ځنځیري وژنې؛ د سولې پر وړاندې نوی خنډ

امان الله تاند

د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز څېړونکی او اجرائيوی مدیر

افغان طالبان دوحې تړون ته په کتو ټینګار کوي چې د افغانانو ترمنځ خپل منځي خبرو پیل کېدو لپاره اړینه ده ترڅو افغان حکومت د هغوی ۵ زره زندانیان ورخوشې کړي. افغان حکومت که څه هم د ۴۵۰۰ زیات طالب بندیان له مختلفو زندانونو څخه خوشې کړي، مګر د پاتې هغو ۴۰۰ زندانیانو په اړه چې د افغان حکومت پر وینا په لویو پېښو کې یې لاس درلود د خوشې کولو واک یې هغې جرګې ته ورکړ، چې د روان کال اسد میاشتې په 19 نېټه ترسره شوه. وروستۍ مشورتي جرګې افغان حکومت ته په دې شرط چې د وینې تویولو لړۍ به د دواړو لورو لخوا بندیږي د ۴۰۰ زندانیانو خوشې کېدو اجازه ورکړه. تر اوسه د یادو 400 زندانیانو له ډلې ویل کېږي یوازې 80 تنه خوشې شوي او په ورته وخت کې د ټول هېواد په سطحه تاوتریخوالي لاپسې زور اخیستی.

ځنځیري وژنې د سولې پروسه ټکنی کوي

د دواړو خواوو له لوري د بندیانو خوشې کولو کمزورې لړۍ هغو کسانو ته چې نه غواړي افغان سوله د بریا لور ته ولاړه شي، فرصت برابر کړی ترڅو بې باوریو پیدا کولو ته په آسانۍ سره لاره جوړه کړي. تېرو تجربو ته په کتو هر کله چې د سولې خبرو اترو په برخه کې اغېزمن پرمختګونه لیدل شوي، په عین وخت کې هغه داخلي او بهرنۍ کړۍ چې ګټې یې په نا امنی کې نغښتي وي هغوی هڅې کوي ترڅو د سولې په برخه کې کلیدي افرادو وژلو سره د سولې لړۍ سبوتاژ کړي. پر همدې بنسټ د اسد میاشتې په 29 نېټه د سولې فعال شخصیت دکتور عبدالباقي امین په یوې بمي چاودنه کې شهید کړای شو. د دوکتور امین وژل که څه هم د ارګ له لوري و نه غندل شو، مګر په کور دننه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ډېرو سیاستوالو او ملي شخصیتونو د نوموړي وژنه په کلکو ټکو وغندله او څرګنده یې کړه چې د دوکتور امین وژونکي هغه څوک دي چې نه غواړي په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي. په بهرنۍ کچه هم د ډاکتر امین وژل کیدل د علمي اوسیاسي حلقاتو لخوا په پراخه ډول وغندل شول، د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ټویټر پیغام له لارې دوکتور امین د سولې فعال یاد کړ او د نوموړي وژل یې د سولې پروسې سبوتاژ کوونکو کار وباله. له دکتور امین وړاندې هم یو شمېر دیني او علمي شخصیتونه چې د سولې په برخه کې یې هم هلې ځلې کولې د داسې کسانو له لوري ترور او شهیدان کړای شول چې تر اوسه یې څرک نه لیدل کېږي خو د شهید شویو شخصیتونو څرګندونو ته په پام دا په ډاګه کېدلی شي چې د نوموړو وژونکي د سولې او ثبات د دښمنانو کار دی. په داخلي کچه د سولې مخالفین چې سولې راتګ سره یې شخصي ګټې له خنډ سره مخ کېږي هغوی هڅه کوي چې د سولې فعالینو په وژلو سره د سولې روانې پروسې په اړه عامه اذهان ګډوډ کړي او بې باورۍ ایجاد کړي.

په دې وروستیو کې د دیني او علمي شخصیتونو ځنځیري وژنو ته په کتو په افغان حکومت هم کلکې نیوکې کېږي چې نه یوازې د سولې فعالینو او شخصیتونو ژوند ژغورلو په برخه لازم اقدامات نه ترسره کوي، بلکې د وژنو وروسته خاموشي اختیاروي. مرحوم دکتور عبدالباقي امین چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې کلک طرفدار وو، افغان حکومت یې په اړه بې غوري او خاموشي اختیار کړې، په داسې حال کې چې نوموړی د همدې حکومت یو لایق کدر او د معارف وزارت له ډګره یې د هېوادوالو په چوپړ کې وو. د نوموړي وژنه نه یوازې د افغانستان بلکې د اسلامي نړۍ لپاره یوه داسې تشه ده چې په ډېر وخت کې به یې د ډکولو هڅې ناشوني وبرېښي، همدا لامل وو چې د اسلامي نړۍ په سطحه د نوموړي وژنه په سختو ټکو کې وغندل شوه. داکتر امین په داسې حال کې وژل کېږي چې ځینې مطرح سیاسي څېرو ولسمشر محمد اشرف غني ته په یو پرانستي لیک کې یادونه کړې چې په حکومت کې دننه ښايي کومه داسې کړۍ شتون ولري چې د سولې پر وړاندې د خنډونو ایجادول او د جګړې پر دوام باور لري او دا کار بیا د حکومت او ولس ترمنځ نور واټن او بې باوریو پیدا کولو ته هم زمینه برابرولی شي.

په ولچکونو غوټه شوې سوله

امریکا د دوحې تړون له مخې طالب چارواکو ته ډاډ ورکړی چې د هغوی پېنځه زره زندانیان به ورخوشې کوي او طالبانو بیا هوکړه کړې چې د دې کار وروسته به د افغانانو ترمنځ خپل منځي خبرو اترو کې ګډون کوي. افغان حکومت بیا په دې هڅه کې دی چې د خپل منځي خبرو اترو مشري به کوي او د یو لوري په توګه به له طالبانو سره په خپل منځي خبرو اترو کې ګډون کوي. دا بیا هغه څه دي چې طالبان یې منلو ته چمتو نه ښکاري او څرګندويي چې افغان حکومت سره د نورو افغان استازو په څېر د یو لوري په توګه خبرو اترو ته چمتو دي او یوازې د افغان حکومت سره د یو مقابل لوري په څېر خبرو اترو ته نه وردانګي. او ښايي بین الافغاني خبرو اترو لړۍ ته د نه رسېدو اصلي لامل همدا وي. امریکا هم په ظاهره د دوحې تړون له مخې ټینګار کوي چې دواړه لوري دې تاوتریخوالی کم کړي او پاتې زندانیان دې خوشي کړي، افغان حکومت چې د 4 سوه طالب بندیانو خوشې کېدو لپاره یې مشورتي لویه جرګه راغوښتې وه چې په میلونونو افغانۍ لګښت پرې راغی، خو لیدل کېږي چې د یادې جرګې پرېکړې هم پلي نه شوې او لا هم سوله د زندانیانو ولچکونو پرانستل کېدو پورې مشروطه ښکاري. افغان دولت د مشورتي جرګې پرېکړو وروسته اوس څرګندوي چې د حکومت بندیان دې خوشې کړای شي، او طالبان دې د نړیوالو تروریستي ډلو څخه ځانونه بېل کړي. د افغان حکومت دې وروستیو غوښتنو ته که څه هم دوحې تړون کې ځای ورکړی شوی او طالبانو په یاد تړون کې په دې برخه کې ژمنې ترسره کړي دي. په اوس وخت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو خوشې کېدلو پر سر اختلافونه هغه څه دي چې د سولې پروسه یې له خنډ سره مخ کړې او د خپل منځي خبرو اترو مخه یې نیولې ده.

ډاکتر امین څوک وو؟

ډاکتر عبدالباقي امین په کال ۱۳۴۴ هـ ش کال کې د وردګو ولایت د ( دایمیرداد ولسوالۍ په دالان کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

په کال 1990 م کال یې د مدینې منورې د اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی ولوست. په کال 1996 کال کې د سوډان هېواد د (ام درمان په اسلامي پوهنتون) کې په مقایسوي فقه کې ماسټري او په کال 2001 کې یې په یاده څانګه کې د دکتورا ترکچې زده کړې ترسره کړې. مرحوم ډاکتر امین د 2011 څخه تر 2018 کال پورې د ستراتېژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز  رئیس  او تر هغې دمخه د لیبیا، سوډان هېوادونو په ګډون د اسلام نړیوال اسلامي پوهنتون کې د استادۍ مقدسه دنده ترسره کړه. اوسمهال د سلام پوهنتون ماسټری دورې استاد، او په خپل ابتکار سره یې د قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز جوړ کړ. له دې پرته نوموړي د معارف وزارت د علمي شورا رئیس په توګه دنده ترسره کوله. نوموړی د تحقیق او څېړنې په ډګر کې په پراخه کچه خدمتونه ترسره کړي دي. د قانون، شریعت، سیاست، د څېړنې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه چاپي آثار لیکلي، په ډېرو نړیوالو کنفرانسونو کې یې ګډون کړی وو او زیات شمېر علمي مقالې یې په داخلي او نړیوالو ژورنالونو او مجلو کې نشر شوي دي.

نوموړي د قانون په برخه کې هر اړخیزه مطالعه لرله او کولی یې شول ترڅو د سولې په پروسه کې د یو کلیدي شخص په توګه ونډه ولري. په داسې حال کې چې نوموړي د سولې راوستلو په برخه کې زیاته لیوالتیا لرله، په همدې تړاو یې د افغان سیاستوالو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کولو لپاره د یو قطري څېړنیز مرکز په همکارۍ د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز په چوکاټ کې “د افغانستان د راتلونکې تفکر خونې” په نوم د مطرحو افغان سیاسي څېرو یو مشورتي ګروپ په جوړولو کې رول درلود. ډاکتر امین په ښې حکومتولۍ او د افغانستان ښې راتلونکې باندې  باور درلود او په دې لړ کې یې هم ستړې کولې.

تل پاتې سولې ته څنګه رسېدلی شو؟

افغان حکومت، طالبان او نورې خواوې، د سولې د پروسې د کامیابېدو په خاطر باید د افغان مشرانو، عالمانو، سیاست والو او د سولې د فعالینو د ژوند څخه په کلکه ساتنه وکړي او د سولې په پروسه کې ولسي حرکتونه د امکان ترحده ځان سره شریک کړي. د دې لپاره چې په افغانستان کې تل پاتې سوله استقرار پیدا کړي، حکومت او طالبان باید د بندیانو خوشې کولو په برخه کې د هر ډول بهانو او پلمو څخه لاس واخلي او د بندیانو خوشې کولو لړۍ د یو منظم میکانیزم له لارې له سره پیل او زره تر زره پای ته ورسوي. اړینه ده چې د سولې روانه پروسه یو ښه فرصت وګڼل شي، او زر زره د افغانانو ترمنځ خپل منځي خبرې اترې پیل شي. که د بندیانو خوشې کولو په برخه کې دغسې ځنډ دوام پیدا کړي نو سبوتاژ کوونکو لپاره به یو ښه فرصت برابر شي ترڅو د سولې روانه پروسه د کلیدي افرادو وژلو او بې باوریو پیدا کولو سره له ستر خنډ سره مخ کړي.

د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان او هند باید د افغان سولې په برخه کې خپل منځي رقابتونه مطرح نه کړي او افغانان پرېږدي ترڅو یوې واقعي سولې ته ورسیږي. په دې برخه کې نړیواله ټولنه کولی شي خپل رول اداء کړي. ځکه په افغانستان کې تل پاتې سوله د سیمې د اقتصادي او سیاسي پرمختګونو لامل ګرځېدلی شي. دا چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا هند او پاکستان یو بل د افغان سولې په برخه کې د سبوتاژ کوونکو په تور تورنوي دا کار د سولې روانه لړۍ له خنډ او بې باوریو سره مخ کوي. افغانان باید د بل هر وخت زیاته متوجه واوسي ترڅو سوله د نورو ګټو قرباني نه شي او له روان فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

په کور دننه یو شمېر کسان هم د سولې په اړه شکونه ښکاره کوي، د بېلګې په توګه د ولسمشر دواړو مرستیالانو په دې وروستیو کې ځینې څرګندونې ترسره کړې او طالبان یې د خپل منځي خبرو اترو په ځنډ تورن کړل. د سولې اوسنی فرصت باید د تورونو قرباني نه شي او د سولې په برخه کې یوازې اغېزمن ګامونه واخیستل شي. ځینې کسان بیا د یوې بلې جګړې تیاری خبرې کوي او د سولې په اړه شکونه ښيي، چې ګواکې هغوی د سولې خبرو اترو څخه لرې پاتې شوي. د دې لپاره چې افغان ولس رېښتیني سولې ته ورسیږي د دواړو لوریو څخه په لوړه کچه باید داسې څرګندونې ترسره نه شي چې د سولې په روانه لړۍ د خلکو اذهان ګډوډ کړي. او اړینه ده چې د سولې په روانه پروسه کې د افغان ولس ټول قومونه او مطرح شخصیتونه ګډ کار ترسره کړي، ځکه سوله د ټولو اړتیا ده او باید د لومړیتوب په توګه وپېژندل شي.

دا چې افغان حکومت او طالبانو د خپل منځي خبرو اترو لپاره خپل پلاوي اعلان کړي، دا یو ښه پرمختګ دی او اړینه ده چې د پاتې بندیانو خوشې کولو وروسته دواړه لوري زر تر زره بین الافغاني خبرې اترې پیل او د جګړې روان شدت چې هره ورځ د دواړو خواوو څخه یوازې افغانان پکې وژل کېږي پای ته ورسوي. افغان مطرح سیاسي شخصیتونه باید دواړه لوري خپل منځي خبرو اترو پیل کېدو ته وهڅوي او د بې باوریو او سبوتاژ کوونکو پېژندلو په برخه کې دواړو لورو سره په ډېر جرئت مرسته وکوي، ترڅو نور یو افغان هم و نه وژل شي او په افغانستان کې تل پاتې سولې ته لاره هواره شي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *