د چین په شانګهای کې د “سيکا” کنفرانس او افغانستان

احمد بلال خليل

د “سيکا” سازمان د غړو هېوادونو مشران د آسیا په لويه وچه کې د ثبات، سولې او امنیت د ټينګښت په موخه، په هرو څلورو کلونو کې يو ځلې راټولېږي، چې د ادعا له مخې يې، نه یوازې په آسیا؛ بلکې په ټوله نړۍ کې د ثبات، سولې او امنیت ترمنځ قوي تړاو شته دی.

دا مهال ۲۶ هېوادونه د دغه سازمان غړيتوب لري او ۷ هېوادونه او ۴ سازمانونه يې د څارونکو په توګه په غونډو کې ګډون کوي. دغه سازمان د خپلو اساسنامو له مخې د ملي حاکمیت برابروالی، په داخلي چارو کې نه لاسوهنه او د غړیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، ټولنیز او کلتوري همکارۍ، خپلې مهمې موخې ګڼي.

د “سيکا” [1](CICA) يا د آسيايي هېوادونو تر منځ د متقابلو همکاريو او اعتماد جوړولو د سازمان څلورمه غونډه، تېره اوونۍ د چين په شانګهای ښار کې جوړه شوه، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم ګډون پکې کړی و. دلته د دغه سازمان د شاليد، د غړو هېوادونو تر منځ د همکاريو برخې، پر افغانستان باندې د دغه سازمان اغېز او په پای کې هم د “سيکا” سازمان په څلورمه سرمشريزه غونډه کې د افغان ولسمشر حامد کرزي پر ګډون رڼا اچول شوې ده.

شالید

د “سيکا” سازمان د جوړولو لومړۍ نظریه د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایوف، د ۱۹۹۲ ميلادي کال د اکتوبر پر پېنځمه، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ورکړه، چې د ډېرو آسیايي هېوادونو له خوا یې هرکلی وشو. وروسته په ۱۹۹۹ میلادي کال کې په الماتا کې د آسیا د ۱۵ هېوادونو له خوا، چې افغانستان هم ګډون پکې درلود، د “سيکا” سازمان اساسي موخې وټاکلې.

په ۲۰۰۲ کال کې د غړیو هېوادونو لومړی کانفرانس په الماتا کې جوړ شو، چې د «آلماتا قانون» پکې د دغه سازمان قانون وټاکل شو او د غړیو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا لاسلیک شو. دا قانون د افغانستان له خوا حامد کرزي لاسلیک کړ او د دغه سازمان د ۱۶ هېوادونو مشرانو وویل، چې دا سازمان به د سولې، امنیت او همکاريو په تړاو نوي چانسونه رامنځته کړي. د سيکا سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه په هرو څلورو کلونو کې او د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه يې په هرو دوو کلونو کې جوړېږي، چې د مشرانو لومړۍ غونډه يې په ۲۰۰۲ کال کې، دويمه غونډه يې په ۲۰۰۶ کال کې او درېيمه غونډه يې په ۲۰۱۰ کال کې جوړه شوې وه.

د سيکا غړي هېوادونه په کومو برخو کې همکارۍ لري؟

د “سيکا” د اساسنامې له مخې، د غړیو هېوادونو ترمنځ په لاندې پېنځو برخو کې همکاري کېږي، ترڅو په سیمه کې د اعتماد جوړونې په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي او له بلې خوا سیمه له شخړو او کړکېچونو څخه وژغوري:

  1. په اقتصادي برخه کې:

د سيکا د ۲۰۰۴ کال د کتلاک له مخې، په اقتصادي برخه کې باید غړي هېوادونه د تجارت او اقتصاد لپاره یو ګډ ډیتابېس جوړ کړي، په شکي مالیاتي تبادلو کې له یو بل سره معلومات شریک کړي، د ناقانونه مالیاتي پروسو مخه ونیسي، غړي هېوادونه په خپلو سیمو کې د هغو طبیعي حوادثو په هکله معلومات شریک کړي، چې د دوی ګاونډیان اغېزمنوي، د هېوادونو د مشرانو او مسؤولینو ترمنځ د معلوماتو تبادله ترڅو په هېواد کې نړیوال توریزم ته وده ورکړي او د دغو مسؤولینو ترمنځ همغږي رامنځته کړي، د حوادثو د مدیریت په هکله له یو بل سره خپلې تجربې او معلومات شریکول او خپلمنځي ګډې پروژې پر کار اچول یې په اقتصادي برخه کې د همکارۍ اړخونه دي.

  1. د چاپېريال په ډکر کې:

غړي هیوادونه به په ګډه سره د چاپېريال ساتنې په برخه کې نه یوازې دا چې پروګرامونه به جوړوي بلکې پلي کوي به یې هم، په تېره بیا په سرحدي سیمو کې.

 په انساني برخه کې:

غړي هېوادونه باید له یو بل سره د انساني قاچاق په هکله نه یوازې دا چې معلومات شریک کړي، بلکې د ختمولو لپاره به یې هم هڅې کوي. غړي هېوادونه باید له یو بل سره د نرم ځواک په زیاتولو کې هم برخه واخلي، لکه محصلینو ته د بورسونو ورکول او خپل محصلین نورو غړیو هېوادونو ته لېږدول.

  1. نوې ننګونې (تروریزم، د نشه يي توکو قاچاق، د انسانانو قاچاق، د پيسو ناقانوني حوالې، د سپکو وسلو ناجائزه سوداګري):

غړي هېوادونه باید د خپلو ملي قانونو له مخې د تروریزم د له منځه وړلو لپاره په خپلو کې همکاري وکړي او د سخت دريځو او بېلتون غوښتونکو عملونو مخنيوی وکړي. غړي هېوادونه به د تروریزم، بېلتون غوښتنې او تجزيې، سخت دريځۍ او د منظمو مجرمینو پرخلاف جګړه کې نه یوازې دا چې له يو بل سره معلومات شریکوي، بلکې د دوی پرخلاف د جګړې لپاره به میکانیزمونه هم رامنځته کوي. غړي هېوادونه به له یو بل سره د نشته يي توکو د ختمولو، انساني قاچاق، د پیسو ناقانونه حوالې او د نورو زيان رسونکو موادو پرخلاف اقدامات کوي. غړي هېوادونه باید د تمدنونو د جګړې پرخلاف له یو بل سره د تمدنونو ترمنځ خبرو اترو ته وده ورکړي.

  1. سیاسي او نظامي:

د تلپاتې ثبات او په نظامي-سیاسي ډګر کې خپلمنځي اعتماد پياوړي کول، او که د غړیو هېوادونو امنیتي ګټې په پام کې ونیول شي، نو غړي هېوادونه لاندې اقدمات ترسره کولای شي:

غړي هېوادونه دې ناظرین خپلو نظامي ترمینونو ته راوبلي. له یو بل د جګپوړو نظامي چارواکو سره تبادله کول. د غړیو هېوادونو د نظامیانو له خوا د یو بل په ملي رخصتیو او په کلتوري او ورزشي پېښو کې ونډه اخېستنه.

د سيکا وروستۍ غونډه او چین ته د حامد کرزي سفر

افغان ولسمشر حامد کرزي تېره اوونۍ چین ته څلور ورځنی سفر درلود، چې یوازې دوه ورځې پکې د سيکا غونډې واخستلې. په دې سفر کې کرزي د چین د ځينې لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ، له خپل چينايي سیال سره هم وکتل.

د چین رئیس جمهور “شي جېن پېنګ” یو ځل بیا د چین دوستانه چلند ته ګوته ونیوله او ویې ویل، چې له نړیوالو او سیمه يیزو تحولونو پرته به، چین له افغانستان سره خپلې ملګرې اړیکې روانې وساتي او له افغانستان سره به په لوړه کچه تبادلې وکړي، په بېلابېلو برخو کې به خپله همکاري زياته کړي، د ورېښمو لارې په طرحه کې به خپلې کمپنۍ وهڅوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، او له افغانستان سره د درېیو شیطاني ځواکونو پرخلاف په جګړه کې به همکاري وکړي، چې بېلتون غوښتنه او تجزيه، افراطیت، او ترهګري ده. “شي جېن پېنګ” د خبرو په جریان کې دا هم وویل، چې چین د یوه واحد، باثباته، پرمختلونکي او ملګري افغانستان هيله لري. 

د چين د ولسمشر د خبرو په ځواب کې حامد کرزي د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړیکو هرکلی وکړ او چین یې یو ډاډمن ګاونډی وباله. ترڅنګ یې وویل، چې افغانستان پر دې باوري دی، چې پرته له دې چې په ټاکنو کې به څوک بریالی راووځي، هېواد به يې له چین سره په راتلونکو کلونو کې نژدې اړیکې ولري. نوموړي له چین څخه هیله څرګنده وکړه، چې د افغانستان په ثبات، سولې او پرمختګ کې به رغنده رول ولوبوي.

داسې ښکاري، چې د سيکا څلورمه غونډه به د آسیايي هېوادونو ترمنځ خپلمنځي باور پياوړی کړي او شخړې به د خبرو اترو له مخې حل کړي.

چین به، چې له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې يې د دغه سازمان مشري ترلاسه کړه، په سیمه کې خورا مهم رول ولوبوي، هغه هم په داسې مهال کې چې امریکایان به پکې له افغانستان څخه خپل سرتېري باسي. ورته څرګندونې او هیلې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون هم کړې دي، چې دی د چین له مشرۍ سره ډېرې هیلې تړي. 

پایله:

له پورته شننې جوته شوه، چې که د “سيکا” (CICA) سازمان اساسي موخې او اهداف په سمه توګه پلي شي، نو د افغانستان په چارو کې رغنده رول لوبولی شي.

افغانستان چې له خپلو ګاونډیانو سره په شخړو او کړکېچونو کې ښکېل دی، د دغه سازمان د همکارۍ د ډګرونو له مخې کېدای شي، چې د افغانستان او د ګاونډیانو ترمنځ د باور فضا رامنځته شي. ترڅنګ یې له غړیو هېوادونو سره د سیمې د ثبات، سولې او پرمختګ په اړه چټک ګامونه پورته کړي او افغانستان به د دې سازمان د سیمې د ثبات، سولې او پرمختګ لپاره کلیدي رول ولوبوي. او سیمه به هم، چې د دغه مثلث (سولې، امنیت او پرمختګ) خپلولو ته ډېره اړتیا لري، په افغانستان کې رغنده رول ولوبوي. پای

[1] Conference on Interaction and Confidence Building Measures in Asia

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *