د شانګهای سازمان سرمشریزه او پر افغانستان او سیمه یې اغېزې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

د شانګهای سازمان سرمشریزه او پر افغانستان او سیمه یې اغېزې
• د شانګهای-۵ سازمان مخينه او افغانستان
• د شانګهای همکارۍ سازمان
• د افغانستان په لور د شانګهای سازمان لېوالتيا
• د شانګهای سازمان ۲۲مه غونډه
• د شانګهای سرمشریزه او افغانستان
• پایله

___________________________________________________________________

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د ولسمشرانو ۲۲مه غونډه د ازبکستان په کوربه‌توب د دغه هېواد په سمرقند ښار کې د سپټمبر (۲۰۲۲م) پر ۱۵مه او ۱۶مه نېټه جوړه شوه. افغانستان که څه هم د دغې غونډې د بحثونو یو مهم محور و، خو دا د دغه سازمان دویمه غونډه ده چې افغانستان پکې حضور نه لري. غړو هېوادونو په دې سرمشریزه کې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د افغانستان وضعیت ته په جدي پام کولو ټینګار وکړ.
د شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې جوړ شوی؛ خو د دغه سازمان مخینه د افغانستان له حالاتو سره مستقیمه اړیکه لري او په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان په لور د دغه سازمان پاملرنه، اندېښنې او لېوالتیا لا ډېره زیاته شوې ده. افغانستان د دغه سازمان په حوزه کې د یوه مهم هېواد په توګه له ۲۰۱۲م کال راهیسې د څارونکي غړي په توګه د دغه سازمان په غونډو کې ګډون کړی دی، خو د بشپړ غړیتوب اخیستلو هڅې یې ناکامې وې.
د شانګهای همکاریو سازمان سیمه‌ییز او نړیوال اهمیت ته په کتلو سره، په دې لیکنه کې د شانګهای همکارۍ سازمان مخینې، د دغه سازمان او افغانستان ترمنځ پر متقابلو اغېزو، د افغانستان په لور د دغه سازمان د لېوالتیا پر عواملو، د دغه سازمان په وروستیو غونډو کې د افغانستان پر غیابت، او د سیمې او افغانستان پر وضعیت د دغه سازمان د وروستۍ سرمشریزې پر اغېزو بحث شوی دی.

د شانګهای-۵ سازمان مخينه او افغانستان

پر افغانستان د شورویانو له یرغل سره په هېواد کې د سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو لاسوهنې په زیاتېدو شوې او د شورویانو له وتلو سره هم دغه لاسوهنې تم نه شوې، بلکې لا زیاتې شوې. د د غو لاسوهنو لامل دا و، چې د شورویانو د یرغل پرمهال په افغانستان کې ډېری هېوادونه پر دوو بلاکونو وېشل شوي وو: الف: شوروي پلوي هېوادونه؛ ب: مجاهدین پلوي هېوادونه. له همدې کبله جګړه هم په عمومي ډول د همدغو دوو بلاکونو ترمنځ وه؛ خو د شورویانو له وتلو سره جګړې نوی اړخ خپل کړ او د مختلفو هېوادونو د نیابتي ډلو ترمنځ جګړه پيل شوه. هغه مهال بیا جګړه یوازې د دوو بلاکونو ترمنځ نه، بلکې د سیمې د ډېرو رقیبانو ترمنځ وه او بالاخره افغانستان د همدغې نیابتي جګړې له کبله په کورنۍ جګړه کې ښکېل شو او په نړۍ کې په اصطلاح د «افراطیت، تروریزم، مخدره توکو، بیلتون‌پالو» د ټاټوبي په نوم مشهور شو.
د سیمې پنځه هېوادونه په ۱۹۹۶ کال کې د افغانستان د حالاتو تر اغېزو لاندې راټول شول او د شانګهای-۵ سازمان بنسټ یې کېښود. دغه پنځه هېوادونه: چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان وو؛ ځکه هغه مهال له دغو پنځو هېوادونو څخه درې هېوادونه د افغانستان له حالاتو څخه اغېزمن شوي وو. روسیه د قفقاز او بوسنیا د مسلمانانو له پاڅون سره مخ شوې وه، په تاجکستان کې د اسلامي نهضت او د تاجکستان د پخوانیو کمونستانو ترمنځ کورنۍ جګړه پيل شوې وه او په چین کې هم د ختیځ ترکستان ګوند پاڅون کړی و.
د دې ترڅنګ د دغه سازمان د جوړېدو نور لاملونه د «بریژنیسکي د یوروشیا تیورۍ» باندې عمل او په پوست سړه جګړه کې د امریکایانو پرضد یو جیو-پولیټیکي اتحاد جوړول هم وو.
په پيل کې په عمومي توګه د دغه سازمان موخه د غړو هېوادونو ترمنځ باور جوړونه او د سرحدونو غیر نظامي کول وو؛ خو وروسته بیا په سیمه کې د توندلارۍ، ترهګرۍ او بېلتون‌پالنې پرضد مبارزه هم د دغه سازمان په اهدافو کې شامل شول.

د شانګهای همکارۍ سازمان

په ۲۰۰۱ کال کې د شانګهای-۵ سازمان کې د ازبکستان له غړیتوب سره، دغه سازمان خپل نوم د شانګهای د همکارۍ پر سازمان بدل کړ. په ۲۰۰۴ کال کې یې منګولیا ته د څارونکي څوکۍ ورکړه، په ۲۰۰۵ کال کې هند او پاکستان هم د دغه سازمان څارونکي شول او په ۲۰۱۲ کال کې د چین په مرسته افغانستان هم د دغه سازمان څارونکی غړی شو. په ۲۰۱۵ کال کې د شانګهای د همکارۍ سازمان پراخ کړل شو او پاکستان او هند ته غړیتوب ورکړل شو او په دې توګه د دغه سازمان د غړو هېوادونو شمېر ۸ هېوادونو ته ورسېد.
اوس مهال چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند او پاکستان د دغه سازمان دایمي غړي، او بېلاروس، ایران، منګولیا او افغانستان یې څارونګي غړي دي، چې ټاکل شوې ایران د ۲۰۲۳م کال په سرمشریزه کې د نهم دایمي غړي په توګه ګډون وکړي. همدا راز اذربایجان، ارمنستان، کمبودیا، نیپال، ترکیه او سریلانکا هېوادونه يې د خبرو شریکانو په حیث پيژندل کېږي. د شانګهای سازمان غړي هېوادونه په مجموعي توګه ۳.۵ میلیارده نفوس لري، چې د نړۍ د ټول نفوس نږدې نیمایي برخه جوړوي.
دا مهال د شانګهای د همکارۍ سازمان د یوه فورم په توګه کار کوي، څو د دغه سازمان د هېوادونو ترمنځ باورجوړونه رامنځته کړي، د ګاونډيتوب اړیکې پیاوړې کړي او د غړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، تجارتي، اقتصادي، کلتوري همکارۍ او همدا راز د معارف، انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې همکارۍ زیاتې او وده ورکړي؛ خو بیا هم په ټوله کې د دغه سازمان ډېر تمرکز په سیمه کې پر امنیتي مسائلو او د نشه‌یي توکو د قاچاق پر مخنیوي دی او له همدې کبله یې افغانستان هر کال د غونډو د اجنډا یوه مهمه برخه وي.

د افغانستان په لور د شانګهای سازمان لېوالتيا

په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د (شانګهای-۵) سازمان په غونډو کې د افغانستان د حالاتو په اړه څرګندونې وشوې. د ۱۹۹۸ کال د جولای په میاشت کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو، د بهرنیو چارو وزيرانو په غونډه کې د افغانستان د حالاتو په اړه «اندېښنه» څرګنده کړه. وروسته بيا د ۱۹۹۹ کال د اګست په میاشت کې د دغه سازمان په سرمشريزه غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه «ژوره اندېښنه» څرګنده شوه او د ۲۰۰۰ کال د مارچ په میاشت کې هم د دغه سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان حالات د «ژورې اندېښنې» وړ وبلل شول.
له ۲۰۰۱ کال وروسته، چې کله په افغانستان کې د امریکایانو تر ملاتړ لاندې د نوي نظام بنسټ کېښودل شو، د شانګهای د همکارۍ سازمان نه یوازې دا چې د سپتمبر ۱۱مې پېښې وغندلې بلکې د امریکایانو له “تروریزم” ضد جګړې څخه یې هم ملاتړ اعلان کړ. د شانګهای د همکارۍ سازمان یو شمېر غړو لکه ازبکستان او تاجکستان امریکا ته پوځي اډې ورکړې. له ۲۰۰۴ کال وروسته، په افغانستان کې د مخدره توکو د پیداوارو له زیاتېدو او د “توندلارۍ” او “تروریزم” د خپرېدو د ویرې له کبله، د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۵ کال کې د افغانستان په اړه یو ارتباطي ګروپ جوړ کړ. په افغانستان کې د ناامنیو او بې‌ثباتیو له زیاتېدو سره، د شانګهای د همکارۍ سازمان د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس راوغوښت او وروسته یې په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان ته د څارونکي څوکۍ هم ورکړه.
د افغانستان په تړاو د شانګهای د همکارۍ سازمان دغه زیاتېدونکې لېوالتیا، د سازمان د غړو هېوادونو په اند د مخدره توکو، قاچاق، تروریزم، افراطیت او بیلتون‌‌پالنې د ويرو له کبله زیاته شوه.

د شانګهای سازمان ۲۲مه غونډه

د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ۲۲مه دوه‌ورځنۍ غونډه دا ځل د ازبکستان په کوربه‌توب او د دغه هېواد د ولسمشر شوکت میرضیایوف په مشرۍ جوړه شوه، چې پکې د دایمي غړو او څارونکو هېوادونو د ولسمشرانو ترڅنګ د ترکیې، اذربایجان، ترکمنستان او ارمنستان هېوادونو ولسمشرانو او د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو مشرانو د ځانګړو مېلمنو په حیث ګډون پکې کړی و. دا غونډه په ۲۰۲۰م کال کې د کورونا ویرویس د خپرېدو له کبله له دریو کالو وروسته د غړو هېوادونو د مشرانو لومړنۍ حضوري غونډه وه.
دا غونډه له دې کبله خورا زیاته مهمه وه، چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو اړوند سیمه له ژورو بدلونونو او پېښو سره مخ ده او دا د سیمې په کچه له دغو بدلونونو وروسته تر ټولو مهمه سیمه‌ییزه غونډه بلل کېږي. په دغو بدلونونو او مهمو پېښو کې د روسیې او اوکراین جګړه، په افغانستان کې د نظام بدلون او دلته سیاسي او اقتصادي بحران، د چین او تایوان د قضیې ګرمېدل، د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ کړکېچ، او همدا راز ځینې نور مهم بدلونونه او پېښې لکه د پاکستان خراب اقتصادي وضعیت او داسې نور یادولی شو. له بلې خوا د قرغیزستان او تاجکستان ترمنځ، چې دواړه د شانګهای سازمان غړي دي، د دغې غونډې په دویمه ورځ د دواړو هېوادونو د پولې په اوږدو کې د وسله والو نښتو په پایله کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.
دا چې اوسمهال د اوکراین جګړه خورا حساس پړاو ته رسېدلې او روسیې په اوکراین کې یو شمېر نیول شوې سیمې هم بېرته له لاسه ورکړې دي، همدې موضوع په ټوله کې د دغې غونډې پر بحثونو سیوری غوړولی و. د چین او روسیې ولسمشرانو د غونډې په لومړۍ ورځ لیدنه وکړه، چې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې د دواړو ولسمشرانو لومړنۍ مخامخ لیدنه وه. د روسیې ولسمشر له دغه ملاقات وروسته ومنله چې چین د اوکراین د وضعیت په اړه اندېښنې لري؛ خو بیا یې هم له دې کبله د چین مننه وکړه چې د چینایانو دریځ د اوکراین په قضیه کې په انډول برابر دی. چین که څه هم پر اوکراین د روسیې یرغل نه دی تایید کړی؛ خو د اوکراین د جګړې له پیل راوروسته یې له روسیې سره سوداګري پراخه کړې ده.
د دغه سازمان ۲۲مه سرمشریزه د څه باندې ۴۰ سندونو او اعلامیو په تصویب او یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده، چې ورسره په دغه سازمان کې د ازبکستان د ولسمشر د ریاست یوکلنه موده هم پای ته ورسېده او د سرمشریزې د پرېکړې له مخې د دغه سازمان د راتلونکې دورې ریاست به هند کوي. په لاسلیک شوو سندونو کې یو یې هم په دغه سازمان کې د ایران د دایمي غړیتوب په اړه و، او غړو هېوادونو د اصلي غړي په توګه د ایران ورګډېدل یو تاریخي ګام وباله. همدا راز د دغه سازمان د دایمي غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د بېلاروس غوښتنه هم ومنل شوه او یو شمېر نوي هېوادونه یې د خبرو د شریکانو په توګه اعلان کړل.
د پای په اعلامیه کې نړۍ له زیاتو تحولاتو سره مخ او په چټکۍ سره د څو قطبي توب په لور تلونکې بلل شوې. اعلامیه کاږي چې اوسنۍ نړیوالې ننګونې او ګواښونه پېچلي شوي او نړیوالې او سیمه‌ییزې شخړې او بحرانونه لا ژور شوي دي. له دې کبله غړو هېوادونو ټینګار کړی، چې د شته ګواښونو او ننګونو پر وړاندې باید ګډ او همغږي اقدامات وشي او سیمه‌ییزې شخړې باید یوازې او یوازې د سیاسي او دیپلوماتیکو لارو چارو په مرسته هوارې شي.

د شانګهای سرمشریزه او افغانستان

افغانستان که څه هم د دغې سرمشریزې د بحثونو یو اساسي محور و، خو په غونډه کې یې حضور نه درلود. سره له دې په افغانستان کې حاکم نظام د دغه سازمان له ډېری غړو سره ښې اړیکې لري، خو دا چې لا هم د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، همدا یې دغې غونډې ته د نه بلل کېدو اساسي لامل و. د افغانستان د حاکم نظام د نړیوال مشروعیت په برخه کې د دغه سازمان ډېری غړي هېوادونه مشترک دریځ لري او په دې اند دي چې طالبان باید د نړۍ غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.
دا چې شانګهای سازمان او د ملګرو ملتونو سازمان ترخپل منځ هوکړه لیک لري چې له مخې یې باید د یو بل منشور ته درناوی وشي او که شانګهای سازمان د افغانستان په رسمیت نه پېژندل شوی حکومت غونډې ته دعوت کړی وای نو دا به د ملګرو ملتونو له لوري د شانګهای سازمان ښکاره تخطي بلل شوې وه. په دې توګه ښکاره ده چې له اسلامي امارت سره د دغه سازمان د غړو هېوادونو د ښو اړیکو باوجود له حقوقي پلوه نه شي کولی په نړیوالو مسائلو کې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.
له دې سره سره د ازبکستان ولسمشر او د شانګهای سازمان دوره‌یي مشر شوکت میرضیایوف د غونډې له جوړېدو وړاندې د افغانستان په اړه په یوه مقاله کې ویلي، چې افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان د هېوادونو نه بېلېدونکې برخه ده او د افغانستان خلک د بل هر وخت په پرتله اوس ښو ګاونډیانو او د هغوی ملاتړ ته اړتیا لري. په دې توګه دغه سازمان څرګنده کړه چې که څه هم له حقوقي پلوه نه شي کولی افغانستان ته دعوت ورکړي، خو افغانستان ته یې پاملرنه زیاته ده او د افغانستان په اړه یې دریځ دوستانه دی. د نوموړي دغه څرګندونې د اسلامي امارت د ویاند له لوري د یوې اعلامیې په خپرولو سره ستایل شوې هم دي او هغه یې یو دوستانه دریځ بللی دی.
د دغې سرمشریزې ګډونوالو د کنفرانس په څنډو کې هم د افغانستان په اړه خبرې کړې دي؛ خو په ګډه اعلامیه کې یې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی. دا اعلامیه کاږي: «غړي هېوادونه د یوه خپلواک، بې پرې، ولسواک او له هر ډول ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پاک سوله ییز افغانستان ملاتړ کوي». اعلامیه وړاندې لیکي چې په افغانستان کې د یوه داسې ټولشموله حکومت غوښتنه کوي چې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو استازي پکې ګډون ولري.
د کوبه هېواد ولسمشر شوکت میرضیایوف په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې سوله او د دغه هېواد سیاسي-اقتصادي بیارغونه باید د دغه سازمان په لومړیتوبونو کې وي. نوموړي د افغانستان لپاره د بشري ملاتړ یوه ځانګړي صندوق د جوړېدو وړاندیز وکړ او ټینګار یې وکړ چې په اوسني ستونزمن حالت کې باید افغانستان یوازې پرېنښودل شي. د هغه په وینا، پر اوسنیو افغان چارواکو بندیزونه او لا زیات منزوي کول به دا هېواد بیا د ترهګرو پر ځاله بدل کړي، کوم چې د ده په وینا د سیمې د هېوادونو په ګټه نه ده. نوموړي په ښکاره ټکو د طالبانو له حکومت سره د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو پر اغېزناکو اړیکو او خبرو ټینګار وکړ.
د پای اعلامیه کې که څه هم غړو هېوادونو د ترهګرۍ، بېلتون پالنې او بنسټ پالنې پرضد هڅو ته ژمنتیا ښودلې، خو ټینګار کوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې د هېوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنې د منلو وړ نه دي.
د شانګهای سازمان غړي هېوادونه نه یوازې دا چې د اسلامي امارت پرضد د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي، بلکې اکثریت دا هېوادونه د اسلامي امارت له رسمیت پېژندلو پرته تعامل ته هم ننوتلي دي. یو لامل یې هم دا دی چې اسلامي امارت اوسمهال تر ډېره اقتصاد محوره بهرنی سیاست او له ټولو هېوادونو سره د بې طرفۍ او ښو اړیکو ساتلو سیاست خپل کړی دی. له دې کبله ده چې ډېری دا هېوادونه له افغانستان سره د اقتصادي بحران په مبارزه کې د همکاریو او نړیوالو مرستو ملاتړ کوي.
له دې ټولو سره سره د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له دریځونو څرګنده ده چې له طالبانو سره له مثبت تعامل سره سره د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنې لري. له امنیتي اړخه د داعش ډلې فعالیت د شانګهای د غړو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ دی، چې په کابل کې د روسیې پر سفارت په وروستي برید کې یې دوه روسي دیپلوماتان هم ووژل شول. له سیاسي او ټولنیز اړخه هم طالبان نه دي توانېدلي په داخلي او نړیواله کچه شته نارضایتۍ راکمې کړي. تازه په اتریش کې د طالبانو د مخالفو سیاسیونو یوه غونډه جوړه شوې، چې په ټوله کې د افغانستان په قضیه کې د بهرنیو مداخلو د زیاتوالي ښودنه کوي. له ټولنیزه پلوه بیا په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم قضیه پر یوه داسې جدي بحث بدله شوې، چې په ملي او نړیواله کچه یې د طالبانو پر وړاندې د نارضایتۍ کچه لوړه کړې، چې د بېلګې په توګه تازه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خورا خراب ارزولی دی. که څه هم اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورټر دا وروستۍ راپور مغرضانه وباله او هغه یې رد کړ.

پایله

د شانګهای همکارۍ سازمان په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه یو مهم سازمان دی او غړي هېوادونه یې په ځانګړې توګه چین او روسیه د نړۍ زبرځواکونه دي او په نړیوال سیاست کې مهم رول لوبوي. د دغه سازمان مهم غړي د افغانستان ګاونډیان دي او د دوی دریځونه د افغانستان پر مسائلو ژورې اغېزې ښندلی شي.
دغه سازمان ته د افغانستان د نه بلل کېدو ښکاره پیغام دا دی چې نړیوال مشروعیت د افغانستان د اوسني نظام لپاره خورا اړین دی او له رسمیت پېژندنې پرته به افغانستان په نړیواله او سیمه ییزه کچه منزوي وي؛ ځکه د چین او روسیې په څېر هېوادونه هم په حقوقي محدودو کې ایسار دي او نه شي کولی افغانستان دغسې یوې غونډې ته دعوت کړي.
که د دغه سازمان د غړو هېوادونو دریځونو ته وګورو نو ښکاري چې ډېری دا هېوادونه د افغانستان په قضیه کې د مثبت رول لوبولو په هڅه کې دي، خو ګڼ داسې سیاسي، اجتماعي او امنیتي مسائل شته دي چې دغو هېوادونو ته یې له طالبانو سره د تعامل په برخه کې محدودیتونه رامنځته کړي دي. له دې کبله باور دا دی، چې که اسلامي امارت ونه شي کړای د سیمې او نړۍ د هېوادونو قناعت حاصل کړي، له نړۍ سره او لږ تر لږه د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان په تعامل کې به په نژدې راتلونکي کې کوم ځانګړی پرمختګ ونه لیدل شي.
پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *