ایا افغان حکومت د سولې اصلی دروازه وټکوله؟

مشهورې نړیوالې ورځپاڼې ګارډین د ۱۸ اکتوبر په ګڼه کې د طالبانو او افغان حکومت د ځینو سرچینو له خولې لیکلی، چې د طالبانو د پخوانی مشر ملا محمد عمر ورور عبدالمنان د افغانستان د ملی امنیت له رییس معصوم ستانکزی سره په قطر کې د روان کال په سپټمبر او اکتوبر کې خبرې اترې کړې دی[۱].

دغه خبر په کورنیو او نړیوالو رسنیو کې په پراخه کچه منعکس شو. افغان حکومت هم په رسمی ډول له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه لا څه نه دی ویلی؛ خو د حکومت یوې سرچینې بیا دا ډول خبرې منلې دی. د سولې عالی شورا یوه لوړپوړی چارواکی اسماعیل قاسمیار که څه هم د دغو خبرو په اړه جزئیات نه دی په ډاګه کړی؛ خو قطر ته یې د معصوم ستانکزی سفر منلی دی[۲]. په بل اړخ کې بیا افغان طالبانو دا خبر رد کړی دی[۳].

که چیرې دا خبر ریښتیا وی، نو د ملا محمد عمر د مرګ له اعلان څخه وروسته به دا لومړی ځل وی، چې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ خبرې اترې پیلېږی؛ خو په یوه لوی توپیر چې دا ځل دغه خبرې اترې د پاکستان تر فشارونو لاندې او د دغه هېواد په منځګړتوب نه دی ترسره شوې.

اوس پوښتنه دا ده، چې آیا د ملی یووالی حکومت د سولې تګلارې بدلون موندلی؟ د سولې په تړاو د افغان حکومت او امریکا د تګلارې په اړه د طالبانو اندېښنې څه دی؟ او که دا خبرې شوې وی، پایلې به یې څه وی؟ دا او دې ته ورته موضوعات مو دلته څېړلی دی.

 

د ملی یووالی حکومت د سولې تګلارې عنصرونه

په افغانستان کې د ملی یووالی حکومت له راتګ سره، د سولې او له طالبانو سره د خبرو اترو بهیر د حامد کرزی د دویمې دورې د وروستیو کلونو په پرتله ګړندی شو. په دې تړاو د افغان حکومت د سولې تګلاره له درېیو عنصرونو سره تړل شوې وه: پر طالبانو له نړیوال نفوذ څخه ګټه اخیستنه، سیمه‌ییزه اجماع او د افغان طالبانو د کوټې شورا له غړو سره اړیکې ټینګول وو.

پر طالبانو له نړیوال نفوذ څخه ګټه اخیستنه: اشرف غنی له ولسمشر کېدو سره خپل سفرونه له هغو هېوادونو څخه پیل کړل، چې د پاکستان ستراتېژیک ملګری وو او پر پاکستان یې ډېر نفوذ درلود (د بېلګې په ډول سعودی عربستان او چین). په دویم قدم کې یې له پاکستان سره اړیکې ورغولې، اسلام‌آباد ته یې په ډېرو برخو کې امتیازات ورکړل او له دوی څخه یې وغوښتل چې له طالبانو سره د خبرو اترو په لاره کې له کابل سره مرستې وکړی.

سیمه‌ییزه اجماع: د افغانستان د سولې لپاره د افغان حکومت او په تېره بیا د ولسمشر د پلان یوه برخه د “ترهګرۍ” او د افغانستان د سولې په اړه سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کول هم وو. ځکه د ولسمشر په اند په افغانستان کې د افغانانو ترڅنګ د منځنۍ آسیا، روسیې، چین، پاکستان او منځنی ختیځ جنګیالی هم په روانه جګړه کې بوخت دی او په دې توګه نه یوازې دا چې روانه جګړه سیمه‌ییز اړخ لری، بلکې که روانه جګړه تم نه شی، نو پر سیمه به یې هم اغېزې ژورې وی. همدا لامل و، چې د ملی یووالی حکومت له جوړېدو راوروسته له روسیې، چین، منځنۍ آسیا، هند، اروپا، امریکا او منځنی ختیځ سره اړیکې د حامد کرزی د دویمې دورې د وروستیو کلونو په پرتله پیاوړې شوې.

د قطر دفتر پرځای د افغان طالبانو د کوټې شورا له غړو سره اړیکې ټینګول: که څه هم د بېلابېلو سرچینو له مخې، اشرف غنی د ټاکنو پرمهال په دبۍ کې د طالبانو د قطر دفتر له استازو سره کتلی وو؛ خو له ولسمشر کېدو وروسته یې تر ډېره د قطر دفتر له پامه وغورځاوه او د افغان طالبانو د کوټې شورا له ځینو غړو سره په اړیکه کې شول. د دغو اړیکو په جوړولو کې پاکستان هم خپل رول ولوباوه او همدا لامل و، چې افغان حکومت د کوټې شورا له غړو سره لومړی په ارومچی او بیا په مری کې خبرې اترې وکړې.

 

د امریکا او افغان حکومت د سولې تګلارې په اړه د طالبانو اندېښنې

افغان طالبان د افغان حکومت او امریکا د سولې تګلارې په اړه یو شمېر اندېښنې لری، چې مهمې یې په لاندې ډول دی:

د سولې په پروسه کې د امریکا کم رول: افغان طالبان په هېواد کې د روانې جګړې اصلی لوری امریکا ګڼی او دا جګړه د امریکایی پوځیانو تر حضور پورې روانه بولی. له ۲۰۱۰ کال وروسته، امریکا د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړ. د ملی یووالی حکومت په راتګ سره هم، امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې د منځګړی رول هڅه وکړه، چې بېلګې یې د مری ناسته او څلور اړخیزې خبرې اترې دی. خو افغان طالبان بیا د امریکایانو د داسې رول غوښتونکی نه دی. همدا لامل دی، او داسې ویل کېږی هم، چې افغان طالبانو امریکایانو ته دا شرط اېښی و، چې ترڅو امریکا د سولې پروسه کې فعال رول نه وی لوبولی، نو له افغان حکومت سره به خبرې نه کوی[۴]. دا چې امریکا په دې وروستیو کې له طالبانو سره په قطر کې خبرې اترې پیل کړې او اوس د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو پیل کېدو خبرونه هم شاید له همدې سره تړل شوی وی.

د بهرنی سیاست له لوری سوله: د ملی یووالی حکومت له راتګ سره د سولې په تړاو د افغانستان بهرنی سیاست فعال شو. د ولسمشر اشرف غنی لومړی نارسمی سفر سعودی ته و، لومړی رسمی سفر یې چین ته و، دغه راز هېواد ته راتلونکی لومړنی بهرنی ولسمشر رجب طیب اردوګان راغی. په دویم قدم کې اشرف غنی پاکستان ته سفر وکړ او داسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړو چارواکو سفرونه هم زیات شول. په مقابل کې یې افغان طالبانو، چې ځانونه خپلواک او د نورو د لاس آله نه بولی، تر ډېره د افغان حکومت د دغه سیاست په غبرګون کې په هېواد کې جګړه توده کړه.

د قطر پر دفتر د طالبانو ټینګار: طالبانو له پیله د خبرو اترو په تړاو د قطر دفتر په رول ټینګار کړی دی. د ارومچی له خبرو وروسته افغان طالبانو دا خبرې رد کړې او د خبرو اترو یوازېنی ادرس یې د قطر دفتر وباله. د مری خبرو اترو په غبرګون کې یې هم په دې تړاو اعلامیه خپره کړه او د قطر دفتر واکونه یې نور هم زیات کړل. دوی په اعلامیه کې ولیکل: «… که کوم څوک د اسلامی امارت د مشرتابه یاهم سیاسی دفتر له اجازې پرته د اسلامی امارت په استازیتوب له چا سره د سیاسی چارو په اړه لیده کاته وکړی، که داسې څه شوی وی او یا له دې وروسته کېږی، هغه یو شخصی تصرف دی، چې په هېڅ ډول د اسلامی امارت استازیتوب نشی کولی»[۵].


آیا د افغان حکومت د سولې تګلارې بدلون وموند؟

له یوې خوا د څلور اړخیزو خبرو اترو له ناکامۍ وروسته، افغان حکومت د پاکستان پر رول بې‌باوره شو. دا بې‌باوری له دې هم څرګنده ده، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په رسمی وېب‌پاڼه کې د یوه تحلیل په یوه برخه کې لیکل شوی وو: «د ملی یووالی حکومت په جوړېدو اشرف غنی مخامخ د پاکستان له پوځ سره خبرې پیل کړې؛ معنا دا چې د افغان کشالې مهم اړخ پاکستان دی او باید د اسلام‌آباد له اصلی واکمنو سره خبرې وشی. خو تر دې دمه یې ملموسه ګټه نه درلوده. افغان حکومت د پاکستان منځګړیتوب ته د شک په سترګه ګوری او په دې باور دی چې د سولې خبرې بین‌الافغانی مسئله ده او باید خپله افغانان سره کېنی او یوې مشخصې پایلې ته ورسېږی»[۶]. همدا لامل و، چې له حزب اسلامی (حکمتیار) سره یې خبرې اترې د څلور اړخیزو مذاکراتو له لارې ترسره نه کړې، بلکې د بین‌الافغانی تفاهم له لارې یې له حزب اسلامی سره د سولې تړون لاسلیک کړ. که څه هم بهرنیانو له دغو خبرو اترو څخه ملاتړ کاوه؛ خو بیا هم دا خبرې تر ډېره د افغان حکومت او حزب اسلامی ترمنځ د مخامخ خبرو اترو پایله وه.

دغه راز په دې وروستیو څو میاشتو کې افغان طالبان هم د نورو وختونو په پرتله پر پاکستان ډېر بې‌باوره شوی دی. همدا لامل دی، چې په قطر کې یې له پاکستان پرته په نېغ ډول له امریکایانو سره د خبرو اترو څو پړاوونه ترسره کړل. که څه هم د دغو خبرو اترو جزئیات تر اوسه نه دی څرګند شوی؛ خو د دغو خبرو اترو په غبرګون کې پاکستان تېره اوونۍ د طالبانو څو مشران نیولی، چې مشهور یې ملا نانی دی[۷].

د دې ترڅنګ د څلور اړخیزو خبرو اترو له ناکامۍ وروسته هم په هېواد کې ناامنۍ او جګړې ډېرې تودې شوې. د هېواد لوی ښارونه تر مستقیم ګواښ لاندې دی او په دې تړاو اوس هم په کندز، اروزګان، هلمند، فراه او نیمروز کې جګړې روانې دی. افغان حکومت هم د ناامنیو له کبله تر ډېر فشار لاندې دی؛ ځکه له یوې خوا د امنیتی ځواکونو تلفات زیاتېږی، نو له بلې خوا یې د لاسته راوړنو په لاره کې هم ستر خنډ جوړوی.

که چېرې له افغان طالبانو سره په قطر کې د ملی امنیت د رییس خبرې اترې ریښتیا وی، نو دا څرګندوی، چې نور د افغان حکومت د سولې تګلارې بدلون موندلی او د طالبانو هغو اندېښنو ته یې مثبت ځواب ویلی، چې دوی پرې له ډېره وخته ټینګار کاوه.

 

پایله

په عمومی توګه د قضیو د دخیلو لورو ترمنځ مخامخ خبرې اترې هیله‌بښونکې وی او څومره چې دوی په مخامخ خبرو اترو کې برخه اخلی، هومره د قضیو حل کول اسانه کېږی؛ ځکه نو که د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې شوې وی، نو باید پراخ هرکلی یې وشی.

که په قطر کې وروستۍ خبرې شوې وی یا نه وی شوې، د مخامخ خبرو اترو لپاره د یوې منځګړې ډلې اړتیا هم لیدل کېږی. دا ډله به له یوې خوا د افغان حکومت او طالبانو د نظرونو په لنډولو، مخامخ خبرو اترو ته په زمینې مساعدولو او د خنډونو لرې کولو کې مرستندویه واقع شی او له بلې خوا به د دواړو لورو له‌خوا د ژمنو د عملی کولو په تړاو هم تر یوه بریده د ضامن لوری رول ولوبوی. په دې تړاو د بېلابېلو لورو له‌خوا یو شمېر هڅې هم شوې دی[۸]، خو لاهم د ښکېلو لورو له‌خوا د داسې کومې منځګړې ډلې رسمی ملاتړ نه دی شوی.

د منځګړې ډلې یوه ګټه به دا‌ هم وی، چې دا ډله به د سولې پروسې له جزئیاتو خبره وی او که کوم لوری بیا له خپلو ژمنو سر وغړوی او یا د سولې په بهیر کې خنډ جوړ کړی، نو دغه منځګړې ډله کولای شی، چې د خلکو د فشارونو په مرسته دوی بېرته سولې ته اړ کړی. د حزب اسلامی او افغان حکومت ترمنځ هم چې کله خبرې له خنډ سره مخامخ کېدې، نو د خلکو د فشار له لارې به دا خبرې بیا روانېدلې. لوی لامل یې دا و، چې مدنی ټولنې او خلک تر څه حده د دغو خبرو اترو له جریانه خبر وو.

پای

[۱] Sami Yousafzai, Jon Boone, Sune Engel Rasmussen, Taliban and Afghanistan restart secret talks in Qatar, The Guardian, 18 Oct 2016, see it online:< https://www.theguardian.com/world/2016/oct/18/taliban-afghanistan-secret-talks-qatar>

[۲] آزادی راډیو، سرچینه: د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ قطر کې لیدنه شوې، د ۱۳۹۵ کال د تلې ۲۷مه، پرلیکه بڼه:
http://pa.azadiradio.com/a/28061114.html

[۳]  امریکا غږ، طالبان وایی قطر کې یې د افغان حکومت له استازی سره نه دی کتلی، د ۱۳۹۵ کال د تلې ۲۷مه، پرلیکه بڼه: http://www.pashtovoa.com/a/afghan-government-and-taliban-peace-talk-in-qatar/3555833.html

[۴]  امریکا غږ، سمیع یوسفزی: له حکومت سره د ملا منان خبرې د سولې خوا ته لوی ګام دی (له زیبا خادم سره مرکه)، د ۱۳۹۵ کال د تلې ۲۷مه، پرلیکه بڼه: http://www.pashtovoa.com/a/afghan-government-taliban-talks-in-doha/3556231.html

[۵] په دې اړه د طالبانو د بشپړې اعلامیې لوستلو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ:
http://alemara1.org/?p=19802

[۶] ارګ، د قطر دفتر او د سولې برخلیک، ۱۰ اګست د ۲۰۱۶ کال، پرلیکه بڼه:
http://president.gov.af/ps/analysis/107585

[۷] آزادی راډیو، پاکستان کې درې طالب مشران د آی ایس آی له لوری ونیول شول، د ۱۳۹۵ کال د تلې ۲۱مه، پرلیکه بڼه:
http://pa.azadiradio.com/a/28048234.html

[۸] د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز، دکتور امین: طالبانو ته مو د بین‌الافغانی تفاهم طرحه وړاندې کړه/مرکه، پرلیکه بڼه:

https://csrskabul.com/pa/?p=2773

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *