د کوویډ ۱۹ په مخنیوي کې د افغان حکومت او ولس مسؤولیتونه

امان الله کاکړ

د کرونا وایروس تر دې مهاله د نړۍ په کچه شاوخوا ۷۴ زره کسان وژلي او تقریباً ۱٫۴ میلیون تنه پرې اخته دي.[۱] په داسې حال کې چې د وژل شویو کسانو زیات شمېر په ایټالیا او د اخته کسانو زیات شمېر په امریکا کې ثبت شوی دی. په افغانستان کې هم په یاد وایروس د اخته کسانو شمېر ورځې تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی او تر دې دمه د یاد وایروس له امله یوولس  تنو افغانانو خپل ژوند له امله له لاسه ورکړی  دی.

یاد وایروس چې تېر کال د لومړي ځل لپاره په چین هېواد کې پیدا شو، او په لومړي سر کې یې په یاد هېواد کې زیات شمېر کسان ووژل. د چین حکومت لخوا لومړنیو او اغېزمنو ګامونو اخیستو وروسته لیدل کېږي چې په یاد هېواد کې د وایروس خپرېدو کچه تر ډېره بریده کنترول شوې ده. په افغانستان کې د وایروس مخنیوي لپاره کوم ډول تدابیر نیول شوي دي؟ د وایروس تشخیص پر وړاندې ستونزې او امکانات، د وایروس مخنیوي لپاره د حکومت او خلکو هڅې او همغږي، د حکومت لخوا د پلازمینې په ګډون د ځینو ولایتونو بندېدو طرحه او پر همدې بنسټ د عام ولس وضعیت په کوم حالت کې دی؟ په دې تحلیل کې مو په یادو موضوعاتو شننه کړې ده.

افغانستان او د کرونا وایروس

وروسته له هغې چې په ایران کې د کرونا وایروس پېښې زیاتې شوې، یو شمېر ایران میشتو افغان کډوالو له یاد هېواد څخه افغانستان ته په راستنېدو پیل وکړ. د کډوالۍ نړیوالې ادارې راپور له مخې په تېرو درې میاشتو کې له ایران څخه ۱۳۶ زره تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یادې ادارې راپور پر بنسټ یوازې په تېره مارچ میاشت کې ۷۲ زره کډوال له ایران څخه هېواد ته راغلي دي.[۲]

په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان څېړونو له مخې کرونا زر خپریدونکې او وایروسي ناروغي ده چې له یو انسان بل هغه ته په آسانۍ انتقالیږي. د هرات، نیمروز او فراه ولایتونه چې د ایران سره نښتي او راستنېدونکي افغان کډوال له همدې لارو هېواد ته راستنېدل، پر همدې بنسټ د کرونا وایروس لومړنۍ او ډېرې پېښې هم په یادو ولایتونو کې ثبت شوې. په هغه وخت کې چې جوپه جوپه کډوال له ایران څخه راستنېدل د مدني فعالانو ترڅنګ عامو خلکو له افغان حکومت څخه په کلکه غوښتل ترڅو د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره لازم تدابیر ونیسي، ترڅو له ایران هېواد څخه د وایروس مخنیوي کې لازمه مرسته ترسره شوي وي.که څه هم افغان حکومت د نورو پرمختللیو هېوادونو په څېر د قرنطین کولو او لازمو تدابیرو نیولو ځواک نه لري، مګر کولی یې شول د لږو امکاناتو په درلودلو سره هم د راستنېدونکو کډوالو په منځ کې هغه کسان یې تشخیص کړای وای چې د کرونا وایروس مشکوکې نښې یې لرلې، ترڅو لازمې درملنې ترڅنګ یې کم تر کمه له نورو افغانانو بیل کړي وای. مګر په لومړیو کې د حکومت بې غورۍ هغه فرصت له لاسه ورکړ، تر دې چې له ایران څخه راستنېدونکو کډوالو نورو ولایتونو ته په رسېدو سره د کرونا وایروس له ځان سره انتقال کړ، او دا ځکه چې د افغانستان د روغتیا وزارت د راپورونو پر بنسټ هغه ناروغان چې د کرونا وایروس نښې پکې لیدل شوي، ډېری هغه کسان دي چې یا ایران څخه راستانه شوي او یا له هغوی سره نږدې پاتې شوي دي.

تر اوسه د هېواد په کچه په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر له  ۳۶۷تنو څخه لوړ شوی چې تر دې دمه یې یوولس تنه وژلي هم دي. د روغتیا وزارت پر وینا که عام ولس د قرنطین کېدو په برخه کې د حکومت سره مرستندویه پاتې نه شي ښايي په وایروس د اخته کسانو شمېر درې میلیون، او د وژل شویو کسانو شمېر د یو لکو څخه هم زیات شي.

د ولایتونو قرنطین طرحه او د عام ولس وضعیت

وروسته له هغې چې په هرات ولایت کې د کرونا وایروس پېښې مخ په زیاتېدو شوې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه له حکومت څخه غوښتنه کوله ترڅو د هرات ولایت  قرنطین کړي. خو تر څو ورځو پورې د یاد وزارت مشرتابه غوښتنو ته هم جدي پاملرنه و نه شوه چې باید پر وخت ترسره شوې وه. د روغتیا وزارت بیا ادعا کوله چې یو شمېر کړۍ نه غواړي چې هرات ولایت دې قرنطین شي. افغان حکومت هم د کرونا وایروس مخنیوي لپاره په یو شمېر تګلارو کار پیل کړ او په لومړي سر کې یې د هرات په ګډون د نیمروز او فراه ولایتونو د قرنطین کولو خبر ور کړ. او کله چې په کابل کې په کرونا وایروس د اخته کسانو په هکله زیات راپورونه مخې ته راغلل، د مارچ په ۲۷ نېټه د پلازمینې کابل د قرنطین کولو طرحه هم تصویب شوه. له یوې خوا په کابل کې د نفوسو زیاته مېشتېدنه او له بلې خوا په لویه کچه د عام وګړو بې وزلي هغه ستونزې دي چې د پلازمینې بندېدل د هغوی په ژوند ډېرې منفي اغېزې درلودلی شي.

د وایروس مخنیوي لپاره څه باید ترسره شي؟

د کرونا وایروس د نړۍ په سطحه پرمختللي هېوادونه له سترو ګواښونو او اندېښنو سره مخ کړي دي. افغانستان چې له یوې مخې د پراخو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره او له بلې خوا اوس د کرونا وایروس د خپرېدو له ستونزې سره مخ دی نو دا وړاندوینه سمه ثابتېدلی شي چې د یاد وایروس په اړه د احتیاطي تدابیرو نه پلي کول به افغان ولس د نورو په پرتله ډېر وځپي.

پر همدې بنسټ د کرونا وایروس مخنیوي لپاره د حکومت کمزوري اقتصادي ځواک ته په کتو اړینه ده چې ولس هم په ګډه د وایروس مخنیوي کې له حکومت او په ځانګړې توګه د روغتیايي ادارو سره مرستې ترسره کړي. که څه هم تر دې مهاله د هېواد په کچه یو شمېر سوداګرو خپل سوداګریزې ودانې او مالي مرستې د کرونا وایروس مخنیوي لپاره د حکومت او ولس په واک کې ورکړي دي.

افغان حکومت چې د روغتیا په برخه کې د پراخه مرکزونو له سختې ستونزې سره مخ دی، د عام ولس لخوا هغه ودانۍ د روغتیا وزارت په واک کې ورکول چې هلته روانې سوداګریزې او نورې اړوند چارې پکې تر دې مهاله د یاد وایروس له امله ټکنۍ شوي وي، کولی شي د کرونا وایروس مخنیوي لپاره ډېر مرستندویه واقع شي.

د دې ترڅنګ افغان حکومت ته پکار ده چې د هېواد روان کمزوري وضعیت ته په کتو د نړیوالو مرستو په جلبولو کې خپله پاملرنه پر وخت زیاته کړي، ترڅو نړیوالې ادارې د کرونا وایروس له امله په راتلونکې کې د ناڅاپي ناورین زېږولو مخنیوي لپاره له وړاندې وهڅوي. او اړینه ده ترڅو افغان حکومت نه یوازې د کرونا وایروس مخنیوي لپاره د ملي بودیجې ځانګړې شوې برخه، بلکې د نړیوالو هغه مرستې پر وخت او په شفاف ډول مصرف کړي چې تر دې مهاله د امریکا لخوا د ۱۵ میلیونو[۳] او د نړیوال بانګ له لوري د ۱۰۰ میلیون ډالرو[۴] مرستې ژمنه شوې، او ښايي په راتلونکې کې نور هېوادونه او نړیوالې ادارې هم نورې مرستې ترسره کړي.

تر ټولو اړینه خبره چې د کرونا وایروس مخنیوي لپاره باید ترسره شي، هغه د کرونا وایروس په اړه د احتیاطي تدابیرو پلي کول دي. که څه هم حکومت د ګڼې ګوڼې ځایونو بندولو امر کړی، عام ولس باید د ملي او شرعي مسؤولیت له مخې په دې برخه کې له حکومت سره مرسته ترسره کړي، ترڅو د وایروس خپرېدو مخه ډب کړای شي.

هغه کډوال چې د نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانېږي، د دې لپاره چې د وایروس مخنیوي په برخه کې یې له نورو سره مرسته کړي وي، هغوی باید د یوې مودې لپاره ځانونه تر نورو جلا او قرنطین کړي. او حکومت باید د کرونا وایروس مخنیوي په برخه کې عامه پوهاوي لپاره لا ډېرې برنامې په لاره واچوي، ترڅو د کرونا وایروس په اړه د کره او سمو معلوماتو له مخې ولس په دې وپوهوي چې په کوم ډول کېدلی شي له یاد وایروس څخه ځانونه او نور وژغوري.

له دې پرته عام وګړي چې د احتیاطي تدابیرو پلي کولو له امله د اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د افغان حکومت ترڅنګ د ولس مالداره قشر باید د هغوی لاسنیوي لپاره تر بل هر وخت زر راودانګي، ترڅو د هغوی لاسنیوی ترسره کړي. که څه هم د ننګرهار والي ښاغلي شاه محمود میاخیل لخوا د کرونا وایروس مخنیوي او د عام ولس لاسنیوي لپاره ځانګړی فنډ جوړ شوی او یو شمېر سوداګرو پکې لازمې مرستې ترسره کړي، یاد ځانګړي فنډونه باید د هر ولایت په سطحه جوړ شي، او دا کار کولی شي د قرنطین کېدو پر مهال د عام ولس لپاره ډېر مرستندویه واقع شي.

بلخوا د هېواد په سطحه د کرونا وایروس سره د مبارزې لپاره د ملي اتحاد شتون په کوم کې چې مدني فعالان، علماء، او ټولنیز بنسټونه ګډون لري، کولی شي افغان حکومت سره د کرونا وایروس په مخنیوي کې مرستندویه واقع شي.

======================================================================

سرچینې:

[۱] https://www.worldometers.info/coronavirus/

[۲] https://baztab.news/article/1295363

[۳] https://apnews.com/649879924a532522e51291955170c034

[۴] https://www.worldbank.org/en/news/press-release/2020/04/02/world-bank-fast-tracks-100-million-covid-19-support-for-afghanistan

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *