افغانستان او چین؛ د نړۍ پر بام نښلول شوي ګاونډیان

د افغانستان او «چین د خلکو جمهوریت» پر اړیکو شپږ لسیزې واوښتې؛ خو له تاریخي پلوه بيا دواړه هېوادونه له یو بل سره د ډېرو لرغونو فرهنګي او اقتصادي اړیکو سابقه لري. افغانان له ډېر پخوا څخه له چین سره آشنا دي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې له ميلاد څخه ۱۳۰ کاله وړاندې هغه مهال پيل شوې، چې کله د چین د امپراتورۍ سفیر افغانستان ته راغی. دغه دواړه ګاونډي هېوادونه د اقتصادي اړیکو له پلوه هم هغه مهال سره وتړل شول، چې کله د «ورېښمو» مشهوره لار له چین څخه پیل او له افغانستانه په تېرېدو سره منځنۍ آسیا، اروپا او افریقا ته ورسېده.

په مذهبي اړخ کې، د کوشانیانو په وخت کې چین ته د بودايي دین ترویج هم د افغانستان له لارې وشو او وروسته بيا چینايي ترکستان ته هم، د افغانستان له لارې د اسلام دين ورسول شو، چې دا لنډه تاریخي یادونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د روابطو پخواني تړاوونه په ښه توګه روښانه کوي.

په وروستۍ پېړۍ کې په چین کې د «ماو زي تونګ» له خوا د یوه کمونستي انقلاب بنسټ کېښودل شو، چې افغانستان له کوم فشار پرته دغه کمونستي انقلاب، له خپل انقلاب څخه دوې میاشتې وروسته، په رسمیت وپېژانده چې د ښو دوه اړخيزو اړيکو د مخينې ښارندويي کوي.

وروسته بیا د دواړو هېوادونو رسمي ډيپلوماتیکي اړیکې له ۱۹۵۵ کال څخه د سفیرانو له تبادله کېدلو سره پیل شوې.

په تاریخي توګه افغان-چین اړیکې په دوو پړاوونو وېشلی شو:

د سړې جګړې پرمهال اړیکې (۱۹۵۰-۱۹۹۱)

او له سړې جګړې وروسته اړیکې (۱۹۹۱-۲۰۱۵)

د سړې جګړې پر مهال افغان-چين اړیکې (۱۹۵۰-۱۹۹۱)

په دې پړاو کې افغان-چین اړیکې په تېره بیا د چین، افغان ستراتېژي له نړیوال سیاست څخه اغېزمنه وه. د دغه پړاو په پیل کې چین له افغانستان سره فرهنګي روابط زیات کړل، وروسته یې چې څرنګه له شوروي سره اړیکې د خرابېدو په لور ولاړې، نو چین په افغانستان کې پانګه اچونه، پر بېلابېلو پروژو کار او مرستې پیل کړې.

افغانستان هم، د خپل ملګري شوروي په امنیتي کمربند کې برخه وانه خېسته؛ بلکې استدلال به یې کاوه، چې کابل به هېڅکله هم د یوه داسې امنیتي کمربند برخه نه شي، چې د چین پرخلاف رامنځته شوی وي.

د سردار داوود خان له کودتا سره چینایان اندېښمن شول، چې ګويا دا کودتا به د شوروي د لارښوونې او خوښې له مخې شوې وي؛ خو سردار داوود خان بيا وروسته خپل ورور او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، سردار محمد نعیم چین ته واستاوه او هلته يې د چینایانو دغه اندېښنې ختمې کړې او په پایله کې يې چینایانو په افغانستان کې په نورو پروژو هم کار پيل کړ.

چین د شورویانو د یرغل (۱۹۷۹) پرمهال د شورويانو په پرتله امریکا ته ډېر نژدې شوی و، او له شوروي سره یې اړیکې ډېرې خرابې وې. چین د شورویانو دغه یرغل ته له چین څخه تاو شوي کمربند په سترګه کتل؛ له همدې کبله یې نه یوازې دا چې د شورویانو یرغل وغانده، بلکې له افغان مجاهدینو سره یې هم پراخې مرستې وکړې.

له سړې جګړې وروسته اړیکې (۱۹۹۱-۲۰۱۵)

د شورویانو له وتلو وروسته چې کله په افغانستان کې کورنۍ جګړه ونښته؛ نو چینایانو هم په کابل کې خپل سفارت وتاړه او وروسته چې کله په افغانستان کې طالبان د افغانستان په ډېری سیمو واکمن شول او ترڅنګ یې یو شمېر ایغوري مسلمانانو هم په کابل کې پناه واخېسته، نو له چين سره وېره پيدا شوه؛ ځکه هغه مهال د چین په سنکیانک ايالت کې وسله واله مبارزه پیل شوې وه او ترڅنګ يې د دغې وسله والې مبارزې ډېری مشران هم په افغانستان کې وو. د دې ترڅنګ د چین بله وېره د نشه يي توکو له قاچاق څخه وه، چې بیا هم د دوی په ګمان ګټه یې همدغو وسله والو غورځنګونو ته رسېده. همدا دوه لاملونه وو، چې چین له روسیې سره یوځای د شانګهای-پنځه سازمان رامنځته کړ او وروسته بیا د شانګهای د همکاريو پر سازمان بدل شو، چې موخه يې د “تروریزم” او نشه‌يي توکو مخنیوی و.

د چین له دغو وېرو او اندېښنو سره سره، بیا هم د طالبانو او چین ترمنځ یو پټ تفاهم موجود و. د طالبانو د واکمنۍ يو جګپوړی چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف په خپل کتاب کې ليکي، چې یو ځل له ده سره چینایي سفیر د ملا محمد عمر د لیدلو لپاره ولاړ او هلته ورته ملا محمد عمر ډاډ ورکړ، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي پرخلاف استعمال نه شي. ښايي همدا لامل به وي، چې چین په افغانستان کې یو ډېر محتاط دریځ خپل کړی. که څه هم چین د امریکا او ناټو د “تروریزم” ضد جګړې ملاتړی دی؛ خو تر اوسه یې نه یوازې دا چې په آیساف کې د خپلو پوځیانو شتون او افغانستان ته خپل پوځیان رالېږل رد کړي دي، بلکې د طالبانو پرضد یې کومه اعلامیه هم نه ده خپره کړې.

 

حامد کرزی؛ د نويو اړيکو بنسټګر

که څه هم ځينې شنونکي د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر داخلي پالیسۍ نيوکه لري؛ خو د ځينې هېوادونو په اړه د کرزي بهرنی سیاست په تېره بیا د ده په دویمه دوره کې د ستایلو وړ دي. ده له امریکا سره د اصولي اختلافاتو له کبله د سیمې د ځواکونو لکه چین، هند او روسیې په لور پاملرنه زیاته کړه[1].

د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال له بل هر وخت زياتې غوړېدلې دي. په دغه دوران کې د اړیکو د رغولو په اړه ډېری هڅې هم، د افغانستان له خوا شوې دي؛ ځکه خو د افغانستان له خوا حامد کرزي چین ته پنځه ځله سفرونه کړي؛ خو د چین کوم جګپوړی چارواکی افغانستان ته لاهم نه دی راغلی.

کله چې له امریکا سره د حامد کرزي اړیکې خرابې شوې او پر کرزي به د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو له کبله ډېرې نیوکې کېدلې؛ نو حامد کرزي له چین سره د اړیکو د لا ښه کولو هڅه وکړه او په همدې موخه، په ۲۰۱۰ کال کې په څلورم سفر چین ته ولاړ او همدا راز یې د خپلو نورو سفرونو ترڅنګ په سیاسي توګه هم، چین په افغانستان کې زيات رادخیل کړ.

چین؛ د اشرف غني د کورني او بهرني سیاست مهم لوبغاړی

دا چې اشرف غني ته چین څومره ارزښت لري، يوازې له همدې هم جوتېږي چې ده خپل لومړنی بهرنی سفر له چین څخه پیل کړ او له چین څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې رول ولوبوي. چین هم په همدې موخه دا مهال له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې دي او چينايي چارواکو په دې اړه په قطر کې د طالبانو د رسمي سیاسي دفتر له پلاويو  سره دوه ځله په چین کې کتلي دي؛ خو لاتراوسه د دغو سفرونو او ناستو جزئیات نه دي برسېره شوي.

چین له افغانستان څخه د ناټو او امریکايي پوځونو له وتلو سره په دغه هېواد کې د ځواک تشه ویني او همدا لامل دی، چې چین دغه حالت ته د یوه فرصت په سترګه ګوري. له همدې کبله چین له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې له افغانستان سره تر ۲۰۰ ملیون ډالرو زياتې مرسته کړې دي؛ خو چين ته د اشرف غني د سفر پرمهال یې، په لومړي ګام کې د راتلونکو درېیو کلونو لپاره له افغانستان سره ۳۳۰ ملیون ډالره مرستو ژمنه وکړه. اشرف غني چين ته په خپل لومړني سفر سره له يوې خوا د دوه اړخیزو اړیکو یو نوی فصل پرانېست او له بلې خوا يې د اوږدمهاله اړیکو لپاره هم زمینه برابره کړه.

دا چې په ارګ ماڼۍ او د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او چین د اړیکو د شپېتمې کلیزې د نمانځنې په موخه پروګرامونه ترتیب شوي وو، په پراخه کچه له چين سره د ښو اړيکو لپاره د افغاني لوري د لېوالتیا او ارزښت ښودنه کوي او لکه څرنګه چې ولسمشر غني د افغان-چين اړيکو د شپېتمې کليزې او پښتو-چينايي قاموس د چاپېدو په نمانځغونډه کې هم اشاره ورته وکړه، دا مهال د افغانستان د سولې د پروسې په تړاو، د چين مثبت رول ته هم هيلې زياتې شوې دي.

په ټوليزه توګه که د افغان-چین اړیکې تر څېړنې لاندې ونيول شي؛ نو جوته به شي، چې که څه هم دواړو هېوادونو تاريخي اړیکې درلودلې دي؛ خو په ډيپلوماتیک ډګر کې د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې چين افغانستان ته لږ ارزښت ورکړی او همدا راز افغانستان هم د خپلو نورو ګاونډيانو په پرتله چين ته «ثانوي حیثیت» ورکړی و. مګر په وروستیو کلونو کې نه یوازې دا چې دلته د چین لېوالتیا زياته شوې، بلکې دلته يې ګټې هم زیاتې شوې دي، چې په واقعي توګه د چین په دریځ کې د بدلون ښودنه کوي؛ ځکه په چین کې اوس ستراتېژيو بدلون موندلی او اوس (د غرب په لور د تګ) پر کړنلاره بوخت دي، چې په دې جمله کې یوه هم د ورېښمو نوې لاره او بل د پاکستان-چین د انرژۍ حوضه د یادونې وړ دي.

د دې ترڅنګ چین د خپل امنیت او اقتصادي پروژو د بشپړېدو په تړاو هم، د افغانستان سولې او ثبات ته اړتیا لري او همدا لامل هم دی، چې اوس يې د افغان حکومت په غوښتنه له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې دي. پای

[1]  په دې اړه د حامد کرزي یوه ناکامي له پاکستان سره خرابې اړیکې دي، چې باید ده د ملي ګټو په رڼا کې د پاکستان او هند ترمنځ توازن ساتلی وای.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *