د هلمند سیند له حقوقي ونډې څخه تر سیاسي خیانته؛ ننګونې او فرصتونه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د افغانستان او د ترکمنستان د اړیکو مخینې او د ښه والي فرصتونو ته کتنه
  • سریزه
  • د افغانستان هیدرو پولیټیکل ځای
  • د هلمند سیند له جغرافیایي حد څخه تر قانوني ونډې پورې
  • د هلمند سیند په اړه د وروستیو تاوتریخوالی عوامل
  • د وچکالۍ او اقلیم پېښې:
  • د هلمند سیند د پولو دواړو غاړو ته د نفوسو پراخوالی:
  • اقتصادي پراختیا:
  • د ایران حکومت د حد څخه زیاتې غوښتنې:
  • د ایران د خړوبولو په هدف په سیستان او بلوچستان کې د اوبو د کمښت بهانه:
  • د هلمند سیند څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې ننګونې او فرصتونه
  • ننګونې
  • فرصتونه
  • پایله
  • سرچینې

____________________________________

سریزه

له کومه چې پدې وروستیو کلونو کې د اوبو د کمښت او وچکالۍ مسئله په نړیواله کچه د اندېښنې وړ ګرځېدلې ده، د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو پام یې ځان ته اړولی چې پرله پسې اقدامات وکړي. نن ورځ د اوبو کمښت په ټولو سیمو کې د پام وړ دی او په یوه جنجالي مسئله بدله شوې؛ په ځانګړې توګه په دې ورځو کې د افغانستان او ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ په یوه سیاسي لانجمنه موضوع ګرځېدلې ده.

څرنګه چې په دې ورځو کې د ایراني او افغان چارواکو ترمنځ لفظي غبرګونونه د ملي او سیمه ییزو خبرونو په سرلیکونو کې وو. د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي سیستان او بلوچستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هلمند سیند د حقابې په اړه د اسلامي امارت حکومت ته په لاندې ډول خطاب وکړ: “زه د افغانستان واکمنانو ته وایم چې زما خبرې دې عادي نه ګڼي، بلکې په جدي توګه دې واخلي؛ زه د افغانستان چارواکو او واکمنانو ته خبرداری ورکوم، چې د سیستان او بلوچستان د سیمې او خلکو حقونه دې ژر تر ژره ورکړي.”  خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ولسمشر رئیسي، د سختو الفاظو په غبرګون کې هغه ته په خطاب کې ویل چې د پوهاوي نشتوالی او د نامناسبو الفاظو کارول د دواړو هېوادونو سیاسي او ګاونډیتوب ته زیان رسولی شي.

تر دې وړاندې په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې کله چې د کمال خان بند د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانیستل شو او ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان د اوبو د وړیا جریان د مخنیوي ادعا یې وکړه، د ایراني چارواکو غبرګونونه یې هم راپارولي وو. اوس د هلمند په سیند کې د ایران د اوبو د حق په اړه د ایراني چارواکو غبرګونونه په داسې وخت کې د زیاتیدو په حال کې دي چې د افغانستان حکومت او خلک په ټول هېواد کې په ځانګړې توګه له ایران سره په سرحدي ولایتونو کې له وچکالۍ څخه شکایت کوي. حتی چې د اوبو د ۵۰٪ وچیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

له بلې خوا، ملګرو ملتونو په نړۍ کې د اوبو د بحران په اړه په خپل ۲۰۲۳ م کال راپور کې خبرداری ورکړی چې د نړۍ شاوخوا ٪ ۲۶ نفوس د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري او شاوخوا ٪ ۴۶ نور خلک منظم خدماتو او خوندي حفظ الصحې ته لاسرسی نلري.

همدارنګه، د چاپیریال ساتنې نړیوال سازمان (IUCN) په دې وروستیو کې په خپل ټویټر اعلان وکړ چې په تېرو لسو کلونو کې د سمندر د تودوخې څپې ٪ ۵۰ زیاتوالی موندلی.

په دې لیکنه کې د افغانستان هایډرو پولیټیکل وضعیت، د هلمند سیند له جغرافیې موقیعت تر قانوني ونډې پورې، د هلمند سیند پر سر د وروستیو تاوتریخوالو عوامل او په پای کې هغه ننګونې او فرصتونه چې له ایران او افغانستان پر مخ د هلمند سیند په تړاو شتون لري، هغه مسایل دي چې پرې بحث او څیړل شوي دي.

د افغانستان هیدرو پولیټیکل ځای

افغانستان یوه غرنۍ او په وچه کې حصاره ځمکه ده چې د آسیا په زړه کې د شمالي نیمه کره او ختیځې نیمه کره کې موقعیت لري. دغه هېواد له ګاونډیو هېوادونو سره شاوخوا ۵۸۰۰ کیلومترو ګډې پولې په درلودو، په شمال کې شاوخوا ۲۳۸۴ کیلومتره د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره، له ختیځ او سویل سره ۲۲۴۰ کیلومتره له پاکستان سره، له چین سره په شمال ختیځ کې له ۷۳ څخه تر ۹۳ کیلومتره، او بالآخره له ۸۵۵ تر ۹۳۰ کیلومترو پورې په لویدیځ کې له ایران سره ګډه پوله لري. د افغانستان د خاورې لویه برخه په شمال او شمال ختیځ کې غرونو او ډبرو پوښلې او دا لوړ غرونه؛ لکه: د پامیر او هندوکش چې حتی د دوبي په ګرمۍ کې هم یی لوړې څوکې په واورو پوښلي وي چې دا په دې هېواد کې د لویو سیندونو د بهیر لامل شوی.

په افغانستان کې د اوبو څخه د سمې ګټې اخیستنې، اسانتیاوو او ظرفیت د نشتوالي له امله د پراخو او خوږو اوبو د سیندونو جریان او د دې هېواد د اوبو کنټرول ته د ګاونډیو هېوادونو ځانګړې پاملرنه راجلب کړې ده. نو له یوې خوا د افغانستان ګډې پولې سبب شوی چې د اوبو د سم مدیریت په اړه د دغه هېواد او د هغه د ګاونډیو حکومتونو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته کړې ده. له بلې خوا په افغانستان کې پرله پسي کورنۍ جګړې حکومت او خلکو ته دا فرصت نه دی ورکړی چې خپلې اوبه په سمه توګه مدیریت کړي. د دغو اوبو د مدیریت نشتوالی او په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو په ترڅ کې د ګاونډیو هېوادونو له خوا له دغو څپانده سیندونو څخه بې توپیره کار اخیستل د دغه هېواد د سرحدي اوبو د قانوني ونډې په اړه د ګاونډیو هېوادونو د حکومتونو نظرونه بدل کړي دي، ځکه د شمېرو له مخې د افغانستان شاوخوا ۷۵ سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي. په افغانستان کې جګړې، ناامنۍ او د اوبو د سرچینو ناسم مدیریت د دې لامل شوی، چې دغه هېواد ګاونډیو هېوادونو ته د ۵۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د اوبو د بهیدنې سربېره، خپله د اړتیا وړ برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه د پېرلو لپاره په کال کې ۳۰۰ میلیونه ډالره نور مصرفوي.

له بلې خوا، دا ناشونې نه ده چې اوبه په نننۍ نړۍ کې د شتمنو او بې وزلو تر منځ یو له خورا څرګند سرحدونو څخه وی. د دې پر بنسټ په شمالي امریکا کې د یو کس د ورځني مصرف منځنۍ اندازه ۴۰۰ لیټره ده او په اروپا کې دا اندازه په ورځ کې ۲۰۰ لیټره اټکل شوې، په داسې حال کې چې پر مخ ودې هېوادونو کې دا اندازه په اوسط ډول له ۱۰ لیټرو څخه نه زیاتیږی. پدې اټکل سره، په بډایه هېوادونو کې د اوبو مصرف د غریب هېوادونو په پرتله لوړ دی. له بلې خوا، د څښاک اوبو د ککړتیا پدیده هم د فاضله موادو یا فابریکو پاتې شوني مواد د سمندرونو او د خوږو اوبو نورو سرچینو ته د ورتلو له امله په غریبو سیمو کې خورا پراخه ده. او د نړیوال روغتیا سازمان د راپور له مخې، د نړۍ د ناروغیو څلورمه برخه د څښاک ککړو اوبو ته منسوب کیدی شي.

له بلې خوا، کلونه مخکې له نن څخه په کال (۱۹۹۵) م کې د نړیوال بانک مرستیال خبرداری ورکړی و، چې راتلونکې جګړې به د اوبو پر سر وي نه د تېلو! همدارنګه نظریه پوهانو د اوبو د سرچینو په اړه د لوړو او ټیټو هېوادونو ترمنځ د شخړو د رامنځته کیدو له امله ۲۱ مه پیړۍ “هایډرو پولیټیکل پیړۍ” بللې.

له همدې امله وروستي بدلونونه، د افغانستان د ګاونډیانو غبرګونونه او د اوبو د حقونو تر عنوان لاندې په دې هېواد کې د خلکو د وضعیت په اړه د دوی بې غوري د همدې باور زمینه برابروي، چې ویل کېږي د څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې جګړې، د اوبو جګړې دي او ګاونډیان نه غواړي چې افغانستان یو باامنه، نسبي یا لږه ټولنیزه هوساینه او یا هم سیاسي ثبات وویني.

د هلمند سیند له جغرافیایي حد څخه تر قانوني ونډې پورې

د هلمند سیند د افغانستان او آسیا یو له لویو او له اوبو ډک سیندونو څخه شمېرل کېږی، چې هر کال په میلیاردونو متر مکعب اوبه پکې بهیږی. دغه سیند د کابل لوېديځ په څلوېښت کيلومترۍ کې د بابا د غره له لوړو څوکو او په افغانستان کې د هندوکش د غره له لړۍ څخه سرچينه اخلي د افغانستان له ختيځ څخه تر ۱۱۰۰ کيلومتره واټن وهلو وروسته لوېديځ ته غځېږي او د کمال خان بند په سیمه کې شمال لوېديځ ته تمایل پیدا کوی او د زابل سویل ختیځ ته په ۳۶ کیلومترۍ کې، د هامون جهيل ته ننوځي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ یو ګډ جهیل دی. د یادولو وړ ده چې د افغانستان او ایران د پولو په اوږدو کې ۱۸۰ بیلرونه نصب دي چې ۹۰ بیلرونه یې د ذوالفقار له غره څخه د شینډنډ تر څنډو (شمال څخه تر جنوب) پورې او نور ۹۰ بیلرونه له رباط جلی څخه د مکمهن د کار پایه (له جنوب څخه شمال ته) مشخص کوي او د هلمند سیند د کمال خان بند څخه د تېرېدو وروسته، د افغانستان او ایران پولې ته نږدې ۷۰ کیلومتره موازي بهیږی او له ۵۱ م بیلر(پایه) وروسته د افغانستان او ایران ګډه پوله جوړوي او دا پوله د ۲۷ کیلومترو په اوږدوالي سره تر ۵۴ م پایه پورې غځيږی، چې په دې اساس ایران د هلمند سیند په ۱۱۵۰ کیلومتری اوږدوالی کې یوازې له افغانستان سره ۲۷ کیلو متره شریک دی. د دې په اساس، د ایران هېواد د هلمند سیند جغرافیایي حد له مخې یوازې په ۲ څخه تر ۲.۵ سلنه برخه کې حق لري.

د دې سیند د حقوقي بحث په اړه باید وویل شي چې تقریباً یوه پېړۍ له څو کلونو راهیسې د افغانستان او ایران تر منځ منظم یا غیر منظم بحثونه شوي او تړونونه لاسلیک شوي دي، خو په هېڅ یوه پخواني تړون کې کلي تړون موجود نه و او وروسته یو ځل بیا ستونزمن شوی. په پای کې، وروستی تړون د ۱۳۵۱ هجري لمریز کال تړون دی چې دواړو لوریو پرې هوکړه کړې او تل یې پر تطبیق ټینګار کوي.

د هلمند سیند تړون په ۱۳۵۱ هجري لمریز کال کې د افغانستان د صدراعظم موسی شفیق او د ایران د صدراعظم امیر عباس هویدا ترمنځ لاسلیک شو. دغه تړون په یوه سریزه، دولس مادې او دوه پروتوکولونو مشتمل دی چې د ایران د اوبو د حق د لومړۍ او دوهمې مادې له مخې په عادي اوبه ایز کال کې (چې د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د راتلونکي کال د سپټمبر تر پایه د اوبو ټول جریان دی چې د هلمند سیند د دهراوود د هايدرولوژيکي وسيلې په اساس شاوخوا  ۶ ميليارده او ۵۰۰ میليونه متر مکعبه اوبه جوړوي) او مافوق اوبه ایز نورمال کال په یوه ثانیه کې ۲۲ مکعب متره د ډیلټا کمیسیون پر بنسټ او ۴ متر مکعبه د حسن نیت او ورورګلوۍ پر بنسټ چې په ټولیز ډول په یوه ثانیه کې ۲۶ متر مکعب او په یوه کال کې ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبو اټکل شوي چې د تړون له مخې به یې افغانستان څخه ایران ته ورکول کېږي.

همدارنګه د دغه تړون د څلورمې، پنځمې او یوولسمې مادې له مخې، که افغانستان د اوبو حق ایران ته وسپاري، کولای شي چې د هلمند سیند د پاتې اوبو د ټولو حقونو په ساتلو سره په هر ډول چې وغواړي ګټه واخلي. او د اقلیمي پېښو په صورت کې که د اوبو د جریان اندازه د عادي اوبه ایز کال په پرتله کمه وي، یا سخته وچکالي د هلمند ډیلټا ته د اوبو رسولو لپاره په مؤقتي توګه ناممکن کړی؛ په دې صورت کې به د دواړو خوا کمېشنران ژر تر ژره د ستونزو د حل او کمولو لپاره لازم پلان جوړ او خپلو اړوندو حکومتونو ته به يې وړانديز کوي. او د دوهم پروتوکول په پنځمه ماده کې راغلي چې که دولتونه د منځګړیتوب د بورډ په نتیجو او سپارښتنو راضي نه وي، د شخړې نقطې یا ټکي دې د درېیو غړو څخه جوړه شوې محکمې ته وسپاري او که دواړه اړخونه د درېیم غړی یا د منځګړیتوب مشر ټاکلو کې د درېیو میاشتو لپاره موافقې ته نه وی رسیدلي. دواړه خواوې یا یو خوا به د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه د درېیمې پریکړې د ټاکلو غوښتنه کوي.

نو د دې تړون له مخې، د اوبو حقونه په مختلفو وختونو کې؛ لکه: وچکالي، اقلیمي پېښې یا نورې شخړې چې ستونزې رامنځته کوي روښانه دي. په دې تړون کې د حل لپاره مناسبې لارې په پام کې نیول شوې دي. نو د ایران او افغانستان د واکمنانو تر منځ د لفظي شخړو لاملونه څه دي، په لاندې عنوان کې به پرې بحث وکړو.

د هلمند سیند په اړه د وروستیو تاوتریخوالی عوامل

د وچکالۍ او اقلیم پېښې: وچکالي او په ټوله نړۍ کې د اوبو راتلونکی بحران یوه لویه ستونزه ده چې انسانیت یې پر مخ لري او هېڅوک نشي کولی چې له دې حقیقت څخه انکار وکړي. لکه څنګه چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال په راپور کې وچکالي د اوبو د کمښت لامل ګڼلی، دا په نړۍ کې د اوبو د کمښت د زیاتوالي یو تور انځور وړاندې کوي او د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم راغلي چې په تېرو څلورو لسیزو کې د نړۍ د اوبو مصرف هر کال شاوخوا یو سلنه زیات شوی دی.

له بلې خوا د امریکا په متحدو ایالتونو کې د «ورلډ ریسورس انسټیټیوټ» څېړنیز مرکز (WRI) په یوه راپور کې چې په ۲۰۱۸ کال کې خپور شوی، افغانستان د وچکالۍ د لوړ خطر په کټګورۍ کې ځای کړی دی.

بل خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په ۲۰۱۷ کال کې په یوه راپور کې ۵۰۰ زره افغان ماشومان د وچکالۍ او باران نشتوالي له امله له خطر سره مخ ګڼلي وو. همدارنګه د افغانستان حکومت په همدې (۲۰۱۷) کال کې اعلان وکړ چې د وچکالۍ له امله د افغانستان د سطحې اوبه ۵۰ سلنه کمې شوې او تر ځمکې لاندې اوبه په ټول افغانستان کې اته مترو ته ښکته تللې دي.

نو پدې اساس هېڅوک نه شی کولای چې د دې ټولو چاپیریالي بدلونونو تأثیرات د هلمند سیند لپاره عادي وبولي او لدې حقیقت څخه سترګې پټې کړی چې البته د هلمند سیند د اوبو د کمښت په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت اعلامیه دا موضوع تأییدوي.

د هلمند سیند د پولو دواړو غاړو ته د نفوسو پراخوالی: د نفوسو د زياتوالي مسئله په ټوله نړۍ کې يوه بله نه انکار کېدونکې مسئله ده چې له استثنا پرته ټول هېوادونه ورسره لاس او ګرېوان دي او د هلمند سیند په اوږدو کې د پولې دواړه خواوې به له دې قاعدې مستثنا نه وي. د نفوسو د شمېرو له مخې په ۱۳۵۵ هجري لمریز کال کې د سیستان او بلوچستان ولایت نفوس ۶۶۰ زره تنه وو او اوس که څه هم ویل کېږي چې هلته مهاجرتونه شوي دي خو د سیستان او بلوچستان د ملکي ثبت ادارې عمومي رییس لخوا په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د راپور له مخې، د ایران د نفوس وده له یو سلنې څخه کمه ده، چې په سیستان او بلوچستان کې ٪ ۲٫۲۴ ته او د هېواد په نفوس کې د ولایت برخه ٪ ۳٫۷۶ ده چې نفوس یې ۳ میلیون ۱۹۵ زره او ۹۹۹ تنو ته رسېږي.

نیمروز ولایت چې له ایران سره پر پوله پروت دی، د افغانستان یو له بې وزلو او کم نفوسه ولایتونو څخه ګڼل کېږي، خو نو شو کولای چې په دغه ولایت او له ایران سره د افغانستان د نورو سرحدي ولایتونو نفوس له پامه وغورځوو. له همدې امله، کله چې نفوس په هېواد کې وده کوي، د اوبو مصرف هم زیاتیږي. په لوړو سیمو کې د اوبو د مصرف په زیاتوالي سره، په لاندې سیمو کې پاتې اوبه حتی که د نفوسو کافي اندازه هم ولري، په طبیعي توګه اوبه نشي کولی د پخوا په څېر یا څو لسیزې مخکې غوندې د سیمې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.

اقتصادي پراختیا: کله چې اقتصادي پراختیا د خلکو د ژوند کیفیت له ښه والي سره مستقیمه اړیکه لري، نړیوال سازمانونه د خلکو د ژوند کیفیت ښه کولو لپاره دوی د بشري پرمختیا شاخص معرفي کوي، چې لویه برخه یې په یو هېواد کې د سړي سر عاید زیاتوالی دی. د ملګرو ملتونو د بشري پراختیا د راپور له مخې هر کال زرګونه کسان په ځانګړې توګه ماشومان د ناپاکو اوبو د کارولو له امله مري. په دې ډول رپوټونو کې د اوبو د کمښت بحران او د غیر صحي اوبو کارول په پرمختللو هېوادونو کې د پرمختګ پر وړاندې یو له جدي ننګونو څخه ګڼل کېږي. له همدې امله د هلمند سیند په تړون کې دواړو خواوو ته د خپل اقتصادي پرمختګ (د ژوند د کیفیت د ښه والي)، د بې وزلۍ د کمولو، د بشري پراختیا، د کرنې د سکتور د پراختیا، د انرژۍ د تولید او اقتصادي انسجام په برخو کې زیاتو اوبو ته اړتیا لري او دا به د حکومتونو لخوا په بشپړ ډول کنټرولول ستونزمن وي، ځکه چې هر بزګر یا باغدار د خپلې ځمکې یا سیمې اوبه ساتي، چې بې له شکه سیندونه به د اوبو له کمښت سره مخ شي.

د ایران حکومت د حد څخه زیاتې غوښتنې: د افغانستان په هلمند سیند کې د انرژۍ او اوبو د کمېشنرانو د څرګندونو له مخې، دغه هېواد د لسیزو جګړو او پراخو ناامنیو په ترڅ کې نه دی توانېدلی چې خپلې اوبه مدیریت کړي او دا کار د دې سبب شوی چې د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت د هلمند سیند د اوبو له خپل حقوقو څخه زیاته ګټه پورته کړي. لکه څنګه چې د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د سرحدونو د اوبو لوی حقوقي سلاکار اسدالله میلاد له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل: په ۲۰۲۲ کال کې د دواړو هېوادونو د کمېشنرانو ترمنځ د خبرو اترو د ۲۵مې دورې په غونډه کې چې په ایران کې ترسره شوه، په ښکاره توګه ثابته شوه چې ایران هر کال د خپلو اوبو له حق څخه زیاته ګټه پورته کوي. د هغه په وینا، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو پر مهال د هلمند سیند له اوبو څخه د ایران بې توپیره استفادې ایران په دې روږدي کړی چې له خپلې قانوني ونډې څخه زیاته استفاده وکړي. په همدې حال کې جواد ظریف په یوه ټلویزیوني مرکه کې د هلمند سیند له اوبو څخه د ایران زیاتې استفاده د سېلابونو سره توجیه کړې وه. نو له دې څخه جوته شوه چې ایران په افغانستان کې ګډوډ حالت یو فرصت ګڼي او غواړي چې د څو لسیزو په اوږدو کې د هلمند سیند څخه خپلې یو اړخیزې استفادې ته قانوني بڼه ورکړي.

د ایران د خړوبولو په هدف په سیستان او بلوچستان کې د اوبو د کمښت بهانه: د راپورونو له مخې په سیستان کې څلور لوی نیم کوهیان (مصنوعی کوهیان) شته چې د هلمند سیند یوه برخه د کانالونو په واسطه هغې ته بهیږی او دا لوې کندې د ۱۵۰۰ میلیون متر مکعب اوبو ظرفیت لري چې د اوبو د کمښت په وخت کې د څښاک او کرنې لپاره کارول کېږي.

د سيستان او بلوچستان د مديريت او پلان جوړونې د ادارې د مشر له خوا د ورکړل شويو شمېرو پر بنسټ، په سيستان او بلوچستان کې د اوبو ۲۲ زره سرچينې شته چې له دې جملې څخه څه باندې ۱۹ زره او ۴۵۰ يې ژورې او غير ژورې څاه ګانې دي او د ځمکې لاندې د اوبو ایستلو اندازه یې دوه ملیارد مکعب متره دی او له بلې خوا هغه زیاتوي چې د سیستان او بلوچستان ولایت په مرکز او جنوب کښې څه د پاسه ۱۲۰۰ کاریزونه شتون لري چې زیاتره یې د سیندونو په غاړه دي، او له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ میلیون متر مکعبه اوبه ورڅخه اخیستل کېږي.

په داسې حال کې چې په سیستان او بلوچستان کې نفوس څلور میلیونو تنو ته نه رسېږي، خو په دغه ولایت کې د اوبو ډېری سرچینې او دغه سترې زیرمې شتون لري. دغه منابع د سیستان او بلوچستان د خلکو د موجوده سرچینو څخه علاوه دي نو په دې باور معلومیږي چې د ایران اسلامي جمهوریت حکومت په سیستان او بلوچستان کې د اوبو د کمښت په لټه کې نه دی، بلکې د هغه سیندونو د کثرت په لټه کې دی چې له دغه ولایت څخه تېرېږی.

د هلمند سیند څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې ننګونې او فرصتونه

د پورتنیو بحثونو له مخې ویلای شو چې د هلمند سیند اوسنی واقعیت د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو په تېره بیا د ایران د حکومت چارواکو د لفظي شخړو تر څنګ، که مدیریت ونه شی، له ننګونو او لانجو سره به مخ شي. د دې کړکیچونو په شاوخوا کې مسؤول عمل له همدې امله په دې برخه کې، موږ به هڅه وکړو چې خپلو لوستونکو ته د ننګونو تر څنګ ممکن فرصتونه وړاندې کړو:

ننګونې

  • لکه څنګه چې د کلونو راهیسې د هلمند سیند د اوبو د غیر عادلانه ویش په اړه شکونه شتون لري، که هر څومره دا لفظي خبرې اترې دوام ولري، نه یوازې دا چې حل به یې ونه موندل شي، بلکې دا کړکیچ په ځینو مواردو کې د دواړو هېوادونو د سرحدي شخړو لامل هم شوی دی چې د دواړو غاړو خلکو ته زیان رسوي. له بلې خوا د پولې اوسېدونکو ته ځاني او مالي زيانونه اوړي او د هغوى فقر او بدبختي زياتوي.
  • لکه څنګه چې د هلمند سیند د اوبو پر سر د مناقشې دواړه خواوې خبر دي، ښکیل اړخونه هېڅ یو مناسب او د قناعت وړ اقتصادي وضعیت نه لري، بناً د لفظي تاو تریخوالي، سختو او نامناسبو ویناوو او همدارنګه د سرحدي شخړو له امله ممکن د دواړو خواوو په سوداګریزو اړیکو او په پایله کې به یې د دواړو هېوادونو پر اقتصاد منفي اغېز وکړي.
  • د ایران او افغانستان ترمنځ د لفظي شخړو دوام به د بدبینۍ احساس رامنځته کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې نورې هم خړې پړې کړي او د دې به سبب شي چې د دواړو دولتونو لپاره متعصب هېوادونه له دغو کړکیچونو او احساساتي خبرو څخه ګټه پورته کړي، چې په پایله کې به دوه وروڼه او مسلمان هېوادونه د سیمې د لوبو ډګر شي.
  • په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو له خوا د ۱۳۵۱ کال د تړون د نه عملي کېدو، له احساساتي او عاطفي خبرو سره؛ دا به دواړه هېوادونه په اوږدمهاله جګړه کې راګیر کړي او له دواړو خواو څخه به سوله او راحت په داسې ډول واخلي چې د جګړې ګټونکی او بایلونکی به معلوم نه وي چې حتما به دغه دواړو ګټونکي نه وي.

فرصتونه

د ننګونو سره سره، داسې فرصتونه هم شتون لري چې د هلمند د پولې دواړو غاړو ته د ښکیلو خواوو د رضایت لپاره مناسب حل کیدی شي:

  • د هلمند د اوبو د حق د ستونزې د حل لپاره لومړی فرصت به د دواړو هېوادونو له خوا د ۱۳۵۱ لمریز کال د هلمند سیند د تړون تطبیق وي، ځکه پورتني تړون هر اړخیز دی، چې په مناسب وخت کې ورته مراجعه به هر ډول اندېښنې او د هلمند سیند د اوبو غیر عادلانه ویش په اړه بې باوري حل کړي.
  • د هلمند سیند په اړه له زور او اخطار څخه ډډه کول او د هلمند سیند د عادلانه ویش په اړه د سوله ایزو خبرو اترو لپاره لار هواره ول به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو او سوداګریزو توکو په تبادله کې مثبته اغېزه وکړي او د دواړو هېوادونو د پرمختګ سبب به ګرځي.
  • دا د دواړو هېوادونو لپاره یو لوی او بې ساری فرصت دی چې دواړه ګډ ارزښتونه، ګډه ژبه، ګډ دین او ګډ دښمن لري. له همدې امله دواړو ډلو ته لازمه ده چې له دغو فرصتونو څخه په پوره ډاډ سره سمه ګټه پورته کړي او له یو بل سره په همکارۍ او همغږي کې ستونزې او بندیزونه له منځه یوسي.
  • یو بل رښتینی حقیقت دا دی چې وچکالي او د اوبو نشتوالی یوه نړیواله ستونزه ده او د کارپوهانو د نظرونو له مخې، اوبو ته د لاسرسي پر سر جګړه به ډېره لرې نه وي او د دوو وروڼو او مسلمانو هېوادونو تر منځ د دې جګړې پیلول یو بد او نه بښونکی کار دی؛ ځکه چې د هغې لوی تاوان به نه یوازې د دولتونو لخوا ادا کېږي، بلکې د وقار په توګه به واکمنان په ځمکو کې د ملتونه نظرونو او باورونو سره معامله وکړي.
  • په دې وروستیو کې د ایران او افغانستان په اړه یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د حل یوه ممکنه لاره دا ده چې ایران له افغانستان اوبه په قیمت راونیسي او یا د تېلو په بدل کې له افغانستانه اوبه واخلي، البته دا هغه مسئله ده چې په پټو او ښکاره غونډو کې د ایراني شخصیتونو او افغان کارپوهانو له خوا څو ځلې راپورته شوې ده.

پایله

که څه هم د ایران او افغانستان اسلامي جمهوریت د دوو جلا حکومتونو له خوا په مختلفو سیاستونو سره اداره کېږي، ولې په دې کې شک نشته چې د ایران او افغانستان خلک ګډ نظریاتي، کلتوري او تاریخي ارزښتونه لري چې د دغو دوو هېوادونو او د دوی مشترکه جغرافیه د نړۍ یو ستر او مشهور تمدن بلل کېږي. دا د توجه وړ ده چې د دې دواړو هېوادونو حکومتونه په هره وینا کې دا تاریخي حقیقت او د تمدن مشترکات درک کړي. له بلې خوا افغانستان چې له ډېرې اوبه او څپانده سیندونه لرونکی دی، خو بیا هم د هلمند له سیند سره په پوله پرتو ولایتونه د ورځې له یو ساعت څخه زیاته برېښنا نه لري، په ورته وخت کې دغه ولایتونه د بې وزلۍ او بدبختۍ په اوج کې دي. دا مهال چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، تمه کېږي چې ګاونډي هېوادونه به د اوسني وضعیت په عادي کولو او افغانستان له سیاسي انزوا څخه د وتلو په برخه کې همکاري وکړي، نه دا چې اوږدمهاله ستونزې چې په ارامه او طبیعي حالت کې حل کېږی، زیاتی کړی او شدت ورکړی او د ډیپلوماسۍ د کلتور څخه ځان لرې وساتي.

خو له بلې خوا د افغانستان د اسلامي امارت دريځ د پارونکو او فتنه اچوونکو خبرو په مقابل کې اندازه شوی او د هېوادونو له ډيپلوماسۍ سره سمون درلود، او د هغه خلکو چې د اوبو له کمښت سره مخ دي د اسلامي ورورولۍ او پيوستون په فضا کې په متوازن ډول څرګند شوی دی. حقیقت دا دی چې له ایران سره د افغانستان د سرحدي ولایتونو وضعیت د ایران د سرحدي ولایتونو د وضعیت په پرتله خراب دی او په عین حال کې د افغانستان خلک او حکومت له ایران سره ښه چلند او ورورګلوۍ ته ژمن دي. د ټولنو بیړنۍ اړتیا او د دولتونو نړیوال مسؤولیتونه، د متقابلو نړیوالو حقونو د درناوي غوښتنه کوي او پر وړاندې یې هر ډول اقدام به داسې پایلې ولري چې په هر حکومت کې د چارو امانتداران ترې خبر دي. پای

سرچینې

۱٫بی بی سی: هشدار جدی رئیسی در باره حقآبه هیرمند، ۲۸\۲\۱۴۰۲ ، لینک:

https://www.bbc.com/persian/articles/c976300e84qo

۲٫طلوع نیوز: آب های زیر زمینی ۵۰ درصد کاهش یافته است، ۱۸\۱۰\۱۴۰۰، لینک:

https://tolonews.com/fa/afghanistan-176219

۳٫DW: ملل متحد از بحران قریب الوقوع آب در جهان هشدار می دهد، ۲\۱\۱۴۰۲، لینک:

https://www.dw.com/fa-af/%D9%85%D9%84%D9%84-%D9%85%D8%AA%D8%AD%D8%AF-%D8%A7%D8%B2-%D8%A8%D8%AD%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D9%82%D8%B1%DB%8C%D8%A8%D8%A7%D9%84%D9%88%D9%82%D9%88%D8%B9-%D8%A2%D8%A8-%D8%AF%D8%B1-%D8%AC%D9%87%D8%A7%D9%86-%D9%87%D8%B4%D8%AF%D8%A7%D8%B1-%D8%AF%D8%A7%D8%AF/a-65075908

۴٫غبار، میر غلام محمد، (۱۳۹۱)، افغانستان در مسیر تاریخ، انتشارات محسن، ص اول به بعد….

۵٫CSRS: مدیریت درست منابع برق…، ۷\۱۲\۱۴۰۱، لینک:

۶٫DW: أزمة الماء: حقائق وأرقام، لينك:

https://www.dw.com/ar/%D8%A3%D8%B2%D9%85%D8%A9-%D8%A7%D9%84%D9%85%D8%A7%D8%A1-%D8%AD%D9%82%D8%A7%D8%A6%D9%82-%D9%88%D8%A3%D8%B1%D9%82%D8%A7%D9%85/a-2737205

۷٫دورسن یلدوز: اهمیت آب اسیای میانه در آینده، لینک:

https://www.hidropolitikakademi.org/uploads/wp/2015/05/%D8%A2%D8%A8-%D9%88-%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D8%B1%D8%A7%D8%AA%DB%8C%DA%98%DB%8C-%D8%AC%D9%87%D8%A7%D9%86%DB%8C.pdf

۸٫ویکیپیدیا: هیرمند، لینک:

https://fa.wikipedia.org/wiki/%D9%88%DB%8C%DA%98%D9%87:%D9%85%D9%86%D8%A7%D8%A8%D8%B9_%DA%A9%D8%AA%D8%A7%D8%A8/978-964-445-105-8

۹٫متن؛ معاهده بین افغانستان و ایران راجع به آبرود هلمند ( هیرمند )، ص اول به بعد….

۱۰٫DW: ملل متحد از بحران قریب الوقوع آب در جهان هشدار می دهد، ۲\۱\۱۴۰۲، لینک:

https://www.dw.com/fa-af/%D9%85%D9%84%D9%84-%D9%85%D8%AA%D8%AD%D8%AF-%D8%A7%D8%B2-%D8%A8%D8%AD%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D9%82%D8%B1%DB%8C%D8%A8%D8%A7%D9%84%D9%88%D9%82%D9%88%D8%B9-%D8%A2%D8%A8-%D8%AF%D8%B1-%D8%AC%D9%87%D8%A7%D9%86-%D9%87%D8%B4%D8%AF%D8%A7%D8%B1-%D8%AF%D8%A7%D8%AF/a-65075908

۱۱٫DW: یک چهارم جمعیت جهان با کمبود آب مواجه اند، ۱۵\۵\۱۳۹۸، لینک:

https://www.dw.com/fa-af/%DB%8C%DA%A9-%DA%86%D9%87%D8%A7%D8%B1%D9%85-%D8%AC%D9%85%D8%B9%DB%8C%D8%AA-%D8%AC%D9%87%D8%A7%D9%86-%D8%A8%D8%A7-%DA%A9%D9%85%D8%A8%D9%88%D8%AF-%D8%A2%D8%A8-%D9%85%D9%88%D8%A7%D8%AC%D9%87-%D8%A7%D9%86%D8%AF/a-49910976

۱۲٫BBC: افغانستان بحران كم آبی خشکسالی زراعت را به کجا می برد؟ ۹\۶\۱۳۹۷، لینک:

https://www.bbc.com/persian/afghanistan-45345336

۱۳٫خبرگزاری جمهوری اسلامی: مدیرکل ثبت احوال: سیستان وبلوچستان بالاترین نرخ ولادت کشور را دارد، ۳\۱۰\۱۴۰۱، لینک:

https://www.irna.ir/news/84978315/%D9%85%D8%AF%DB%8C%D8%B1%DA%A9%D9%84-%D8%AB%D8%A8%D8%AA-%D8%A7%D8%AD%D9%88%D8%A7%D9%84-%D8%B3%DB%8C%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%88-%D8%A8%D9%84%D9%88%DA%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%A8%D8%A7%D9%84%D8%A7%D8%AA%D8%B1%DB%8C%D9%86-%D9%86%D8%B1%D8%AE-%D9%88%D9%84%D8%A7%D8%AF%D8%AA-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%D8%B1%D8%A7

۱۴٫DW: رابطه میان آب و توسعه اقتصادی در افغانستان، ۱۴\۶\۱۳۹۱، لینک:

https://www.dw.com/fa-af/%D8%B1%D8%A7%D8%A8%D8%B7%D9%87-%D9%85%DB%8C%D8%A7%D9%86-%D8%A2%D8%A8-%D9%88-%D8%AA%D9%88%D8%B3%D8%B9%D9%87-%D8%A7%D9%82%D8%AA%D8%B5%D8%A7%D8%AF%DB%8C-%D8%AF%D8%B1%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86/a-16218989

۱۵٫خبرگزاری جمهوری اسلامی: تحقق وعده رییس جمهور\ حفظ چاه نیمه ها …۱۴\۹\۱۴۰۰، لینک:

https://www.irna.ir/news/84565692/%D8%AA%D8%AD%D9%82%D9%82-%D9%88%D8%B9%D8%AF%D9%87-%D8%B1%DB%8C%DB%8C%D8%B3-%D8%AC%D9%85%D9%87%D9%88%D8%B1%DB%8C-%D8%AD%D9%81%D8%B8-%DA%86%D8%A7%D9%87-%D9%86%DB%8C%D9%85%D9%87-%D9%87%D8%A7-%D8%A7%D9%85%DB%8C%D8%AF%DB%8C-%D8%A8%D8%B1%D8%A7%DB%8C-%D8%B3%DB%8C%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86

۱۶٫ایسنا: ۵۰ درصد چاه های آب سیستان وبلوچستان- ۶\۳\۱۳۹۷، لینک:

https://www.isna.ir/news/97030602630/50-%D8%AF%D8%B1%D8%B5%D8%AF-%DA%86%D8%A7%D9%87-%D9%87%D8%A7%DB%8C-%D8%A2%D8%A8-%D8%B3%DB%8C%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%88-%D8%A8%D9%84%D9%88%DA%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%BA%DB%8C%D8%B1-%D9%85%D8%AC%D8%A7%D8%B2-%D8%A7%D8%B3%D8%AA

۱۷٫ THE WORLD COUNTS: water, water everywhere…. but not…. link:

https://www.theworldcounts.com/stories/average-daily-water-usage

۱۸٫اطلاعات: ایران از افغانستان آب می خرد؟ ۶\۳\۱۴۰۲، لینک:

https://www.shahrekhabar.com/news/168516030014651

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *