تحلیل هفته ( افغانستان در هفتۀ که گذشت ) – شماره 24

تحلیل هفته!

شماره : 24

این نشریه مجموعۀ از تحلیل واقعات مهم در طول یک هفته است که توسط مرکز مطالعات استراتیژیک و منطقوی جهت تحلیل وضعیت سیاسی، امنیتی، اقتصادی، فرهنگی و اجتماعیکشور در طول یک هفته تهیه و نشر میگردد تا نهاد ها و مراجع مختلف از آن مستفید گردند.

 افغانستان در هفتۀ که گذشت!

آمدن هيئت حزب اسلامي به كابل جهت گفتگو با جهت هاي مختلف و آمادگي مشروط حزب اسلامي براي اشتراك در انتخابات آينده افغانستان از جمله موضوعات مهم هفته قبل بود.

تحليل گران به اين نظر هستند كه حزب اسلامي جناح مخالف حكومت بار ها هيئتي را به كابل جهت مذاكره و تفاهم فرستاده است اما هر بار پيام بسيار روشني از طرف حكومت افغانستان دريافت نكرده است كه اين خود مانع پيشرفت اين روند شده است.تحليل مفصل اين موضوع و سائر موضوعات را در صفحات بعدي ديده ميتوانيد.

بخش سیاسی

په پارلمان كي د فساد د مخنيوي پر لايحه بحث وشو:

د افغانستان ولسي جرګې پتېيلې ده چې په پارلمان کې د فساد له منځه وړلو لپاره يوه لايحه ترتيب کړي. د دغې لايحې د جوړولو موضوع وروسته له هغه مطرح شوه، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو خپل همکاران، د حامد کرزي د کابينې له وزيرانو سره، پر معاملو کولو او فساد تورن کړل.

ولسي جرګې تېره اوونۍ د کابينې يولس وزيران، د ١٣٩٠ کال د پرمختيايي بوديجې په لګولو کې، د کمزورۍ له امله استيضاح کړل.

پر خپلو پوستونو باندې د دغو وزيرانو پاتې کېدل، په تېره د کانونو او اطلاعاتو او فرهنګ د وزيرانو پاتې کېدل، چې د استيضاح د غونډې په پای کې يې د جرګې د قناعت رايې ترلاسه نه کړې، د خلکو او رسنيو په منځ کې، توند غبرګونونه له ځان سره درلودل.

يو شمېر وکيلانو وويل، چې په پارلمان کې د پراخ فساد او معامله ګريو څخه تر پوزې راغلي دي او که دغه موضوع حل نه شي د پارلمان له تړلو پرته بله چاره نشته ده.

د ولسمشر مداخله، په ولسي جرګه کې د ګټو د تضاد لپاره د لايحې جوړول او په ډله ييز ډول د وکيلانو استعفا ورکول هغه حل لارې وې، چې د ولسي جرګې غړو له شته ننګونو سره د مبارزې لپاره وړانديز کړې.

د ولسي جرګې د غړو د بحثونو په پای کې، اداري پلاوي ژمنه وکړه، چې د داسې يوې لايحې پر طرحه کولو به کار وکړي، چې له مخې يې دغه ستونزې هوارې شي.

په دې اړه د سياسي چارو شنونکی، محترم داوود صميم داسې نظر لري: په ولسي جرګه کې د وزیرانو د استیضاح، رد او یا تایید په موخه، د وکیلانو لپاره د تضاد منافع د لایحې رامنځته کول نه شي کولی، چې د شته ستونزو حل ته لار هواره کړي؛ ځکه چېله یوه پلوه د وکیلانو په منځ کې، د حکومت او اجرایې قوې د غوښتنو پر ځای کولو لپاره قوي ریښې شته دي او له بله پلوه، وکیلان د وکالت ارزښتونو ته پاملرنه نه کوي او له شرایطو سره سم، د خپلو شخصي او یا ګونديزو مادي او معنوي ګټو د ترلاسه کولو او ساتلو لپاره، له وزیرانو سره پټې معاملې او جوړجاړي کوي.

وکالت څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او درغلیو د څېړنو په موخه د کمیسيون جوړول بیا هم بې معنا ده؛ ځکه چې یوه ډلګۍ وکیلان د نورو وکیلانو هغه چارې، چې پر قوانینو او د ولسي جرکې په طرزالعمل کې په صراحت یادونه نه وي ترې شوې، څرنګه څېړلی او ارزولی شي.

داسې هم ویل کېږی، چې یو شمېر هغو وکیلانو، چی په لومړي سر کې یې د وزیرانو د استیضاح جدي غوښتنه کوله، له وزیرانو سره پټ جوړجاړي ته رسېدلي دي؛ خو نن بیا د جرګې په تالار کې د کمیسيون د جوړېدلو او د پټو معاملو د څېړلو غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې دا ډول څرګندونې د ولس سترګو ته، له خاورو شیندلو پرته بله معنا نه لري او غواړي، چې په تکتیکي اقداماتو او څرګندونو کې پر خپلو کړو وړو پرده وغوړوي.

               

هيئتي از حزب اسلامي جناح مخالف حكومت، وارد كابل شد:

هیئتی از حزب اسلامی جناح مخالف حكومت جهت گفتگو در زمینۀ انتخابات آینده ریاست جمهوری به کابل سفر کرده است. غيرت بهير مسئول سياسي حزب اسلامي گفته است: این هیئت با اعضای حزب اسلامی، اعضای پارلمان و شماری از گروه‌های سیاسی در کابل دیدار کرده است. وی توضیح نداد که هدف از سفر این هیئت چیست، اما گفته است: این دیدارها، یک بخش از روند تفاهم است که با گروه‌های مختلف سیاسی آغاز کرده‌اند. در همين حال اظهاراتي از طرف حزب اسلامي جناح مخالف در مورد داشتن نامزد مستقل در انتخابات آينده رياست جمهوري و ياهم حمايت از نامزد ديگر، صورت گرفته است.

در اين مورد محترم استاد زبير شفيقي كارشناس مسائل سياسي و مدير مسئول روزنامه ويسا در مصاحبه اي كه با آنها داشتيم چنين ابراز نظر كردند:به نظر من این چندمین بار است که هیئت حزب اسلامی جناح مخالف حكومت به كابل آمده اند و با حکومت کابل و با سران احزاب، ملاقات های داشتند و آنها موقف نرمتری نسبت به طالبان دارند و به صلح، بیشتر تمایل دارند اما متأسفانه از داخل يعني از طرف حكومت افغانستان کدام پیامی بسیار روشنی که آنها را به مصالحه تشویق کند تا هنوز دریافت نکرده اند و در اين مورد شاید فشار خارجی ها در بین باشد كه نميخواهند اين تفاهم صورت بگيرد. تا حال این گونه مشکلات وجود دارد يعني در راه گروه های که تمایل به تفاهم دارند مشكلاتي وجود دارد و حلقاتی خارجي وجود دارد که نمیخواهند اين تفاهم صورت بگيرد، مسائله افغانها حل شود و شرايط مناسب براي درك همديگر بين افغانها و حل مشكلات شان مساعد گردد تا بالاخره بحران موجود حل گردد.

 از لحاظ منطقی، حزب اسلامی چون نسبت به طالبان تمایل بيشتر به صلح دارد، در اين راستا بايد كوشش جدي صورت ميگرفت. اگر حزب اسلامي صلح نمايد و مشكل شان حل گردد چون پایگاه مردمی آن ها قوی بوده پس در نتيجه يك قوت بزرگ از مخالفت دست میکشد و به روند سیاسی فعلی قانع میشود كه در حقیقت یک دستاوردی کمی نیست اما از طرف حکومت تا هنوز گام های مؤثری درین راستا برداشته نشده است و با اين جود از طرف حزب اسلامی نیز گاه گاهی اعلامیه های صادر میشود که مانع مصالحه میشود.

د برېتانيا د پارلمان دفاعي کومېټه: “له طالبانو سره سوله اړينه ده”

د برېتانيا د پارلمان د غړو يوېډلې په يوه رېپوټ کې ويلي، چې له افغانستان څخه د برېتانوي سرتېرو تر وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکي د تضمين لپاره له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو پيلول اړين دي. دفاعي کومېټې خبرداری ورکړی، چې په دغو خبرو کې ناکامي، د افغانستان د کورنيو جګړو لامل کېدای شي.

د برېتانيا دفاع وزير فيليپ هموند ويلي، چې هېواد يې يوه تلپاتې سياسي توافق ته د رسېدلو لپاره له افغانستان سره مرسته کوي.

د برېتانيا د پارلمان د دغو غړو رېپوټ، په ٢٠١٤ زېږدي کال کې له افغانستان څخه د برېتانوي سرتېرو د وتلو او افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت پر سپارلو متمرکز دی.

د سياسي چارو شنونکی محترم دکتور وحيدالله مصلح، په دې اړه داسې وايي:

مخکې له دې چې په افغانستان کې د سولې په اړه د برېتانيا پر رول خبرې وشي، د دې اړتيا ده چې دلته د ستونزو د سرچينو په اړه، يوه لنډه يادونه وکړو:

افغانستان په لنډ تېر شوي مهال او اوسني وخت دواړو کې، په بهرنۍ کچه د ستونزو دوې مهمې کټګورۍ لري، لومړی نړيوال ځواکونه او په دويمه کټګورۍ کې سيمه او ګاونډيان شامل دي. برېتانيا په دې سيمه کې د استعماري مخينې په درلودو سره، د نفوذ يو دايمي حضور غواړي. د همدغه دايمي حضور په تناظر کې، برېتانيا خپل سياستونه زموږ له ځېنو ګاونډيانو سره په تفاهم کې داسې عيار کړي، چېګټې او زيانونه دواړو لورو ته ستراتېژيکه ژورتيا جوړوي. او افغانستان د دغېستراتېژيکې ژورتيا يو ډېر مهم هدف دی. همدا لامل دی، چې برېتانيا د افغانستان د سولې په بهير کې د پاکستان رول ډېر مهم بولي او په دې اړه يې د افغانستان، پاکستان او برېتانيا د درې اړخيزو خبرو اترو يو بېل جريان په کار اچولی دی. خو د دې په مقابل کې، امريکا د افغانستان د سولې په اړه غواړي، چې پاکستان د خبرو اترو په څنډو کې وساتي او د خبرو اترو جريان په لرې هېواد قطر کې فعال کړي.

اصلاً نړيوال او سيمه ييز قدرتونه، د تقابل په دې کشمکش کېټول انتخابونه خوندي ساتي، که د خبرو اترو له لارې د دوی موخې لاسته راځي او نړيوالې او سيمه ييزې سيالۍ پرېڅملولی شي؛ نو بيا خو دا يوه نرمه مقابله ده او ښايي همدا انتخاب عملي کړي. که نه په بل صورت کې بيا دوی تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان راتلونکی يو داسې مبهم او تياره حالت ته سپاري، چېښايي کورنۍ جګړې به يې يو ډېر مهم مورد وي او دا په لاندېنيو لاملونو:

لومړی، دلته يې وار له مخه اربکيان رامنځته کړي دي.

دويم، د شنونکو په اند، دلته په ملي اردو او ملي پوليسو کې قومي، تنظيمي او سليقوي وېشنې شته او ښايي تر ۲۰۱۴ کال وروسته دا فکتورونه، د يوې داخلي جګړې لپاره ترسيم شوې کرښې او پلانونه ډېر بد تطبيق کړي.

درېم، دلته د مقاومت ليکېډېرې بنسټيزې شوې دي، تر ۲۰۱۴کالوروستهچې کله بهرنيان ووځي او د يوه رېښتيني بين الافغاني تفاهم تشه همدغسې موجوده وي؛ نو بيا خو د ملي اردو پر هماغه تصوير او د مقاومت په دې حقيقت کې خو له جګړې لاچاري ده. يوازې دا نه بلکې په مقاومت کې د بېلابېلو لورو شتون هم، د جګړې د احتمال لپاره يو بل مورد دی.

په دې وروستيو کې، په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې په اړه د برېتانيا د پارلمان د غړيو وينا يوه تکراري او توصيوي خبره ښکاري، دا تکرار تر شا هېڅ تضمين نه لري، د افغانستان په اړه د برېتانيا او ټولو دخيلو خواوو سياست په يو ډول ابهام ولاړ دی، اصلاً د دې تحليل سخت دی، چې دلته به جګړه تر څه وخته وي؟ سوله به کله راځي؟ ګټونکي به څوک وي؟ او دې ته ورته ډېرې نورې پوښتنې شته، چې د بهرنيانو دا دوه مخی سياست يې، ابهام نور هم تياره کوي.

په افغانستان کې يوازې د برېتانيا او ګاونډ د ستراتېژيک ژوروالي خبره هم نه ده؛ بلکې دلته خو په غټه کې د امريکا او برېتانيا ګټې او په بل مورد کې د امريکا او اروپا ګټې هغه څه دي، چې له همغه پيله پرې د پردې تر شا اختلافونو، د سولې او جګړې خبره ډېره پېچلې کړې ده.

په هر صورت برېتانيا او ټول بهرني لوري، د افغانستان په اړه ګڼ انتخابونه له ځانونو سره ساتي، د دوی ګټې به دا ټاکي، چې دلته تر ۲۰۱۴ وروسته جګړه دوام وکړي او که د سولې په بهير کې يېګټې خوندي شي.

رتباط با ما

www.csrskabul.com

csrskabul@Gmail.com

csrs_center@hotmail.com

آدرس: خوشحال مینه، عقب بلاكهای شاداب ظفر، مركز مطالعات استراتیژیك و منطقوی

تماس:  789316120 (93+)  –    784089590 (93+)   –  788066500 (93+)

تبصرې:

احمد جاوید 4/17/2013

زما په نظر حزب اسلامي نسبت طالبانوته صولی ته لیوالتیا لري خو متآسفانه چي دولت هم یو واحده سټراتیژي نلري یوار وایي چي مخالفین د وسله په زمکه کیښدي او قانوني اساسي د ومني خو زه دا وایم چی که مخالفینو دا قانون منلي نو مشکل حل دي دادومره انسان وژنه د څه د پاره خو زه دا وایم که چیری دولت غواړي چي صلحه دی وطن ته راشی نو په صادقانه توګه خبروته کني هغه مشروع غوښتني چي مخالفین لري مطرح د کړي زه فکر کوم چي مخالفین هم غیر اسلامي غوښتني نلری موږ یو اسلامی هیواد یو یونیم ملیون شهیدان د څه د پاره آیا د همدغه غربي تپل شوي دمکراسي د پاره ؟ نن تاسو وګوري په بازار او دفاتروکي څه حالت دی . آیا همدغسي وي یو اسلامي دولت ؟ آیا د افغانانو قرباني د همدغسي اسلامي حکومت د پاره وه ؟ زه فکر نکوم چي یو افغان د هم په دغه حالت خوښ وي په آخر کی دعا کوم چي خداي دی د جنګ ټغر له دي وطنه نور ټول کړي آمین وسلام علیکم ورحمت الله

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *