سعودی عربستان او د افغانستان قضیه

 

له تېرو دوو اوونیو راهیسې سعودی عربستان د افغانستان په تړاو دوه ځله څرګندونې کړې دی. ریاض، لومړی په کابل کې د عراق پر سفارت شوی برید وغانده او له افغان حکومت سره یې د «تروریزم» پدیدې د ختمولو په پار، د همکارۍ ژمنه وکړه[۱]. وروسته په افغانستان کې د سعودی سفارت شارزدافیر مشاری مزغل الحربی هم له بی بی سی سره په یوه مرکه کې طالبان د یوې «ترهګرې» ډلې په نوم یاد کړل[۲] او پر قطر یې هم تور ولګاوه، چې له طالبانو سره مرستې کوی. ده وویل: «د قطر حکومت د یو شمېر ترهګرو ډلو مشران په خپله غېږه کې ساتلی او په افغانستان کې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوی»[۳].

د سعودی دا ډول څرګندونې په وروستیو دوو لسیزو کې بې‌سارې دی او له تېرو دوو میاشتو راهیسې د ریاض دا ډول څرګندونې، له افغان چارواکو سره کتنې او افغانستان ته د قطر د غیرمقیم سفیر سفر، د دې ښکارندویی کوی چې د خلیج ډیپلوماتیک بحران ریښې تر افغانستانه هم راغځېدلې دی.

په بل اړخ کې افغان طالبانو هم د سعودی د شارزدافیر پر خبرو غبرګون وښود او د قطر دفتر یې د افغانستان د قضیې د حل لپاره پرانیستی وباله. دوی له سعودی عربستانه وغوښتل چې د افغانستان په قضیه کې «مثبت» رول ولوبوی[۴].

دا چې د افغانستان په قضیه کې د سعودی رول څه ډول دی؟ د افغان طالبانو او سعودی عربستان ترمنځ سیاسی اختلافات له کله پیل شوی او سعودی په افغان سوله کې څه کولای شی؟ دا او دې ته ورته موضوعات مو دلته څېړلی دی.

 

په افغان قضیه کې د سعودی رول

افغانستان په تاریخی توګه په سعودی کې له موجودو حکومتونو سره هلته د مذهبی مقدساتو له کبله، ښې اړیکې لرلې دی. خو د آل سعود له کورنۍ سره یې نږدې اړیکې بیا د محمد داوود خان د صدارت په دوره کې پیل شوې. هغه مهال داوود خان غوښتل، چې ځان د شوروی له ملګرۍ لرې او د شوروی پر مرستو ډېر متکی نه وی. له همدې کبله یې سعودی ته سفر وکړ او له هغه هېواده یې یو شمېر مرستې هم ترلاسه کړې؛ خو د ثور کودتا او د شورویانو یرغل بیا د افغان حکومتونو او سعودی ترمنځ اړیکې خړې پړې کړې.

سعودی د ثور له کودتا وروسته او د طالبانو تر راتګ پورې، د افغان حکومتونو پرځای له افغان مجاهدینو او په پاکستان کې له افغان مهاجرینو څخه پراخ ملاتړ وکړ. د افغان جهاد پرمهال تر ډېره د سعودی مالی او بشری مرستې وې، چې افغان مجاهدین او مهاجرین یې تکیه کړی وو.

کله چې طالبانو کابل ونیوه، نو سعودی د مجاهدینو له حکومت وروسته په لومړی ځل د طالبانو اسلامی امارت په رسمیت وپېژانده او په دې توګه له پاکستان او عربی اماراتو وروسته درېیم هېواد شو، چې داسې یې وکړل. د طالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته هم، سعودی عربستان له نوی افغان حکومت سره خپلې مرستې پیل کړې، د توکیو په ۲۰۰۲ کال کنفرانس کې یې له افغانستان سره د ۲۲۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه. وروسته یې هم څو ځله له افغانستان سره مرستې وکړې؛ خو بیا هم له افغانستان سره د نورو هېوادونو په پرتله د سعودی د مرستو حجم کم و.

سعودی له ۱۹۷۸ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د افغانستان په قضیه کې اساسی لوبغاړی و او تر ډېره یې د افغانستان د سولې په پروسه کې فعال رول لوبولی و. د جهاد پرمهال له افغان جهادی ډلو او کډوالو څخه د بې‌کچې ملاتړ له کبله، پر دغو ډلو یو څه نفوذ هم لری. دغه راز د مسلمانانو د دوو مقدسو ځایونو له کبله، د اسلامی نړۍ زړه بلل کېږی او ډېری ورته په احترام قایل دی. له همدې ځایه وه، چې حامد کرزی هم د خپلې دورې پرمهال څو ځله سعودی ته سفرونه وکړل او له ریاض څخه یې وغوښتل، چې له ۲۰۰۱ کال وروسته هم، د افغانستان د سولې په پروسه کې یو ځل بیا فعال رول ولوبوی. مګر د حامد کرزی دا هڅې تر ډېره ناکامې شوې او سعودی عربستان هغسې فعال رول ونه شو لوبولای، څرنګه یې چې د افغان جهاد پرمهال لوبولی و.

 

د طالبانو او سعودی عربستان سیاسی اختلافات

د افغان طالبانو او سعودی عربستان ترمنځ لومړی سیاسی اختلافات د اسامه بن لادن د قضیې پر سر هغه مهال راپورته شول، چې اسامه په ۱۹۹۸ کال کې په شمالی افریقا کې، په یو شمېر امریکایی سفارتونو په بریدونو کې تورن شو. په همدې موخه د سعودی د استخباراتو مشر ترکی الفیصل افغانستان ته سفر وکړ او په کندهار کې یې د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره ولیدل. د یو شمېر کتابونو له مخې، دغه کتنه ترخه وه او د دواړو ترمنځ لفظی شخړه رامنځته شوه.

له ۲۰۰۱ کال وروسته، سعودی عربستان د افغان حکومت ملاتړ وکړ. له همدې کبله وه، چې کله په ۲۰۰۹ کال کې د طالبانو دیپلومات سید طیب اغا له سعودی عربستانه وغوښتل، چې د دوی کوربه‌توب وکړی، نو ریاض د طالبانو پر وړاندې دوه شرطونه کېښودل: لومړی، له القاعدې سره به پرېکون اعلانوی؛ دویم، د افغانستان اساسی قانون به منی؛ خو دغه دواړه شرطونه طالبانو ونه منل او دا یې د دوی له کوربه‌توبه د سعودی انکار وباله.

وروسته، چې کله افغان طالبانو په منځنی ختیځ کې له قطر او ایران سره روابط زیات کړل؛ دغه کار هم د سعودی-طالبانو پر اړیکې ژوره اغېزه وښندله او له همدې ځایه ده، چې اوس ریاض په قطر کې د طالبانو له سیاسی دفتر سره مخالفت کوی او ترڅنګ یې په ټیټه کچه طالبان د یوې «تروریستی» ډلې په توګه هم پېژنی.

 

افغانستان او د خلیج ډیپلوماتیک بحران

د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې په خلیج کې هغه مهال دیپلوماتیک بحران رامنځته شو، چې کله سعودی عربستان، بحرین، مصر او عربی متحده اماراتو په لسو دقیقو کې دننه یو پر بل پسې له قطر سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او ترڅنګ یې په جغرافیایی او اقتصادی توګه د قطر د منزوی کولو هڅه هم وکړه. په ښکاره توګه د دغه بحران تر شا پر قطر د یو شمېر خلیجی هېوادونو دا تورونه وو، چې د ځینو «تروریستی» ډلو ملاتړ کوی[۵].

تېره اوونۍ په افغانستان کې د سعودی شارزدافیر د ریاض تګلاره روښانه کړه او ویې ویل، چې سعودی عربستان طالبانو ته دا مهال د یوې «ترهګرې» ډلې په سترګه ګوری او له قطر سره یې اړیکې ورته د اندېښنې وړ دی؛ دوی په قطر کې د طالبانو له دفتر سره کلک مخالفت لری؛ ځکه د دوی په اند، دا له طالبانو سره د مرستې یوه سرچینه ده؛ د دغه دفتر له لارې له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې نیسی، مرستې او ملاتړ ترلاسه کوی.

د سعودی له‌خوا دا ډول څرګندونې داسې مهال کېږی، چې څو اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د قطر غیرمقیم سفیر “صفر بن مبارک المنصوری” کابل ته سفر وکړ او د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره یې وکتل. که څه هم د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د دغې کتنې په تړاو ډېر څه نه دی راغلی؛ خو د یوې سرچینې له قوله، قطر له افغانستانه د خلیج په ډیپلوماتیک بحران کې ملاتړ غوښتی. د دغې سرچینې د معلوماتو له مخې، افغان حکومت هم خپله څو میاشتې پخوانۍ غوښتنه، چې افغان ولسمشر د قطر له بهرنیو چارو وزیر سره د کتنې پرمهال کړې وه، بیا تکرار کړه. هغه مهال افغان ولسمشر په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر پر تړلو سربېره د طالبانو د مالی سرچینو وچولو او د پګواش موسسې د فعالیتونو د مخنیوی غوښتنه وکړه[۶]. له دې یوه نیمه میاشت وړاندې، په افغانستان کې د مصر سفیر او د سعودی اوسنی شارزدافیر هم له حامد کرزی سره په همدې موخه لیدلی وو او له هغه یې غوښتی وو، چې د خلیج په ډیپلوماتیک بحران کې د قطر پرضد د مصر او سعودی ننګه وکړی[۷]. په دې توګه، د خلیجی هېوادونو د دوې میاشتې وړاندې پیل شوی دیپلوماتیک بحران ریښې افغانستان ته هم راوغځېدې.

افغان حکومت هم په دوه‌لارۍ کې واقع دی. له یوې خوا غواړی، چې که طالبان خبرو اترو ته نه حاضریږی نو په قطر کې دې د طالبانو دفتر وتړل شی او له دې لارې د طالبانو د ډیپلوماسۍ په لاره کې خنډ وګرځی. خو په بل اړخ کې د ملی یووالی حکومت د افغانستان په تاریخ کې د بل هر وخت په پرتله له سعودی عربستان سره هم پیاوړې اړیکې لری. نو ځکه به ښایی ونه غواړی، چې د خلیج په دیپلوماتیک بحران کې دخیل شی؛ مګر بیا هم په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر او له سعودی سره د افغان حکومت ستراتېژیک ډوله اړیکې به، له دې دواړو څخه د یوه لوری په لور تګ اغېزمن کړی.

 

سعودی په افغان سوله کې څه کولی شی؟

له تېرو څو لسیزو راهیسې کابل د افغانستان د قضیې د حل لپاره تل پاکستان او سعودی عربستان ته سترګې اړولې دی. له همدې ځایه ده، چې حامد کرزی او بیا اشرف غنی هم د افغانستان د جګړې پای ته رسولو په خاطر، له سعودی مرستې وغوښتې.

په بل اړخ کې، سعودی تر دې مهاله هم، پر افغان طالبانو نفوذ لری. له همدې امله ده، چې د سعودی له‌خوا پر طالبانو د «تروریستی» ډلې د تور په غبرګون کې دغې ډلې په خپله اعلامیه کې نور هېڅ نه دی ویلی او یوازې یې د قطر سیاسی دفتر د موخې سپیناوی کړی او ترڅنګ یې د افغانستان د قضیې حلولو په تړاو، له سعودی څخه د «مثبت» رول غوښتنه هم کړې ده.

همدا ښه فرصت دی، چې سعودی د خپل پراخ نفوذ او په اسلامی نړۍ کې د روحانی او مذهبی مقام له کبله، د دا ډول څرګندونو پرځای د افغان طالبانو او افغان دولت ترمنځ منځګړیتوب وکړی؛ ځکه دواړه ښکېل لوری پر سعودی نیک باور لری او دا به په اسلامی نړۍ کې د سعودی عربستان پر نرم ځواک هم خورا مثبت اغېز وکړی. د دې ترڅنګ د ټرمپ ادارې او ریاض ترمنځ هم، د اوباما د دورې په پرتله اړیکې ښې دی، کوم څه چې د افغانستان د سولې پروسې پر بریا مثبت اغېز ښندلی شی.

پای

[۱] Pajhwok, Riyandh Vows to Help Kabul Combat Terror, 1st Aug 2017, see it online:

https://www.pajhwok.com/en/2017/08/01/riyadh-vows-help-kabul-combat-terror

[۲] بی بی سی پښتو، مشاری بن مزعل الحربی: طالبان ترهګر دی، ۷ اګست ۲۰۱۷، پرلیکه بڼه:

http://www.bbc.com/pashto/40849153

[۳] پژواک، سعودی: قطر د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو ملاتړ کوی، ۷ اګست ۲۰۱۷، پرلیکه بڼه:

https://www.pajhwok.com/ps/2017/08/07/%D8%B3%D8%B9%D9%88%D8%AF%D9%8A-%D9%82%D8%B7%D8%B1-%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%DA%AB%DA%89%D9%88%D9%86-%D8%AF-%D8%AA%D8%B1%D9%87%DA%AB%D8%B1%D9%88-%DA%89%D9%84%D9%88-%D9%85%D9%84%D8%A7%D8%AA%DA%93-%DA%A9%D9%88%D9%8A

[۴] د سعودی سفارت د شارزدافیر د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو اعلامیه، ۷ اګست ۲۰۱۷، پرلیکه بڼه:

http://alemara1.net/?p=48032

http://alemarah-dari.com/?p=61275

[۵]  د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز، د منځنی ختیځ نوی ډیپلوماتیک بحران او پر سیمه یې اغېزې، ۱۷ جون ۲۰۱۷، پرلیکه بڼه:

https://csrskabul.com/en/blog/new-diplomatic-crisis-middle-east-impacts-region/

پښتو: https://csrskabul.com/pa/?p=3628

[۶]  پژواک، سعودی: قطر د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو ملاتړ کوی، ۷ اګست ۲۰۱۷، پرلیکه بڼه:

https://www.pajhwok.com/ps/2017/08/07/%D8%B3%D8%B9%D9%88%D8%AF%D9%8A-%D9%82%D8%B7%D8%B1-%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%DA%AB%DA%89%D9%88%D9%86-%D8%AF-%D8%AA%D8%B1%D9%87%DA%AB%D8%B1%D9%88-%DA%89%D9%84%D9%88-%D9%85%D9%84%D8%A7%D8%AA%DA%93-%DA%A9%D9%88%D9%8A

[۷] نړۍ نیوز، سعودی او مصر د خلیج وروستی کړکېچ کې د حامد کرزی ملاتړ غوښتی، ۱۸ جون ۲۰۱۷، پرلیکه بڼه:

http://naraynews.com/?p=8379

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *