افغان سوله نږدې ده خو یوې دقیقې او منظمې ستراتيژۍ ته اړتیا لري
لیکوال: ګل مقصود ثابت
ژباړن: احمدشاه راشد
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه داسې مهال، چې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی له افغان طالبانو سره د سولې پر خبرو اترو بوخت دی، په پام کې لري، چې په تدریجي توګه خپل سرتیري له افغانستانه وباسي. دغه حالت د افغانستان دننه بېلابېل احساسات پارولي دي. یو شمېر افغانان له افغان طالبانو سره د سولې خبرو اترو او د امریکايي سرتېرو وتلو ته خوښ دي، چې دا به په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي. خو یو شمېر نور بیا د امریکايي سرتېرو وتلو ته اندېښمن دي؛ ځکه د دوی په اند دا به په هېواد کې انارشۍ او د یو ځل بیا لپاره د ډلو جګړو ته لاره هواره کړي. له افغانستانه په بېړه وتل به افغانان د سیمهییزو رقابتونو ترحم ته پرېښودل شي او په دا ډول به هېواد د یو ځل بیا لپاره ۱۹۹۰میلادي لسیزې ته ور وګرځېږي، چې کله کورنۍ جګړې د طالبانو زېږېدنې ته لاره هواره او همدا راز د القاعدې لپاره پټنځای هم مهیا کړ. د سولې له توافق څخه وروسته په تدریجي توګه او د یوې ستراتيژۍ له مخې د امریکايي سرتېرو وتل به د یو پایداره او ټولشموله حکومت رامنځته کول تضمین کړي. دغه راز به د وروستیو اوولسو کلونو لاسته راوړنې هم خوندي شي او دا ډاډګیرنه به هم ترلاسه شي چې افغانستان به یو ځل بیا د هغه چا لاس ته نه لویږي چې د ۲۰۰۱ م کال دمخه یې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د لوبو په ډګر بدل کړی و.
له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو خبر ډېری هېښ کړل په تېره بیا هغه افغان مشران چې د ۲۰۱۹ م کال ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی نیسي. دغو رپوټونو شته غیر یقیني حالات نور هم زیات کړل، ځکه له افغان طالبانو سره خبرې اترې روانې او د بېلابېلو ډلو ترمنځ د تېر کال د اکتوبر میاشتې د پارلماني ټاکنو پر سر تر اوسه سخت مخالفتونه شته دي. دا په داسې حال کې ده، چې همدا اوس په هېواد کې خلک د فقر او د اقتصادي وضعیت د خرابوالي نه کړیږي، په دولتي ادارو کې د کمزوري سیستم موجودیت، د قومي او ژبني تعصوبونو شتون، د اقتصادي ودې لپاره د هېڅ ډول سټراټيژۍ نشتون، د اداري فساد زیاتوالی، پر کلیدي سیمو د طالبانو کنټرول، ورځ تر بلې د امنیتي وضعیت خرابوالی، د اکثره ولایتونو په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د حکومت نه حاکمیت او په غیر قانوني ډول له هېواده د زرګونو ځوانانو ګډوالي اروپا او نورو هېوادونو ته تګ نورې ستونزې دي، چې هېواد ورسره مخامخ دی.
که له طالبانو سره د امریکا متحده ایالات توافق ته ورسیږي نو اکثریت هغه ډلې چې اوس د افغان حکومت خلاف جګړه کوي هغه به د حکومت برخه شي. او ځینې مخالفې ډلې چې د حکومت پرضد جګړې ته دوام ورکوي لکه د اسلامي دولت (داعش) ډله، چې د افغانستان او نړۍ امنیت ته خطر دی، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره چې کومه تشه رامنځته کیږي، د دې تشې له رامنځته کېدو سره به د اسلامي دولت ډله وتوانیږي، څو په آسانی سره په هېواد کې خپل حضور پراخ کړي او دا به د اسلامي دولت ډلې لپاره یو ښه چانس وي.
داسې نښانې او آوازې هم شته دي چې د امریکا متحده ایالات غواړي چې د افغانستان په امورو کې د سیمې هېوادونه را شریک کړي او له دوی څخه د خبرو اترو مېز ته د طالبانو په حاضرولو کې ګټه واخلي. تېره اونۍ د کابينې په یوې غونډه کې ولسمشر ټرمپ په تفصیلي توګه د افغانستان د حالاتو په باب خپل نظریات بیان کړل. ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه وویل چې مونږ د طالبانو او د ډېرو نورو کسانو سره خبرې کوو. هغه وویل “هند هلته دی، روسیه هلته ده. روسیه لومړی شوروي اتحاد و، افغانستان ترینه روسیه جوړه کړه. روسیه د افغانستان جګړې دیوالي کړه. پاکستان هلته شته. دوي باید هلته وجنګیږي. روسیه باید هلته وجنګیږي.” امریکايي ولسمشر دغه راز د افغانستان د جګړې د مدیریت په اړه د امریکا د پخواني دفاع وزیر، جم متیس، له کړنو نارضایتي هم څرګنده کړه. ټرمپ وویل “هغه د افغانستان جګړه سمه نه سمبالوله. هغه زما لپاره څه وکړه؟ هغه په افغانستان کې څه وکړه؟ ډیر ښه نه.”ولسمشر ټرمپ دغه راز وویل چې طالبان او داعش باید پریښودل شي چې په خپل منځ کې وجنګیږي. هغه وویل “طالبان زموږ دښمنان دي. داعش زموږ دښمن دی. څلور پنځه اوونۍ د مخه مې زموږ جنرالانو ته یوه سیمه وښوده چې دلته طالبان دي او هلته داعش دی او په خپل منځ کې جنګیږي. ما وویل چې ولې یې نه پریږدو چې سره وجنګیږي؟ موږ ولې د دوي تر منځ ورلویږو؟”[1][2][3]
د سیمې هېوادونه په دې هڅه کې دي چې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه ووزي، ترڅو دوی له دې فرصت نه ګټه تر لاسه کړي او خپل نفوذ په افغانستان کې زیات او پراخ کړي. که چېرې داسې وشي نو په تېرو ۱۷ کلونو کې چې کومې لاسه راوړنې ترلاسه شوي او په میلیاردونو ډالر مصرف شوي هغه به ټول ددې قرباني شي او افغانستان به یو ځل بیا د سپټمبر د ۱۱مې پېښې څخه مخکې حالت ته وګرځیږي.
په تېرو ۱۷ کلونو کې په نظامي او هم په سیاسي برخو کې ډېرو جدي مشکلاتو شتون درلود او هغه خنډونه چې د افغانستان د ثبات پر وړاندې وو، له هغې نه په زده کړې سره اوس یوې داسې جامع او هر اړخیزې سټراټيژۍ ته اړتیا ده چې وکولای شي، راتلونکی حکومت د نړیوالې ټولنې په همکارۍ او ملاتړ سره پرې مدیریت او له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پيل شي. نوموړې سټراټیژي باید د یوه عملي پلان سره چمتو شي او څه چې غواړو تر لاسه یې کړو. د سولې پر لور په احتیاط حرکت او د تر لاسه کولو لپاره یې باید پوره هڅه وشي. دغه سټراټیژي به په لاندې برخو مشتمله وي:
د بهرنیو ځواکونو وتل، د سولې خبرې اترې، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې
دغه راز دا به هم د سټراتيژۍ یوه برخه وي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دا تضمین وي چې په افغانستان کې به خپلو پښو ولاړ او مستقل حکومت ولري.
ټاکل شوې وه چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ لمریز کال په حمل میاشت کې تر سره شي؛ خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري درې میاشتې وځنډېدلې. د دې امکان هم شته چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې نورې هم وڅنډیږي چې دې بیا د احزابو او نورو داخلي ګروپونو ترمنځ د نظر اختلاف رامنځته کړی دی. له ۲۰۰۱ م کال وروسته چې کله بهرني ځواکونه افغانستان ته راغلل، لومړۍ ۶ میاشتې لنډمهاله حکومت د کرزي په رهبری جوړ شو او له دې وروسته د بن کنفرانس د فیصلې سره سم انتقالي حکومت جوړ شو چې د هغه رهبري هم حامد کرزي ته ورکړل شوه او په ۲۰۰۴ م کال کې ولسمشریزي ټاکنې تر سره شوې چې یو ځل بیا حامد کرزی د افغانستان منتخب ولسمشر وټاکل شو او ددې تر څنګ څو ځله د پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنې هم تر سره شوې دي[4]. خو بیا هم دغه ټولې تر سره شوې ټاکنې د پراخو درغلیو او نارضایتیو شاهدې وې. د ۲۰۱۴ م کال ولسمشریزې ټاکنې چې کله تر سره شوې، نو اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او اوسني اجرایه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې نه منلې، خو د دې مشکل د حلولو په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري افغانستان ته راغی، او په وساطت یې د ملي یووالي حکومت جوړ شو، چې دواړه ډلې به په ګډه حکومت جوړوي او د اجرائیه ریاست پوست یې اېجاد کړ چې عبدالله عبدالله اجرایه رئیس او محمد اشرف غني یې جمهور رئیس وټاکه. دغه بې نظمۍ چې په نظام کې شتون لري او بل طرف ته ورځ تر بلې د امنیتی وضعیت خرابوالی د حکومت له ولکې د سټراټيژیکو سیمو وتل، فقر، د خلکو خراب اقتصادي وضعیت او له افغانستان نه د ځوان قشر تېښته ټول هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي. افغانانو په ټاکنو باندې خپل باور له لاس ورکړی ځکه هر ځل په سختو شرایطو کې دوی په ټاکنو کې ګډون کوي او هر ځل د دوی رایو ته اهمیت نه ورکول کیږي. د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د تر سره کېدو نېټه د ۲۰۱۹ م کال د جولای میاشت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا ښودل شوې که چېرې ناامني چې ورځ تر بلې زیاتیږي، د خلکو خراب اقتصادي وضعیت او خراب سیاسي وضعیت دوام وکړي، ښایي ددې فاجعو شتون او زیاتوالی به د افغان حکومت د نسکورېدو سبب شي. د افغانانو لپاره ټاکنې او سوله دواړه مهم دي داسې نه چې یو د بل قرباني شي؛ سولې ته رسېدل به د یوه قوي او با اعتماده حکومت سبب شي. چې دا به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د روڼتیا او راتلونکي کې په خپلو پښو ولاړ افغان حکومت سبب شي.
د ملي یووالي حکومت وخت د ۲۰۱۹ م کال په جون میاشت کې پوره کیږي او ولسمشریزې ټاکنې هم د دریو میاشتو لپاره وڅنډېدې. نړیواله ټولنه باید د یو منظم پلان له مخې د افغانستان حکومت له مشرانو سره د موقت حکومت په جوړېدو کار وکړي. په داسې حال کې چې له طالبانو سره خبرې روانې دي او دا کار د لویې جرګې په جوړېدو سره ښه تر سره کېدلای شي. ښایي لویه جرګه د موقت حکومت د جوړېدو پرېکړه وکړي تر څو موقت حکومت د رڼو او شفافو ټاکنو د تر سره کېدو مسؤولیت په غاړه واخلي. که چېرې له طالبانو سره د سولې توافق وشي نو طالبان به هم په ټاکنو کې برخه واخلي او داسې به راتلونکی حکومت ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي. چې دا ډول سټراټيژي به په افغانستان کې یو په خپلو پښو ولاړ او ټولو طرفونو ته د منلو وړ نظام رامنځته کړي او په دې سره به د بهرنیو ځواکونو تدریجي وتلو لپاره هم لاره هواره شي او هغه ډلې چې د نظام خلاف جګړه کوي لکه اسلامی دولت ( داعش) د هغې په مهارولو کې به نظام برلاسی وي او د دې جوګه به شي چې په کم وخت کې په ټول افغانستان کې ارامي راولي. راتلونکي سیاسي جوړښتونه او حکومت چې منځ ته راځي د هغه د پایداره کېدو لپاره باید راتلونکي کلونه ورسره د نژدې نه کار وشي او ورسره مالي مرستې وشي تر څو وکولای شي د هېواد په سطحه لویې پروژې تطبیق کړي، د خلکو اقتصادي وضعیت ته پاملرنه وشي او په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته د کار زمینه برابره شي، د دوی په اقتصادي وضعیت کې مثبت تغیر راشي او دا کار د راتلونکي حکومت لخوا تر سره شي تر څو د خلکو اعتماد پرې وشي او حمایت ترې وکړي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد هیله بښونکي او مخلصانه قدمونه چې د طالبانو سره د سولې د توافق لپاره یې اخیستي دا باید په سیمه کې د نورو پېښو نه خپلواک نه وي او پرته له حل لارې به د بهرنیو ځواکونو وتل یو ځل بیا افغانستان د سیمې او همسایه هېوادونو د لوبو په ډګر بدل شي او په دې سره به په افغانستان کې یو ځل انارشي او افراطیت حاکم او د وسله والو لپاره به د امن سیمه شي چې دا وضعیت به یوازې په افغانستان کې نه وي بلکې اثرات به یې په سیمه کې هم محسوسیږي. دا حالت به یوازې د هغو زرګونو افغانانو او بهرنیو قواوو چې دلته یې قربانی ورکړې او په مېلیاردونو ډالر یې مصرف کړي سره لویه جفا وي او افغانستان به یو څل بیا د ۲۰۰۱ م کال نه مخکې دور ته وګرځي.
پای
*ګل مقصود ثابت د امریکا متحده ایالاتو په کلیفورینیا ایالت په اوهلون کالج کې استاد او له دې مخکې په افغانستان کې د مالیې وزارت د ګمرکاتو او عوایدو معین او د پښتنې بانګ رئیس و.
یادونه: دغه لیکنه روان زیږديز کال د جنورۍ په څلورمه په انګیسي ژبه دیپلومات مجله کې خپره شوې ده.
[1] https://www.pashtovoa.com/a/trump-on-Afghanistan-in-his-latest-press-conference-/4726258.htm
[2]https://www.theatlantic.com/ideas/archive/2019/01/trump-just-endorsed-ussrs-invasion-afghanistan/579361/
[3] https://edition.cnn.com/2019/01/03/politics/trump-cabinet-meeting-afghanistan-soviet-union/index.html
[4] احمدشاه راشد