدې اړيکي رامنځته کړي دي او څو کاله يې پر دغو اړيکو پانګونه کړې ده، خو هند غواړي چې له دغه سفر څخه دوه اهداف ترلاسه کړي: يو دا چې د روسيې په څېر تاريخي ملګری له لاسه ورنکړي او دويم دا چې په راتلونکي څو قطبي بين المللي نظام کې ځان يوازې په يو قدرت پورې متکي نه کړي او د دې سفر له لارې يې دا وښوده چې هند يوازې پر امريکا متحده ايالاتو متکي نه دی بلکې دوی خپلواک بهرنی سياست لري او غواړي د روسیې او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ په اړيکو کې توازن وساتي او د همدې توازن ساتلو په موخه د هند لومړی وزير نريندر مودي روسيې ته سفر وکړ، په همدې ۲۰۲۴ز. کال کې به د کواډ اتحاد چې اسټراليا، جاپان، امريکا متحده ايالاتو او هند يې غړي، کوربتوب وکړي او په همدې کال کې به يو ځل بيا برېکس غونډه کې د ګډون په موخه روسيې ته سفر وکړي، چې دا خپله د دواړو قدرتونو ترمنځ د توازن ساتلو بېلګې او کړنې دي.

بله مهمه موضوع دا چې په امريکا متحده ايالاتو کې څو څېړنيزو مرکزونو د امريکا متحده ايالاتو راتلونکو ټاکنو په اړه سروې ګانې کړي دي، چې اکثرو سروي ګانو کې ټرمپ مخکې ښودل شوی د او هند فکر کوي چې د ټرمپ په راتګ سره به د روسيې په اړه د امريکا متحده ايالاتو سياست نرم او د چين په اړه به سخت شي او له همدې امله مودي په ډاډه زړه روسيې ته سفر وکړ، ځکه هند فکر کوي که ټرمپ واک ته راشي، نو له هند سره به له دې امله اړيکې خرابې نه کړي چې ولې مودي روسيې ته سفر کړی، ځکه هغه به خپله روسيې خلاف خپل سياست رانرم کړي.[۷]

د اسلامي امارت په اړه د هند او روسيې ګډ دريځ

هند او روسيه په سيمه او افغانستان کې ځينې ګډې ګټې او موخې لري. دواړه هېوادونه په سيمه او افغانستان کې د امنیتي ننګونو په مقابل کې له يو او بل سره همکاري کوي.

دواړو هېوادونو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري جوړه شوې د دوحې په درېيمه ناسته کې ګډون وکړ او له دې ناستې یې ملاتړ هم وکړ. دواړه هېوادونه له اسلامي امارت سره په اړیکه کې دي، البته د اړيکې ډول او کچه يې سره توپير لري.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته روسيه فکر کوي چې د دوي امنیت ته ګواښ زیات شوی دی، ځکه د ۲۰۲۴ز. کال د مارچ په مياشت کې په مسکو کې بريد وشو چې د برید مسؤليت د خراسان اسلامي دولت پر غاړه واخیسته او روسيي استخباراتو اعلان وکړ چې دغه بريد د افغانستان او پاکستان له جغرافيې پلان شوی دی[۸]، په دغه بريد کې څه د پاسه ۱۴۰ نفره ووژل شول. همدارنګه په ۲۰۲۲ز. کال په کابل کې د روسيې دوه ډيپلوماتان هم ووژل شول. هند هم د افغانستان جغرافيه خپل امنيت ته ګواښ ګڼي، دوي فکر کوي چې په کشمیر کې د دوي خلاف جنګېدونکي خلک د افغانستان په خاوره کې روزل کېږي، هلته ساتل کېږي او بيا له هغې ځايه کشمير ته راځي او هلته جنګيږي، خو دا کړنه تر ډيره په افغانستان کې د ناامنۍ شرايطو پوره اړه لري، نو د افغانستان په اړه د هند او روسيې بل ګډ دريځ دا دی چې په افغانستان کې ثبات او امن وي[۹] او کله چې په افغانستان کې ثبات رامنځته شي، نو پر روسيې او هند بريد کوونکو ته به د پټېدو او روزنې ځای په لاس ورنشي.

د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو بل ګډ دريځ دا دی چې دواړه هېوادونه هڅه کوي چې اسلامي امارت د څو اړخيزې ډيپلوماسۍ له لارې په رسميت وپېژني، يعنې دواړه هېوادونه غواړي چې د سيمې د هېوادونو سره په ګډه د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې په اړه تصميم ونيسي او په انفرادي ډول د اسلامي امارت رسميت پېژندنې څخه ډډه وکړي.

د اسلامي امارت سره د هند او روسيې د تعامل توپيرونه

سره له دې چې هند او روسيه د اسلامي امارت په اړه ځينې ګډ دريځونه لري، خو له اسلامي امارت سره د تعامل په برخه کې بيا د دواړو هېوادونو تګلارې توپير لري چې دلته پرې لنډ بحث کوو.

د اسلامي امارت بياځلي واکمنۍ وروسته سره له دې چې روسيې د افغانستان له لوري امنيتي ګواښونو په اړه اندېښنه درلوده، خو په مجموع کې له سيمې څخه د امريکا متحده ايالاتو وتلو ته خوښ برېښېدل، خو هند بيا د دوه لاملونو پر بنسټ د اسلامي امارت راتګ ته خوښ نه و: يو د اسلامي امارت د تېرې واکمنۍ پرمهال د هند او اسلامي امارت د اړيکو خرابوالی او دويم هند فکر کوي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت واکمنۍ سره به په دغه هېواد کې د پاکستان نفوذ زيات شي او دا د هند د ملي ګټو خلاف کار دی.

بل دا چې د اسلامي امارت بياځلي واکمنۍ وروسته روسيې په کابل کې خپل سفارت پرانيستی پرېښود او د اسلامي امارت سره يې مستقيم تعامل ته مخه کړه، خو هند د اسلامي امارت بياځلي راتګ وروسته په کابل کې خپل سفارت بند کړ او بيا وروسته يې يوازې د تخنيکي ټيم په لېږلو سره پرانېست، چې يوازې د بشري مرستو د تنظيم چارې به پرمخ وړي او د هند دا ډول سفارت پرانېستنه د روسيې سفارت پرانېستنې سره ډېر توپير لري، ځکه روسيه افغان سوداګرو او محصلينو ته ويزې ورکوي او اکثره وخت دولتي چارواکي هم هلته سفر کوي، خو هند دا درېيم کال په پوره کېدو دی چې محصلينو او عامو وګړو پرمخ يې ويزې بندې کړي او ډېر محصلين بې سرنوشته پاتې شوي دي.

همدارنګه د ۱۴۰۱ هـ.ل. کال په اوايلو کې روسيې د اسلامي امارت ډيپلومات په مسکو کې په افغان سفارت کې د شارژدافير په توګه ومانه او دا خپله د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګولو يو تدريجي اقدام دی، خو هند لا تراوسه هم په ډهلي کې د افغان سفارت لپاره د اسلامي امارت ډيپلومات او بېرغ نه دی منلی.

بله مهمه موضوع دا ده چې د ۱۴۰۳هـ.ل. کال په لومړيو کې روسيې خبر ورکړ چې هڅې يې روانې کړي دي چې اسلامي امارت د ترهګرو سازمانونو له لست څخه وباسي[۱۰] او په دې اړه يې د مرکزي اسيا هېوادونو ته هم شين څراغ ورکړی دی او د همدې شين څراغ پر بنسټ قزاقستان پرېکړه کړې ده چې اسلامي امارت د ترهګرو له لست څخه وباسي، خو د هند د دريځ نه داسې معلوميږي چې هغوی به دا کار تر ډېره وخت پورې ونکړي، ځکه هغوی لا د تعامل په برخه کې د سيمې د هېوادونو په پرتله ډېر وروسته پاتې دي.

لنډه دا چې روسيه غواړي د اسلامي امارت سره په مسقيم ډول دخيل شي او ورسره تعامل وکړي، خو دې مستقيم تعامل ته په تدريجي ډول پراختيا ورکوي او هند فعلاً د اسلامي امارت پر وړاندې د څار او انتظار پاليسي (Watch and Wait Policy) غوره کړې ده، د هند دې پاليسي ته ستراتيژيک صبر هم ويل کېږي يعنې هند د اسلامي امارت پاليسي مطالعه کوي او کله يې هم چې د اسلامي امارت د پاليسيو په اړه ډاډ ترلاسه کړ له هغې وروسته به له اسلامي امارت سره په رسمي ډول اړيکې ټينګوي.

د افغانستان قضيې په اړه د مودي او پوټين ګډه اعلاميه

روسيې ته د نريندر مودي له سفر وروسته دواړه لوريو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او په هغه اعلاميه کې د افغانستان قضيه هم ياده شوې وه. دواړه لوريو د افغانستان په اړه په لاندې موضوعاتو سره خبرې کړي دي:

۱- امنيتي ننګونې او حالات او پر سيمه يې اغيزې؛

۲- د افغانستان اوسني سياسي حالات؛

۳- د ترهګرۍ اړوند مسايل؛

۴- اسلامي سختدريځي؛

۵- او د نشه يي توکو قاچاق.

دواړو لوريو په دې تاکيد وکړ چې دوی په افغانستان کې يو باثباته، خپلواک او متحد افغانستان غواړي. همدارنګه دواړو لوريو په افغانستان کې د بشري حقوقو په رعايت، ترهګرۍ سره په مبارزې او له ګاونډيو هېوادونو سره په سوله کې په اوسېدو هم تاکيد وکړ.

دواړو مشرانو د ترهګرۍ پر وړاندې په ځانګړي ډول د داعش په مقابل کې د اسلامي امارت مبارزه وستايله او د اسلامي امارت دغه مبارزه يې د سيمې هېوادونو لپاره مهمه او ارزښتناکه وګڼله. همدارنګه دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې د افغانستان خلکو سره به پرته له سياسي غوښتنو او مسايلو په نظر کې نيولو سره بشري مرستې کوي.[۱۱]

پايله

هند او روسيه دوه تاريخي ملګري او د اسيا ستر قدرتونه دي. پر اوکراين د روسيې له بريد وروسته د دواړو هېوادونو د ملګرتيا د ازماېښت دوره پیل شوه او نږدې دوه نيم کاله کېده چې د دواړو هېوادونو مشرانو په رسمي سفر د يو او بل هېواد ته نه وو تللي، دا اوکراين له جګړې وروسته دا لومړی ځل و چې د دواړو هېوادونو مشران سره په لوړه کچه ګوري. دې سفر د غرب او په ځانګړي ډول د امريکا متحده ايالات غبرګون راوپاروو، خو هند وايي چې دوی د امريکا متحده ايالاتو سره ملګرتيا لري، خو دا ملګرتيا هيڅکله د روسيې سره د اړيکو د پرېکون په قربانۍ سره نشي پاللی.

هند او روسيه په افغانستان کې د امنيت او ثبات په اړه همنظره دي، ځکه دوی وايي چې په افغانستان کې امنيت د سيمې د امنيت د تأمين په معنی دی. همدارنګه دواړه هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي په برخه کې هم همنظره دي.

د هند او روسيې دواړو مشرانو په خپل وروستي ملاقات کې د افغانستان په اړه سره خپل نظريات شريک کړل، د داعش په مقابل کې يې د اسلامي امارت مبارزه وستايله او له افغانانو سره يې د سياسي ملاحظاتو په نظر کې نيولو پرته د بشري مرستو په رسولو ټينګار وکړ. لنډه دا چې روسيه غواړي له اسلامي امارت سره په تدريجي ډول خپلې اړيکې قوي کړي، نو اسلامي امارت کولای شي د روسیې په منځګړيتوب له هند سره خپلې اړيکې ورغوي.

وړانديزونه

۱- په افغانستان کې امنيت او ثبات د هند او روسيې په ګډون د ټولې سيمې په ګټه دی، نو هند او روسيه دې هڅه وکړي چې د سيمې د نورو هېوادونو سره په ګډه د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره همغږي رامنځته کړي او د هغو شريرو قدرتونو مخه ونيسي چې د افغانستان امنيت او ثبات ته ګواښ پېښوي.

۲- اسلامي امارت بايد د هند او چين او روسيې او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ په خپلو اړيکو کې توازن وساتي، تر څو افغانستان يو ځل بيا د لويو قدرتونو د سيالۍ ډګر نشي.

۳- اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې د روسيې سره د خپلو نږدې اړيکو څخه په ګټنه، د روسيې له لارې هند ته ډاډ ورکړي چې د دوی خاوره به هيڅکله د هغوی پر ضد استعمال نشي او اسلامي امارت له هند سره نږدې او دوستانه اړيکې غواړي.

۴- اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې د سيمې د هېوادونو او په ځانګړي ډول لويو قدرتونو سره په اړيکو کې د تقابل پرځای له تعامل څخه کار واخلي.

۵- اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې د افغانستان په اړه د سيمې د هېوادونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي، تر څو په افغانستان کې دايمي امنيت او ثبات رامنځته شي.

مأخذونه

[۱] Ministry of External Affairs of India, India-Russia Relations, June 2024, Access link: https://www.mea.gov.in/Portal/ForeignRelation/India-Russia_june_2024.pdf

[۲] Visual Journalism Team, Ukraine in maps: Tracking the war with Russia, 17 May 2024, Access link: Ukraine in maps: Tracking the war with Russia

[۳] Geeta Mohan, PM Modi to skip SCO summit in Kazakhstan, S Jaishankar to represent India, India Today, July 2024, Access link: https://www.indiatoday.in/india/story/shanghai-cooperation-organisation-summit-kazakhstan-prime-minister-narendra-modi-india-2557031-2024-06-24

[۴] Kremlin, Trips of President Putin, July 16, 2024, Access link: http://en.kremlin.ru/events/president/trips

[۵] Rhea Mogul, India’s Modi lands in Russia for talks with Putin in first visit since start of Ukraine war, CNN, July 8, 2024, Access link: India’s Modi lands in Russia for talks with Putin in first visit since start of Ukraine war

[۶] Paul Sonne and Anupreeta Das, Modi’s Moscow Visit Showcases a Less Isolated Putin, Angering Ukraine, New York Times,  July 9 2024, Access link: https://www.nytimes.com/2024/07/09/world/europe/russia-india-modi-moscow-putin.html

[۷] Sanjay Kapoor, Behind Modi’s Putin hug: Is India betting on Trump winning in November? Aljazeera, 16 July 2024, Access link: https://www.aljazeera.com/news/2024/7/16/behind-modis-putin-hug-is-india-betting-on-trump-winning-in-november

[۸] Kabir Taneja, Afghan common ground in India-Russia relations, Hindustan Times, July 10, 2024, Access link: https://www.hindustantimes.com/opinion/afghan-common-ground-in-india-russia-relations-101720627046608.html

[۹] Ibid.

[۱۰]. RUSSIAN NEWS AGENCY. “Russia considers removing Taliban from list of terrorist organizations”, TASS website, available at: https://tass.com/politics/1768807

[۱۱] Ariana News, Putin and Modi Meet in Moscow, discuss Afghanistan situation, July 10, 2024.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *