«د ټاکنو ترسره کول د خلکو مکلفیت دی»

 

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز رئيس دکتور عبدالباقي امين، په کابل کې د “ټاکنو فقهي او قانوني څرنګوالی” تر عنوان لاندې جوړ شوي سمينار کې،ټاکنې په اسلام کې د سیاسي نظام د مشروعیت یو اصل وباله او زیاته یې کړه، چې له قانوني او رڼو ټاکنوپرته په یوه ټولنه کې رامنځته شوی نظام د مشروعیت ترپوښتنې لاندې راځي.

دغه يو ورځنی علمي-څېړنيز سمينار د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت د فقهې او قانون دمرکز له لوري د روان ۱۳۹۵ لمريزکال د زمري په ۱۸مه نېټه په کابل کې جوړ شوی و او د هېواد يو شمېر علمي شخصيتونو پکې برخه اخېستې وه.

ولسمشرۍ ماڼۍهم دغه سمينار ته په استولي پيغام کې، چې د علومو اکاډمۍ د مشرې څېړنپوه ثریا پوپل له لوري ولوستل شو،د شفافو ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کړی و. د ولسمشر په پيغام کې راغلي وو:«د انتخاباتو په برکت عامو وګړو ته فرصت برابریږي چې خپل حکومت وټاکي او د خپلې رایې د استعمال له لارې د هیواد او ټولنې د برخلیک په جوړونه کې برخه واخلي. انتخابات د قدرت د انتقال تر ټولو ډاډمنه او عادلانه لار ده».

دغه سمينار ته د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امین په خپله وینا کې، ټاکنې د اسلامي ټولنې یو اصل وباله او زیاته يې کړه:«ټاکنې د یوې ټولنې د وګړو حق نه، بلکې مکلفیت دی او باید چې ترسره یې کړي.»

د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز علمي غړي دوکتور فضل الهادي وزین هم په دغه سېمينار کې د «مشروعیت انتخابات در فقه اسلامي» تر عنوان لاندې خپله مقاله وړاندې کړه او په خپله وينا کې یې په اسلام کې د اوسنیو ټاکنو یا ټاکنیز نظام پر اصل خبرې وکړې.

ښاغلي وزين په خپلو خبرو کې د شرعي نصوصو په استناد، په ټاکنو کې د خلکو ګډون واجب وباله او زياته يې کړه: «ټول مسلمانان باید د خپل مشر یا رهبر په ټاکلو کې برخه واخلي.»

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز بل علمي غړي څېړنوال سید حبیب شاکر، د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشرې څېړنپوه ثریا پوپل او د دغې اکاډمۍ څو نورو غړو، د سولې عالي شورا وياند او د ولسي جرګې غړي مولوي شهزاده شاهد، افغانستان د علماوو علمي مجمع مشر مولوي عبدالصبور حقاني او ځينو نورو شخصيتونو هم په اړونده موضوع ويناوې وکړې او خپلې علمي مقالې يې ولوستلې.په پای کې د سېمينار د ګډونوالو له لوري د ټاکنو د موضوع په اړه پوښتنې او مناقشه هم وشوه او دارنګه سېمينارونه يې د ټاکنيز نظام د سمون او د ټاکنو په تړاو د خلکو د پوهاوي په لوړولو کې اغېزناک ګام وباله.

2 4 3

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *