د اشغال څوکلنه کيسه!

 

د سپتمبر یوولسمې پېښو امریکا ته د مسلمانو ملتونو د فرعوني استعمار مشروعیت لپاره پلمه په لاس ورکړه،  سره له دې چې په دې سیمه د تاریخي ماته خوړلیو بریتانیې او شوروي اتحاد ځینو نقادانو امریکا ته د عقل لار ښوولې وه خو هغوی چې ټیکنالوژي هر څه ګڼله پر یوه مادي لویدلي ملت یې حمله خپل تمدن او تاریخ ته شرم ونه ګاڼه، او په دې خیال چې زمونږ پرمختللې ټیکنالوژي به ددې جګړې اتلولي د امریکا تاریخ ته خوندي کړي پر افغان ملت حمله وکړه، دوی زمونږ له تاریخه نه وو زده کړي چې دلته هر مهال د جګړې پیلوونکي استعمارګران وي خو پرځوونکي او ګټونکي یې افغانان، له همدې امله یې  په دا لنډتیر مهال کې د کمونېزم سره د افغان جګړې په تل کې د ستړي ملت پر ویدو حماسو یرغل ښه چانس وګاڼه، خو د افغان په ټاټوبي کې که ستړتیا دمې ته اړتیا لرله نو د ارزښتونو ننګو او قهریدلو حماسو لکه د سمندر په څېر د پټ توپان بڼه اخېستې وه او ددې پټې ننګې له درکه د امریکا کساتګر عقل عاجز وو.

 

پر افغانستان د یرغل شالید

اصلاً د سپتمبر تر پېښې ډېر وړاندې پر افغانستان د تیري پلان جوړ شوی وو، د سپتمبر پېښه په منځ کې یوه پلمه شوه، نوموړې پېښه که هر چا تر سره کړي وي، دا یوه جلا موضوع ده، خو نوموړې پېښه  د دې پېړۍ د پېل یو خونړی تاریخ دی چې لکه د نړیوالو جګړو به تر ډېرو نسلونو د څېړنو او بحث توده موضوع وي.

دا یو څرګند حقیقت دی چې افغانانو د امریکا په پېښو کې لاس نه درلود، طالبانو هم نوموړې پېښه وغندله، په دې اړه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل وايي چې: کله چې د امریکا پېښه وشوه نو طالبانو په خپل رسمي غبرګون کې دا پېښه وغندله او له امریکا یې پر افغانستان باندې د برید کولو پر ځای د احتیاط غوښتنه وکړه.

طالبانو حتی په پېښه کې د اسامه بن لادن د لاس لرلو د شواهدو په ښوولو سره په یوه دریمګړي هیواد کې د نوموړي د محاکمې خبره هم کړې وه، هغوی  د علماو شورا راوغوښته او د تفاهم ژبه یې کاروله، خو امریکا نور خپل زغم داسې ښوده چې له لاسه یې ورکړی وي، او کله چې ددې ټول منطق سره سره امریکا پر افغانستان برید وکړ، طالبانو یې په مقابل کې د مقاومت پرېکړه وکړه او په دې ډول زمونږ هیواد د ۲۰۰۱اکتوبر په میاشت کې په یوې بلې تپلې جګړې کې ښکېل شو.

 

هراړخیزه جګړه

پر افغانستان د امریکا تیری د یو هر اړخیز تیري بڼه لري، دا یو داسې تیری دی چې د تمدنونو د ټکر موخې یې مخې ته پرتې دي، له مذهبه نیولې د سیمو، ملتونو او نفتو او تیلو تر سرچینو ټولې ددې تیري موخې دي. دا جګړه یوازې اقتصادي هم نه  ده او یوازې د کلیسا په موخو کې هم نه ده ایساره، بلکه دلته د کلیسا او امپریالیزم ګډو موخو او ستراتیژیکو پټو معاملو اسلامي هیوادونه د کلیسا ظلم او امپریالیسم چور او تالان ته سپارلي دي.

پر افغانستان له حملې کولو مخکې بوش له امریکايي شخصیتونو سره د کتنه درلوده، د کتنې په پای کې ورته د لویدیزې ویرجینیا د دیموکرات ګوند ۳۸ کلن مشر رابرت سي هایرډ د وینا په ترڅ کې وویل چې په امریکا کې ډېر داسې خلک شته چې د کایناتو رب یادوي او د خدای له کلام نه رهنمايي اخلي، او که ته په حقه یې نو د خدای مرسته به دې مل وي. دا او دېته ورته نورې ډېرې بېلګې شته چې د صلیبي مذهبي لیونیانو جنګې جنون ترې ښه څرګندیږي.

 

د نفتو سوداګر

د سپتمبر یوولسمه پر افغانستان د حملې لپاره هسې یوه تېزوونکې کتلیستي پلمه وګرځېده، که نه ډېر پخوا پر افغانستان د برید کولو منحوسو توطیو د امریکا د نفتو له سوداګرو مشرانو خوبونه تښتولي وو، هغوی نور ځانونه د اوپک له احتیاجه  ویستل او په دې لټه کې وو چې د افغان له ټاټوبي د منځنۍ اسیا پر نفتو او تېلو خېټه واچوي، سره له دې چې افغانستان د نفتو او زمکې لاندې سرچینو څخه پر غنا هومره شهرت نه لري خو جیو پولیټیک موقعیت یې داسې دی چې هیڅکله یې د استعمار له توطیو ژغورلی نه دی. زلمي خلیلزاد په ۲۰۰۲ کې د (واشنګټن کوارټلي) فصلنامه کې د یوې مقالې په ترڅ کې ویلي وو چې: د افغانستان ستراتیژیک ارزښت به په راتلونکو کلونو کې معلوم شي، ځکه چې د منځنۍ اسیا نفت او ددې سیمې بیخي ډېر حجم لرونکی ګاز  به د نړۍ د انرژۍ په بازار کې مهم نقش تر سره کړي، افغانستان به هم د منځنۍ اسیا او خزر له دریابه د انرژۍ په انتقال کې  چې ځینې یې د انرژۍ د ډېروالي له امله دویم د فارس خلیج هم یادوي، اسانترینه او اقتصاد ترینه لیار وي.

 

امریکا له جګړې څه غوښتل؟

د سپتمبر یوولسمې پېښو امریکا ته د دومره نړیوال جعلي قهر فرصت ورکړ چې نور یې نړۍ ته د ملګرې او دښمنې کرښې پر ویستو د درېمې لیارې د انتخاب حق پرې نه ښود، بوش په ډېر مغرور کاږه ځان د سپینې ماڼې له دریځه غږېده او ویل یې چې یاله مونږ سره شئ او یا زمونږ له دښمن سره، دې پیغام د افغانستان او پاکستان په شمول له ټولو هیوادونو د ازادۍ حق واخېست. امریکا طالبانو ته  د خپلو غوښتنو یو لړلیک ورکه او ددې ټولو د منلو غوښتنه یې ترې کوله، د واک او ټیکنالوژۍ غرور امریکا د سړیتوب له حده ایستلې وه، هغوی ډېر منطقي استدلال ته هم زړه نه ښه کاوه، سره له دې چې طالبانو د اسامه په اړه د شواهدو په ورکولو سره په یوه دریم هیواد کې د اسامه د محاکمې خبره راپورته کړې وه خو امریکا د سپتمبر په پلمې دا خبره د زغم له دایرې اخوا ګڼله. بوش وویل چې زه یو نمایشي جنګ نه غواړم، لازمه ده چې دا یو ریښتونی جنګ وي، مونږ به د تروریستانو فهرست جوړوو او هغه به یو یو په نښه کوو.

ایمي ژوفي په تګزاس ایالت کې د جیمز بیکر په پوهنتون کې د انرژۍ د مسایلو متخصص وايي: (په افغانستان کې د امریکا جنګ د یو دوست حکومت د رامنځته کولو په خاطر صورت نیولی دی، ځکه د طالبانو حکومت د داسې ځانګړتیاو لرونکی نه وو چې په افغانستان کې د امنیت او سولې د رامنځته کولو لامل شي، او د افغانستان له لیارې د ترکمنستان او پاکستان په منځ کې د نفتو د پایپ لاینونو د نصبولو په خاطر د یونوکال امریکايي شرکت لپاره د فعالیت زمینه مساعده کړي.

لېبراسیون خپرونه په ادامه کې لیکي چې: ډېره ساده لوحانه ده چې ګومان وکړو چې امریکا دا ټولې روپۍ په افغانستان کې د اسامه بن لادن د نیولو په خاطر مصرف کړي دي په داسې حال کې چې تر اوسه د سپتمبر په بریدونو کې د هغه د لاس لرلو په اړه هیڅ سند نه دی ښوول شوې ، امریکا حتماً د حملې شاته سترې موخې تعقیبوي.

که په لنډ ډول یې ووایو نو د امریکا موخې په سیمه کې د افغانستان د جیو پولیټیک موقعیت خپلول، او د ستراتیژیکو اقتصادي او نظامي موخو نیولې د اسلامي ویښتابه د ځپلو، د طالبانو د اسلامي امارت د ړنګولو او القاعده شبکې د له منځه وړلو په شاوخوا څرخېدلې.

 

جګړه او د طالبانو مورال

طالبانو لکه چې وویل شول له امریکایانو پر افغانستان د حملې کولو په اړه د احتیاط غوښتنه کړې وه، خو امریکا د غوښتنو د یوه اوږد لیست په ورکولو سره د طالبانو پر مخ د خبرو اترو ټولې دروازې وروتړلې، او ورڅخه یې وغوښتل چې یا له مونږ سره شئ او یا زمونږ پر ضد.

کله چې برید پیل شو طالبانو یې مقاومت وکړ، بمبارډ او د شمالي ټلوالې پر مټ د پلیو ځواکونو د راننویستلو لوبه ډېره ذلیله تر سره شوه، د ډالرو توپان ته د ډېرو ایمانونه ونڅېدل، د دین، وطن او ملت سودا ته داسې کاږه سرونه ما نه وولیدلي ته به وايې لکه رام ته چې هندوان کاږه ولاړ وي.

باب وډ وارډ په (بوش په جګړه کې) نومې کتاب کې د هماغه پیل جګړه ایزه ننداره داسې انځور کړې، هغه لیکي چې: (د طالبانو پر لیکو د بې درېغه بمبارۍ سره سره طالب ځواکونو په مېړانه له خپلو مورچو څخه دفاع کوله، چې د هغوی دا مقاومت د شمالي ټلوالې د لا زیاتې ناهیلۍ سبب ګرځېده… طالب ځواکونه او د امریکا ځانګړي ځواکونه د ۵۰۰ مترو په فاصله یو بل ته مخامخ وو، خو د طالبانو مورال ډېر لوړ ښکارېده… د اکتوبر په اته ویشتمه نېټه په شمال کې د طالبانو اکثره سنګرونه او خوندي ځایونه بمباري کړای شول، خو ددغو بې درېغه بمباریو سره سره د طالب چارواکو او جنګیالیو مورال ډېر لوړ وو.

 

 

له پیله د ملت پر ضد جګړه

کله چې جګړه پیل شوه له هماغه پیله ملت د امریکا د ړندو ګوزارونو لاندې راغی، کله د ودونو مراسم، کله د جنازې مراسم، کله ملکي قافلې، او کله بسته کلي د امریکايي بمباردونو نښه ګرځېدل، باب وډ وارډ د هماغه پیل کیسې کوي او وايي چې: امریکايي الوتکو بې له دې چې کوم ځانګړی هدف په نظر کې ونیسي په ښاري، کلیوالو او په ګڼ مېشتو سیمو یې بمباري کوله… د امریکايي ځواکونو په بمباریو کې یو مطلوب کس هم نه وو وژل شوی، بلکه د سلګونو په شمېر کې بې ګونا او نا مطلوبه افغانان د بمباریو ښکار شول… چېرته چې څوک لیدل کیدل د طالبانو په ګومان به پرې بمونه غورځېدل.

تر دې دمه د لسګونو زرو افغانانو وژلو نوموړې جګړه د ځانګړو موخو له تعقیبه ویستلې او د جنوسایډ بڼه یې اخېستې ده.

 

سیمه ایز غبرګونونه!

په ټوله کې زمونږ ګانډیانو او لیرې پرتو هیوادونو ټولو د امریکا فرمان ته لبیک ووایه، هیڅوک داسې نر نه وو چې له بوشه پوښتنه وکړي چې ولې یو غریب ملت په دې جرم دومره دروند ځپئ چې نه د امریکا په پېښو کې تورن دي او نه یې الوتکې له اسمان څکو ودانیو سره جنګولي؟  د بریتانیې په شمول ټوله اروپا د امریکا سره په خوا کې ودرېده، د حملې په اړه هغه سفارتي خوابدی هم چا ونه کړ، او د کمونېزم له شره ژغورلې پوروړې نړۍ د افغانانو د احسان بدله په ډېرې بې ننګۍ  ورکړه.

پاکستان ، ایران  او زمونږ شمالي ګاونډیو هیوادونو زمونږ د ملت په سر ډېره سپکه سودا وکړه، خپلې ټولې سرچینې یې د امریکا خدمت ته وړاندې کړې، له څوکلونو راهیسې پاکستان په سیمه کې لکه د کوکنارو بوټې له زهرو ډک نقش تر سره کوي، هغه لکه ناسور ټوله سیمه ناکراره ساتلې، او دا ځل یې بیا هم د خپل هیواد د ساتلو او ملي ګټو په پلمې زمونږ هیواد او ملت د لویدیز پر غلامۍ ور وغورځاوه،  مشرف په دې اړه وايي:

زما په وړاندې تر ټولو غټه پوښتنه دا هم وه چې چې ایا له طالبانو په ننګه کې د خپل ځان تباه کول به زمونږ په ملي ګټو کې راشي؟ ایا طالبان ددې وړتیا لري چې مونږ دې د هغوی لپاره خودکشي وکړو؟ ددې ځواب په یوه ځوږ لرونکي (نه) کې دی.

 

د پاکستان کردار!

مشرف یوه بیخي غلامانه لیاره خپله کړه، نوموړي د پراخو مالي او نظامي مرستو د جلبولو په خاطر د امریکا هرې خبرې ته سر ټیټ کړی وو.  مشرف پر خپل ملت لکه قهر نازل شوی وو، خو د جګړې په ترڅ کې نوموړی د امریکا غوښتنو ته د جنرال کولن پاول تر اټکل ډېر غلام پاته شو،  د ترهګرۍ پر ضد جګړې کې امریکا له پاکستان څخه اوه څرګندې غوښتنې وکړې، باب وډ وارډ لیکي چې: د بهرنیو چارو وزیر کولن پاول د ماسپښین په یوه نیمه بجه له مشرف سره خبرې وکړې، ویې ویل چې یو جنرال بل جنرال ته مخاطب دی، مونږ د ځان په خلاف جګړه کې مرسته غواړو، امریکايي ولس دا نه شي زغملی چې پاکستان په دې جګړه کې د امریکا ملاتړ ونه کړي پاول د پروېز مشرف په دې ځواب هک پک شو چې ورته یې وویل: پاکستان د امریکا اووه واړه غوښتنې منلې دي، او پاکستان د امریکا د هر عمل ملاتړ کوي .

پروېز مشرف هم دغه کیسه تکراروي او وايي چې: ما په صدارتي ماڼۍ کې د یوه مهم مجلس مشري کوله چې کولن پاول راته زنګ وواهه او سپین سپین یې وویل چې یا له مونږ سره شه او یا زمونږ پر خلاف!

هغه وايي چې په راتلونکې ورځ ځه په اسلام اباد کې وم چې له واشنګټنه د آی ایس آی د مشر زنګ راغی او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ریچارډ ارمیتاژ سره د کتنې په اړه یې راته کیسه وکړه، ارمیتاژ په بیخي غیر سفارتي ټکو کې د کولن پاول خبرې تکرار کړې وې او د آی ایس آی مشر ته یې ویلي وو چې: تاسو به حتماً ددې پرېکړه کوئ چې له امریکا سره یاست او که له ترهګرو سره، خو که له ترهګرو سره مو د مرستې پرېکړه وکړه نو مونږ  به مو داسې بمبارډ کړو چې لامله به یې د ډبرو مهال (Stone Age) ته ستانه شئ.

دغه ټوله غلامي په ښکاره ددې په خاطر شوې وه چې د پاکستان لویدلي اقتصاد ته پشتي ورکول شي، د کشمير په قضیه کې د امریکا ملاتړ تر لاسه کړای شي، او لنډه دا چې د امریکا له روان جنګي جنون سره په هوکړې سره پاکستان د ډبرو مهال ته تر ورستنېدو  وژغورل شي.

 

اوس نو پوښتنه داده چې:

ایا کلونه وروسته پاکستان په دغو موخو کې بریالی دی؟ ننی پاکستان خو د مشرف د پېغور سره سره چې ویل به یې پاکستان کچکول مات کړی دی!  نړیوالو ته د کچکول پر ګرځولو او خیرات ټولولو اړ شوی دی!   د شوکت عزیز او پروېز مشرف هغه د اقتصاد لوړ ګرافونه خو د افلاس او غربت په ژورو کې داسې ورک دي  چې اوس یې نو د امریکا ۷ میلیاردو ډالرو مرستو ته خپل هیوادني او ملي ټول ارزښتونه په داو ایښي دي؟  د سیمې امریکايي دوستۍ هم خپله خوا د هند ګټو ته درنه کړې ده، نن امریکا د پاکستان پر ځای د هندوستان ستراتیژیک انډیوال دی، نن د پاکستان اتوم بمب غیر محفوظ دی، د پاکستان مدرسې، د پاکستان اسلامي ګوندونه او د پاکستان ملت د امریکا د دښمنۍ نښې ګرځېدلي دي.

او ایا پاکستان د ډبرو له مهاله وژغورل شو؟ ایا پاکستان د امریکايي پوځونو له شتونه، بمبارډ او جنګي توطیو نجات وموند؟ دا نن چې په اسلام اباد کې بې حسابه زمکه د امریکا د سفارت د ودانۍ په منظور اخیستل کیږي، نو په  زرګونو امریکايي نظامیان به یې کوربانه وي…  نن په سیمه کې امریکايې ایجنډا د پاکستان دولت  د خپل ولس پر ضد دومره ضدي درولی چې له امله یې  د پنجاب او اسلام اباد په شمول د پاکستان ټولې سیمې د بې امنۍ یوې داسې مرحلې ته ننوتې چې د پاکستان زمکنی تمامیت او ملي یووالی یې د ویش احتمال ته نزدی کړی دی.

نو که دا ټول کارونه کیږي لامل به یې په سیمه کې د پاکستان ناسم سیاست وي چې د خپلو ګټو په خاطر یې تل ټوله سیمه په اور ګډولې ده، هغه اور چې دوی پرې نور سوځول،  نن یې خپل وجود پرې داغیږي.

 

ایران، مذهبي کساتونه!

ایران په سیمه کې یو ډېر بد کردار لوبولی، هغوی د کلتوري یرغله نیولې تر شیعه پراختیا غوښتونکيو  توطیو او موخو پورې څو لسیزې زمونږ هیواد په یوې ژبنۍ او مذهبي جګړې کې ایسار کړی. د ایران مذهبي ډلې نه یوازې په ټولې نړۍ کې د خپل شیعه مکتب پر خپراوي بوختې دي، بلکه زمونږ په هیواد کې یې هم دا تجربه ډېره خطرناکه تعقیب کړې ده، دا څه موده مخکې چې دهیواد په لویدیز کې د ایران نه واردیدونکي کتابونه ضبط شول، دا لومړی ځل نه وو، خو بیا هم د ایران د منحوسو ارادو له واردیدو زمونږ ملت خبر شو او ټکان یې وخوړ.  دلته د شیعه مذهب  د پراختیا په خدمت کې ډېرې سترې مدرسې، رسنۍ، او ښوونځي بوخت دي، او څه وخت مخکې خو په افغانستان کې د ایران سفیر په ډاګه وویل چې ایران په افغانستان کې د (مکتب ایران) تر عنوان لاندې ښوونیزې پروژې په پام کې لري!  په دغسې غټو پروژو پانګونې د پوښتنې وړ دي، خو ایا څوک یې د پوښتنې شته؟

 

ایران د امریکا ریښتینی دوست

ایران د امریکا برید د وخت اړتیا ګڼله او له دې فرصته یې ګټه اخېستنه خپل ملي او مذهبي مسئولیت ګاڼه، هغوی په سیمه کې یو قوي سني او افغاني دولت د خپلو مرامونو په لیار کې تر هغه اسرایلو ډېر غټ خطر ګاڼه چې په غندلو یې اسلامي امت د خمیني له انقلابه تر دې مهال غولولی دی. هغوی د طالبانو دولت د زغم له حده پورته ګاڼه او له همدې امله کله چې امریکا پر افغانستان د برید پرېکړه وکړه، نو دوی یې د پردې تر شا تر ټولو ډېر داد ورکوونکي وو، دوی حتی په ایران کې د یوه مېشت افغان مشر انجنیر حکمتیار د نیولو او بیا امریکا ته د سپارلو معاملې هم په سرکې ګرځولې، ایران سره له دې چې امریکا خپل تر ټولو ستر دښمن ګڼي، خو پر افغانستان د یرغل په  معامله کې یې د ارزښتونو د پاللو په خاطر ورته د مرستې وړاندیزونه وکړل، په دې اړه له ایرانه  د امریکا مننې حیرانوونکې دي، استاد مصطفی محمد طحان وايي: واشنګټن د بن په کنفرانس کې د افغانستان د قضيې په اړه د تهران مثبت نقش تقدیر کړ او مننه یې ترې وکړه…  ایران د امریکا د نظامي حملې په جریان کې ژمن وو چې که کله هم د امریکا نظامیان پر طالبانو د یرغل په مهال له ستونزو سره مخ شول نو دوی به یې مرستې ته ور دانګي، ځینې راپورونه دا هم وايي چې ایران د امریکا جنګي الوتکو ته اجازه ورکړه چې د بیړنیو پېښو په ترڅ کې کولای شي د ایران په هوايي ډګرونو کې ناستې وکړي.

 

روسیې هم دې ډول ته ونڅل!

روسیې او زمونږ نورو شمالي ګاونډیو هیوادونو د امریکا غوښتنو ته یو دبل پسې د هو ځواب ورکړ، ځینې تحلیلګران په دې اند دي چې روسیې د خپلې تجربې په رڼا کې غوښتل چې د امریکا پښې افغانستان ته راننباسي او بیا ترې لکه شوروي اتحاد د وتلو لیار ورکه کړي، خو ځینې بیا وايي چې روسیې په ډېر اخلاص امریکا ته د جګړې په ترڅ کې د مرستې ټټر وواهه، دا اوس مهال ناټو د افغانستان په مسئله کې د روسیې پر نقش ټینګار کوي، او کوښښ کوي چې په قضیې کې یې راننباسي، حتی افغان ولسمشر هم د روسیې ونډه ستروي او څه موده مخکې یې له دغه هیواده  د وسلو د پېر خبره راپورته کړې وه، دا ټول ددې اشارې کوي چې امریکا او په مجموع کې ناټو د روسیې نقش او مرستې ته په درنه ګوري.

له بله پلوه  روسیه په سیمه کې د نفوذ عناصر لري، هغوی چې اوس د اپوزېشن په مقام کې د روسیې ګټې خوندي کوي خلک یې د همدې لوبې کړۍ بولي. کله چې امریکا پر هیواد یرغل کاوه ویل کیږي چې روسیې خپل پوځونه د خپلو عناصرو پر پلوۍ وارد کړي وو، چې وروسته په منډه ووتل.

په هر صورت روسیې له امریکا سره د یرغل په لوبه کې همکاري وکړه، چې ددې مرستو په اړه باب وډ وارډ وايي: بوش پر پوتین تاکید وکړ چې د منځنۍ اسیا دولتونو باندې دې خپل اغېز او رسوخ استعمال کړي تر څو د خپلو پوځي اډو او فضايي حدودو د استعمال اجازه ورکړي، پوټين وویل چې روسیه له امریکا سره د هغوی د همېشنیو دوستانو څخه هم زیاتې مرستې ته تیاره ده… په سپتمبر کې پوټین بوش ته زنګ وواهه، دا تیلیفون بې حده مهم وو، پوتین وویل، هغوی (اسامه بن لادن او طالبان) په قابو کې کړه، مونږ ستاسو د بریالیتوب لپاره دعاګانې کوو.

 

کلونه وروسته !

کله چې څوکاله مخکې سټینلي مک کریسټل د ستراتيژۍ په اړه خپل راپور بشپړ کړ په کې یې د مقاومت پر بڼې خبره کړې وه،هغه ویلي وو چې مقاومت عمدتاً په دریو برخوکې راټول دی، لومړی طالبان دویم د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب چې وايي دوی د هیواد په ختیز کې ډېر نفوذ لري او کوښښ کوي لویې ترانسپورټي لیارې تر خپلې ولکې لاندې وساتي او درېمه مطرحه ډله د مولوي جلال الدین حقاني په مشرۍ ده چې وايي دغه ډله نسبتاً  له القاعده سره نزدې اړیکې لري. لس کاله وروسته که د امریکا په ښوول شویو موخو کې فکر وکړو نو بیخي نه دي تر لاسه شوي، نه طالبان له منځه ولاړل، نه القاعده ړنګه شوه، نه یو قوي دولت پر پښو ودرید، نه مالي او اداري فساد پای وموند،  نه ملي اردو او ملي پولیس مجهز او وروزل شول،  نه امنیت او سوله زمونږ هیواد ته راستنه شوه ، او نه د نفتو او ګازو پایپ لاینونه زمونږ له هیواده تیر شول ، ددې په مقابل کې جګړې ورځ تر ورځې ډېرې شوي، د امریکا د پوځونو تلفات د عراق په نسبت ډېر شوي، په افغانستان کې له روانې امریکايي جګړې سره خپله د امریکا د ولس مینه بیخي لږه شوې، او تر ټولو بدمرغه دا چې دلته اوس د نظامي خلکو پر ځای ملت د جګړې قرباني دی، د استاد عثمان روستار تره کي په وینا تر دې دمه تر ۸۰۰۰۰ زرو ډېر افغانان د امریکا په حملو کې وژل شوي دي.

لنډه دا چې امریکا په سیمه کې د بوش د ناسمې پرېکړې سزا ګالي، دوی په خپله اعتراف کوي چې طالبان نه شي ماتولای، او سناتوران یې د وتلو لپاره د یوه جامع مهال ویش په اړه مشورې ورکوي، ښايي د ستروځواکونو دغه تاریخي پرځوونکی افغان هیواد یو ځل بیا په خپله غېږ کې د میوند خوندي غازي کیسې تکرار ته راباسي.

دروېش دورانی وايي:

چې بیا نه توره پورته شي نه سر په وینو رنګ شي

باداره! دغه جنګ دې د وطن اخري جنګ شي

تر څو به دوی په کلي کلي ګرځي دا به وايي

دا مېنه دې ورانه شي او هغه کور دې ړنګ شي

 

اخذ لیکونه

۱-  باب وډ وارډ، بوش په جګړه کې Bush at War

۲-  استاد مصطفی محمد طحان، یازده سپتمبر و توطیه های پشت پرده ان

۳- جنرال پروېز مشرف، (سب سی پهلی پاکستان،  In the line of Fire)

۴- مولوي وکیل احمد متوکل، افغانستان او طالبان

۵- http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/10/091010_hh-afghanwar-us-mission.shtml

—————————————————————————————————————————————————-

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *