د کرونا راتلونکی لید او د دویمې څپې امکان

ډاکټر عبدالحمید لطیفي ايم دي، ايم پي ایچ ، په اکسفورډ کې درواني ناروغيو متخصص او د (CSRS) ریسرچ همکار

4 دسمبر، 2020

لنډیز

د کرونا ویروس د RNA ویروسونو له ډلې څخه دی، چې په انسانانو او ځناورو کې د اینډیمیکو انتاناتو، او په ځانګړې توګه په انسانانو کې په متناوب ډول د وژونکيو تنفسي ناروغیو لامل ګرځي. د 2019 کال د کرونا ویروس (COVID-19) نوم د روغتیا نړیوال سازمان له لورې هغې ساري او انتاني ناروغی ته ورکړل شو، چې لامل یې د کرونا ویروس غیر عادي ډول یا (SARS-CoV-2) ؤ، یاد ویروس د لومړي ځل لپاره د )2019( کال ډسمبر په )31( مه نېټه د چین په وهان ښار کې تر سترګو شو، نړیوال روغتیايي سازمان د Covid-19 د چټک خپراوی له امله د (2020) په مارچ کې دې ناروغۍ ته د پانډامیک ]وبا[ درجه وركره، له تاریخي اړخه د کرونا ویروس د عادي زکام د نښو نښانو په لرلو سره په )1965( کال کې راڅرګند شو، له هغه وخت راهیسې د یاد ویروس پنځه ډولونه رابرسېره شوي، چې تر ټولو وژونکی یې شدید حاد تنفسي سینډرم (SARS) ؤ، چې اته زره کسان پرې ککړ شول او له ډلې یې 10٪ سلنه کسان مړه شول، د کرونا ویروس د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ پانډامیک يا وبا نده، بلکې له دې وړاندې نړۍ د هسپانوي انفولونزا غوندې پانډمیکو سره مخ شوې کوم چې په (1918-1919)  کلونو کې یې له 50 میلیونو څخه زیات کسان ووژل، له شک پرته کوویډ 19 د کرونا ویروسونو له ډلې تر ټولو وژونکي ډول باندې اوښتی، چې دنړیوال روغتیايي سازمان د معلوماتو له مخې د (2020) کال د دسمبر ترڅلورمې نېټې پورې یې پېنځه شپیته میلیونه پېښې ثبت شوي، چې له ډلې یې (1.5) میلیون کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، د ډېرو سیاستوالو او ټولنیزو ساینسپوهانو په باور  پر نړۍ د کوویډ 19 بوج د دویمې نړېوالې جګړې په نسبت زیات دی، په دې مقاله کې زه  د کرونا ویروس د دویمې څپې په اړه بحث کوم، که دویمه څپه را روانه وي، له لومړۍ څپې سره به څه توپیر ولري؟ زه د کرونا ویروس د واکسین په اړه هم غږیږم چې هغه به کوم خلک وي چې تر ټولو وړاندې به د کرونا واکسین ترلاسه کوي.

سریزه

اوسمهال نړۍ د وروستۍ یوې پېړۍ تر ټولو وژونکي او نړوونکي ویروسي حملې سره مخ ده، دا ویروس د غیر عادي کرونا ویروس یا (SARS-CoV-2) په توګه پېژندل شوی او هغه ناروغي چې ددې ویروس له امله رامنځ ته کېږي نړیوال روغتیایي سازمان ورته د کوویډ19 (Covid-19) نوم ورکړی، کوویډ19 د لومړي ځل لپاره د (2019) کال ډسمبر  میاشت کې د چين هېواد د ووهان په ښار کې وموندل شو، د ویروس په خپرېدو سره د روغتیا نړیوال سازمان (1) د (2020) کال د مارچ په 12 مه نېټه دوباء يا پانډامیک نوم ورکړ(2) چې په نړیواله کچه د ویروس د خپرېدو ښودنه یې کوله، د لومړیو یوولسو میاشتو په لړ کې شاوخوا پېنځه شپیته میلیونه کسان په دې وژونکي ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې شاوخوا 1.5 میلیونه کسان په (209) مختلفو هېوادونو کې ووژل شول، چې دا معلومات هم روغتونونو ته د داخلېدو پر بنسټ د یو شمېر هېوادونو د رسنیو د راپورونو پر بنسټ وړاندې شوي، حقیقي شمېرې هیچا ته معلومې نه دي، د امریکا متحده آیالاتو کې تر ټولو زیاتې پېښې رامنځ ته شوي چې د مړینې کچه هم په یاد هېواد کې زیاته کړې ده، په تعقیب یې د هند، برازیل، روسیه، هسپانیه، مکسیکو، او انګلستان هېوادونه ددې ویروس له امله تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

ددې شمېرو راپور تر ډېره د پرمختللیو او ځانګړو هېوادونو له خوا ورکړل شوی، د مخ پر ودې هېوادونو د زیانونو د شمېر په اړه معلومات محدود دي، دا هېوادونه تشخیص لپاره کافي وسایل او د درملني لپاره کافي بسترونه او روغتونونه نلري، په همدې بنسټ یې د کرونا ویروس د زیانونو حقیقي شمېر په اړه پوښتنې راولاړیدای شي، د بېلګې په توګه د (2020) کال د نومبر په لومړۍ نېټه د روغتیا د نړیوال سازمان د ویبپاڼې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د کرونا ټولییز تائيد شوې پېښې (41334) زره ښودل شوي، چې د مړو شویو کسانو شمېر یې (1533) سوه کسان ښودلي چې دا د حقیقت څخه لرې خبره ده، مونږ باید دا په ذهن کې وساتو چې دا ډول هېوادونه ډېر کم ټستونه او معاینات ترسره کوي او د پېښو ریښتونی شمېر د تائيد شویو پېښو له شمېر څخه ډېر زیات دی، له شک پرته کوویډ 19 له (1930) کال د ستر ركود یعنې ځوړتیا څخه وروسته د نړۍ تر ټولو ستر اقتصادي بحران رامنځ ته کړی، د کرونا ویروس لا هم د زیانونو لامل ګرځي او د زیانونو وروستۍ کچه تر هغې نشي شمېرل کېدای تر څو پورې چې د ویروس لمنه راټوله شوي نه وي.

انځور(1): د کرونا ویروس

1-      کوویډ 19: منشاء، نښې، درملنه او مخنیوی یې

3.1 منشاء:

تر اوسه په دقیق ډول معلومه نده چې د SARS CoV-2 اصلي سرچینه څه ده، خو ادعا کیږي چې د دې ویروس اصلي سرچینه ماښامک (خفاش) دی، چې ښايي د انسانانو د ککړولو وړاندې یې بل کوربه هم لرلو، خو منځني میزبان یا میزبانان تر اوسه معلوم ندي[3]، یو تحقیق دعوه کوي چې دا ویروس له مارانو څخه انسانانو ته انتقال شوی دی. [4]

3.2.  نښې نښانې:

د روغتیا نړېوال سازمان(WHO)  په وینا د کوویډ-19 ناروغۍ تر ټولو مهمې نښې نښانې عبارت دي له: تبه، وچ ټوخی او ستوماني.

نورې نښې يې چې زیاتې عادي ندي او ښايي ځينو ناروغانو کې راښکاره شي عبارت دي له: د خوند او بوی حس له منځه تلل، د پوزې بندېدل، د سترګو سوروالی، د مریو درد، سر درد، د عضلاتو یا د بندونو درد، د پوستکي مختلف خارښتونه، زړه بدي یا کانګې کول، د یخنۍ احساس یا ګنګسیت. دا ډول نښې اکثره وخت معمولي او خفیفې وي، ډیری کسان چې په ویروس ککړ وي د ناروغۍ نښې نښانې يې خفیفي او یا هم بیخي نه تر سترګو کیږي.

د کوویډ-19 شدیدې نښې عبارت دي له: ساه لنډي، بې اشتهايي، هکپکتيا (Confusion)، د سینې دوامداره درد او فشار، د بدن د حرارت لوړه درجه (له 38  سانتي ګریډ څخه لوړه).

همدارنګه د ناروغۍ غیر عادي نښې دا دي: هکپکتیا (Confusion)، بې حالي، تشویش، ژور خفګان، د خوب بې نظمي، او نور شدید او غیر معمولي عصبي پېچلتیاوې لکه ټکان، عصبي التهاب، لیونتوب او عصبي نقصان.

ټول هغه کسان چې تبه ولري، ټوخیږي، او ساه کښلو کې ستونزه او یا ساه لنډي ولري، سینه کې یې درد وي او یا هم د خبرو یا د حرکت توان یې له لاسه ورکړي وي باید زر تر زره روغتیايي خدمات ترلاسه کړي، که امکان ولري، د روغتیایي خدماتو وړاندې کوونکي سره اړیکه ونیسي تر څو مناسب روغیتایي مرکز ته د تګ لارښوونې ترلاسه کړي.

3.3.  درملنه:

تر ننه د کوویډ-19 ناروغۍ لپاره کوم ځانګړی درمل نده جوړ شوی، د روغتیا نړیوال سازمان د ساینسپوهانو، تجارتي او نړیوالو روغتیایي سازمانونو سره په ګډه کار کوي تر څو د دي وبا  ]پانډامیک[ په وړاندې د غبرګون پروسه چټکه کړي، د  نړۍ ساینسپوهان کار کوي تر څو د کووید-19 لپاره درملنه ومومي[6]. تر ټولو ښه  مرستندویه خدماتو له ډلې څخه د شدیدو ناروغانو لپاره اکسیجن کارول دي، او که ناروغان د ساه کښلو وړتیا نلري، باید وینټیلایټر ورته استعمال شي، ډوکسي میتازون د (corticosteroid) له ډلې څخه دی چې کولای شي د ویڼټیلایټر د کارونې د اړتیا موده را لنډه کړي او د شدیدو او جدي ناروغانو ژوند وژغوري، د نړیوال روغتیایي سازمان د پيوستون د ازموینو له مخې د Remdesivir، Hydroxychloroquine، lopinavir/ritonavir، او interferon استعمال د بستر شویو ناروغانو د مړینې د کچې په كمولو کې کمه او یا هم  هیڅ اغیزه نه لري،  د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ناروغۍ لپاره د خپل سرې درملنې لکه د انتي بیوتیکو او یا نورو درملو د کارولو سپارښتنه نه کوي، یاد سازمان هڅه کوي چې د ناروغۍ درملنو ته پراختیا ورکړي او په اړه به یې هر کله چې د لاسرسي وړ وګرځي معلومات خپاره کړي.انتي بیوتیک [6] د ویروسونو په وړاندې کار نه کوي او یوازې د باکتریایي انتاناتو په مقابل کې ګټور دي، کوویډ-19 ناروغي د ویروس له امله را منځ ته کیږي نو ځکه یې په وړاندې انتي بیوتیک مبارزه نشي کولای، انتي بیوتیک باید له همدې وجې د کوویډ-19 د درملنې لپاره و نه کارول شي، په روغتونونو کې ډاکټران ځينې وخت انتي بیوتیک توصیه کوي تر څو د هغو دویمنیو باکتریايي انتاناتو مخه ونیسي کومې پيچلتاوې چې د کرونا په شدیدو ناروغانو کې رامنځ ته کیږي، انتي بیوتیک باید یوازې د ډاکټر د هدایت پر اساس د باکتریایي انتاناتو د مخنیوی لپاره وکارول شي.

3.4. مخنیوی:

د روغتیا نړیوال سازمان او نور روغتیایي سازمانونه یو لړ لارښوونې او تدابیر وړاندې کړي چې پر بنسټ یې د کرونا بررسي یا مخنیوی کیږي، ځينې تدابیر په [7] شمېره مأخذ کې راټول شوي، دلته مونږ د هغو تدابیرو چې د روغتیا سازمان یې سپارښتنه کوي په لنډ ډول وړاندې کوو چې عبارت دي له: د ځان ساتني سخه، داسې چې ځيني تدابیر مراعت شي لکه د واټن مراعت کول، د ماسک اچول، د کوټو ښه هوا بدلېدنه، له ګڼې ګوڼې پرهیز، د لاسونو وینځل، ټوخی پر خپلې څنګلې یا دسمال کول. او کوم ځای چې کار یا ژوند کوي د هغې ځايي لارښوونو ته پاملرنه وکوئ. د ضد عفوني موادو (کریم، جیل، سپرې) د کارولو سپارښتنه هم شوې، تحقیقاتو دا هم په ډاګه کړې چې حتی تر ټولو بهترین ماسکونه هم نشي کولای د ځينې نا فلتر شوې هوا بدن ته د داخلېدو مخنیوی وکړي، ځکه نو تر ټولو غوره داده چې ټولنیز واټن مراعت شي تر څو د هغو ملوثو څاڅکوټو مخه ونیول شي کوم چې د ککړ شوي شخص څخه نورو خلکو ته د ټوخي یا پرنجي له امله انتقالیږي، د ځان تجرید هم د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

  • د کوویډ-19 واکسین:

واکسینونه (انځور 2) هر کال د میلیونونو خلکو ژوند ژغوري، واکسینونه [8] د انسان محافظوي او دفاعي سیستم دې ته اماده کوي تر څو ویروسونه او باکتریاوې وپېژني او په وړاندې یې مقابله وکړي، نو کله چې يوانسان د داسې میکروبونه سره مخ کیږي چې دناروغۍ سبب ګرځي، د انسان بدن دې ته اماده وي تر څو دا ډول میکروبونه له مېنځه یوسي او د ناروغۍ مخنیوی وکړي، واکسینونه هر کال 2-3 میلیونه کسانو ژوند له مختلفو ناروغیو لکه دفتري، تیتانوس، توره توخله، انفولوینزا او شري څخه ژغوري، اوسمهال د 20 ډوله وژونکو ناروغیو لپاره واکسین شتون لري.

د روان کال د جولای په 15 مه نېټه (150) هېوادونه په جینوا کې د کرونا واکسین ته د لاسرسي په اړه سره راټول شول(9)، له دوی څخه (75) هیوادونو د (COVAX Facility) کې په ګډون سره په ډاګه  کړه چې دوی غواړي چې خپل او د نورو هېوادونو وګړي له کرونا څخه وژغوري، د (COVAX) میکانیزم هغه میکانیزم دی چې د کرونا واکسین ته د چټک، مناسب او عادلانه نړیوال لاسرسي ضمانت کوي. ملاتړ کوونکي (75) هېوادونه چې د خپلې بودیجې له لارې د واکسین د تولید سره مرسته کوي، د 90 نورو د کم عاید لرونکو هیوادونو سره ملګري شوي تر څو د  GAVI سره چې د واكسين د نړیوال تړون يو اداره ده او فقيرو هيوادونو ته واكسين مهيا كوي د مرستو له لارې یې ملاتړ شي، په ګډه د (165) هېوادونو دا ګروپ د نړۍ 60٪ څخه زیات نفوس نمایندګي کوي چې پکې د هرې لویې وچې استازي شتون لري او (G20) هېوادونو له نیمایي څخه زیات هېوادونو پکې ګډون کړی.

د روان کال د سپتمبر په 4 مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئيس رسنیو ته د کوویډ-19 په اړه وویل: (مونږ ټول تمه لرو چې په راتلونکو څو میاشتو کې د کرونا د واکسین په اړه ښه خبر ترلاسه کړو، نو که واکسین مو ترلاسه کړ، نو باید په اغېزناک ډول یې وکاروو،  او د واکسین د تولید په زیاتیدو سره مونږ د ټولو خلکو لپاره غواړو چې واکسین ته لاسرسی ولري، خو پیل کې چې کله د واکسینو عرضه کمه وي، باید اړتیا لرونکو کاروکوونکو ته او هغه چا ته ورکړل شي چې تر ټولو زیات په خطر کې دي لكه د زیات عمر لرونکو اود مخكيني بد وضعیت لرونکو کسان، په دې معنی چې د واکسین کولو لومړیتوب به د ټولو هیوادونو یو شمیر مشخصو کسانو ته ورکول کیږي، نه داسې چې د یو شمېر هیوادونو ټول وګړیو ته ورکړل شي.)

واکسین په خاص ډول روغتیايي کاروکوونکو لپاره اړین دی ځکه چې ددې زیات خطر شته چې دوی د کرونا ناروغي په دې مرض ککړو کسانو څخه ترلاسه کړي، همدارنګه دوی کولای شي په اسانی سره یې نورو خلکو ته انتقال کړي، په همدې اساس، ډاکټران، نرسان، او نور روغتیایي کارکوونکي به د واکسین د ترلاسه کولو لومړیتوب ولري.

انځور 2: واکسین

دخوشحال خبر دي چې دساينسپوهانو كوښښونو نتيجه وركړه اوڅو واكسينونه داستعمال دپاره چمتو شول.  بریتانیا د کورونا وېروس ضد فایزر-بیونټیک واکسین کارول تایید کړل. په بریتانیا کې د درملو تنظیموونکې او روغتیايي تولیداتو ادارې ویلي، د فایزر-بیونټیک واکسین کارول به په پراخه کچه پیل کړي. د کووېډ-۱۹ دا واکسین کولی شي “۹۰ سلنه خلکو ته خونديتوب ورکړي دا واکسین به لومړی هغو کسانو ته ورکړل شي چې لومړیتوب کې راځي بریتانیا لا له وړاندې د ۴۰ میلیون ډوز واکسین ترلاسه کولو امر کړی و، چې د ۲۰ میلیون کسانو لپاره کفایت کوي ژر به ۱۰ میلیون ډوزه چمتو شي، چې په لومړي پړاو کې به برتانیا ته راتلونکو ورځو کې ۸۰۰۰۰۰ ډوزه راوړل شي د نومبر لومړیو کې اعلان وشو چې، ابتدايي شننې ښيي د کورونا وېروس پر ضد لومړنی واکسین کولی شي تر ۹۰سلنه ډېر خلک له کوویډ ۱۹ ناروغۍ خوندي وساتي دا واکسین د امریکا په متحده ایالتونو، جرمني، برازیل، ارجنټاین، جنوبي افریقا او ترکیه کې آزمویل شوی د دې واکسین جوړوونکو کمپنیو Pfizer and BioNTech ویلي چې دا پرمختګ “د ساینس او انسانیت” په ډګر کې ستره ورځ ده د دوی واکسین په شپږو هېوادونو کې پر ۴۳۵۰۰ کسانو آزمویل شوی چې هېڅ ډول اندېښنه په کې نه ده لیدل شوې دا مهال د کورونا وېروس ضد نژدې دولس واکسینونه د جوړېدو په حال کې دي اووروستيو پړاوونو ته رسېدلي، خو دا لومړنی واکسین دی چې له پایلو سره رامخته کېږي د واکسین دوه خوراکه یا ډوزه اخیستل کېږي چې په منځ کې یې باید درې اوونۍ واټن وي، او د دوا جوړونې شرکتونه وايي چې د دوهم خوراک له اخیستو یوه اوونۍ وروسته یو کس د کورونا وېروس پر وړاندې خوندي وي.

د روسیې حكومت هم سپارښتنه کړې ده چې له کوویډ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې په موخه د واکسین داوطلبۍ پروګرام به راتلونکې اوونۍ كي  دغه هېواد کې پیل شي دا په داسې حال کې ده چې روسیه کې اوس هم به سلكونه كسان د کرونا ویروس له کبله مړه كيزي. روسیې تر اوسه دوو واکسینو باندې کار کړی چې دغه هېواد کې د ننه تایید شوی دی، او پر درېیم واکسین هم کار کوي تېره میاشت روسیې اعلان کړی وو چې د دغه واکسین اغېزمنتیا ۹۲ سلنه دی او کولی شي چې خلک له کوویډ۱۹ ناروغۍ نه وژغوري تر اوسه روسیه کې له ۳۲۷ زرو ډېر کسان په کوویډ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي او له ۴۱ زرو ډېر یې له کبله مړه شوي دي.

2-      د کرونا ویروس دویمه څپه:

دویمه څپه یعنې څه؟ تاسو یې د سیند د څپو په شان انګیرلای شئ، د پېښو شمېر لومړی پورته ځي، او بیرته راکمیږي، هره دوره (زیاتیدل او بیرته کمېدل) د کرونا ویروس یوه څپه بلل کیږي، ځيني كسان هر لوړیدل دوهمه څپه ګڼي، خو اکثره وخت نا همواره لومړی څپه دوهمه څپه وي.

د هسپانوي انفلوینزا  چې يوه پېړۍ مخكې راغلې وه دویمه څپه يې د لومړۍ څپې په نسبت ډېره مرګوني وه.

آیا د کرونا ویروس دويمه څپه حتمي راتلونکي ده؟ څومره زیانمنوونکي به وي؟ څه شی به د دويمې څپې د راتلو لامل ګرځي؟

دا هغه پوښتنې دي چې خلک یې کوي او په اړه یې اندېښنه لري، نړۍ په دې پوهیږي چې کرونا ویروس لا ختم شوی ندی، ځينې هېوادونه لا هم له لویو ایپیډمیو (وباء ګانو) سره لاس او ګریوان دي خو هغه چې ویروس یې را کابو کړی دی د دويمې څپې په اړه وېره لري، د اروپا ځينې هېوادونه سره له دې چې وړاندې یې د ویروس خپراوی په کامیابۍ سره را کم کړی وو د کوويډ-19 د پېښو له زیاتیدو سره مخ دي، ډېری هېوادونه د کال د پیل د وختونو په نسبت هره ورځ د زیاتو پېښو راپور ورکوي، فرانسې په وروستیو کې د دويم ملي ګرځبندیز اعلان وکړ، ځينې هېوادونه ادعاء کوي چې ایران هم ښايي د کرونا ویروس له دويمې څپې سره مخ دی، د دويمې څپې راتګ حتمي شو، په ځانګړې توګه دا چې مونږ د ژمي میاشتو ته په نږدې کېدو یو.

محدودیتونو او ګرځبندیزونو په نړیواله کچه لویې ستونزې رامنځ ته کړې، دندې له منځه ولاړې، خلک له روغتیايي ستونزو سره مخ شول او ماشومان له ښوونځي ته له تګ بې برخې شول، خو ددې سره سره یې ویروس را کنترول کړ، د محدودیتونه د له منځه وړلو سره د کرونا ویروس بیا ځلې په چټکۍ سره خپرېدلای شي، په انګلستان کې د اټکل له مخې 5٪ سلنه کسان په دې ناروغۍ ککړ شوي دي، او ددې خبرې هېڅ تضمین نشته چې دوی ددې ناروغۍ په وړاندې معافيت تر لاسه كړی او بيا به په ویروس اخته نه شي، د لندن د روغتیا ساتنې تعلیمي ادارې کارپوه [London School of Hygiene and Tropical Medicine] ډاکټر آدم کوچارسکي وايي: (شواهد داسې دي  چې زیات کسان لا هم اغیز منونکي او ددې ناروغۍ په وړاندې حساس دي، که مونږ ټول محدودیتونه له منځه یوسو، مونږ به واپس د فبرورۍ حالت ته وروګرځو.)

ژمی د نړۍ شمالي څنډو ته په تیزی سره نږدې کېدونکی دی، د څیړونکو په وینا د کرونا خپرېدل به ژمي کې نور هم زور ومومي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې د ویروس خپراوی لا کنترول شوی ندی، د سټانفورډ پوهنتون مایکروبیولوجیست ډیویډ ریلمن وايي” دا ویروس به خپل اوج ته رسیږي، او مونږ یو لړ سختې او ستونزمنې میاشتې په مخ کې لرو”  ، خلک د کرونا په تړاو له ژمي له دې وجې زیات ویریږي چې خلک تر ډېره یو له بله سره په کورونو کې نږدې پاتې کیږي چرته چې هوا تر ډیره نه بدلیږي يعني تهويه شه نه وي د ویروس د انتقال امکان ډیر وي. د غریبو هیوادونو په کورونو کې ډیر خلک سره یو ځای کیږي او ډیر خلک په یوې کوټې کې دننه ویده کیږي، له همدې وجې په دې هیوادونو کې حالات ډیر کړکېچن کیدای شي، د انفلوینزا او کرونا ویروس په شان تنفسي ویروسونه هم  په ژمي کې زياتیږي چه دا هم د كرونا د شدت سره همكاري كوي.  څیړونکي وايي چې لا وختي ده چې ووایو د (SARS-CoV-2) به په موسمي ویروس بدل شي، خو د ویروس د خپراوي د ډول او د خلکو د ژمني چلن پر اساس زیاتیدونکي شواهد ښايي چې کوچني موسمي اثرات به ددي ويروس په خپراوی کې زیاته ونډه ترسره کړي، په ټوله کې ساینسپوهان وايي چې د کوویډ-19 دوهمه څپه به د لومړی په نسبت زیاته خونړۍ وي.

6- پایله

اوسنی د کوویډ-19 پانډامیک یوه بې سارې نړیواله بشري، اقتصادي، ټولنیزه، کلتوري او روغتیایي ستونزه ده، مونږ د کرونا ویروس د رابرسیره کیدو په لومړیو یوولسو میاشتو کې لویو اقتصادي زیانونو سره مخ شوو، د کرونا سره په دې مبارزه کې (1.5) میلیونه کسانو چې روغتیایي کارکوونکي هم پکې شامل وو، خپل ژوند له لاسه ورکړ، مونږ پوهیږو چې ځيني هېوادونه د معایناتو او معالجې لپاره کافي وسایل نلري، نو ځکه د زیانونو د حیقیقي شمیرو اندازه به هيڅکله  معلومه نشي، دا هم په ګوته شوه چې د کمو امکاناتو لرونکي هیوادونه څومره د ویروس په وړاندې زیان منونکي دي، اوسمهال د معالجې او واکسین په نه شتون کې نشو کولای د پانډامیک زیانونه حساب کړو، د معالجه شویو ناروغانو د بیا اخته کیدو په اړه د صحي کارپوهانو د شواهدو پر اساس وړاندې شوي اخطارونه زړه ماتوونکي دي، همدارنګه د ژمي په رانږدي کیدو سره دا اندیښنې لا پسې زیاتیږي چې بدتره حالات راتلونکي دي او دوهمه څپه به د لومړۍ په نسبت زیاته خونړۍ وي، کله چې له دې بحران څخه راووتو، یوازې هغه وخت کولای شو چې د کرونا د زیانونو حقیقي ارزونه ترسره کړو، تېرو لسو میاشتو د نړی پر اقتصاد شدیده اغیزه وکړه او پخواني حالت ته بیا راوګرځېدل د خصوصي او دولتي سکتور ګډ کار ته جدي اړتیا لري، سره له دې چې زیاتو هیوادونو د میاشتو راهیسي د قرنطین حال تیر کړ، مونږ لا هم د کوويډ-19 په وړاندې د غبرګون په حال کې یو، که څه هم اوس کم خلک د كرونا له وجې مري خو د کرونا ویروس لا هم وژونکی دی، دا هر څه یو داسې ركود ته شدت ورکوي چې زمونږ په ګمان کې هم نه وه. متاسفانه ځیني سياستوال د خپلو سیاسي اجنډاوو پسې دي او ټولنې ته د کرونا له امله رامنځ ته شويو کړاوونو ته پام نه کوي، که څه هم معلومه نده چې د کرونا پانډامیک به کله پای مومي خو له تاریخي اړخه انسانیت پخوا له دا ډول پېښو څخه رغیدلی، نو ځکه ویلای شو چې مونږ به هم یو وخت له دې بحران څخه ووځو.

ماخذونه:

  1. World Health Organization (WHO) Rolling updates on coronavirus disease (COVID-19). [Online]. https://www.euro.who.int/en/health-topics/health-emergencies/coronavirus-covid-19/news/news/2020/3/who-announces-covid-19-outbreak-a-pandemic Accessed 3 October 2020
  2. World Health Organization (WHO) Regional Office for Europe. WHO announces COVID-19 outbreak a pandemic. 12.03.2020. [Online} https://www.euro.who.int/en/health-topics/health-emergencies/coronavirus-covid-19/news/news/2020/3/who-announces-covid-19-outbreak-a-pandemic

Accessed 3 October 2020

  1. Shereenab MA, Khana S, Kazmi A, Bashir N, Siddique R (2020) COVID-19 infection: origin, transmission, and characteristics of human coronaviruses. J Adv Res 24:91–98. https://doi.org/10.1016/j.jare.2020.03.005

 

  1. Rettner R (2020) New coronavirus may have ’jumped’ to humans from snakes, LIVE Science. January 22, 2020. [Online]. https://www.livescience.com/new-coronavirus-origin-snakes.html.

Accessed 5 October 2020

  1. World Health Organization (WHO) What are the symptom of COVID? [Online] https://www.who.int/emergencies/diseases/novel-coronavirus-2019/question-and-answers-hub/q-a-detail/q-a-coronaviruses Accessed on 5 October 2020
  2. World Health Organization (WHO) Are there treatments for COVID-19? [Online]. https://www.who.int/emergencies/diseases/novel-coronavirus-2019/question-and-answers-hub/q-a-detail/q-a-coronaviruses Accessed on 5 October 2020
  3. Cowling BJ, Aiello AE (2020) Public health measures to slow community spread of coronavirus disease 2019. J Infect Dis.

https://doi.org/10.1093/infdis/jiaa123

  1. World Health Organization (WHO), the push for a covid-19 vaccine. [online] https://www.who.int/emergencies/diseases/novel-coronavirus-2019/covid-19-vaccines Accessed on 1 November 2020.

9. World Health Organization (WHO) [online]   https://www.who.int/news/item/15-07-2020-more-than-150-countries-engaged-in-covid-19-vaccine-global-access-facility Accessed on 1 November 2020.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *