د اسلامي امارت پر وړاندې د هند بهرني سياست ته کتنه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د اسلامي امارت پر وړاندې د هند بهرني سياست ته کتنه
  • سریزه
  • د افغان-هند اړیکو مخینه
  • د اسلامي امارت په اړه د هند پاليسي (له ۲۰۲۱م وړاندې)
  • د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د هند پالیسي
  • پايله
  • وړاندیزونه
  • مأخذونه

____________________________________

سریزه

هند هغه هېواد دی چې له افغانستان سره ګډه پوله نه لري؛ خو له افغانستان سره يې له څو اړخونو تړاو موجود دی او تل يې هڅه کړې چې د افغانستان په مسايلو کې دخيل وي او همدا لامل دی چې په بېلابېلو دورو کې یې د دغه هېواد لپاره ځانګړې بهرنۍ پاليسي لرلې ده.

که په عمومي ډول د هند او افغانستان اړيکو ته وګورو، نو د شوروي اتحاد له يرغل راهيسې د جمهوريت (۲۰۰۱-۲۰۲۱) تر واکمنۍ پورې د دواړو هېوادونو اړيکې ښې نه وې، خو د جمهوريت په شل کلنه دوره کې بيا د هند او افغانستان اړيکې سره نږدې شوې.

د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ د دوحې له تړون راوروسته، هغه مهال چې طالبان په ټول افغانستان حاکم شوي نه وو، خو د افغانستان اکثره سیمې يې تر ولکې لاندې وې، نو د طالبانو له دې چټک پرمختګ څخه هند ته وېره پېدا شوه او له طالبانو سره يې په نارسمي ډول د خبرو او ناستې پرېکړه وکړه. هند په دې فکر و چې که طالبان په ټول افغانستان واکمنېږي، نو په افغانستان کې له هند سره باید د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره يو الټرنېټ (بديل) موجود وي.

کله چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول او د اسلامي امارت سرپرست حکومت واکمن شو، هند په لومړيو کې له ډېر احتياط څخه کار واخيست او وروسته يې د بشري مرستو ډيپلوماسي پرمخ کړه او په دې توګه يې له اسلامي امارت سره څه نا څه تعامل پيل کړ.

د هند او افغانستان د اړیکو تاریخي مسیر او اهمیت ته په کتلو، په دې لیکنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو مخینې ته د اشارې ترڅنګ، له اسلامي امارت سره د هند د اړیکو تېر مزل، شته بې باوریو او د اړیکو اوسني وضعیت ته کتنه کوو.

د افغان-هند اړیکو مخینه

له تاریخي اړخه هند له برېتانیا څخه له خپلواکۍ اخیستلو وروسته په لومړي ځل په ۱۹۵۰ز. کال کې له افغانستان سره د سياسي اړيکو د ټینګولو په موخه له دغه هېواد سره د «ملګرتيا تړون» لاسليک کړ. پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل پرمهال هند د شوروي اتحاد ملاتړ وکړ او د افغان مجاهدينو پرخلاف يې د شوروي اړخ ونيوه.

له ۱۹۹۶ز.کال څخه تر ۲۰۰۱ز.کال پورې، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني وه، هند خپلې هر ډول ډيپلوماتيکي اړيکې او ملاتړ له افغانستان سره په دې دليل پرې کړې چې طالبان يې په پاکستان کې روزل شوې ډله ګڼله او په دې عقيده وو چې پاکستان غواړي په کشمیر کې د جنګېدونکو ډلو لپاره په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پټنځايونه برابر کړي. له همدې کبله یې په دې دوره کې له شمال ټلوالې سره همکاري کوله.

کله چې په ۲۰۰۱ز.کال کې د طالبانو واکمني ړنګه شوه هند بېرته په عاجل ډول له افغانستان سره اړيکې ټينګې کړې؛ لومړی يې په کابل کې خپل سفارت پرانيست او ورپسې يې په مزارشريف، جلال اباد، هرات او کندهار کې کونسلګرۍ پرانېستې او له افغانستان سره يې ډيپلوماتيکي اړيکې يو ځل بيا ټينګې کړې. [i]    همدارنګه په ۲۰۱۱ز. کال کې هم هند او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ترمنځ «د ستراتيژيک شراکت هوکړه‌ليک» لاسليک شو چې له لارې به يې دواړه هېوادونه په سياسي، اقتصادي، فرهنګي، تعليمي او نورو بېلابېلو برخو کې له يو او بل سره همکاري کوي[ii].

 د اسلامي امارت په اړه د هند پاليسي (له ۲۰۲۱م وړاندې)

د اسلامي امارت له بياځلې واکمنۍ مخکې هند، طالبان د يوې داسې ډلې په حېث پېژندل چې د پاکستان له خوا تمویلېږي. په دې اړه هندی لیکوال سيري پتي ناراینن وايي: «د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته له ۱۹۴۷ ز.کال څخه تر ۱۹۹۲ز.کال پورې په افغانستان کې د پاکستان په پرتله د هند نفوذ ډېر و. د همدې نفوذ د له منځه وړلو او د افغانستان په مسايلو کې د خپل رول د پراختيا په موخه پاکستان د يوې لارې په لټه کې و، چې بالاخره یې د طالبانو په شکل کې دغه لاره پيدا کړه. د مجاهدينو خپلمنځي اختلافات د دې لامل شول چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت ته زمينه برابره کړي. هماغه وو چې د طالبانو اسلامي امارت په راتګ سره هند هم له افغانستان څخه پښې سپکې کړې او هر ډول اړيکې يې له افغانستان سره ختمې کړې او طالبان يې د يوې تروريستې ډلې په حېث اعلان کړل.[iii]

د طالبانو په اړه د هند پاليسي هغه وخت لا سخت دريځه شوه، چې کله په ۱۹۹۹ز.کال کې د انډين ايرلاينز  ۸۱۴ شمېره پرواز مسافر وړونکې الوتکه يرغمل شوه او کندهار ته یوړل شوه. د دغې يرغمل شوې الوتکې او هنديانو په بدل کې د هند له حکومت څخه د ځينو اشخاصو د خلاصون غوښتنه وشوه، چې بیا هند هم درې تنه د دغو يرغملو په بدل کې خوشې کړل. د دغو دریو کسانو له ډلې څخه دوه تنه يې پاکستانيان او هغه کسان وو چې په کشمېر کې يې د پاکستان په ګټه او د هند پر خلاف جګړه کوله. يو يې مسعود اظهر و چې د جيش محمد ډلې بنسټګر دی او بل يې احمد عمر سيد شيخ و چې وروسته يې بيا يو امريکايي ژورنالست ډانيال پيرل وتښتاوه او بيا يې وواژه.[iv]

هند په دې باور و، چې طالبان يوه داسې ډله ده چې په افغانستان کې د پاکستان نيابتي جګړه پرمخ بيايي او په دغه هېواد کې د هند اهداف په نښه کوي او د دې لپاره بېلګې هم وړاندې کوي: په ۲۰۰۸ز.کال د جولای  مياشتې پر ۷مه نېټه په افغانستان کې د هند پر سفارت موټر بم چاودنه وشوه. په دغه چاودنه کې بريګيډر مېحتا (Brigadier Mehta) چې په کشمېر کې د پاڅونوالو  پر خلاف په عملياتو کې يې تجربه درلوده او هغه مهال يې په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته کوله، ووژل شو او د دې چاودنې اصلي موخه همدی و.[v]  همدارنګه په ۲۰۰۹ ز.کال د اکتوبر مياشتې پر ۸مه نېټه په افغانستان کې د هند پر سفارت بیا بريد وشو چې په پايله کې يې ۱۷ کسان ووژل شول او ۶۳ نور ټپیان شول. د ۲۰۱۰ز.کال د فبرورۍ مياشتې پر ۲۶مه نېټه په کابل کې پر يوه هوټل (Guesthouse) چې تر ډېره هندي ډاکټران او انجينران پکې اوسېدل، بريد وشو او په پايله کې يې ۳۶ کسان ټپیان شول چې له ډلې يې ۱۸ کسان هنديان وو.[vi]

له اسلامي امارت سره د اړیکو په برخه کې یو بحث هم د هند د ترورېزم د نه تحمل پاليسي (The Policy of Zero Tolerance Towards Terrorism) ده، چې دوې برخې لري:

لومړی: ډيپلوماتيکي حملې (Diplomatic Offensive): د ترورېزم د نه تحمل پاليسۍ لومړۍ برخه دا ده چې په تروريستانو ډيپلوماتيکې حملې وشي؛ يعنې له يوې خوا د تروريستانو نومونه افشاء شي او له بلې خوا يې تمويلوونکي مراجع او هېوادونه افشاء شي. په دې اړه هند مشهوره اصطلاح لري چې وايي: (Name and Shame) يعنې د نومونو د افشاء له لارې ترورستان وشرموي، همدارنګه په دې برخه کې د تروروستانو په مقابل کې سفارتي اقدامات هم شامل دي.

دويم: د ځواک استعمال (Use of Hard Power): که چيرې له ډيپلوماتيکو لارو ترورېزم کنترول نه شي، نو بيا هند پاليسي دا ده چې په هغوی حملې کوي، پرته له دې چې دا وکتل شي چې ترورستان په کوم هېواد کې دي؛ يعنې که ترورستان په هر هېواد کې وي او هند ته يې خطر متوجې کړی وي، هند په همغه هېواد کې پر هغوی حملې کوي. د  بېلګې په ډول: د ۲۰۱۵ز. کال د جون پر ۴مه د ميانمار يوې تروريستې ډلې (The National Socialist Council of Nagaland) يا (NSCN) په هندي عسکرو حمله وکړه او بېرته ميانمار ته وتښتېدل، چې څو ورځې وروسته هند  د ميانمار په داخل کې پر هغوی هوايي بريدونه وکړل. همدارنګه د ۲۰۱۶ز. کال د سپتمبر پر ۲۸ او ۲۹مه د پاکستان پر خلاف سرجيکل سټرايک يا حمله، چې پکې یې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير باندې هوايي حملې وکړې او د پاکستان خاورې ته ننوتلي وو. همدارنګه د ۲۰۱۹ز. کال په فبرورۍ مياشت کې  د پاکستان په بالاکوټ سيمه باندې د هند هوايي حمله د یادولو وړ ده. دا هغه بېلګې دي چې هند يې د خپلې پاليسې برخه ګڼې او وايي چې تروريستان به هېڅکله پرېنږدي.[vii]

که څه هم د تروریزم په اړه هېڅ منل شوی نړیوال تعریف نشته او هر هېواد خپلو دښمنانو او مخالفینو ته د تروریستانو اصطلاح کاروي؛ خو په ټوله کې له پورتني بحث څخه موخه دا ده چې د اسلامي امارت له واکمنۍ مخکې هند د طالبانو پرخلاف هم د ترورېزم د نه تحمل پاليسي لرله او همدا لامل دی، چې د سيمې د نورو هېوادونو لکه روسيې، پاکستان، چين، ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، ايران او نورو هېوادونو په پرتله له اسلامي امارت سره د هند اړيکې سړې دي. اوس چې د اسلامي امارت د واکمنۍ نږدې دوه کاله پوره کېږي، هند د طالبانو په اړه ځینو حقایقو ته رسېدلی او په تدريجي ډول د اسلامي امارت په اړه خپله پاليسي بدلوي او غواړي چې له اسلامي امارت سره په تدريجي ډول د تعامل په لوري ولاړ شي، خو هند په دې برخه کې ډېر محتاطانه عمل کوي.

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د هند پالیسي

د ۲۰۲۰ز. کال په سپتمبر په مياشت کې د هند د بهرنيو چارو وزير جی شنکر د لومړي ځل لپاره په دوحه کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي او طالبانو ترمنځ ترسره کېدونکې غونډه کې د ويډيو لېنک له لارې برخه واخيسته.[viii]  دا چاره د دې ښکارندویه وه، چې له طالبانو سره خبرې او تعامل د هند د ملي ګټو غوښتنه ده.

که څه هم اسلامي امارت په تېرو کابو دوو کلونو کې بار بار د هند په شمول ټولې نړۍ ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي او نه هم له هېڅ هېواد سره د خصمانه چلند پالیسي لري او د همدغه ډاډ پربنسټ د سیمې او نړۍ ګڼ هېوادونه له اسلامي امارت سره تعامل ته هم داخل شوي؛ خو هند بیا هم فعلاً د اسلامي امارت پر وړاندې د څار او انتظار پاليسي (Watch and Wait Policy) غوره کړې ده. د هند دې پاليسۍ ته ستراتيژيک صبر هم ويل کېږي، يعنې هند د اسلامي امارت پاليسي مطالعه کوي او کله يې هم چې د اسلامي امارت د پاليسيو په اړه ډاډ ترلاسه کړ له هغه وروسته به له اسلامي امارت سره په رسمي ډول اړيکې ټينګوي.

دا چې هند تراوسه له اسلامي امارت سره رسمي اړيکې نه لري او په ورته وخت کې له اسلامي امارت سره د تعامل اړتیا هم محسوسوي، نو په اوسني وخت کې د اسلامي امارت پر وړاندې له دوه ډوله ډيپلوماسۍ څخه کار اخلي چې يو يې د بشري مرستو ډيپلوماسي ده او بله سيمه‌ييزه ډيپلوماسي ده.

هند په ۲۰۲۱ز. کال کې له افغان ولس سره د ۵۰ زره ميټريک ټنه غنمو، د همدغه کال په ډسمبر مياشت کې يې د اندراګاندي ماشومانو روغتون سره نږدې ۱،۶ ټنه درملو، د کرونا د مخنيوي په موخه يې پنځه ميليونه ډوزه د کرونا واکسينو او د پکتيکا زلزله ځپلو سره يې ۲۷ ټنه بېړنۍ مرسته وکړه، چې خيمې او کمپلۍ په‌کې شاملې وې. همدارنګه ويلای شو چې د اسلامي امارت پر وړاندې د هند د بشري مرستو ډيپلوماسي اغېزناکه ثابته شوې او دې کار اسلامي امارت دې ته مايل کړی ترڅو له هند سره د دوه اړخيزو اړيکو په جوړولو کار وکړي.

د ۲۰۲۲ز. کال په نيمايي کې هند په کابل کې خپل سفارت ته يو تخنيکي ټيم په دې موخه ولېږه چې د هند بشري مرستې له اسلامي امارت سره تنظيم کړي، خو دا تخنيکې ټيم ځينې وختونه د اسلامي امارت له مشرانو سره هم ګوري او دې کار د دواړه هېوادونو پر اړيکو مثبت اغېز کړی دی.

د اسلامي امارت پر وړاندې د هند بله نااعلان شوې پاليسي سيمه‌ييزه ډیپلوماسي ده، په دې معنا چې هند په يوازې ځان نه، بلکې غواړي د سيمې له هېوادونو سره په ګډه د اسلامي امارت سره تعامل ته ننوځي او يا هم دا چې په ګډه د اسلامي امارت په اړه خپل دريځ روښانه کړي. په دې اړه هند د اسلامي امارت په اړه په بېلابېلو سيمه‌ييزو غونډو کې هم ګډون کړی او خپل ګډ دريځ يې روښانه کړی دی. هند د ۲۰۲۱ز. کال د نومبر پر لسمه او يوولسمه د لومړي ځل لپاره د دريم سيمه‌ييز امنيتي ډيالوګ کوربتوب وکړ چې په‌کې له پاکستان او چين پرته د سيمې او افغانستان د ګاونډيو هېوادونو لکه روسيې، قزاقستان، قرغيزستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ايران د ملي امنيت سلاکارانو ګډون وکړ، هند د دې غونډې په مشرۍ سره خپل دريځ روښانه کړ او له نورو سيمه‌ييزو هېوادونو سره يې په ګډه اعلاميه خپره کړه. هند او د سيمې هېوادونو په دې اعلاميه کې په افغانستان کې د داسې ټولشموله نظام چې د افغاني ټولنې د ټولو اړخونو استازيتوب وکړي، په افغانستان کې د بشر حقوقو ته درناوی،له افغانستان څخه د تروريزم د ګواښ مخنيوی او دا چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پرخلاف نه کاريږي، ټينګار وکړ. دغه راز هند د روسيې په کوربتوب د افغانستان په تړاو په پنځمه څو اړخيزه امنيتي غونډه چې د ۲۰۲۳ز. کال په فبروري مياشت کې په مسکو کې وشوه، ګډون وکړ. په دې غونډه کې د هند استازي وويل: هند د خوندي، باثباته او سوله‌ييز افغانستان غوښتونکی دی او د سيمې هېوادونه بايد له افغانستان او سيمې څخه د راپورته کېدونکو تروريستي ډلو لکه داعش، القاعده او نورو پر وړاندې امنيتي او استخباراتي همکاري رامنځته کړي.[ix] همدرانګه هند د شانګهای سازمان غونډو کې هم د افغانستان په اړه څرګندونې کړې او هڅه يې کړې چې د سيمې له هېوادونو سره په ګډه د افغانستان په اړه ګډ دريځ غوره کړي. له دې معلومېږي چې هند د اسلامي امارت په اړه تر ډېره هڅه کوي چې سيمه‌ييزه پاليسي مخکې يوسي او په مستقيم ډول له اسلامي امارت سره د رسمي اړيکو ټينګولو یا تعامل کې له احتياط څخه کار واخلي.

پايله

هند تل افغانستان ته د پاکستان له زاويې ګوري؛ کله هم چې په افغانستان کې د پاکستان نفوذ ډېر شوی او اړيکې يې له افغان دولتونو سره نږدې شوې په هماغه کچه هند له صحنې وتلی او اړيکې يې خرابې شوې دي. د بېلګې په ډول: د شوروي اتحاد د يرغل پرمهال کله چې پاکستان له افغان مجاهدينو ملاتړ کاوه، نو هند له شوروي اتحاد سره ودرېد او کله چې د اسلامي امارت په لومړی دوره کې پاکستان طالبان په رسميت وپېژندل، هند په هماغه کچه په مکمل ډول اړيکې پرې کړې او بيا په جمهوريت کې کله چې د هند اړيکې له افغانستان سره نږدې شوې له پاکستان سره د افغان دولت اړيکې خرابې وې. په ټوله کې ویلی شو چې افغانستان اکثره وخت په یو ډول د هند او پاکستان د نيابتي جګړې ډګر ګرځېدلی او دواړو لورو هڅه کړې چې په افغان حکومت کې خپل نفوذ ډېر کړي او ان په دغه هېواد کې د یو بل ګټې په نښه کړي، کوم څه چې له دواړو هېوادونو سره په اړیکو کې د توازن نشتوالي پایله ده او په هېڅ ډول د افغانستان په ګټه هم نه ده.

په دې توګه ویلی شو، چې د هند او اسلامي امارت د تعامل په مخينه کې دوستانه او بااعتماده اړيکې نه تر سترګو کېږي، بلکې برعکس دا اړيکې په شک او د هند له خوا د اسلامي امارت په مقابل کې د نورو اړخونو په ملاتړ ولاړې وې. همدغه د بې‌باورۍ مخینه د دې لامل شوې چې تراوسه هند په رسمي ډول په ډهلي کې افغان سفارت اسلامي امارت ته نه دی سپارلې او د نورو سيمه‌ييزو هېوادونو په پرتله يې اړيکې ورسره کمزورې او له بې‌باوریو ډکې دي.

هند دا مهال له اسلامي امارت سره د اړيکو په ټينګولو کې له احتياط څخه کار اخلي. هند که له يوې خوا له سيمې څخه د امريکايانو له وتلو وروسته په افغانستان کې حاکم نظام سره اړيکو ټینګولو ته اړتيا لري خو له بلې خوا له طالبانو څخه له دې امله وېره لري چې د دوی په اند طالبان د پاکستان تر ملاتړ لاندې دي. ځکه نو هند تراوسه د اسلامي امارت پر وړاندې د څار او انتظار پاليسي (Watch and Wait Policy) غوره کړې او د مستقیم تعامل پر ځای د بشري مرستو او سيمه‌ييز سازمانونو له لارې د اسلامي امارت پر وړاندې خپله ډيپلوماسي پرمخ وړي.

وړاندیزونه

۱- اسلامي امارت دې په هره ممکنه لاره هند ته دا ډاډ او قناعت ورکړي چې د دوی بهرنی سياست په بشپړ ډول خپلواک او پر ملي او اسلامي ارزښتونو ولاړ دی او هېڅکله به د پاکستان له کړکۍ هند ته ونه ګوري.

۲- اسلامي امارت دې لا ډېره هڅه وکړي ترڅو هند ته دا ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د هند په مقابل کې نه استعمالېږي.

۳- اسلامي امارت دې په خپل بهرني سياست کې د هند او پاکستان ترمنځ توازن وساتي.

۴- هند هم بايد له اسلامي امارت سره د اړيکو د پاللو رسمي چوکاټ ته ننوځي او د نورو سيمه‌ييزو هېوادونو په څېر بايد په ډهلي کې افغان سفارت ورته وسپاري ترڅو د دواړو هېوادونو په اړيکو کې شته شکونه له منځه ولاړ شي.

۵- افغان محصلين د هند له لوري د ويزې د نه ورکړې له امله له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، هند بايد دې برخې ته پام وکړي او افغانانو ته د وېزو د ورکړې اسانتياوې برابرې کړي.

۶- د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې د پخوا په څېر ټینګې شي، هند بايد له يوې خوا افغان سوداګرو ته د وېزې د ورکړې او د تګ او راتګ اسانتياوې برابرې کړي او له بلې خوا بايد په دولتي کچه سوداګريزې اړيکې پراخې کړي.

مأخذونه:

[i] Raghav Sharma, India & Afghanistan: Charting the Future, Institute of Peace and Conflict Studies, 2009, P.1, Access Date: 28/DEC/2020, Available at: http://www.jstor.com/stable/resrep09279

[ii] معصوم جان معصومي، د اسلامي امارت بيا ځلي واک ته د رسېدو سره د افغانستان پر وړاندې د هند ډيپلوماتيک تعامل، سيمه ييز مطالعات ځانګړې مجله ۱۴۰۱ کال، ۲ مخ.

[iii]  Sripathi Narayanan, Pakistan & Afghanistan: Understanding Islamabad’s Policies and Strategies, Institute of Peace and Conflict Studies (IPCS) Special Report, 2010, P. 2, Access Date: 28/Dec/2020, Available at: http://www.jstor.com/stable/resrep09376.

[iv] Gareth Price and Chatham House, India’s Policy towards Afghanistan, Chatham House, August 2013, P.1, Access Date: 28/DEC/2020, Available at: https://www.chathamhouse.org/sites/default/files/public/Research/Asia/0813pp_indiaafghanistan.pdf

[v] Raghav Sharma, India & Afghanistan: Charting the Future, Institute of Peace and Conflict Studies, 2009, P.1, Access Date: 28/DEC/2020, Available at: http://www.jstor.com/stable/resrep09279

[vi] Larry Hanauer and Peter Chalk, P. 29.

[vii] Sujan R.Chinoy, The Policy of Zero Tolerance Towards Terrorism, DEC 2020, P. 6-26, Dr. Syama Prasad Mookerjee Research Foundation, Access Date: 8/AUG/ 2021, Available at: Indias-Policy-of-Zero-Tolerance-Towards-Terrorism.pdf

[viii] Ibid.

[ix] معصوم جان معصومي، مخکنی مأخذ، ۹ مخ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *