د طالبانو د رهبرۍ بدلون او پر روان وضعيت يې اغېزې

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د جوزا په لومړۍ نېټه (۱۳۹۵) د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمه کې د امريکايي بې‌پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.

د نوموړي د وژل کېدو خبر په لومړي ځل د امريکا دفاع وزارت خپور کړ او ويې ويل، چې پر نوموړي بريد د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په اجازه ترسره شوی؛ ځکه دی د سولې په لاره کې ستر خنډ و. د امریکا له دغې ادعا وروسته، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائیه ریاست، ملي امنیت او کورنيو چارو وزارت هم د ملا منصور وژنه تایید کړه.

طالبانو بيا څلور ورځې وروسته د خپل مشر وژل کېدل د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره نه یوازې دا چې ومنل، بلکې د ده پر ځای ټاکل شوی کس يې هم د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړ. د طالبانو په اعلاميه کې راغلي چې د ملا اختر محمد منصور مرستيال مولوي هبت الله اخوندزاده د نوي امير په توګه ټاکل شوی او سراج الدين حقاني، او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی مولوي محمد يعقوب يې مرستيالان ټاکل شوي دي.

اوس پوښتنه دا ده، چې د نوموړي وژل کېدل به خپله د طالبانو پر ډله څه اغېزې وکړي؟ د دغې ډلې د رهبرۍ بدلون به څه بدلونونه راوړي او د نوي مشر دريځ به له افغان حکومت سره د سولې په تړاو څه وي؟ دا او دې ته ورته پوښتنې دلته ځوابوو.

 

له مرستيالۍ تر مشرۍ د ملا منصور سفر

له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغان طالبانو له بيا راپورته کېدو راهيسې د دغې ډلې رهبري د نیول کېدو، بندي کېدو او وژل کېدو له پړاوونو تېره شوه. په ۲۰۰۷ کال کې د طالبانو د تحریک دویم کس او د ملا محمد عمر مرستیال ملا عبیدالله اخوند د پاکستان له‌خوا ونیول شو او په ۲۰۱۰ کال کې په زندان کې مړ شو. که څه هم لا تراوسه دا معلومه نه ده، چې دی په خپل مرګ مړ شو او که د پاکستان له‌خوا ووژل شو؟

د ملا عبیدالله اخوند له نیول کېدو وروسته، ملا عبدالغني برادر د ملا محمد عمر مرستیال وټاکل شو او د ملا برادر مرستیال بیا ملا اختر محمد منصور و. په ۲۰۰۹ کال کې د ملا عبدالغني برادر له نیول کېدو وروسته، ملا اختر محمد منصور د ملا محمد عمر مرستیال (د طالبانو دويم نمبر کس) شو او د طالبانو د تحریک تنظیمي چارې يې پرمخ وړلې. په ۲۰۱۳ کال کې د ملا محمد عمر له مړینې وروسته، د طالبانو د تحریک بشپړ واک ده ته انتقال شو (که څه هم افغان طالبانو ته د یوې نږدې سرچینې له قوله، له ۲۰۰۹ کال راهیسې ملا محمد عمر د تنظیمي او نظامي چارو ډېری واک ده ته سپارلی و). خو د ملا محمد عمر مرګ د ۲۰۱۵ کال تر جولای میاشتې پورې پټ وساتل شو. د ملا محمد عمر د مرګ خبر د «مري» له مخامخ خبرو اترو وروسته افشا شو. افغان طالبانو هم د خبر له افشا کېدو څو ورځې وروسته دغه خبر تایید کړ او ترڅنګ یې ځای‌ناستی ملا اختر محمد منصور غوره کړ. د ملا منصور له ټاکل کېدو سره، د افغان طالبانو په لیکو کې اختلافات پيل شول؛ خو ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو څو مياشتې وړاندې، تر ډېره دغه اختلافات کم کړل او ترڅنګ یې د ملا ذاکر، د ملا محمد عمر کورنۍ (ملا یعقوب او ملا عبدالمنان) او ملا حسن رحماني ملاتړ هم ترلاسه کړ.

 

د طالبانو د پخواني مشر د سولې تګلاره

د ملا اختر محمد منصور له مرستیالۍ څخه تر مشرۍ پورې، په ټوله دوره کې افغان طالبان له لوړو او ژورو سره مخ شول. د سولې په اړه هم په دغه دوره کې پرمختګونه وشول، چې تر شا یې د ملا اختر محمد منصور رول جوت و.

په دغه دوره کې، افغان طالبانو په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیست او د دغه دفتر له لارې افغان طالبانو له نړیوالو هېوادونو سره خبرې اترې پيل کړې. دغه دفتر د ځينو بندیانو په خوشې کولو او تبادله کولو کې رول ولوباوه، په نورو هېوادونو کې یې د سولې په اړه په کنفرانسونو کې برخه واخیسته او خپله تګلاره یې نړیوالو ته ورسوله. له دې وراخوا د ملا منصور په دوره کې د پاکستان په مري کې د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ لومړنۍ رسمي مخامخ خبرې اترې هم وشوې، چې له بده مرغه بیا د ملا محمد عمر د مرګ له افشا کېدو سره سبوتاژ شوې.

د ملا منصور په دوره کې د افغانستان په شمال کې یو شمېر ولسوالۍ سقوط شوې او تر ټولو مهمه پېښه يې د افغانستان د شپږم لوی ښار (کندز) سقوط و، چې د ۱۳۹۴ کال د میزان په ۶مه د دوو اوونيو لپاره د طالبانو ولکې ته ورغی.

که څه هم ده په خپله دغه ۱۰ میاشتنۍ دوره کې د افغان حکومت د سولې تګلارې ته مثبت ځواب ونه وایه؛ خو افغان طالبانو ته د نږدې سرچینو له قوله، دی سولې ته مایل و؛ خو سوله یې پر هغو شرایطو نه غوښته، چې افغان حکومت وضع کړي وو.

د نوموړي له وژل کېدو وروسته په رسمي بيانونو کې ويل کېږي، چې دی د سولې په لاره کې ستر خنډ و؛ خو داسې تحليلونه هم شته چې نوموړی، له روسیې سره د طالبانو د نږدې کېدونکو اړیکو او قطر ته د افغان ولسمشر له وروستي سفر وروسته، له دغه دفتر سره د احتمالي مخامخ خبرو اترو د پيلېدو له وېرې، له منځه وړل شوی وي.

افغان طالبانو هم په خپله اعلاميه کې دې خبرې ته اشاره کړې، چې نوموړی «تحميلي او تزويري پروسو» ته د غاړې نه اېښودو له کبله په نښه شو، چې دغه اشاره بیا څلور اړخيزو ناستو ته ده.

 

د طالبانو نوې رهبري

که څه هم د ملا منصور وژنه پر افغان طالبانو ستر ګوزار و؛ ځکه ده له ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغان طالبانو تنظیمي او نظامي چارې سمبالولې او د افغان طالبانو د ستراتيژۍ (سولې او جګړې) لویه برخه د ده لخوا پرمخ بېول کېده؛ خو بیا هم د افغان طالبانو شل کلن تاریخ او په تېره بیا له ۲۰۰۱ کال وروسته تراوسه نورې داسې پېښې هم شوې، چې د افغان طالبانو رهبري یا له منځه تللې او یا ترې لوړ پوړي چارواکي بېل شوي؛ خو بیا یې هم په نظامي ډګر کې پر دغې ډلې پام وړ اغېزې نه دي لرلې.

د طالبانو نوی مشر مولوي هبة الله د طالبانو د رژيم پر مهال د نظامي محکمې مشر و او د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته، د دغې ډلې قاضي القضات هم و. نوموړی له تېر کال راهيسې د ملا اختر محمد منصور د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله.

په ټوليز ډول د طالبانو په نوې رهبرۍ کې ډېر انقلابي بدلون نه تر سترګو کېږي؛ ځکه نوی مشر او سراج الدین حقاني د ملا اختر محمد منصور مرستیالان وو او ملا یعقوب ته هم، په وروستیو کې د ملا اختر محمد منصور له‌خوا د طالبانو په رهبرۍ شورا کې ځای ورکړل شوی و.

 

د سولې برخليک

د طالبانو په نوې رهبرۍ کې هغه کسان دي، چې ملا منصور ته ډېر نږدې پاتې شوي. د دغو درې واړو د مشرۍ تر شا، لاندې عوامل شته دي:

  • ملا هبة الله د افغان طالبانو په علماو کې رول لري؛
  • سراج الدین حقاني د جګړې په ډګر کې پراخ رول لري؛
  • او د ملا یعقوب له ټاکلو سره هڅه وشوه، ترڅو طالبان پر نوې اعلان شوې رهبرۍ راټول کړي.

که څه هم تر اوسه د طالبانو نوي مشر کوم غږیز پيغام او یا کومه اعلامیه نه ده خپره کړې، چې له مخې يې څرګنده شي، چې د سولې او جګړې په اړه د دوی راتلونکې ستراتيژۍ څه دي؟ خو بیا هم دا چې ملا هبة الله او سراج الدین حقاني د ملا منصور مرستیالان وو، نو د افغان طالبانو د (جګړې او سولې) تګلاره به هم ډېر بدلون ونه مومي او د جګړې په ډګر به هم د دوی اغېز ډېر جوت نه شي. د دې ترڅنګ د طالبانو له ډلې څخه د کومې لویې ډلې بېلېدل هم شوني نه برېښي.

دا حقيقت اوس د جګړې ښکېلو لورو درک کړی، چې جګړه د افغان قضيې د حل لاره نه ده او همدغه روانه جګړه به هم بالاخره د خبرو اترو له لارې حلېږي، خو دا چې اوس د بهرنيو ځواکونو ډېره برخه له هېواده وتلې؛ که افغان حکومت دا ځل د نورو هېوادونو له لارې د فشار پر ځای د طالبانو له ډلې سره د مخامخ خبرو اترو لپاره د يوه منځګړي افغان لوري کارډ وکاروي، ښايي طالبان له افغان حکومت سره خبرو اترو ته زړه ښه کړي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *