د هلمند د اوبو تړون: حقوقي ارزونه او د افغانستان او ايران پر سياسي اړيکو يې اغيزې

د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز « د هلمند د اوبو تړون: حقوقي ارزونه او د افغانستان او ايران پر سياسي اړيکو يې اغيزې » تر عنوان لاندې علمي سمینار جوړ کړ.

په دې علمي سیمینار کې، چې پنجشنبه (۱ چنګاښ ۱۴۰۲) د دغه مرکز په دفتر کې جوړ شو، ګڼ شمېر سیاسي او علمي شخصیتونو ګډون وکړ.

یاد سيمینار د سرمحقق عبدالصبور مبارز په ویندویۍ او د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت سره پيل لومړی د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز رئیس دکتور شاه‌رخ رؤوفي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دې موضوع اهمیت باندې رڼا واچوله او وویل چې مرکز تل هڅه کړې چې د داسې ملی مسائلو اهمیت، او د هغې تاثیرات د ورته سمینارونو له لارې د هیواد د علمی شخصیوتونو په شتون کې خلکو ته روښانه کړی. له پرانېستې وینا وروسته علمي شخصیت د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار او د پوهنې وزارت پخوانی وزیر ډاکټر فاروق اعظم د هلمند د اوبو په تړون هر اړخیز بحث وکړ نوموړي وویل: د هلمند د اوبو تړون هغه مهم او ارزښتناک سند دی چې د افغانستان او ایران ترمنځ یې د اوبو شخړه هواره کړې ده. ایران په افغانستان کې د جنګونو له امله په تیریو څو لسیزو کې د خپل حق څخه څو چنده اضافه اوبه اخیستې دي او دا چې اوس وچکالي ده، نو هغوي خپل ولس د غلي کولو او خپلو داخلي بحرانونو څخه د ولس د مخ اړولو لپاره په سرحد کله نښته کوي او یا هم کله یې مشران تیزه خبره کوي. اسلامي امارت د هلمند اوبو تړون ته ژمن دی او هيڅکله به پر دغه تړون معامله ونکړي.

د سیمینار په دویمه برخه کې د ګډونوالو پوښتونو ته ځوابونه وویل شول.

د سیمینار په پایی کې د ستراتيژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د مرکزي بورډ مشر دکتور مصباح الله عبدالباقي د نتیجه ګیری په شکل د یاد سیمینارو په ارزښت وغږید او روښانه یې کړه چې دا ډول سیمینارونه کولی شی چې د ملی مسائلو په اړه ملت ته یو ښه موقف روښانه، او آګاهی ورکړي.

سیمینار په دعا سره پای ته ورسید.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *