دکتور امين: طالبانو ته مو د بين الافغاني تفاهم طرحه وړاندې کړه/مرکه

 

مقدمه

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر په ۲۰۱۳  کال کې رسما پرانېستل شو؛ خو افغان حکومت دغه دفتر د «اسلامي امارت» د لوحې او د طالبانو د بيرغ ځوړندولو له کبله په رسميت ونه پېژانده. له دې سره سره، طالبانو په تېرو کلونو کې د افغان قضيې د سوله‌ييز هواري لپاره، د قطر سياسي دفتر د خبرو اترو يوازېنی ادرس بللی او له دې لارې يې په بېلابېلو ملاقاتونو او کنفرانسونو کې نړيوالو ته هم خپل دريځ روښانه کړی دی.

د ستراتېژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز رییس دکتور عبدالباقي امین د جولای په ۲۴مه قطر هېواد ته سفر کړی او په دغه هېواد کې يې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره کتلي دي. د ستراتيژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز رسنيزې څانګې له ښاغلي امین سره د نوموړي د دغه سفر او د سولې بهير په تړاو د طالبانو د دريځ په اړه مرکه کړې او دلته يې له تاسو درنو لوستونکو سره شريکوو:

لومړۍ پوښتنه مې دا ده، چې د افغانستان جګړه اوس بشپړه افغاني شوې او قربانيان يې افغانان دي، تاسو په دې اړه د طالبانو دريځ څرنګه وموند، ايا د طالبانو په دريځ کې د پخوا په پرتله څه بدلون راغلی؟

ځواب: لکه تاسو چې وويل، په قطر کې مو د طالبانو د سياسي دفتر له مشر او د دغه دفتر له ځينو غړو سره وکتل او له هغوی سره مو د سولې بهير او افغان قضيې د هواري په تړاو خبرې وکړې. د طالبانو استازو موږ ته وويل، چې موږ هم د افغانانو په وژنه خوښ نه يو او په دې ډېر خفه يو چې د دې جګړې قربانيان افغانان دي. کوم کسان چې د اردو او پوليسو په ليکو کې وژل کېږي، زموږ مسلمان وروڼه دي او امريکايانو په لوی لاس وغوښتل چې دا جنګ افغاني کړي. دوی موږ ته په ډاګه وويل، چې غواړي دا افغان وژنه نوره بنده شي.

په ټوله کې اوسمهال د سولې په اړه د هغوی نظر څه و؟ او د څلور اړخیزو خبرو اترو په تړاو يې څه دريځ درلود؟

ځواب: که په يوه جمله کې ووايم، طالب استازو موږ ته وويل چې سوله زموږ غوښتنه ده او جنګ پر موږ تپل شوی. د دوی په خبره، د طالبانو واک له پاکستان سره نه دی. دا چې افغان حکومت له پاکستان څخه وغوښتل، ترڅو طالبان د مذاکراتو مېز ته راولي، يو ناسم اقدام و او پاکستان دا کار نه شي کولی؛ همدا لامل دی چې څلور اړخيزې خبرې اترې له ناکامۍ سره مخ شوې.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرڅېړونکي دفتر (سیګار) په اند، د ملا منصور وژل کېدو د سولې بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی. ښايي تاسو ته به د طالب استازو له نظرونو جوته شوې وي، آیا رښتيا هم د امریکایانو لخوا د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدو د سولې په لاره کې خنډ جوړ کړ؟

ځواب: د طالبانو د استازو په اند، ملا اختر محمد منصور د سولې مخالف نه و، بلکې هغه په دې قضيه کې د پاکستان د بشپړ رول او مالکانه تصرفاتو مخالف و. همدا لامل و چې نوموړي له وژل کېدو درې مياشتې مخکې ځان د پاکستان له لاسرسي څخه لرې کړی و او د پاکستان له خوا يې د مرګ ګواښ هم ترلاسه کړی و. د قطر دفتر د غړو په خبره، نوموړی سولې ته د يو لړ افغاني او ملي ګټو په چوکاټ کې ژمن و او د قطر دفتر هم، چې له لارې يې طالبانو له ډېرو افغانانو سره خپل نظرونه شريک کړل، د هغه ابتکار و.

زما خپل نظر دا دی، چې د ملا منصور وژل کېدو د سولې په لاره کې خنډونه رامنځته کړل او ترڅنګ يې پر امريکايانو او پاکستانيانو هم بې‌باوري نوره هم زياته کړه؛ ځکه طالبان داسې انګېري چې ملا منصور د پاکستان او امريکا په ګډه همکارۍ له منځه يوړل شو.

که په مشخص ډول راته ووايئ، چې آیا د ملا اختر محمد منصور وژل کېدو د افغان طالبانو په دریځ کې بدلون راوستی؟

ځواب: زما په اند، د ملا اختر محمد منصور وژل کېدو د طالبانو په ټوليز دريځ کې کوم بدلون نه دی راوستی. هغوی هم له جګړې ستړي ښکارېدل او د جګړې دوام يې د افغانستان په ګټه نه باله؛ خو دا خبره يې کوله چې موږ اوس د افغانستان په زياته برخه واکمن يو، پوره نظامي او مدني تشکيلات لرو، امريکايانو په افغانستان کې ماته خوړلې؛ نو اوس پکار ده چې افغانان په خپل منځ کې سره تفاهم وکړي، ترڅو يوه لاره پيدا شي چې جګړه په هېواد کې ودرول شي. طالب استازو موږ ته وويل، چې دوی د واک انحصار نه غواړي او حاضر دي چې د بين الافغاني تفاهم په پايله کې د افغانستان د راتلونکي په اړه يوه توافق ته ورسېږي.

تاسو وویل، چې افغان طالبان د بين الافغاني تفاهم په چوکاټ کې سولې ته چمتو دي، او په بل اړخ کې افغان حکومت هم په وار وار سره افغان طالبان د سولې خبرو اترو ته رابولي، نو ستاسو په اند بيا ستونزه چېرې ده، چې د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې اترې نه پیلېږي؟

ځواب‌: طالبان وايي چې افغان حکومت سولې ته ژمن نه دی، خبرې کوي خو د سولې لپاره عملي او صادقانه ګامونه نه پورته کوي. د حامد کرزي د دورې په اړه طالبانو موږ ته وويل چې، حامد کرزي د طالبانو د ادرس له نشتون خبرې کولې؛ خو کله چې ادرس پيدا شو او په قطر کې دفتر پرانېستل شو، نو بيا يې مخالفت ورسره وکړ. کله چې په ترکمنستان کې د سولې مذاکرات په پلان کې وو، هغه يې هم بند کړل. هغوی ويل چې ولسمشر اشرف غني سره يې هم له ټاکنو مخکې ليدلي وو او ترمنځ يې تفاهم موجود و؛ خو کله چې اشرف غني واک ته ورسېد، له امريکايانو سره يې امنيتي تړون لاسليک کړ او بيا يې امريکايانو ته د شپنيو عملياتو اجازه ورکړه. وروسته يې پاکستان ته داسې مخه کړه چې ګواکې پاکستان د طالبانو اختيار په واک کې لري؛ نو ځکه دا ټول هغه اقدامات دي چې د حسن نيت او سولې ته د لېوالتيا ښکارندويي نه کوي. په عين حال کې هغوی دا خبره هم کوله، چې ترڅو په افغانستان کې امريکايان پوځي حضور ولري، دوی به جګړې ته دوام ورکړي؛ خو امريکايان د بشپړ وتلو نېټه وټاکي او په دې هکله ضمانت ورکړي، نو د نورو خبرو لپاره به تفاهم او توافق اسانه شي.

که په لنډو ټکو کې دا راته ووايئ، چې قطر ته ستاسو د سفر او له طالب استازو سره د کتنې اصلي موخه څه وه؟

موږ د طالبانو استازو ته د سولې د خبرو په تړاو خپله طرحه وړاندې کړه. زموږ د طرحې له مخې، د افغان ولس له منځه بايد د موثرو کسانو يو داسې مجلس جوړ شي، چې په بېلابېلو سياسي لورو باندې اغېز ولري او د دغه مجلس په پايله کې د سولې لپاره يو سکرتريت جوړ شي، ترڅو د ښکېلو لورو نظرونه سره رانژدې کړي او د اختلافي ټکو د له منځه وړلو هڅه وکړي. ترڅنګ يې د سيمې د هېوادونو او ځينو نړيوالو هېوادونو له استازو د سولې يوه ملاتړ کوونکې کمېټه جوړه شي او د سولې لپاره د جوړ شوي سکرتريت لپاره اسانتياوې برابرې کړي، د سولې په تړاو د نورو هېوادونو پر قناعت حاصلولو کار وکړي او همدا راز د سولې د توافقاتو د عملي کېدو او تعهداتو ضمانت وکړي. له دغو ګامونو وروسته که چا سوله نه غوښته او خنډونه يې جوړول، هغوی افغان ملت او نړۍ ته وروپېژندل شي او داسې فشارونه پرې راوړل شي، چې ټول لوري سولې ته غاړه کېږي.

د طالبانو د قطر دفتر غړو، د سولې په اړه ستاسو د طرحې او بين الافغاني تفاهم په اړه څه نظر درلود؟

تر کومه چې موږ د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې، هغوی هم په بشپړ ډول زموږ له دې طرحې سره موافق وو او موږ ته يې ډاډ راکړ چې د افغانستان د قضيې د حل لپاره پر بین الافغاني تفاهم قناعت لري او که یو داسې ګروپ چې اسلام او وطن ته مخلص وي، دا ابتکار په لاس کې واخلي، دوی به ورسره همکاري وکړي ترڅو په هېواد کې له روانې جګړې د وتلو لپاره لاره پیدا شي.

طالب استازو موږ ته وويل، چې د پګواش کنفرانسونو ګټه دا وه چې په مرسته يې موږ له ډېرو افغانانو سره تفاهم وکړای شو او ډېرې بدګمانۍ پکې له منځه ولاړې؛ خو اوس هم د دې طرفدار يو چې يو افغان منځګړی لوری د سولې ابتکار په لاس کې واخلي او دا بهير په اخلاص سره داسې مديريت کړي چې په پايله کې يې تلپاتې سوله ټينګه شي.

تاسو د بین الافغاني تفاهم يادونه وکړه، دغه بین الافغاني تفاهم څرنګه راتللی شي، یا میکانیزم به یې څه وي؟

ځواب: زما په اند، پر سوله د ټولو افغانانو قناعت کاملا عام شوی دی، يوازې دې ته اړتيا ده چې يو څو مخلص او اغېزناک کسان دا ابتکار په لاس کې واخلي او سوله غوښتونکې څېرې په اعتماد کې واخلي او ولس په ځان پسې ودروي او په څو پړاوونو کې دا خبرې اترې مخته يوسي.

لومړی: د افغانانو تر منځ په سوله باندې قناعت او د خنډونو له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.

دويم: د سيمې له هېوادونو سره داسې تفاهمات وکړي، چې سوله د هغوی په ګټه ده او بايد د سولې په پروسه کې مثبت رول ولوبوي.

دريم: په نړيواله کچه د سولې د پروسې لپاره مخلص ملاتړي راپيدا کړي، لکه د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاريو سازمان. همدا راز د هغو اسلامي او اروپايي هېوادونو پاملرنه راجلب کړي چې په صادقانه ډول د جګړې مخالف دي. په دې توګه د ملاتړ کوونکو هېوادونو رول داسې تنظيم کړي، چې هم د سولې د خبرو لپاره اسانتياوې برابرې کړي او ترڅنګ يې د ضمانت کوونکو رول هم ولوبوي.

څلورم: د دې ترڅنګ داسې يو معقول پيغام ترويج شي، چې په هغو هېوادونو کې پاليسي جوړوونکي ترې اغېزمن شي چې د سولې مخالف سياستونه لري. د بېلګې په ډول، ډېری شنونکي پر امريکا دا تور لګوي چې ظاهرا د سولې د بهير ملاتړ کوي، خو په حقيقت کې په افغانستان کې جګړه مديريت کوي.

مننه

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *