“د امنيتي تړون علمي او حقوقي ارزونه” کتاب مخکتنه وشوه

د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز له خوا نوې چاپ شوې ستراتېژيکې رسالې “د امنيتي تړون علمي او حقوقي ارزونه” د مخکتنې غونډه، چې د دغې موضوع په اړه په لومړي ځل د ګڼ شمېر پوهانو له نظرونو چمتو شوې ده، د هېواد د ګڼ شمېر فرهنګ پالو، سياسي څېرو او څېړونکو په ګډون، د غبرګولي په ۱۳مه نېټه په کابل ښار کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو د مرکز رئيس دوکتور عبدالباقي امين، په افغانستان کې د سولې پر اړتيا او د جګړې د دوام پر ناوړه اغېزو رڼا واچوله او دا يې د څېړنيزو مرکزونو، ليکوالانو او رسنيو دنده وبلله، چې د سياسي ډګر واقعيتونه بايد په سم او واقعي ډول ملت ته ورورسوي.

8 (2)

نوموړي د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو د مرکز له خوا وروستی چاپ شوی کتاب هم د همدغو هلو ځلو يوه هڅه وبلله او دا کتاب يې د امنيتي تړون، چې لاسليک او نه لاسليک به يې د افغانستان پر راتلونکي اغېز ولري، د هغو اړخونو د روښانه کولو لپاره يو ګټور اثر وباله، چې تر اوسه عام هېوادوال، مدني فعالين او حتی مهم تصميم نيوونکي ترې خبر نه دي.

دوکتور عبدالباقي وویل: «دا هڅه د دې لپاره شوې چې د هېواد چارواکي، د امنيتي تړون په تړاو مسؤولانه چلند ته متوجه کړي، ترڅو په پټو سترګو او د بهرنيو لاسوهنو د مخنيوي په پلمه، د امنيتي تړون له لاسليک کولو سره، د جګړې د دوام زمينه برابره نه کړي.»

د دغه مرکز د نشراتو مسؤول او د کتاب ترتيبوونکي حکمت الله ځلاند د دغې رسالې د اړتيا، د ترتيبولو د ډول او په رساله کې راغلو بحثونو ته، ځغلند نظر واچاوه.

8 (3)

ځلاند وويل، چې “د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د امنيتي تړون د موضوع له رامنځته کېدو وروسته، د دغه تړون په اړه بېلابېلې څېړنې خپرې کړې دي؛ خو د تړون په اړه د ډېری هېوادوالو له نظر څرګندولو داسې ښکاري، چې له عامو هېوادوالو نيولې تر ډېری سياستوالو، مدني فعالينو او حتی مهمو تصميم نيوونکو پورې، څرنګه چې ښايي هغسې علمي، اکاډېميک او مؤثر معلومات نه لري.”

د ده په خبره، دا چې تر اوسه د دغه تړون په اړه د افغانستان د ملي ګټو له زاويې، چا د دغه تړون ارزونه نه وه کړې او په رسنيو کې هم په دې اړه سرسري او پر احساساتو ولاړ بحثونه کېږي؛ نو له همدې امله د دغې موضوع ستراتېژيک اهميت ته په کتلو سره، په لومړي ځل د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو د مرکز له خوا دا هڅه وشوه او د اوولسو تنو سياسي او علمي شخصيتونو په رابللو سره ]د امنيتي تړون علمي او حقوقي تحليل[ تر نامه لاندې په څو غونډو کې په دې اړه تفصيلي بحثونه او شننې وشوې.

حکمت الله ځلاند وویل: «په رساله کې د امنيتي تړون متن، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له وېبپاڼې اخېستل شوی، له کوم املايي او محتوايي بدلون پرته ماده په ماده راوړل شوی او له هرې مادې وروسته اړوندې شننې او ملاحظات بيان شوي دي.»

نوموړي په دغه کتاب کې د راغلو بحثونو ځينې مهمو ټکو او عنوانونو ته هم اشاره وکړه او دا رساله يې په واقعبينانه او بې طرفانه ډول چمتو شوې وبلله.

ليکوال او د ماليې وزارت سلاکار استاد نجيب الله منلي هم د کتاب په اړه خپل نظر څرګند کړ او دا يې د محتوا او هدف له پلوه يو ارزښتناک کتاب وباله.

همدا راز په دغه رساله کې د ځای شوو بحثونو څو تنو ګډونوالو استاد علام الدين اثير، دوکتور فضل الهادي وزين، دوکتور مصباح الله عبدالباقي او استاد سيد حبيب شاکر هم د رسالې په اړه خبرې وکړې او دا يې يو اغېزناک او مهم علمي او حقوقي اثر وباله.

هغوی د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو د مرکز دا ګام د ستايلو وړ وباله او دا کتاب يې د امنيتي تړون د علمي او حقوقي ارزونې لومړنی او اغېزناک ګام وباله.

8 (4)

استاد علام الدين اثير وويل: «که څه هم د دغه تړون په اړه د مشورې لپاره لويه جرګه هم راوغوښتل شوه او لويې جرګې د دغه تړون د لاسليک لپاره لسګونه شرطونه کېښودل؛ خو تر لويې جرګې وروسته يوازې دا خبره خوله په خوله ګرځېده، چې ګويا د لويې جرګې له خوا تاييد شو او بايد لاسليک شي؛ مګر هغو شرطونو ته هېچا هم پام ونه کړ چې جرګې وړاندې کړي وو؛ ځکه خو د دغه کتاب په څېر هڅې په دې برخه کې ډېرې مهمې دي.»

د امنيتي تړون د علمي او حقوقي تحليل د بحثونو بل ګډونوال دوکتور فضل الهادي وزين وويل: «که څه هم دا يو انساني کار دی، ښايي نيمګړتياوې به هم ولري؛ خو د څېړنې لپاره يې موږ درې مېتودونه کارولي دي او په دې اړه جوړو شوو غونډو کې شوي بحثونه په بشپړ علمي ډول سره شوي دي. د تړون لپاره چمتو شوی متن، په هغو غونډو کې ماده په ماده او کلمه په کلمه تحليل شوی او د امنيتي تړون له اصلي متن سره يو ځای چاپ شوی دی.»

د ښاغلي وزين په وينا، دا کتاب لږترلږه د امنيتي تړون د علمي تحليل لومړنۍ هڅه ده او د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو د مرکز له خوا، په ډېرو لږو امکاناتو دا مهم کار د ستايلو دی.

8 (5)

دوکتور مصباح الله عبدالباقي هم د امنيتي تړون ډېری مادې د افغانستان د اساسي قانون په ګډون، د هېواد له نافذه قوانينو سره په ټکر کې وبللې او دا رساله يې يوه بشپړه عملي او حقوقي څېړنه وبلله.

د غونډې بل ګډونوال، د افغان جريدې مسؤول مدير او د سياسي چارو شنونکي محمد حسن ولسمل هم د امنيتي تړون په اړه د تفصيلي بحثونو د رسالې چاپول وستايل او ويې ويل: «زه مشورتي لويې جرګې ته غوښتل شوی وم؛ خو کله چې ما د جرګې حالت وليد، چې يو طرفه روانه وه او همدا راز تړون په بشپړ ډول د امريکا په ګټه او د افغانستان د ملي ګټو پر ضد ترتيب شوی و، نو جرګه مې پرېښوده او هلته مې استعفا ورکړه.»

د ده په وينا، امريکا له افغانستان سره صادقانه چلند نه کوي او د دغسې ګامونو له لارې بايد د امريکا افغان ضد هڅې د افغانستان ملت ته روښانه شي.

ښالي ولسمل زياته کړه: «که څه هم په افغانستان کې ګاونډي هېوادونه لاسوهنې کوي؛ خو لکه څرنګه چې په تېرو کلونو کې څرګنده شوه، امريکا به هېڅکله هم له افغانستان سره د ګاونډيانو د لاسوهنو په بندولو کې مرسته ونه کړي، بلکې خپله امريکا د افغانستان د بربادۍ لامل شوې ده.»

نوموړي امنيتي تړون د افغانستان په زيان وباله او ويې ويل، چې په تېرو څو کلونو کې امريکا له افغانستان سره هېڅ بنسټيزه مرسته نه ده کړې.

هېره دې نه وي، چې د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز، د هېواد او سيمې په کچه پر مهمو او ستراتېژيکو مسايلو وخت ناوخت ورته څېړنې ټولنې ته وړاندې کړې دي او د بېلابېلو سيمينارونو، ستراتېژيکو رسالو، اوونيزو خپرونو او نورو لارو يې د هېواد د مهمو قضاياوو د څېړنې هڅې کړې دي.

8 (6)
دوکتور مصباح الله عبدالباقی

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *