چین ته د ستراتېژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د علمي پلاوي سفر

 

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يوه پلاوي د «چين او افغانستان د تحقيقاتي مرکزونو ترمنځ د نظرونو د تبادلې پروګرام – ۲۰۱۶» کې چين ته سفر وکړ.

په دغه پلاوي کې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز ترڅنګ، د افغانستان له څو نورو معتبرو تحقيقاتي مرکزونو څخه هم څېړونکو برخه اخېستې وه.

دغه رسمي ۱۲ ورځنی سفر په افغانستان کې د چين سفارت په همکارۍ د جولای له ۱۷مې تر ۲۹مې پورې تنظيم شوی و او د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز اجرايوي مسؤول او څېړونکي حکمت الله ځلاند او د دغه مرکز د چين-افغانستان د برخې څېړونکي احمد بلال خليل پکې ګډون کړی و.

د افغانستان د تحقیقاتي مرکزونو دغه ۹ کسيز پلاوی لومړی د چين سیچوان ایالت چېنګډو ښار ته ولاړ، هلته یې د «طبيعي پېښو مدیریت او بيارغونې په انستیتوت (IDMR)» او په سیچوان پوهنتون کې «د سوېلي آسیا د څېړنو انستیتوت» کې له چینايي پروفیسرانو او څېړونکو سره خپل نظرونه تبادله کړل.

د سفر په دویم پړاو کې افغان پلاوی د جولای په ۲۰مه د چين پلازمېنې بیجینګ ته ولاړ او هلته یې د «چین د معاصرو نړیوالو اړیکو انستیتوت (CICIR)»، د چین د نړیوالو څېړنو انستیتوت (CIIS)، بیجینګ پوهنتون (PKU)، د چین ملي دفاع پوهنتون (NDU)،کې له چینايي څېړونکو، افغان پېژندونکو او پروفیسرانو سره په ګرديو مېزونو کې برخه واخیسته.

د دې ترڅنګ، افغان پلاوي د جولای په ۲۲مه په چين کې د افغانستان له سفارت څخه هم ليدنه وکړه او په بيجينګ کې يې د افغانستان له سفير ښاغلي جانان موسی زي سره د دغه سفر د لاسته راوړنو په اړه معلومات شريک کړل. دغه راز افغان پلاوي د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخيزو اړيکو او همکاريو د پياوړتيا لپاره خپل وړانديزونه هم له افغان سفارت سره شريک کړل.

په درېیم او وروستي پړاو کې افغان پلاوی د جولای په ۲۵مه د چین سوداګریز ښار شانګهای ته ولاړ او هلته یې د «شانګهای د نړیوالو څېړنو انسټیټوت (SIIS)» او دغه راز د «شانګهای د حقوقو او سیاسي علومو پوهنتون» کې له چینايي پروفیسرانو او سکالرانو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

په عمومي ډول په دغو بحثونو کې د افغان-چین دوه‌اړخیزو اړیکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخيزو همکاريو لپاره شته فرصتونو او خنډونو، په افغانستان کې امنيتي وضعيت، د افغانستان د سولې بهیر او د سولې څلور اړخیزو خبرو اترو، د افغانستان-پاکستان اړیکو، سيمه‌ييزو پروژو لکه یو کمربند یوه لاره، او نورو اړوندو موضوعاتو دوه‌اړخيز بحثونه وشول.

د دې ترڅنګ افغان پلاوي د چين له يو شمېر تاريخي سيمو څخه هم ليدنه وکړه او د جولای په ۲۹مه کابل ته راستون شو.

170-3 (2) 170-3 (3) 170-3 (4) 170-3 (5)

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *