سيلابونه؛ د اقليمي بدلون ښکاره ګواښ!

لیکنه: حذيفه هلال

پرون د افغانستان په څو ولايتونو کې سيلابونه راغلل چې ګڼ  مالي او ځاني تلفات يې واړول، الله دې د ټولو هيوادوالو مرستندوى شي.

ډېر خلک فکر کوي چې سيلابونه د حکومت د بې غورۍ له امله راځي، ځينې وايي چې دلته خلکو د سيلابونو په لارو، او خوړونو کې کورونه او حتى بازارونه جوړ کړي دي. دا خبرې په خپل ځاى کې سمې دي.

خو دا چې سيلاب ولې راځي؟ اوبه څنګه د عادي بهېدو پر ځاى سيلابي کېږي؟ او ولې په يو ناورين بدلېږي؟ دا هغه پوښتنې دي چې پورته خبرې يې بيا نه شي ځوابولى.

سيلابونه په ښکاره خو د سيندونو د اوبو د ډېروالي، د تېزو بارانونو او واورو، د ونو د کموالي، او د ډېر يخ او واورې ويلېدنې له امله رامنځته کېږي؛ خو داسې څه دي چې دغه کارونه ډېر او تېزوي؟

د يوويشتمې پېړۍ ساينس پوهان او بيا په تېره چاپېريال ساتونکي وايي چې دا ټول کارونه او په ټوله کې سيلابونه د اقليمي بدلون له امله دي، دا چې څنګه؟ هغوى لاندې دلايل وايي:

1: د ډېرې ګرمۍ له امله، د غرونو په سر پرتې واورې له خپل نارمل حالت نه بغير، مخکې له وخته، او په ډېره اندازه ويلي کېږي، چې د نارمل اوبه بهېدنې پر ځاى سيلابونه رامنځته کوي.

2: د سانټي ګريډ د درجې له لوړوالي سره د سمندرونو اوبه له خپل نارمل حالت څخه په ډېره اندازه هوا ته بخار کېږي، چې له امله يې اورښت هم ډېريږي او سيلابونه رامنځته کوي، دا چې ورېځې په هوا کې حرکت کوي، نو اړينه نه ده چې سمندر په کوم هيواد کې بخارات کوي، د هماغې بخاراتو نه باران دې هم په هماغه هيواد کې وشي.

3: د ځنګل ختمونې له امله؛ هغه داسې چې:

– ځنګلونه اوبه جذبوي، نو که سيلاب راشي هم ډېرې اوبه يې ځنګل جذبوي، او د سيلاب مخه نيول کېږي. خو که همدا ځنګل نه وي، بيا خو مالومه خبره ده چې سيلابونه به راځي.

– ځنګلونه د سيلابونو شدت کموي، خو چې نه وي نو سيلاب زورور کېږي.

– کله چې له غرونو څخه د راتلونکو اوبو په مخه کې ونې او ځنګلونه نه وي، نو اوبه له ځان سره خاورې راوړي، کله چې دا اوبه له سيندونو سره يو ځاى کېږي نو هغه خاوره د سيندونو بېخ ته ځي او د سيندونو اوبه پورته ځي، چې سيلابونه رامنځته کوي.

4: د اقليمي بدلون له امله د سمندرونو سطحه کال په کال لوړېږي چې له امله يې سيلابونه راځي، چې دا کار د سمندرونو لرونکو هېوادونو باندې مستقيم اغېز لري، او په ټوله کې نړۍ ته يو ستر ګواښ دى.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *