د ژباړې د تخصصي زده‌کړې روزنیزې دورې

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS) د ژباړې د تخصصي زده‌کړې روزنیزې دورې پیل کړې، چې لومړۍ هغه یې له عربي څخه فارسي ژبې ته د ژباړې د تخصصي زده‌کړې روزنیزه دوره ده. دا روزنیزه دوره د سپټمبر پر ۲۶مه (۲۰۲۲م) له یو شمېر هغو محصلینو څخه د شمولیت د ازموینې په اخیستلو سره پیل شوه، چې له وړاندې یې خپل غوښتنلیکونه د مرکز ادارې ته لېږلي وو.

دغه ازموینه د مرکز د ادارې د استازي استاد حکمت الله ځلاند او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د عربي څانګې استاد دکتور عبدالصبور فخري، چې د دغې شپږمیاشتنۍ روزنیزې دورې د تدریس مسؤولیت ورته سپارل شوی، په حضور کې واخیستل شوه. ټاکل شوې دا دوره په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.

د ازموینې په پیل کې د دغې روزنیزې دورې استاد دکتور عبدالصبور فخري ګډونوالو ته د ژباړې د اهمیت په اړه له مختصرو څرګندونو وروسته د دغې ازموینې په اړه لارښودې څرګندونې وکړې. د ازموینې ګډونوالو هم له دغه پروګرام خوښي څرګنده کړه او د مرکز له ادارې یې مننه وکړه چې دا ډول ګټورې روزنیزې دورې یې پیل کړې دي.

دغه مرکز همدا راز له انګلیسي څخه فارسي ته د ژباړې د زده‌کړې روزنیزه دوره هم اعلان کړې، چې ټاکل شوې په راتلونکې اوونۍ کې یې د شمولیت ازموینه واخیستل شي.

د یادولو وړ ده، چې دغه روزنیزې دورې به د ګډونوالو لپاره وړیا وي او د نمونوي ژباړې یوه پروژه هم پکې شامله ده چې د استاد تر څارنې لاندې به د ګډونوالو له لوري ژباړل کېږي او د مرکز له لوري به چاپېږي او خپرېږي. همدا راز به د دغې نمونوي ژباړې له بشپړېدو وروسته ګډونوالو ته د ژباړې د زده‌کړې معتبر سندونه هم ورکول کېږي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *