ملي وحدت حکومت؛ دوه کلن مزل او راتلونکی برخليک

مقدمه

په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت په تېره دوه کلنه دوره کې د حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ لږه همغږي موجوده وه او په ډېری مسائلو کې يې اختلافات درلودل؛ خو اوس بيا دغه اختلافات خپل اوج ته رسېدلي دي. اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله د زمري مياشتې په ۲۱مه په یو مطبوعاتي کنفرانس کې پر ولسمشر اشرف غني توندې نیوکې وکړې او ویې ویل: «څوک چې حوصله نه لري، د ولسمشرۍ وړ نه دی…». نوموړي ولسمشر غني په چارو کې په خپلسرۍ تورن کړ او زياته يې کړه، چې «ولسمشر حتی په دريو مياشتو کې هم يو ځل له خپل اجرائيه رئيس سره نه ګوري.»

د اجرائيه رئيس له څرګندونو يوه ورځ وروسته، ارګ هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ډاکتر عبدالله خبرې «د دولتدارۍ د موازينو او روحيې خلاف» وبللې او دغه راز ولسمشر غني د ځوانانو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وويل، هغه کسان دی د قدرت په انحصار تورنوي چې د ده په خبره، د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې د هغوی ګټې له خطر سره مخ شوې دي.

ملي وحدت حکومت په تېرو دوو کلونو کې د ناامنیو، له افغان طالبانو سره د تودې جګړې، په هېواد کې مخ پر ځوړ اقتصادي وضعيت او ورځ تر بلې د مشروعیت د بحران په څېر ننګونو سره مخ شو؛ خو له تېرو دوو اوونیو راهیسې بيا له پراخو او ژورو داخلي اختلافاتو سره هم مخ شوی. که څه هم د حکومت مشرانو په تېرو دوو کلونو کې په ځينو قضیو کې مخالف او متفاوت نظرونه درلودل؛ خو اختلافات يې تر دې کچې نه وو رسېدلي، چې د یو بل خلاف په دومره تونده لهجه نیوکې او څرګندونې وکړي.

په نړيواله کچه د ملي وحدت حکومتونه، په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت تجربه، په تېره دوه کلنه دوره کې د دغې نوې تجربې بريا او ناکامي او په حکومت کې روان وضعيت ته په کتلو سره د دغه حکومت د راتلونکي جاج هغه موضوعات دي، چې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د اوونيز تحليل څانګې، د دې اوونۍ په تحليل کې پرې شننه لولئ.

 

د ملي وحدت حکومتونو نړيواله تجربه

په عمومي ډول د ملي وحدت حکومتونه په ځينو هېوادونو کې له اوږدې جګړې وروسته او یا هم په یوه بېړني حالت کې، د ډېری یا ټولو لوریو له‌خوا د یوه اېتلافي حکومت په بڼه جوړېږي. د دغو حکومتونو ګټه دا وي، چې د جګړو، اضطراري حالاتو او د قومي لانجو پرمهال تر څه حده د هېواد پر امنیت او ثبات مثبته اغېزه کوي؛ ځکه د هېواد ټول لوري او یا مهمې ډلې پکې وي.

په تېره یوه پېړۍ کې په نړۍ کې د ملي وحدت حکومتونو یو شمېر بېلګې شته دي او په انګلستان، اسرائیلو، زمبابوې، نیوزیلانډ، ایټالیا، یونان، کینیا، سریلانکا، نیپال او یو شمېر نورو هېوادونو کې يا د «ملي وحدت» په نامه او یا همدې ته په ورته نامه جوړ شوي دي. په يادو شويو هېوادونو کې د «ملي وحدت حکومت» یوه بېلګه هم هومره بریالۍ نه شوه، چې هغه دې په سیاسي قاموس کې یوه بېلګه او اېډیال حالت وبلل شي.

په يو شمېر افریقايي هېوادونو کې له اوږدو جګړو او د ټاکنو پر سر له لانجو وروسته دغه ډول حکومتونه په دې موخه رامنځته شول، چې هېواد له ډېر خراب وضعیت څخه د لږ خراب وضعیت په لور بوځي. ځکه نو د ملي وحدت حکومتونو ته، د جګړې او کړکېچ د کمولو لپاره د يوې لنډمهالې حل لارې په سترګه کتل کېږي، ترڅو د سولې او جوړجاړي لپاره یو داسې ماحول جوړ کړي، چې په اوږده مهال کې بدلونونو ته لاره هواره کړي.

 

په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت تجربه

د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو د پایلو پر سر د دوو مخکښو نوماندانو، اشرف غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ ناندرۍ او اختلافات راپورته شول او له څو مياشتو دوام وروسته، دواړو ټاکنيزو ډلو د امريکا د بهرنيو چارو وزير په منځګړتوب، د ملي وحدت حکومت پر جوړولو هوکړه وکړه. لاهم معلومه نه ده، چې په ۱۳۹۳ کال کې د ملي وحدت حکومت د جوړولو طرحه لومړی د چا له‌خوا وړاندې شوه؛ خو نړیوالې ټولنې له دغې طرحې تود هرکلی وکړ؛ ځکه هغه مهال يوه لوري هم د بل لوري بشپړه بريا نه منله او د ټاکنو پايلې له بن‌بست سره مخ وې.

له هېواده د روسانو له وتلو وروسته هم، د افغان مجاهدينو ډلو اوسني ملي وحدت حکومت ته ورته يو حکومت جوړ کړ؛ خو هغه حکومت هم خپلې موخې ته ونه رسېد. دغه راز د ۱۳۸۹ کال ولسمشريزو ټاکنو پر پايلو د لانجې پر مهال هم، د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د يوه ورته حکومت جوړولو وړانديز شوی و، خو هغه مهال بيا د حامد کرزي له خوا دغسې حکومت ونه منل شو.

اشرف غني او ډاکتر عبدالله د ۱۳۹۳ کال د تلې میاشتې په ۷مه (د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په ۲۹مه) بالآخره د ملي وحدت حکومت پر جوړولو موافقه وکړه او په دې توګه د هېواد په تاریخ کې په لومړي ځل مشخصاً د «ملي وحدت» تر نامه لاندې د دوو لورو یو اېتلافي حکومت جوړ شو.

دا چې آیا هغه مهال د ملي وحدت حکومت جوړول یوه سمه پرېکړه وه او که نه؟ په اړه یې څه ویل ډېر ستونزمن دي؛ خو بیا هم دغه حکومت له جګړې وروسته د ټولو لوریو له‌خوا نه دی جوړ شوی، بلکې دا یوازې د ټاکنو د پایلو پر سر د دوو ډلو د مخالفتونو له کبله جوړ شو، ترڅو د دواړو ګټې خوندي او دواړه د حکومت برخه شي.

د ملي وحدت حکومت د تېر دوه کلن مزل ارزونه

د ملي وحدت حکومت نژدې دوه کلونه پوره شول؛ خو پوښتنه دا ده چې آیا دغه حکومت په تېرو دوو کلونو کې بریالی و که ناکام؟ موږ دغه پوښتنه په دوو برخو کې ځوابوو:

لومړی: د هېواد د عمومي وضعيت په کچه؛

دويم: د ملي وحدت د هوکړه‌ليک په کچه.

د هېواد د عمومي وضعیت په کچه: که په امنیت، اقتصادي وده، اداري فساد، کډوالو او نورو برخو کې د ملي وحدت حکومت له تېر حکومت سره پرتله کړو نو جوتېږی، چې د ملي وحدت حکومت د هېواد د وضعيت له نظره ناکام شوی. په ۲۰۱۴ کال د افغانستان اقتصادي وده ۱.۳ سلنه وه، په ۲۰۱۵ کال کې ۱.۵ سلنه وه او په ۲۰۱۶ کال کې ۲ سلنه اټکل شوې ده، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر ټولو کمه سلنه ده. همدا راز د امنیت په برخه کې هم د ملي وحدت حکومت له جوړېدو راوروسته، یو شمېر ولسوالۍ سقوط شوې، د کندز ستراتېژيک ښار سقوط او دوو اوونيو لپاره د طالبانو ولکې ته ورغی، ناامنۍ او چاودنې زیاتې شوې، جنايي جرمونه زیات شول او د افغان حکومت تسلط یوازې پر ۶۵ سلنه خاورې پاتې شو، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر ټولو کمه کچه ده. د دې ترڅنګ د کډوالو په برخه کې هم، د امنیتي او اقتصادي عواملو له کبله ډېری افغانان اروپا ته ولاړل، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې مخينه نشته.

د ملي وحدت د توافقنامې په کچه: د ملي وحدت په سياسي توافقنامه کې، چې څومره ژمنې شوې، ډېری یې تراوسه هم نه دي عملي شوې. د بېلګې په ډول: که څه هم د دغه هوکړه‌لیک له مخې د اجرائیه ریاست پوست رامنځته شوی، اجرائیه رییس له تېرو دوو کلونو راهیسې خپل چارې مخته وړي او د دواړو مشرانو له‌خوا -له اختلافاتو سره سره- لوړپوړي دولتي چارواکي ګومارل شوي؛ خو له دې وراخوا په اساسي قانون کې د تعدیل په موخه لویه جرګه نه ده رابلل شوې، په ټاکنیز قانون کې اصلاحات نه دي راوړل شوي، پر ټولو هېوادوالو د هویت تذکرې نه دي وېشل شوې او نه هم د ولسوالیو شوراګانو او ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې. دا ټول هغه ټکي دي، چې د ملي وحدت حکومت په هوکړه‌ليک کې پرې ټينګار شوی و.

د ملي وحدت حکومت د اختلافاتو او ناکامۍ لاملونه

دا چې د ملي وحدت حکومت ولې په تېرو دوو کلونو کې له ناکامۍ سره مخ شو، لاملونه یې په لاندې ډول دي:

لومړۍ؛ په خپله د ملي وحدت حکومت فلسفه: په افغانستان کې ملي وحدت حکومت، د ټاکنو د پایلو پر سر له لانجې وروسته رامنځته شو او دغه حکومت د څو ډلو او څو ايډیالوژیو خاوندانو ته تر يوه چتر لاندې ځای ورکړ. د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د ملي وحدت حکومتونه له اوږدو جګړو وروسته رامنځته کېږي؛ خو بیا هم په کومو هېوادونو کې چې د ملي وحدت حکومتونه تجربه شوي (د بېلګې په ډول زمبابوې، کینیا او کمبوډیا) هلته دا حکومتونه ناکام شوي او یوازې یې ترڅو کلونو پورې دوام کړی.

دويم؛ سیاسي اختلافات: دواړو لورو له یو بل سره له پخوا څخه اختلافات درلودل او دغه اختلافات بیا د حکومت د ځينو دریځونو پرمهال رابربنډ شول او ان د ځينو لوړپوړو چارواکو د استعفاوو تر بریده هم ورسېدل. د دې ترڅنګ د افغان ولسمشر اشرف غني پرضد د ډاکتر عبدالله د وروستیو څرګندونو تر شا په جمعیت اسلامي ګوند کې د ډاکتر عبدالله د نفوذ کمېدل او څنډې ته کېدل هم رول لري. ډاکتر عبدالله په دغه کار سره وغوښتل چې پر ولسمشر د فشار ترڅنګ، د جمعیت اسلامي ګوند ملاتړ داسې مهال راخپل کړي، چې په نژدې راتلونکي کې به د دغه ګوند کنګره ټاکل کېږي.

دريم؛ له حزب اسلامي (حکمتيار) سره د احتمالي جوړجاړي اغېزې: له څو مياشتو راهيسې د حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب سره د سولې خبرې اترې روانې دي. دا چې ولسمشر غني ځواکمن ګونديز ملاتړ نه لري؛ نو داسې انګېرل کېږي، چې د هېواد سياسي ډګر ته د حزب اسلامي (حکمتيار) راتګ به د اشرف غني مټ پياوړی کړي او دا هغه څه دي چې د مقابل لوري لپاره د مزاحمتونو معنا افاده کولی شي.

څلورم؛ د صلاحيتونو په اړه دوه‌ګونی مفهوم: د صلاحيتونو تفکيک هم هغه ستونزه ده چې د حکومت په ناکامۍ کې يې خپل رول لوبولی دی. ولسمشر غني فکر کوي چې د اوسني اساسي قانون له مخې په يو شمېر پرېکړو کې اړ نه دی چې د اجرائيه رياست موافقه له ځان سره ولري. له بلې خوا اجرائيه رئيس بيا فکر کوي چې په حکومت کې ۵۰ سلنه شريک دی او له همدې کبله بايد ولسمشر په مهمو تعييناتو او پرېکړو کې د هغه موافقه واخلي. د دې ترڅنګ د ملي وحدت په هوکړه‌ليک کې هم په جزئياتو سره د صلاحيتونو تفکيک نه دی شوی.

پنځم؛ د راتلونکي په اړه غيرواضح تصوير: دواړه لوري د راتلونکي وضعيت او په ځانګړي ډول د حکومت د راتلونکي په اړه روښانه تصوير نه لري. ډاکتر عبدالله ښايي دغه حالت د ځان په زيان وبولي؛ ځکه د هغه د پوسټ لپاره په هېواد کې قانوني ضمانتونه نشته. همدا لامل و، چې څو مياشتې مخکې کله چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير د ملي وحدت حکومت د قانوني مودې په تړاو څرګندونې وکړې، د هېواد په کچه يې ډېر غبرګونونه راوپارول او ملي شورا هم دا د هېواد په کورنيو چارو کې يوه ناسمه مداخله وبلله.

شپږم؛ د ژمنو نه عملي کېدل: د ملي یووالي حکومت د ناکامۍ یو لامل دا هم دی، چې تر ډېره یې هغه ژمنې عملي نه شوای کړای، چې دواړو مشرانو د ټاکنو پرمهال کړې وې. همدا راز ډېری هغه ژمنې یې هم عملي نه شوای کړای، چې د ملي وحدت په هوکړه‌لیک کې یې کړې وې. له همدې ځایه، له یوه لوري د حکومت په اړه په خلکو کې بې‌باوري کمه شوه او له بلې خوا په ملي وحدت حکومت کې د اجرائيه رئيس شريکې ډلې له خوا اختلافات پیل شول.

اووم؛ د هېواد امنيتي وضعیت: په هېواد کې روانه جګړه هم له هغو عواملو څخه ده، چې د ملي وحدت حکومت یې له سختو ننګونو سره مخ کړی او له همدې کبله د ملي وحدت حکومت د اقتصادي پروګرامونو په لاره کې خنډونه جوړ دي. د دې ترڅنګ د هېواد د خرابېدونکي وضعیت له کبله هم پر حکومت بې‌باوري زیاته شوې او حکومت اوس غواړي د دا ډول اختلافي څرګندونو پرمټ پرځان نیوکې راکمې کړي.

 

د ملي وحدت حکومت راتلونکی

په عمومي ډول د ملي وحدت حکومت راتلونکی له لاندې ټکو سره تړل شوی دی:

لومړی؛ د ملي وحدت حکومت دننه د اختلافاتو حل کېدل او کمېدل: د اجرائیه رئیس او ولسمشر له توندو څرګندونو يوه اوونۍ وروسته، د حکومت دواړو مشرانو تېره چهارشنبه په ارګ کې سره ولیدل. دغه کتنه، چې په «صمیمانه فضا کې» ترسره شوې، اجرایه رییس پکې خپلې اندېښنې او غوښتنې له ولسمشر سره شریکې کړې. که څه هم د دغې کتنې جزئیات نه دي خپاره شوي؛ خو بیا هم داسې اټکل کېږي، چې د ملي وحدت حکومت په هوکړه‌لیک کې د شوو ژمنو او د ځینو نورو سیاسي خبرو په اړه پکې بحث شوی. په دویمه غونډه کې به افغان ولسمشر د اجرائیه رییس د اندېښنو او غوښتنو ځواب ووايي او په درېیمه غونډه کې به بیا دغه راپورته شوي اختلافات حل شي. د ملي وحدت حکومت په لنډ مهال کې په دغو دریو کتنو متکي دی او په اوږده مهال کې بیا له لاندې نورو عواملو سره تړاو لري.

دویم؛ د نړیوالې ټولنې ملاتړ: په حکومت کې دننه د ډاکتر عبدالله او اشرف غني د اختلافاتو له کمېدو وروسته به، د ملي وحدت حکومت راتلونکی برخليک د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ متکي وي.

درېیم؛ د دویم کال د مشروعیت له بحرانه وتل: د ملي وحدت حکومت پر وړاندې د اشرف غني او ډاکتر عبدالله له اوسنیو اختلافاتو وراخوا تر ټولو لویه ننګونه د مشروعیت له بحران څخه وتل دي؛ ځکه د هېواد دننه یو شمېر سیاسیون پر دې ټینګار کوي، چې د ملي وحدت حکومت له دوه کلنې مودې پوره کېدو سره، د دغه حکومت مشروعيت پای ته رسېږي.

څلورم؛ د هېواد مجموعي وضعیت ښه کول: عموماً په هر ځای کې د حکومتونو دوام د هېواد پر مجموعي وضعیت متکي وي، چې افغانستان هم ترې مستثنا نه دی. که چېرې د امنیتي وضعیت ترڅنګ اقتصادي وضعیت هم د اوس او تېر کال په پرتله ښه شي، نو ښايي چې دغه حکومت تر پنځو کلونو پورې دوام ومومي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *