په روسیه کې د پوځي بغاوت پای؛ د هغه پټ اړخونه او پایلې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • په روسیه کې د پوځي بغاوت پای؛ د هغه پټ اړخونه او پایلې
  • سریزه
  • د واګنر ګروپ څوک دي؟ او د چا له خوا تاسیس شوی؟
  • د روسیې ځواکونو پر وړاندې د واګنر د پوځی پاڅون لاملونه
  • ولې د واګنر بغاوت دومره په اسانه پای ته ورسید؟
  • د واګنر ډلې د پوځي بغاوت وروسته ترلاسه شوي پایلې
  • د پاڅون وروسته د روسیې داخلي اغیزې
  • له اوکراین سره د جګړې د ډګر او د هغې د راتلونکي په اړه پایلې
  • پايله
  • مأخذونه

____________________________________

سریزه

شاوخوا یو نیم کال راهیسې، د واګنر ګروپ ځواکونه د روسیې له پوځ سره په پیوستون کې د اوکراین د ځواکونو پر وړاندې د جګړې په لیکه کې د ګډ هدف (د روسیې بریا – د اوکراین ماتې) لپاره جګړه کوي، خو اوس، د واګنر د خصوصی امنیتي شرکت د مشر، یوګیني پریګوژین په وینا، چې د دفاع وزارت او د روسیې د پوځ د لوی درستیز په داسې حال کې چې د شرکت ځواکونو ته یې مناسبې وسلې نه وې چمتو کړې، حتی د دې ډلې په مرکزي دفتر یې توغندي وویشتل. هغه د روسیې د پوځ لوی قوماندان ته وویل: “دوی له موږ سره دوکه وکړه او له موږ سره یی خیانت وکړ.”۱

د واګنر ګروپ مشر د جون په ۲۴مه له اوکراین سره د جګړې له ډګر څخه خپل ځواکونه وایستل او ځانونه یی د اوکراین پر ضد د روسیې د مرکزي قومندانۍ دفتر ته ورسول. د دغې ډلې جنګیالي د شنبې په سهار روستوف ته ننوتل او په ښار کې یې پوځي ځایونه ونیول. د دې ډلې مشر غږیز پیغامونه خپاره کړل او ادعا یې وکړه چې هغه د عدالت رامنځ ته کولو او د روسیې د پوځ په مشرتابه کې د فساد او دروغو د پای ته رسولو لپاره عمل کړی او هیڅ شی به د هغه مخه ونه نیسي. هغه مسکو ته د واګنر ګروپ ځواکونو ۵۰۰۰ کسیزه پوځي ډلې په روانولو سره اعلان وکړ چې د دې ډلې ۲۵۰۰۰ سرتېري د عدالت او د روسیې د خلکو لپاره مړه کیدو ته چمتو دي. له بلې خوا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پریګوژین عمل خیانت وباله او د هغه عمل یې له شا څخه د خنجر  له وهلو سره پرتله کړ. د تروریزم پر وړاندې د مبارزې  کمیټه یې جوړه کړه او د واګنر ګروپ عمل یې یو تروریستي عمل اعلان کړ او عاملینو ته یې د سختې سزا ورکولو ژمنه  کړه. ۲

په هرصورت، له ۲۴ ساعته څخه له لږ وخت وروسته، د بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا  په منځګړیتوب د شوي تړون په اساس د واګنر ګروپ لوړ پوړي قوماندان یوګیني پریګوژین خپلو عسکرو ته امر وکړ چې مسکو ته د خپل سفر له دوام څخه ډډه وکړي او بېرته خپلو مرکزي دفترونو ته راستانه شي. هغه د دې شاتګ دلیل په روسیه کې د “وینې تویولو” او کورنۍ جګړې مخنیوی یاد کړ. وروسته له هغه چې د واګنر ځواکونه پلازمینې مسکو ته تر ۲۰۰ کیلومتره پورې رسیدلي وو، لیکن د دغې ډلې د مشر په امر دوی بېرته خپلو مرکزونو ته ستانه شول.

په دې مقاله کې د واګنر ګروپ څوک دی، د روسیې د پوځ پروړاندې د واګنر ګروپ نظامی بغاوت ترشا دلیلونه،  ولې د واګنر نظامي بغاوت پای دومره ژر، او وروستیو کې به د واګنر ډلې د بغاوت پایلې څه وې؟ داسې موضوعات دي چې په اړه به یې بحث وشي.

د واګنر ګروپ څوک دي؟ او د چا له خوا تاسیس شوی؟

د واګنر ګروپ ځواکونه یو نیمه نظامي یا خصوصي شرکت دی چې د روسیې له پوځ سره غیر مستقیم تړاو لری چې د رضاکارانو په ګمارلو سره په پراکسي جنګونو کې ګدون کوي. د بی بی سی له قوله د لندن په کینګز کالج کې د امنیت او شخړو پروفیسور ټریسي جرمن وایي، دغه ډله په لومړي ځل په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې له خوا د کریمیا د یوځای کېدو پر مهال په عمل کې راغله. ویل کیږي چې دغه ډله د کرملین له خوا جوړه شوې او د روسیې په پوځ کې  په پټه عمل کوي. ولادیمیر پوتین د دې ډلې مسؤلیت خپل نږدې ملګري یوګیني پریګوژین ته سپارلی دی، چې د “پوټین اشپز” په نوم پیژندل کیږي.

دغې ډلې په ۲۰۱۵ کال کې په سوریه کې د حکومت پلوه ځواکونو تر څنګ جګړه وکړه او د تیلو ساحې یې خوندی کړې. په ۲۰۱۶ کې، هغې په لیبیا کې د جنرال خلیفه هفتار ته وفادار ځواکونو ملاتړ وکړ او په ۲۰۱۷ کې هغه د مرکزی افریقا جمهوریت ته رابلل شوې وه چې د الماس کانونو ساتنه وکړي او همدارنګه د راپورونو له مخې په سوډان کې د سرو زرو کانونو خوندي کولو لپاره یې کار کړی دی. په دې وروستیو کې یې، د اوکراین پر وړاندې د روسیې د پوځ په ملاتړ کې مهم رول لوبولی، او د اوکراین د باخموت او سولدار ښارونو نیول د دې ډلې د لاسته راوړنې په توګه بیان شوي دي. له بلې خوا، دغه ډله د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې له خوا د جنګي جرمونو او بشري حقونو په سرغړونو کې له بندیز سره مخ شوې ده. ۳

د یادولو وړ ده چې د روسیې د پوځ پر ضد د یوګیني پریګوژین په مشرۍ د دغې ډلې پوځي پاڅون د ولادیمیر پوتین پر ضد له دوو لسیزو راهیسې لومړی عمل یا بغاوت دی.

د روسیې ځواکونو پر وړاندې د واګنر د پوځی پاڅون لاملونه

په عمومی توګه، د واګنر ځواکونو د پاځون لپاره درې دلیلونه یادولی شو:

لومړی دلیل دا چې د روسیې د دفاع وزیر پر ضد د واګنر ډلې د مشر له لوري تورونه لګول شوي دي. له څو میاشتو راهیسې د واګنر ځواکونو مشر یوګیني پروګژني د روسیې د دفاع وزیر او د پوځ مشر په خیانت تورنوي او ادعا کوي چې دوی د هغو د ځواکونو له ملاتړ څخه انکار کړی دی. همدا علت دی چي د دې ډلې ډېری غړي له اوکراین سره په جګړه کې ووژل شول. او هم په دې وروستیو کې یې په اوکراین کې د روسیې د ځواکونو لخوا پر خپلې اډې د راکټي بریدونو تور لګولی دی. پریګژنی وویل چې د هغه ځینې ځواکونه د توغندیو په پایله کې ووژل شول. له همدې امله یې د دفاع وزیر او  لوی درستیز په خیانت تورن کړل او خپل ځواکونه یې له اوکراین څخه روسیې ته بوتلل ترڅو د دغو دوو پوځي چارواکو څخه غچ واخلي. دا چې د واګنر ډلې مشر ادعا کوي چې هغه نه غوښتل کودتا وکړي، بلکې دا چې خیانت کوونکي عدالت ته وړاندې کړي.۴

دوهم دلیل مخکې له دې چې پریګوژین د واګنر ملېشې تاسیس کړې په سینټ پیټرزبرګ کې یی د مجللولو او ښکلو رسټورانټونو لړۍ شروع کړه چې د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته د روسيې ښارونو ته د تګ راتک لپاره لوی، نفوذ لرونکو وګړو، ځواکمنو او د اشراف خاوندانو لپاره مناسب ځای شو. کله چې د نړۍ مشران کرملین ته رابلل شوي، د سرې ماڼۍ میلمستیاوې د یوګیني پریګوژین سره تر قرارداد لاندې ترسره شوې. هغه د روسیې د دفاع وزارت سره هم قرارداد وکړ، ترڅو اردو ته خواړه چمتو کړي. چې له همدي لاري یې ډیره شتمني لاس ته راوړه، خو کله چې د ولسمشر پوتین وفادار ملګری سرګی شوېګو د دفاع وزارت ته وټاکل شو، هغه د هیواد له دفاع وزارت سره د پریګوژین ګټور قرارداد پای ته ورساوه. ۵

نو داسې ښکاری چې د واګنر د ملېشو د مشر یوګیني پریګوژین او د روسیې د دفاع وزیر سرګي شوګو تر منځ اختلافات له یوې لسیزې مخکې، کال ۲۰۱۲ ته رسیږي او داسې ښکاري چې د دغو دوو پخوانیو چارواکو کرملین (ولادمیر پوتین ته نږدې خلکو) ترمنځ زړه کرکه د یوې نوې پیښې لامل شوې چې کیدای شي روسیه په بشپړ بحران او خرابیدونکې کورنۍ جګړې کې ډوبه کړې، لکه د ۱۹۱۷ بولشویک پاڅون.

د واشنګټن پوسټ د وینا مطابق، د یوګیني پریګوژین د پاڅون بل دلیل د جون په ۱۰ د روسیې د دفاع وزارت امر و چې د اوکراین په جګړه کې رضاکارانه ټولو نظامی ډلې یې دي ته اړ کړې چې له وزارت سره تړونونه لاسلیک کړي. دا هم ویل کیږي چې که څه هم د روسیې د دفاع وزارت په بیان کې د واګنر شخصي پوځ یادونه نه ده شوې، ولې داسې بریښی چې د بیان یوه موخه د واګنر ګروپ ځواکونه د روسي پوځ تر بیرغ لاندې ځای په ځای کول و. ۶

آیا ولادیمیر پوتین د دغو دوو پوځي قوماندانانو له خپل منځي کینې څخه خبر و یا نه؟ ولې د دغو دوو لویو پوځي قوماندانانو د میاشتو راهیسې شخړې منځته راوړلو بیانونه له پامه غورځول شوي وو؟ او د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې، د متحده ایالاتو استخباراتی ټیم وړاندوینه کړې وه. ولې د واګنر ګروپ ځواکونو وسله وال بغاوت د روسیې د استخباراتو له خوا نه دی نشخیص شوی او د دې د خنثی کولو لپاره ولې هیڅ پریکړه نده شوې؟ دا هغه پوښتنې دې چې امید دی په راتلونکي کې ورته د قناعت وړ ځواب پيدا شي.

ولې د واګنر بغاوت دومره په اسانه پای ته ورسید؟

که څه هم په رسنیزو شبکو کې د واګنر ډلې عمل پوځي کودتا وګڼل شوه، خو د واګنر ګروپ مشرتابه دا رد کړې چې دا یوه پوځی کودتا وه او د دوی د پاڅون دلیل یې عدالت وګاڼه چې د هېواد د عسکرو د وینو توییدو مخه ونیسي او د دفاع وزیر او د پوځ قوماندان ته سزا ورکړي. په هرصورت، دا عمل د کرملین له خوا خیانت وبلل شو، چې له امله یې ډیری ښارونو نظامي بڼه غوره کړه. له بلې خوا، په ټوله نړۍ کې د کودتاو د تاریخ له مخې، دا اړینه ده چې د کودتاچیانو هره هڅه باید د پوځي څانګو (د دفاع وزارت، د اردو قوماندې، استخباراتو) حمایت له ځان سره ولری، خو د واګنر د ډلې له خوا په دې پوځي پاڅون کې نه یوازې دا چې پوځی ډلې شاملې نه وې، بلکې د دې پاڅون دلیل یې هم یاد کړ چې لوړ پوړو پوځي پرسونل ته په ځانګړې توګه (د دفاع وزیر او د پوځ د لوی درستیز) ته سزا ورکړي. ۷

له بلې خوا، تمه کیده چې د واګنر ګروپ په همغږۍ او د دې ډلې له خوا د ځینو پوځي ساحو او ښارونو په نیولو کې، د ولادیمیر پوتین مخالفین به د دې پاڅون ملاتړ وکړي، مګر د دې ډلې د ۲۴ ساعتونو پوځي عملیاتو وروسته، هیڅ پوځي یا ملکي ډلې په رسمي ډول د ملاتړ اعلان ونه کړ. که څه هم ولادیمیر پوتین په خپله اعلامیه کې د روسیې خلکو ته وویل او د واګنر ډلې کړنې یې ملي خیانت وباله، او تمه کیده چې د روسیې خلک به د ترکیې د خلکو غوندې چې په ۲۰۱۶ کال کې کله چې د اردوغان د حکومت پر ضد پوځي کودتا وشوه، د واګنر یاغیانو په وړاندې به ودریږي او غچ به واخلي، ولې داسې ونه شول.

له بلې خوا، نه یوازې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو د دې اقدام په وړاندې مثبت غبرګون و نه ښود، بلکې ځینو هیوادونو، لکه: د رمضان قدیروف په مشرۍ د چیچین حکومت د ولادیمیر پوتین په مشرۍ د روسیې له حکومت څخه خپل ملاتړ څرګند کړ، او د ځینو رسنیو په وینا یې خپل ځواکونه د واګنر ډلې پروړاندې جګړې کولو ته اړ کړي و. وروستي راپورونه ښیي چې لویدیځ هیوادونو په اوکراین غږ کړی چې د روسیې خاورې ته د پرمختګ مخه ونیسی. دا په دې مانا ده چې لویدیځ هېوادونه نه غواړی چې د یاغیانو د پایلو تر اعلان مخکې ځانونه په دې قضیه کې تورن کړي. په وروستیو کې  دا چې، د بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا په منځګړیتوب او په روسیه کې د کورنۍ جګړې او وینې توییدو مخنیوی لپاره د واګنر ګروپ له مشر سره په هوکړه، نظامي بغاوت له احتمالي پایلو سره پای ته ورسید، چې موږ به په لاندې سرلیکونو کې پرې بحث وکړو:

  • د یوګینی پریګوژین د جنایی قضیې له منځه وړل، چې د ولسمشر پوتین لخوا د پوځي پاڅون او بیلاروس ته د هغه د سفر د امنیت تضمین چې وروسته په هغه تحمیل شوی و.
  • د واګنر ځواکونه بیرته خپل نظامی مرکز ته راستانېدل.
  • د واګنر ګروپ هغو غړو ته د امنیت او نه تعقیب تضمین چې په پیښه کې یې برخه اخیستې وه. ‏۸

له همدې امله، د پورته ټکو او د تضمین شرطونو په پام کې نیولو سره د بیلاروس ولسمشر په منځګړیتوب د یوګیني پریګوژین لپاره ښه فرصت و چې د نړۍ د پنځم لوی لښکر پر وړاندې پر خپلې پریکړې بیاکتنه وکړی.

د واګنر ډلې د پوځي بغاوت وروسته ترلاسه شوي پایلې

په هرصورت، که څه هم چې په اول کې د واګنر ګروپ مشر په شعارونو په لومړیو مرحلو کې شک شوی و. د وینې توییدو مخنیوی.

پایلې د بلاروس له ولسمشر سره د یوګیني پریګوژین موافقې په اساس، ممکن د احتمالي داخلي او سیمه ییزو پایلو له امله راټیټ شي، مګر دا ناممکن دی چې سیسټم ته احتمالی ګواښونه، د ولسمشر پوتین په اړوند اندیښنې، یا د روسي ځواکونو مورال او د دې جنګ پایلې له پامه وغورځول شي. نو موږ به دلته په دوه کچو کې د واګنر بغاوت پایلې وڅیړو:

د روسیې داخلي اغیزې

–           دا په پام کې نیولو سره چې واګنر ډلې پرته له کوم خنډ څخه روستوف ونیوی او پرته له کوم خنډ څخه سلګونه کیلومتره مخکې لاړل او د روسیې پلازمینې مسکو ته ورسیدل. پوښتنه دا ده چې ایا په پوځي اډو کې هیڅ وفادار پوځي قوماندانان نه وو چې د دې نظامي پاڅون پر وړاندې ودرېږي؟ له همدې امله، احتمال شته دی چې د روسیې په پوځ کې نور نظامي قوماندانان شته چې د اوکراین سره په جګړه کې د رژیم د جګړې له پالیسۍ یا د روسیې له پوځي قوماندې څخه ناراضه دي. دا پخپله کولی شي په روسیه کې راتلونکي پاڅونونه ممکن کړي، یا دا ممکن په روسیه کې د نورو نظامي پاڅونونو لپاره پیل وي.

–           څرنګه چې د ولسمشر پوتین حکومت د واګنر ډلې پوځی پاڅون په وړاندوینه کې پاتې راغلی او استخباراتی ځواکونو د دې توان نه درلود چې دا افشا کړي، دا کولی شي د ولسمشر پوتین او د هغه د حکومت کمزوري د ملت پروړاندې په ګوته کړي.

–           ایا د واګنر نظامي بغاوت او د یوګیني پریګوزین اختلافات تر دې ځایه وو؟ او دا پوځي مشر او د واګنر ډلې ځواکونو له خوا به نور داسې فعالیتنونه ونه شی؟ چې ډیری یې روزل شوي تجربه لرونکي پوځیان دي. ښایي دا پوښتنې د ولسمشر پوتین لپاره د اندېښنې وړ وي.

–           له بلې خوا، په روستوف کې یوګینی پریګوژین او د هغه ځواکونو ته د خلکو استقبال او د دې پوځی مشر ملګرتیا دا په ګوته کوي چې روسي اتباع له جګړې څخه ستړي شوي او د هر هغه فاکټور هرکلی کوي چې کولی شي له اوکراین سره د روسیې په جګړه کې وینه توییدل کم کړي او دا هم کولی شي په روسیه کې د ملت او دولت بې باوري یا جلا کیدو باندې دلالت وکړي.

له اوکراین سره د جګړې د ډګر او د هغې د راتلونکي په اړه پایلې

که څه هم د روسیې واکمنانو وویل چې د واګنر ګروپ یاغیان به له اوکراین سره د دغه هېواد پر جګړه اغېز ونه کړي، د لویدیځو رسنیو له خوا د یاغیانو له جدي تعقیب سره سره، یاغیان تر دې دمه نه دي توانیدلي چې د جګړې په ډګر کې مهم بدلونونه راولي، پرته له دې چې د پاڅون په ورځو کې یو څو پرمختګونه وشول. په هرصورت، دا ممکنه ده چې ووایو له اوکراین سره د جګړې په راتلونکې کې به په روسیه باندې د دې بغاوت احتمالی پایلې وګورئ:

–           د واګنر ګروپ د ۲۵۰۰۰ ځانګړو ځواکونو شاتګ او د جګړې له ډګر څخه وتل، چې په بیلابیلو برخو کې د وحشیانه جنګي تجربې درلودونکي دي. دا به بې له شکه د جنګی لورو په جنګی مورال اغیزه وکړي او له اوکراین سره په جګړه کې به د روسیې ماته نوره هم احتمالي کړي.

–           په روسیه کې د واګنر ډلې پاڅون د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې په سمه توګه اداره کولو کې پاتې راتلل ښیي او د هیواد اوسني حالت ته په پام سره، دا له اوکراین سره په جګړه کې د روسیې نظامي ضعف په ګوته کوي.

–           د واګنر ګروپ نظامي بغاوت او د دې ډلې لخوا په اوکرین کې دښمن ته د جګړې ډګر تسلیم کول دا معنا لري، چې هغه څه چې روسیې له اوکراین سره په جګړه کې د خپلې بریا په اړه فکر کاوه، معکوسه پایله ورکړې ده او په دې معنا چې ډېرو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده او د عسکرو په وژلو کې د پوځي قوماندانانو له خوا د خیانت په تور د یوګینی پریګوژین تور به د روسي ځواکونو پر جنګي مورال باندې به ناوړه اغیزه ولري.

–           او اخیر دا چې، په روسیه کې د واګنر پاڅون او د اتباعو د ملاتړ نشتوالي ته په پام سره او له روسیې بهر د نړیوال مخالفت، د واکمن حکومت لپاره دا په ډاګه کوي چې د اوکراین سره د هیواد جګړه بې لاسته راوړنو پای ته ورسیږي.

پایله

د اوکراین سره د جګړې په پیل کې، داسې بریښدله چې روسیه کولی شی په اسانۍ سره اوکراین ونیسي او شوروي اتحاد بیا رامنځ ته کړي. د دې هیواد جغرافیه د خپلو اشغال شویو سیمو سره یوځای کړي او له خپلې خوښې سره سم تسلط پرې ولري، خو له شاوخوا یو نیم کال جګړې وروسته، داسې ښکاري چې دې ویجاړونکې جګړې، له ویجاړتیا، انساني تلفاتو او په سیمه او نړۍ کې د پراخ بحران له رامنځته کولو پرته بل څه نه دي لرلي. او حتی د پورته ذکر شوو نقطو په پام کې نیولو سره، دا کیدای شی شي چې په ځینو مواردو کې د روسیې له خوا د جګړې په ډګر کې د خلکو ناخوښي او نظامي شخړې رامنځ ته کړي. له بلې خوا، د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې سره د سړې جګړې په جریان کې د اوکراین سره د روسیې دوامداره شخړه نه یوازې د روسیې ځواک منعکس کوي، بلکې د دې جګړې سره د تړلي بحران ډیریدو سره سیمه ییز هیوادونه د روسیې په اړه شکمن کوي او د روسیې د اشغالي روح په اړه باور زیاتوي.

له همدې امله تمه کیږي چې روسیه به لږترلږه له فرصتونو څخه ګټه پورته کړي چې له اوکراین سره د جګړې پای ته رسولو لپاره د دایمي سولې لپاره د خبرو اترو له وسیلې څخه ګټه پورته کړي. پای

سرچینې

  1. :BBCروسیه فرمانده شبه نظامیان واگنر را به ” شورش مسلحانه” متهم کرد، ۲۳ جون ۲۰۲۳، لینک:

https://www.bbc.com/persian/articles/cw8l9xez9l8o

  1. الجزيرة: قائد فاغنر يعلن سيطرة قواته على منشآت جنوبي روسيا وقواته تتراجع عن السير نحو موسكو، ۲۴ جون ۲۰۲۳، لينك:

https://www.aljazeera.net/news/2023/6/24/%D8%B9%D8%A7%D8%AC%D9%84-%D9%85%D9%88%D8%A7%D9%82%D8%B9-%D8%B1%D9%88%D8%B3%D9%8A%D8%A9-%D8%A8%D8%B1%D9%8A%D8%BA%D9%88%D8%AC%D9%8A%D9%86-%D9%87%D8%AF%D8%AF

  1. :BBC گروه واگنر، ارتش پنهان روسیه چیست؟ ۹ اپریل ۲۰۲۲، لینک:

https://www.bbc.com/persian/world-features-61037178

  1. الجزیرة: اتهمت الجیش الروسي و توعدته بالانتقام، ۲۴ جون ۲۰۲۳، لینك:

https://www.aljazeera.net/news/2023/6/24/%D8%A7%D8%AA%D9%87%D9%85%D8%AA-%D8%A7%D9%84%D8%AC%D9%8A%D8%B4-%D8%A7%D9%84%D8%B1%D9%88%D8%B3%D9%8A-%D9%88%D8%AA%D9%88%D8%B9%D8%AF%D8%AA%D9%87-%D8%A8%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%86%D8%AA%D9%82%D8%A7%D9%85

  1. اعتماد: گروه شبه‌ نظامی واگنر چه کسانی هستند و چه کارهایی می‌کنند؟ ۲۴ جون ۲۰۲۳، لینک:

https://www.etemadonline.com/%D8%A8%D8%AE%D8%B4-%D8%A8%DB%8C%D9%86-%D8%A7%D9%84%D9%85%D9%84%D9%84-17/619226-%DA%AF%D8%B1%D9%88%D9%87-%D9%88%D8%A7%DA%AF%D9%86%D8%B1-%D8%B4%D8%A8%D9%87-%D9%86%D8%B8%D8%A7%D9%85%DB%8C-%D8%AC%D9%86%DA%AF-%D8%A7%D9%88%DA%A9%D8%B1%D8%A7%DB%8C%D9%86-%D8%B1%D9%88%D8%B3%DB%8C%D9%87-%D9%85%D8%B3%DA%A9%D9%88-%D8%B4%D8%A8%D9%87-%DA%A9%D9%88%D8%AF%D8%AA%D8%A7

  1. خبرگزاری مهر: پشت پرده شورش…۲۵ جون ۲۰۲۳، لینک:

https://www.mehrnews.com/news/5819455/%D9%BE%D8%B4%D8%AA-%D9%BE%D8%B1%D8%AF%D9%87-%D8%B4%D9%88%D8%B1%D8%B4-%DB%B2%DB%B4%D8%B3%D8%A7%D8%B9%D8%AA%D9%87-%D9%88%D8%A7%DA%AF%D9%86%D8%B1-%D8%B9%D9%84%DB%8C%D9%87-%D9%BE%D9%88%D8%AA%DB%8C%D9%86-%D8%A7%D8%A8%D9%87%D8%A7%D9%85%D8%A7%D8%AA%DB%8C-%DA%A9%D9%87-%D9%87%D9%86%D9%88%D8%B2-%D9%BE%D8%A7%D8%A8%D8%B1%D8%AC%D8%A7%D8%B3%D8%AA

  1. الجزیرة: اتهمت الجیش الروسي و توعدته بالانتقام، ۲۴ جون ۲۰۲۳، لینك:

https://www.aljazeera.net/news/2023/6/24/%D8%A7%D8%AA%D9%87%D9%85%D8%AA-%D8%A7%D9%84%D8%AC%D9%8A%D8%B4-%D8%A7%D9%84%D8%B1%D9%88%D8%B3%D9%8A-%D9%88%D8%AA%D9%88%D8%B9%D8%AF%D8%AA%D9%87-%D8%A8%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%86%D8%AA%D9%82%D8%A7%D9%85

  1. :FARANCE24 TVالفيديو، لينك:

https://www.france24.com/ar/%D8%A3%D9%88%D8%B1%D9%88%D8%A8%D8%A7/20230625-%D9%85%D9%82%D8%A7%D8%AA%D9%84%D9%88-%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D8%B1-%D8%A8%D9%8A%D9%84%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%B3%D9%8A%D8%A7-%D8%B7%D8%A8%D8%A7%D8%AE-%D8%A8%D9%88%D8%AA%D9%8A%D9%86-%D9%8A%D9%81%D8%BA%D9%8A%D9%86%D9%8A-%D8%A8%D8%B1%D9%8A%D8%BA%D9%88%D8%AC%D9%8A%D9%86-%D8%B1%D9%88%D8%B3%D9%8A%D8%A7-%D8%AA%D9%85%D8%B1%D8%AF-%D8%A7%D9%86%D9%82%D9%84%D8%A7%D8%A8-%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AD%D8%A7%D8%A8-%D8%AA%D9%85%D8%B1%D8%AF

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *