د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو؛ ستونزې او اندېښنې

مقدمه

د ټاکنو خپلواک کميسيون د ۱۳۹۳ لمريز کال د وري مياشتې د ۱۶مې نېټې د ټاکنو لومړنۍ پايلې د غويي مياشتې په شپږمه نېټه اعلان کړې، چې له مخې يې يوه نوماند هم  ۵۰٪+۱ رايې نه دي ترلاسه کړې. ډاکتر عبدالله عبدالله د ۴۴.۹ سلنه رايو په ګټلو سره او ډاکتر اشرف غني احمدزی د ۳۲.۵ سلنه رايو په ګټلو سره تر شپږو نورو نوماندانو مخکې دي.

که څه هم د دغو ټاکنو وروستۍ پايله به، د درغليو او باطلو رايو په تړاو د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کميسيون له وروستۍ پرېکړې وروسته، د ټاکنو د خپلواک کميسيون له خوا د غويي مياشتې په ۲۴مه نېټه اعلانېږي؛ خو داسې ښکاري چې د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کميسيون به هم داسې کومه پرېکړه ونه کړي، چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون له خوا په اعلان شوې لومړنۍ پايله کې کوم بنسټيز بدلون راوړي او په دې توګه به دغه ټاکنې د دوو مخکښو نوماندانو تر منځ دويم پړاو ته ځي او د وروستۍ پايلې له اعلان دوې اوونۍ وروسته به دويم پړاو ټاکنې ترسره کېږي.

خو دا چې که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، دويم پړاو به له کومو جدي ستونزو او ننګونو سره مخ وي؟ همدا موضوع د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د اوونۍ تحليل د بورډ په تحليل کې څېړل شوې ده:

دويم پړاو ته د ټاکنو تګ او د اتېلافي حکومت ګنګوسې

لومړی خو دا چې له ټاکنو مخکې کومې اندېښنې چې د درغليو په تړاو موجودې وې، سمې ثابتې شوې او اصلاً ترڅو چې له هېواده د جګړې لمن نه وي ټوله شوې، د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو تمه نه شي کېدای.

دا چې ټاکنې له ټولو ستونزو او پراخو درغليو سره سره ترسره او په لومړي پړاو کې څرګندې پايلې ته ونه رسېدې او دويم پړاو ته د ټاکنو د تګ احتمال زيات شو، دويم پړاو ته له تګ مخکې د اېتلافي حکومت د جوړېدو ګنګوسې هم خپرې شوې؛ خو د ځېنې نوماندانو له دريځ څخه داسې ښکاري چې د اېتلافي حکومت په اړه به موافقه ونه کړي او د دويم پړاو ټاکنو غوښتنه به وکړي؛ خو که د افغانستان د نافذه قوانينو خلاف پر اېتلافي حکومت هم هوکړه کېږي، نو دا به يو ډېر ناسم ګام وي او راتلونکی حکومت به بيا هم د تېر حکومت په څېر د يوه شرکت په بڼه وي او هغه نوماند ته به چې له خپلې نوماندۍ تېر شوی وي، په حکومت کې معلومه ونډه ورکول کېږي.

د دويم پړاو ټاکنو اړوند اندېښنې او ننګونې

د ټاکنو دويم پړاو به له امنيتي، اقتصادي او سياسي پلوه له پراخو ستونزو سره مل وي او دا چې په لومړي پړاو کې د ولايتي شوراګانو نوماندان هم وو او د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو شمېر هم زيات و، د خلکو د ګډون کچه تر يوه بريده زياته وه؛ خو په دويم پړاو کې به د نورو لاملونو تر څنګ دارنګه هڅوونکي عوامل هم کم وي او ښايي د لومړي پړاو په پرتله به، په ټاکنو کې د خلکو ګډون هم کمرنګه وي.

خو تر ټولو لويه اندېښنه په دويم پړاو کې د نوماندانو د ناسمو پاليسيو له امله د ټاکنو د قومي کېدو وېره ده؛ ځکه په دويم پړاو کې يوازې دوه نوماندان په ډګر پاتې کېږي او ښايي چې د رايو ترلاسه کولو لپاره قومي او ژبني شعارونه ورکړي او په دې توګه په افغاني ټولنه کې يو ډول ګډوډي او تعصبونه راوپاروي.

په ډېری هېوادونو کې دا وېره، د داسې سياسي ګوندونو شتون له منځه وړې، چې د هېواد ټول وګړي برخه پکې لري او په کوم ځانګړي قوم او ژبه پورې تړاو نه لري. خو افغاني ټولنه د تاريخ په اوږدو کې د ورته ستونزو شاهده وه او اوس هم دا اندېښې شته دي.

له دې سترې ستونزې مخنيوي ته که مخکښ نوماندان پام وکړي؛ نو اصلاً به يې د ټولنې له تيت پرک کېدو او قومي او ژبنيو تعصبونو له راپارېدو څخه، چې پايلې به يې هېواد ته ډېرې خطرناکې وي، مخنيوی کړی وي.

که هر نوماند د قومي او ژبنيو شعارونو له لارې د خلکو رايې خپلې کړي او واک ته ورسېږي، په راتلونکي کې به يې پر وړاندې ډېرې سترې ستونزې هم راولاړې شي او د ټولنې هغه برخه به، چې ده يې رايه نه ده ورکړي، نوموړی خپل ولسمشر نه بولي او حکومت به د يوه لوري په انحصار کې بلل کېږي. حال دا چې ټاکنې په دې معنا نه دي چې ټاکل کېدونکی ولسمشر به يوازې د هغو خلکو ولسمشر وي، چې هغه ته يې رايه ورکړي ده، بلکې په حکومت کې بايد ټولو افغانانو ته ونډه ورکړل شي او سياست بايد په دې معنا نه وي، چې د ټولنې يوه برخه له پامه وغورځول شي.

د دې ترڅنګ به دويم پړاو د لومړي پړاو په څېر له پراخو امنيتي ننګونو سره هم مخ وي او يو ځل بيا به يو زيات شمېر هېوادوال په دغه پړاو کې قرباني ورکوي؛ په داسې حال کې چې ټاکنې به د واکمن نظام له لاسوهنو، جوړجاړيو او همدارنګه په دغه پروسه کې له پراخو درغليو سره مل وي او د خلکو په رايو به، چې د سر په بيه به ټاکنيزو مرکزونو ته ځي، معاملې او لوبې کيږي.

همدارنګه په دويم پړاو کې له لومړي پړاو څخه په تجربې، د ټاکنو په بهير کې د پراخو درغليو د شونتيا تر څنګ، د بهرنيانو د پراخې لاسوهنې وړاندوينه هم شته ده؛ ځکه په لومړي پړاو کې د نوماندانو د زيات شمېر او ځېنې نورو لاملونو له مخې دويم پړاو ته د ټاکنو احتمال قوي و او بهرنيو لورو لاسوهنو ته هومره ارزښت نه ورکاوه؛ خو په دويم پړاو کې به دا چې پرېکنده پړاو به وي، هر لوری د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د پايلې په توګه که ووايو، د ټاکنو لومړی پړاو هم له پراخو ستونزو سره مل و او په دويم پړاو کې يې هم د ډېرو او جدي ستونزو اندېښنې شته دي. نوماندان بايد واک ته د رسېدو لپاره قانون ته درناوی وکړي او د افغانستان له ملت سره د خيانت کولو له لارې بايد واک ته ونه رسېږي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *