د جمهوریت او امارت بهرنی سیاست؛ پرتلنه او وړاندیزونه
لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
د جمهوریت او امارت بهرنی سیاست؛ پرتلنه او وړاندیزونه
• سريزه
• د افغانستان د اسلامي جمهوريت بهرنی سياست
• د افغانستان د اسلامي امارت بهرنی سياست
• پايله او پرتله
• وړانديزونه
___________________________________________________________________
سريزه
نړيوالې اړيکې د حکومتونو، حزبونو، سازمانونو او حتی د بېلا بېلو هېوادونو د افرادو ترمنځ اړيکو ته شامليږي، خو بهرنی سياست بيا یوازې د حکومتونو ترمنځ د اړيکو د تنظيم په موخه وي. يا ويلای شو چې بهرنی سياست له يوې داسې ستراتيژۍ څخه عبارت دی چې د حکومت په کچه د مسؤولو اشخاصو له لوري په نړيواله کچه د ملي ګټو په چوکاټ کې د ټاکلو موخو د ترلاسه کولو لپاره جوړيږي.
د يوه هېواد بهرنی سياست د ملي ګټو پر بنسټ جوړيږي او ټولیز هدف یې هم د ملي ګټو ساتنه ده. که څه هم ملي ګټې بیا د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ توپیر لري او وخت ناوخت بدلون هم مومي؛ خو په کلي ډول ويلای شو چې د بهرني سياست بنسټيزې موخې د دیپلوماتیکو لارو چارو په مرسته د خپلواکۍ، ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا، امنیت، په نورو هېوادونو کې د خپلو اتباعو له حقونو دفاع او خوندیتوب، په نړیواله کچه د هېواد ښه نوم ساتل او داسې نورو ملي ګټو ساتنه ده. يعنې بهرنی سياست هغه وسيله ده چې پر بنسټ يې دغه موخې لاسته راځي.
په نړۍ کې له انقلابونو او دوو نړيوالو جګړو راوروسته له حکومتونو سره دا تصور پیدا شو چې له خپلو ولسونو سره نږدې اړيکې ولري، ځکه د ولسونو حمايت او رضايت کولای شي حکومتونو او دولتونو ته بقاء او پاېښت ورکړي او که د ولس او حکومت ترمنځ واټن زياتيږي، نو د حکومت او دولت د له منځه تلو لامل هم کېدای شي. له دې کبله له دویمې نړيوالي جګړې را وروسته د سياسي علومو اکثره پوهان په دې نظر دي چې بهرنی سياست يوازې يوه موخه لري او هغه ملي ګټې دي، يعنې نن ورځ حکومتونه خپل بهرنی سياست يوازې د ملي ګټو د ساتنې په موخه تنظيموي.
په تېره شل کلنه دوره کې د افغانستان د بهرني سياست د تدوين په موخه په ۱۳۹۲هـ.ل کال کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معینیت د دغه وزارت ستراتيژيک پلان ترتيب کړ او په همدې پلان کې يې د افغانستان د بهرني سياست اصول او اساسي ټکي په نښه کړل، او په عمومي ډول يې د افغانستان د بهرني سياست لپاره درې عمده ټکي بيان کړل:
۱- ملي ګټي؛
۲- ملي اهداف؛
۳- ملي ارزښتونه او ملي عنعنات.
په دې توګه پورتني درې عمده موضوعات د افغانستان د بهرني سياست د جوړولو عمده معيارونه وګڼل شول.
همدارنګه د افغانستان د ۱۳۸۲هـ.ل کال د اساسي قانون په اتمه ماده کې هم د افغانستان د بهرني سياست اصول يا ويلای شو چې د افغانستان بهرنی سياست په نښه شوی دی. دغه ماده وايي: «دولت د هېواد خارجي سياست د خپلواکۍ، ملي ګټو، ځمکنۍ بشپړتيا په ساتلو، مداخله نه کولو، ښه ګاونډيتوب، دوه اړخيز درناوي او د حقوقو د برابرۍ پر بنسټ تنظیموي». د دې مادې پر بنسټ له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړيکې او بهرنی سياست د همدغو اصولو په رڼا کې تنظيميږي.
د افغانستان اسلامي امارت چې د ۲۰۲۱ز. کال د اګست پر ۱۵مه نېټه واک ته ورسېد، لا تراوسه د بهرني سياست په اړه ليکلي څه نه لري؛ همدارنګه کوم حقوقي چوکاټ يا اساسي قانون هم لا تراوسه نه دی ليکل شوی چې په رڼا کې یې موږ د اسلامي امارت د بهرني سياست پر اصولو او کړنلارو پوه شو. خو بیا هم د اسلامي امارت له عملي کړنو څخه په اوسنۍ دوره کې د بهرني سیاست ځینې اصول څرګندېدای شي.
په ملي او نړیواله کچه د هېوادونو په ثبات کې د بهرني سیاست اساسي رول ته په کتلو سره د هر هېواد بهرنی سیاست خورا زیات ارزښت لري. دا چې افغانستان له یوه بنسټیز تحول وروسته اوس په یوه داسې مرحله کې دی چې یوه فعال بهرني سیاست ته اړتیا لري، په دې تحليلي ليکنه کې غواړو د تېرې شل کلنې دورې بهرني سیاست ته د کتنې ترڅنګ د اسلامي امارت د بهرني سیاست جاج واخلو او د دواړو دورو په پرتلنې سره د یوه فعال او بریالي بهرني سیاست لپاره د هېواد پالیسي جوړوونکو لورو او په ځانګړې توګه د بهرني سیاست په برخه کې فعالو ارګانونو د استفادې لپاره اړین وړاندیزونه ولرو.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت بهرنی سياست
په دې بحث کې بايد دا واضحه وي چې کله موږ د جمهوريت يا د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرني سياست بحث مطرح کوو، نو موخه مو ترې له ۲۰۰۱ز. کال څخه تر د جمهوريت د سقوط پورې د افغانستان د بهرني سياست څېړل دي. په دغه بحث کې موږ د حامد کرزي يا اشرف غني پر مشخص بهرني سياست بحث نه کوو، بلکې د جمهوريت د بهرني سياست کلي مسائل څېړو. د افغانستان د اسلامي جمهوريت بهرنی سياست په عمومي ډول په لاندې ستراتيژيو او بنسټونو ولاړ و، یا په بل عبارت لاندې منفي او مثبتې ځانګړنې یې لرلې:
۱- ناخپلواک بهرنی سياست
د جمهوريت بهرنی سياست يو ناخپلواک بهرنی سياست و او دغه سياست مستقیما د امريکا د متحده ايالاتو تر اغېزو لاندې ترتیبېده او لامل يې هم دا و چې د افغانستان د ملي بوديجې ډېره برخه د امريکا د متحده ايالاتو پر مرستو ولاړه وه. له همدې کبله به که په کومه برخه کې د جمهوريت او امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ د بهرني سياست پر سر ټکر راته، نو امريکا متحده ايالاتو به د تهديد او مرستو بندولو له لارې د خپلې خوښې بهرنی سياست پر جمهوريت تحميلاوه. دلته کولای شو څو بېلګې يې وړاندې کړو: له يو هېواد سره د امنیتي يا سياسي تړونونو لاسليک کول د يوه هېواد په بهرني سياست پورې تړاو لري چې ايا لاسليک يې کړو او که نه؟ خو کله چې د امريکا له متحده ايالاتو سره د امنیتي تړون له لاسليک کولو څخه حامد کرزي انکار وکړ، کله چې اشرف غني واک ته راغی، نو د امريکا متحده ايالاتو د مرستو پر بندولو تهديد کړ او اشرف غني پرته له دې چې د افغانستان ملي ګټې په نظر کې ونيسي د امريکا له متحده ايالاتو سره يې امنیتي تړون لاسليک کړ. همدارنګه د جمهوريت په ټوله دوره کې په زرګونو کيلومتره لرې له امريکا او اروپا څخه شرکتونه د پانګونې په موخه افغانستان ته راتلل، خو روسي شرکتونه دلته پانګونې ته نه پرېښودل کېدل، چينايانو هم په خلاص مټ پانګونه نشوای کولای، له ايران سره هم اړيکې په هغه محدوده کې وې په کومه کې چې د امريکا متحده ايالاتو غوښتلې، نو ځکه ويلای شو چې د جمهوريت د دورې بهرنی سياست يو ناخپلواک بهرنی سياست و.
۲- ائتلافي او اتحادي بهرنی سياست
د جمهوريت د دورې بهرنی سياست بې طرفه نه و، بلکې په نړيواله کچه د امريکا د متحده ايالاتو او د سيمې په کچه د هند پر اتحاد ولاړ بهرنی سیاست و، چې کېدای شي ووايو، يو يې نظامي ائتلاف او بل يې سياسي اتحاد و. دا اتحاد په رسمي ډول د امريکا متحده ايالاتو هم تاييد او ثبت کړی و او افغانستان يې د غيرناټو هېوادونو په جمله کې د امريکا د متحده ايالاتو په متحدينو کې حساب کړی و. د دې ډول بهرني سياست زيان دا و چې افغانستان له يوې خوا د خپلو ګاونډيانو، لکه: ايران، چين او پاکستان لپاره تشويشونه ايجاد کړي وو او له بلې خوا يې په سيمه کې د روسيې لپاره لوی تشويش ايجاد کړی و. د دغو تشويشونو د رفعې لپاره حتماً دغو هېوادونو داسې کړنې هم کولې چې هغه د افغانستان په زيان تمامېدې. ان تر دې چې داسې ادعاوې هم موجودې وې چې په افغانستان کې د ځینو هېوادونو پر سیاسي نمایندګیو د بریدونو ترشا د اړوندو رقیبو هېوادونو لاس و.
۳- امنیت محوره بهرنی سیاست
د جمهوريت د دورې بهرنی سياست امنیت محوره و او دغه ډول بهرني سياست دوه بُعده لرل: يو يې بهرنی بُعد و او هغه د امريکا متحده ايالات وو، يعنې سيمې ته د امريکا د متحده ايالاتو د راتګ اصلي موخه امنیتي وه او له همدې امله د افغاستان بهرنی سياست هم تر ډېره امنیت محوره شوی و. بل بُعد يې داخلي و او په داخلي بُعد کې د حکومت پر خلاف وسلهوال مقاومت روان و، چې له کبله یې بهرنی سياست هم پر امنیتي محوره تنظيمېده ترڅو افغانستان وکړای چې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړيکو له لارې خپل وسلهوال مخالفین وځپي.
۴- نامتوازن بهرنی سياست
د جمهوريت د بهرني سياست بله ستونزه دا وه چې بهرنی سياست يې متوازن نه و، بلکې د نړيوالو او سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ يې له يوې خوا توازن نشو ساتلی او له بلې خوا يې د دوي ترمنځ په شخړو کې هم طرف نيوه. مثلاً: د سعودي عربستان او يمن په قضيه کې يې د سعودي طرف ونيو چې له ايران سره يې پرې اړيکې خرابې شوې. د ارمنستان او اذربايجان په قضيه کې يې د اذربايجان طرف ونيوه. د هند او پاکستان ترمنځ قضاياوو کې يې د هند ملاتړ کاوه. د امريکا د متحده ايالاتو او روسيې ترمنځ يې د امريکا د متحده ايالاتو ملاتړ کاوه. که څه هم په ځینو وختونو کې بیا له متحده ایالاتو سره د اختلافاتو له کبله د روسیې طرفداري هم شوې ده، لکه په ۲۰۱۴ کال کې چې حامد کرزي له امریکا سره د اړیکو د خرابېدو له کبله له روسیې سره د کریمیا د یو ځای کېدو ملاتړ وکړ. په مجموع کې دا ډول نامتوازن بهرنی سياست د افغانستان په څېر يوه کمزوري هېواد لپاره مناسب نه و.
۵- پر پراخو نړیوالو اړیکو ولاړ بهرنی سیاست
د پورتنیو تر ډېره منفي ځانګړنو ترڅنګ، په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان بهرني سیاست ځینې مثبت اړخونه هم لرل، چې ترټولو مهم یې د ټولې نړۍ له هېوادونو سره پراخې دیپلوماتیکې اړیکې وې. په دې دوره کې د افغانستان حکومت د ټولې نړۍ له لوري په رسمیت پېژندل شوی و او د افغانستان بیرغ په ټولو هېوادونو کې رپاند و. ترڅنګ یې افغانستان په نړیوالو او سیمهییزو سازمانونو کې هم فعال حضور درلود او کولای یې شول چې پر نړیوالو سټېجونو خپله خبره او خپل دریځ څرګند کړي. د دې ترڅنګ، که څه هم د دیپلوماتانو په ګومارنو کې اداري فساد او خپلوي پالنه هم وه او په دیپلوماتیکو نمایندګیو کې هم اداري فساد ریښې غځولې وې، خو بیا هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو کې افغانستان خپل کادر او ګڼ متخصص دیپلوماتان لرل.
د افغانستان د اسلامي امارت بهرنی سياست
د افغانستان د اسلامي امارت پر بهرني سیاست که څه هم له دې کبله ډېر دقیق تحلیل نه شي کېدای، چې له یوې خوا ایله یو کال شوی چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت واک ته رسېدلی او له بلې خوا هېڅ کوم مدَوَن بهرنی سیاست او اساسي قانون هم تراوسه نه لري. بیا هم د اسلامي امارت د دریځونو له مخې ښکاري، چې اوسمهال د هېواد بهرنی سياست په عمومي ډول په لاندې ستراتيژيو او ځانګړنو ولاړ دی:
۱- خپلواک بهرنی سياست
په نړۍ کې د کمزورو هېوادونو بهرنی سياست هېڅکله خپلواک کېدای نشي او لامل يې دا دی چې کمزوري هېوادونه له يوې خوا اقتصادي مرستو ته اړتيا لري او له بلې خوا د ځان ساتنې په موخه تر ډېره د لويو قدرتونو غوښتنې مني. که څه هم د اسلامي امارت بهرنی سياست هم تر همدې کټګورۍ لاندې راتللی شي، خو د جمهوريت د بهرني سياست په پرتله ويلای شو چې د اسلامي امارت بهرنی سياست خپلواک دی. په ښکاره يې ويلي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه استعمالېږي، هند خپل سفارت پرانیستی او تخنيکي ټيم يې په خبرو بوخت دی، له روسيې او چين سره يې اړيکې ښې دي حتی په نړيوال سټيج ترې دفاع کوي، او د امريکا له متحده ايالاتو سره هم په قطر کې وخت ناوخت د خبرو او مذاکراتو مېز ته کيني. دا ټولې هغه بېلګې دي چې د بهرني سياست خپلواکي ترې څرګندېدای شي.
۲- بې طرفه بهرنی سياست
د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي د اسلامي امارت بهرنی سياست په دې ټکو کې بيان کړی دی: «د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سياست مثبت، بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره دی.»
کله چې موږ د بې طرفه بهرني سیاست خبره کوو، نو موخه مو ترې دا ده چې يو هېواد د لويو قدرتونو ترمنځ شخړو کې ښکېل نشي، د لويو قدرتونو له ډلې د کوم قدرت متحد نشي، د ناټو په څېر نظامي ائتلافونو برخه نشي او له ټولو سيالانو سره د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې اړيکې ټينګې کړي.
اسلامي امارت له يوې خوا رسمي بې طرفه بهرنی سياست اعلان کړی او له بلې خوا عملًا د لويو قدرتونو ترمنځ د کوم قدرت متحد نه دی. د امريکا متحده ايالاتو هم د غير ناټو متحدینو له نوملړ څخه ايستلی دی. اوسمهال تر ډېره د بهرني سیاست د متخصصینو تحلیل هم دا دی، چې د افغانستان د ستونزو د پای ته رسېدو يوازینی حل په بې طرفه بهرني سياست کې دی.
۳- اقتصاد محوره بهرنی سياست
د اسلامي امارت د بهرني سياست بل اصل او ځانګړنه دا ده چې دوی خپل بهرنی سياست اقتصاد محوره اعلان کړی او لوی لامل یې هم د امريکا متحده ايالاتو د متحد په توګه د دغه هېواد د مرستو بندېدل دي او افغانستان اړ دی چې له داخلي عايداتو خپله بوديجه تنظيم کړي او له نړۍ سره د ښو اقتصادي اړیکو له لارې خپل اقتصاد پر پښو ودروي. بل دليل هم دا دی، چې په هېواد کې تر ډېره بریده امنیت ټینګ شوی او امنیت محوره بهرنی سياست نور د افغانستان په ګټه نه دی. که څه هم افغانستان لا هم اړ دی چې له داعش ډلې سره د مقابلې لپاره د سیمې او نړۍ په کچه ملاتړ له ځان سره ولري. د بهرني سیاست د متخصصینو په باور، دغه اقتصاد محوره بهرنی سياست د افغانستان په ګټه دی او تر ټولو لویه ګټه يې دا ده چې د افغانستان د سيمهییز اتصال لپاره به فرصتونه برابر شي، ځکه د امنیت محوره بهرني سياست له امله د افغانستان سيمه يیز اتصال له ستونزو سره مخ و او دليل يې دا و چې روسيه، چين او ايران چې د افغانستان لپاره مهم سيمه ييز هېوادونه ګڼل کېږي د افغانستان د دې ډول بهرني سياست له امله يې نه غوښتل او يا د امريکا متحده ايالاتو نه پرېښودل چې له افغانستان سره داسې سيمه ييز پيوستون رامنځته شي چې هغوی ته ګټه ورسوي. دا چې اوس د امريکا متحده ايالات په افغانستان کې حضور نه لري او اسلامي امارت هم خپل بهرنی سياست اقتصاد محوره اعلان کړی دی، دا په اوسني وخت کې يو لوی فرصت دی چې افغانستان د سيمې له هېوادونو سره وصل شي. د دغه سیاست لاسته راوړنه دا ده چې، چين دلته پانګونې ته زړه ښه کړی دی، له ايران سره سوداګريزې اړيکې پراخې شوې دي، روسيې د افغانستان پر صادراتو تعرفه ختمه کړې او لا هم د ښو سوداګريزو اړيکو غوښتونکی دی، هند خپل سفارت پرانيستی او تخنيکي ټیم یې له اسلامي امارت سره په خبرو بوخت دی، پاکستان هم له اسلامي امارت سره په اقتصادي اړيکو کار کوي، او د منځنۍ آسیا هېوادونو له افغانستان سره پر ګډو لویو اقتصادي پروژو کار پیل کړی. دا ټول سيمه ييز اتصال دی چې د اسلامي امارت د اقتصاد محوره سياست له امله رامنځته شوی او ښکاري چې په راتلونکي کې د لا غوړېدو په لوري روان دی.
۴- متوازن بهرنی سياست
اسلامي امارت خپل بهرنی سياست د متوازن بهرني سياست په توګه اعلان کړی، يعنې له يوې خوا به اسلامي امارت د نړيوالو او سيمه ييزو قدرتونو ترمنځ په اړيکو کې توازن ساتي او له بلې خوا به د دغو قدرتونو ترمنځ په شخړو کې طرف نه نيسي. په جمهوري نظام کې د بېلګې په توګه افغانستان ونشو کړای چې د هند او پاکستان ترمنځ په بهرني سياست کې توازن وساتي، خو اوس سره له دې چې هند په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو خپلې اندېښنې هم لري، خو بیا یې هم په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست او خپل تخنیکي ټیم یې کابل ته ولېږه. له دې جوتېږي چې اسلامي امارت خپل متوازن بهرني سياست ته متعهد دی او دا ډول سیاست کولای شي چې له يوې خوا افغانستان د اقتصادي پرمختګ په لوري روان کړي او له بلې خوا یې له نيابتي جګړو هم وژغوري.
۵-پر محدودو نړیوالو اړیکو ولاړ بهرنی سیاست
د اسلامي امارت سرپرست حکومت د یوه کال په تېرېدو سره لا هم د نړۍ د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی او یوازې یو شمېر محدود هېوادونه له رسمیت پېژندنې پرته له دغه حکومت سره تعامل او اړیکو ته ننوتلي دي. د دغو هېوادونو تعامل هم تر ډېره د اړوندو هېوادونو د خپلو اړتیاوو او یا هم اقتصادي عواملو له کبله دی. همدا راز د تېر کال په اوږدو کې د اسلامي امارت استازو په ځینو نړیوالو غونډو په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه د تاشکند نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی؛ خو په ځینو نورو مهمو نړیوالو او سیمه ییزو غونډو کې بیا حضور نه لري. د سیمې په کچه یې په دې وروستیو کې د شانګهای سازمان په غونډه کې د حضور نشتون یادولی شو، حال دا چې افغانستان د دغه سازمان څارونکی غړی هم دی. په نړیواله کچه بیا د نړۍ تر ټولو مهم ارګان ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ خالي ده او په ځانګړې توګه څو ورځې وړاندې د دغه سازمان د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب هېچا وینا ونه کړه.
پايله او پرتله
د تېرې شل کلنې دورې او اوسني نظام د بهرني سیاست د پايلې او پرتلې په توګه ويلای شو چې د بهرني سياست په اړه په لاندې برخو کې د جمهوريت او امارت ترمنځ توپيرونه موجود وو:
۱- د جمهوريت بهرنی سياست مدَوَن و او د بهرنيو چارو وزارت په ستراتيژيک پلان کې يې يادونه شوې وه، خو د امارت بهرنی سياست تر دا مهاله غيرمدون دی او د پخواني جمهوريت ټول هغه اسناد چې د بهرني سياست په تدوين يې دلالت کاوه تر دا مهاله په تعليق کې دي.
۲- د جمهوريت د بهرني سياست په اړه يو حقوقي چوکاټ موجود و. د ۱۳۸۲ هـ.ل کال د اساسي قانون اتمه ماده د جمهوريت د بهرني سياست لپاره يو حقوقي چوکاټ ترسيم کړی و، خو د امارت د بهرني سياست په اړه تر دا مهاله کوم حقوقي چوکاټ نشته او اساسي قانون يې هم لغوه کړی دی.
۳- د جمهوريت بهرنی سياست بې طرفه نه و، بلکې په اتحاد ولاړ و، خو د امارت بهرنی سياست بې طرفه دی او د لويو قدرتونو ترمنځ له کوم قدرت سره متحد نه دی.
۴- د جمهوريت بهرنی سياست ناخپلواک و، خو د جمهوريت په پرتله د امارت بهرنی سياست خپلواک دی.
۵- د جمهوريت بهرنی سياست امنیت محوره و، خو د امارت بهرنی سياست اقتصاد محوره دی.
۶- د جمهوريت بهرنی سياست غيرمتوازن و او نه يې شو کولای چې د نړيوالو او سيمهییزو قدرتونو ترمنځ توازن وساتي، خو د امارت بهرنی سياست متوازن دی او تر دا مهاله په دې برخه کې بريالي دي.
۷- د دې ټولو ترڅنګ جمهوریت بیا له ټولې نړۍ سره پراخې اړیکې لرلې او ټولې نړۍ په رسمیت پېژندلی و؛ خو امارت بیا لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او له محدودو هېوادونو سره تعامل او غیررسمي اړیکې لري.
وړانديزونه
۱- اسلامي امارت باید تر هر څه وړاندې د اوسني نظام د رسمیت پېژندنې قضیې ته زیات اهمیت ورکړي او باید د بهرني سیاست تر ټولو مهم لومړیتوب وي. که افغانستان په رسمیت ونه پېژندل شي، د اوسني نظام پر وړاندې به ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي. د رسمیت پېژندنې او بهرني سیاست قضیه د هېواد له داخلي وضعیت او مسائلو سره کلکه اړیکه لري. له دې کبله اسلامي امارت ته پکار ده چې هغه مسائل چې پر نړیوالو سټېجونو د اسلامي امارت د دریځ د کمزورۍ لامل کېږي، حل کړي. په دې برخه کې اوسمهال ترټولو مهمه قضیه د وګړو د اساسي حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د کار او تعلیم قضیه ده چې په ملي او نړیواله کچه یې نارضایتي زیاته کړې ده، کوم څه چې نه یوازې له اسلام سره هم په ټکر کې نه دي، بلکې د اسلام سپېڅلی دین یې علمبردار دی.
۲- بې طرفه بهرنی سياست د افغانستان شرایطو ته په کتو د دې هېواد د ستونزو لپاره يوه ښه حللاره ده، نو ځکه باید اسلامي امارت په هېڅ ډول په بهرني سياست کې بې طرفي نقض نه کړي.
۳- افغانستان تل د نامتوازن بهرني سياست له امله د نيابتي جګړو ډګر ګرځېدلی دی، ځکه نو له اسلامي امارت څخه تمه ده چې په بهرني سياست کې د روسيې او امريکا، چين او امريکا، ايران او امريکا، هند او پاکستان، هند او چين او نورو قدرتونو ترمنځ توازن وساتي.
۴- افغانستان دا مهال له اقتصادي بحران سره مخ دی، له دې کبله اقتصاد محوره بهرنی سياست د هېواد په ګټه دی او په واقعي ډول بايد دوام ورکړل شي. د چابهار بندر، ټاپي، کاسا ۱۰۰۰، ټاپ -۵۰۰، د پنځو ملتونو د ريل پټلۍ او نورو اقتصادي پروژو د تطبيق لپاره بايد جدي اقدامات ترسره شي.
۵- د امريکا له متحده ایالاتو، اروپايي هېوادونو او نورو هغو هېوادونو سره ښې اړیکې چې د امريکا متحدین دي، د رسميت پېژندنې، اقتصادي وضعيت ښه والي، او داخلي امنیتي وضعيت د ثبات لپاره مهمې دي. له دې کبله له امريکا سره بايد د تقابل پر ځای له تفاهم څخه کار واخيستل شي.
۶- اسلامي امارت ته پکار ده چې په بهرني سیاست کې نړیوال عرفونه په هغه صورت کې چې له اسلامي ارزښتونو او اصولو سره مستقیم تضاد ونه لري، رعایت کړي؛ ځکه ممکن هېواد ته یې د رعایت په صورت کې د ځینو سلیقوي تضادونو سره سره د مصلحت کچه زیاته وي. که په بهرني سیاست کې د نړیوالو عرفونو نه رعایت د هېواد لپاره د مصلحتونو د له منځه تللو لامل کېږي، په داسې حال کې چې له اسلامي او ملي ارزښتونو سره تضاد هم ونه لري، پکار ده چې دا نړیوال عرفونه د حکومت له لوري مراعات شي؛ ځکه د فقهي قاعدې له مخې اخف الضررین ته باید ترجیح ورکړل شي. پای