د سعودي له خوا د ايران-ضد اېتلاف جوړولو هڅې

 

په نږدې څو اوونیو کې ریاض ته د سعودي عربستان د پادشاه ملک سلمان له خوا د سُني نړۍ ډېری مشران رابلل شوي وو، چې د کودتا په پايله کې واک ته رسېدلی د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د کويټ او عربي متحده اماراتو امیران، د پاکستان لومړی وزير نواز شریف او د افغانستان ولسمشر اشرف غني پکې شامل وو. په دغو ليدنو کتنو کې د خبرو اترو اجنډاوې هم په عربي نړۍ کې د ایران زیاتېدونکی نفوذ (سوریه، لبنان، عراق، یمن) داعش ډله او د امریکا-ایران خبرې اترې وې؛ ځکه داسې ګومان کېږي چې ایران او امریکا به ډېر ژر د ايران د اټومي موضوع په اړه، په یوه تړون سره سلا شي.

د سعودي-ایران د اړیکو تاریخي شالید، د اړیکو د خرابېدو لاملونه، د سعودیانو اوسنۍ اندېښنې او د یوه سُني اېتلاف د جوړولو په اړه د دوی هڅې، په دې موضوع کې د پام وړ ټکي دي.

 

سعودي-ایران اړیکې (۱۹۲۹-۱۹۷۹)

د سعودي عربستان د سعود کورنۍ له ایران سره ډېرې پخوانۍ اړیکې لري او دا اړیکې هغه مهال پيل شوې، چې کله د آل سعود کورنۍ پر حجاز واکمنه شوه. هغه مهال د آل سعود کورنۍ د مکې له امیر “شریف” سره د واک پر سر اختلافات درلودل او د پارس رضاشاه پهلوي په یوه ناکامه هڅه کې د دوی ترمنځ د روغې جوړې هڅه وکړه. وروسته چې کله عبدالعزیز پر سعودي عربستان واکمن شو، نو ده له پارس څخه یو پلاوی له سعودي عربستان څخه د ليدنې لپاره وروغوښت.

په ۱۹۲۹ کال کې دواړو هېوادونو له یوه بل سره ډيپلوماتیکي اړیکې هم ټینګې کړې او په همدغه کال یې د سعودي-ایران د ملګرتيا تړون هم لاسلیک کړ؛ خو بيا تر پنځو نورو لسیزو پورې (د ايران تر اسلامي انقلابه) دواړو هېوادونو په خپلو اړیکو کې لوړې او ژورې ولیدلې.

په دغه پړاو (۱۹۲۹-۱۹۷۹) کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پر ځینو عربي سیمو د ایران د دعوې له کبله هم خرابې شوې. ایران په بحرین او د هرمز په ستراتيژيک تنګي کې د ابوموسی، تنب بزرګ او تنب کوچک پر ټاپوګانو دعوې لرلې او اوسمهال د هرمز دغه ټاپوګان د ايران په ولکه کې دي.

د اړیکو د خرابېدلو دویم لامل په ۱۹۷۳ کال کې د ایران له خوا له سعودي او عربي هېوادونو سره یوځای، د اسرائیلو او غربي هېوادونو پرخلاف د وسلې په توګه د تېلو نه کارول وو. سعودي او عربي نړۍ د یوم کپور جګړې پرمهال د اسرائیلو پرخلاف تېل د یوې وسلې په توګه وکارول، چې په لویدیځ کې یې انفلاسیون راووست او د غربي نړۍ اقتصاد ته یې درانه تاوانونه ورسول. دغه بحران اوس هم د لویدیځ په اقتصادي کتابونو کې د 1973 oil embargo او اقتصادي بحران په توګه یادېږي.

د ایران-سعودي اړیکو د خرابتیا بل لامل د ايران له خوا د وسلو رانیول او په نظامي ډګر کې ډېره پانګونه وه، چې سعودیان یې ووېرول او دغه کړنې یې د ایران له پراختیا غوښتنې سره تشبیه کړې.

که څه هم پورته هغه لاملونه وو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکې خرابې کړې، خو هغه مهال د ایران محمد رضا شاه پهلوي د شاه فیصل له هغو هڅو ملاتړ وکړ، چې له کبله یې د مسلمانانو مختلف سازمانونه رامنځ ته شول. د دې ترڅنګ په دغه پړاو کې دواړه هېوادونه په منځني ختیځ کې د شوروي د نفوذ په مقابل کې خنډ شول او ترڅنګ یې د جمال ناصر پرخلاف هم ورته دریځ ونیوه.

د سعودي یو اکاډمیک لیکوال، چې په خپل کتاب کې یې د دواړو هېوادونو اړیکې څېړلې دي، لیکي: په دغه پړاو کې دواړو هېوادونو دا زده کړې وه، چې په مشخصو ډګرونو کې به له یو بل سره همکاري کوي او هڅه به کوي چې ترمنځ يې شته اختلافات د دوی پر اړیکو منفي اغېزې ونه ښندي[1].

 

سعودي-ایران اړیکې؛ د اېران له اسلامي انقلابه تر اوسه:

د سعودي عربستان او ایران اړیکې د اېران له اسلامي انقلاب سره خرابې شوې. ځکه د ایران انقلابي رهبرانو له یوه مخه لویدیځ-ضد دریځ ونیوه او له بلې خوا یې په اسلامي نړۍ کې بادشاهي حکومتونه هم وغندل. دا مهال د اختلافاتو بنسټيزې نقطې شیعه او سُني اختلافات، په اسلامي نړۍ کې د اېرانیانو د نظریاتو صادرول او مشري وه.

دغه اړیکې هغه مهال لا خرابې شوې، چې کله د عراق-ایران په جګړه کې سعودي له عراق سره مرسته وکړه او بیا په ۱۹۸۷ کال کې د حج په مراسمو کې هغه بده پېښه هم تکرار شوه، چې له ۴۰۰ څخه زیات حاجیان پکې ووژل شول. دا چې په حج کې پاڅون کوونکي شیعه ګان وو او له ایران سره یې تړاو درلود او ایران د دغو کسانو پر وژلو له سعودي څخه بښنه او دیت غوښت، چې بالاخره يې له امله د سعودي-ایران ډيپلوماتیکې اړیکې پرې شوې او سعودي د ایران پر حاجیانو بندیز ولګاوه، چې بیا دغه بندیز تر ۱۹۹۱ کال پورې لګېدلی و.

وروسته په نویيمه لسیزه کې اړیکې تر يوه حده پورې د ښې کېدو په لور ولاړې، د ایران له خوا خاتمي او رفسنجاني سعودي عربستان ته سفرونه وکړل او د سعودي له خوا په ۱۹۹۷ کال کې ملک عبدالله ایران ته په اسلامي کنفرانس کې د ګډون لپاره راغی او د همدې لسیزې په وروستیو کلونو کې سعودي او ایران ترمنځ یو تړون هم لاسلیک شو.

په یوویشتمه پيړۍ کې هغه مهال دواړو هېوادونو یو بل ته د «دوو وروڼو هېوادونو» خطاب وکړ، چې کله محمود احمدي نژاد په ۲۰۰۷ کال کې سعودي ته ولاړ او ملک عبدالله په خپله هوايي ډګر ته د هرکلي لپاره ورته راغی. مګر په وروستيو کلونو کې د عربي بهار او د ایران اتومي پروګرام له کبله اړیکې بیا خرابې شوې او تر داسې ځایه راورسېدې، چې ملک عبدالله له امریکا وغوښتل چې پر ایران برید وکړي او د دوی اتومي پروګرام له منځه یوسي، دغه خبرې بیا د ویکي لیکس له افشاګريو سره افشا شوې.

 

سعودي ته ولې د یوه نوي اېتلاف جوړولو اړتیا پېښه شوه؟

پوښتنه دا ده، چې سعودي خو له پخوا څخه هم له ایران سره په یوه سړه جګړه کې ښکېل و او په ځینو عربي هېوادونو کې خو د دوی ترمنځ دغې سړې جګړې د ګرمو جګړو جامه هم اغوستې وه، نو ولې اوس د اېران-ضد سُني اېتلاف هڅې کوي؟ دغه پوښتنه څو عمده لاملونه لري، چې له تېرو څو میاشتو جیو-پولیټیکو بدلونونو له کبله رامنځته شوي دي، لکه:

  1. د ايران د اتومي پروګرام په سر د امریکا-ایران خبرې اترې؛
  2. په یمن کې د حوثیانو کودتا؛
  3. د تېلو د نرخونو ټيټېدل؛
  4. داعش ډله: د نورو لاملونو ترڅنګ د سعودي لپاره له داعش څخه د وېرې يو اساسي ټکی دا دی، چې د سعودیانو په څېر د داعش ډلې غړي هم سلفي نظریاتو ته مایل دي. سعودي به هېڅ مهال ونه غواړي، چې د هېواد دننه یې د خلکو سلفي نظریات د داعش ډلې پر څېر په یوه انقلابي فکر بدل شي.

 

د ايران-امريکا مذاکرات او د سعودي اندېښنې:

امریکا له تېرو دوو لسیزو راهیسې د ایران پر اتومي پروګرام نیوکې کوي او په دې اړه یې تراوسه پر اېران ډېر اقتصادي بندیزونه هم لګولي دي. د دې ترڅنګ یې په نورو هېوادونو هم فشار وارد کړی، څو له اېران سره په اقتصادي پروګرامونو کې دننه نه شي، څرګنده بېلګه یې د ایران-پاکستان-هند د غازو د نلليکې پروګرام دی، چې د امریکايي فشارونو له کبله لا تراوسه نه دی پلی شوی.

د دې ترڅنګ امریکا څو ځله پر ایران د پوځي عملیاتو شنه څراخونه هم ورکړي، خو د عراق او افغانستان اوږدو جګړو له امريکا څخه دا توان واخېست، چې پر ايران هم پوځي یرغل وکړي.

له ایران سره د امریکا اړیکې د محمود احمدي نژاد په دوو دورو کې هم ډېرې خرابې وې؛ خو د حسن روحاني له راتګ سره، چې په لویدیځ کې د یو منځلاري په توګه مشهور شوی، له امریکا سره خبرې اترې پیل شوې او له تېرو څو اوونیو راهیسې ګرمې اوازې دي، چې شاید دواړه هېوادونه په راتلونکو څو میاشتو کې له یو بل سره د اتومي پروګرام په اړه یوه معامله وکړي. دغو اوازو نه یوازې دا چې په امریکا کې د جمهوري خواهانو ګوند او د اسرائیلو لومړی وزير نتنیاهو پارولی، بلکې د سعودي په مشرانو کې یې هم اندېښنې خپرې کړې دي.

ویل کېږي، چې د معاملې له مخې به ایرانیان دې ته چمتو شي، چې نړیوالو نظارت کوونکو ته دا اجازه ورکړي، چې که هر ځای او هر وخت وغواړي د ايران له اتومي بټیو څخه لیدنه وکړي. دوی به د یورانیمو غني کول له یوې محدودې پیمانې څخه نه زیاتوي او کوم یورانیم چې ډېر غني دي، هغه به لرې کوي، ترڅو ایران د اتوم جوړولو جوګه نه شي. خو په غبرګون کې به امریکا له ایران څخه اقتصادي بندیزونه لرې کوي او په نړیوال تجارت کې به برخه اخیستلای شي.

که چیرې امریکا او ایران همداسې یوه توافق ته ورسېږي، نو هم به اوباما په خپله دوره کې داسې څه ترلاسه کړي وي، چې په تاريخ کې دی پرې ياد شي او هم به ایران له اقتصادي بندیزونو څخه راوتلی او د پرمختګ په لور به روان شوی وي. خو دواړه هېوادونه په دې تړاو له داخلي او خارجي ننګونو سره هم مخ دي. اوباما په داخلي توګه د جمهوري خواهانو ګوند تر فشار لاندې دی، ځکه د دغه ګوند ۴۷ غړو وار له مخه ایران ته لیک استولی، چې د دوی پر ولسمشر باور ونه کړي او خپل کانګرس ته یې د اسرائیلو لومړی وزير نتنیاهو هم رابللی و. په خارجي ډګر کې به اوباما د خپل ستراتيژيک ملګري سعودي تر تاثیر لاندې وي. همدا ډول روحاني هم په داخلي توګه د اخوندانو تر تاثیر لاندې دی.

 

یمن:

یمن، چې له سعودي سره ګاونډی دی او یو شمېر وګړي يې شیعه مذهبه دي، له پخوا راهیسې د سعودي-ایران د سړو جګړو یو بل ډګر دی. حوثیان، چې له ایران سره اډیالوژيک او مذهبي مشترکات لري، له ۲۰۱۱ کال راهیسې د یمن د ولسمشر عبدالله صالح پرخلاف انقلاب ته ملا تړلې وه. خو په ۲۰۱۴ کال کې حوثیان له خپلو سیمو څخه په راوتلو سره له ايزیدیانو سره په اړيکه کې شول او دې چارې د دوی ځواک لا زیات کړ.

د روان ميلادي کال په پیل کې حوثيانو په یمن کې ولسمشرۍ ماڼۍ ونیوله او یمنی ولسمشر منصور هادي یې استعفا ته اړ کړ. سعودي له دې وړاندې له صنعا (یمن) سره ډېرې ښې اړیکې درلودې، له دوی سره یې مرستې کولې او اوس پکې د یو ایران پلوه ډلې نفوذ پراخېدل د ځان لپاره ګواښ ګڼي. دواړه (سعودي او ایران) هڅه کوي، چې له یو بل نه د حصار کړۍ راتاو کړي. له دې سره په ورته هڅه کې، د تېرې پیړۍ په اتیایمه لسیزه کې سعودي له افغان مجاهدینو او پاکستان سره ستراتيژيکه ملګرتیا لرله، د عراق-ایران جګړه کې یې له صدام حسین څخه ملاتړ وکړ او په دې توګه یې له اېران څخه د حصار کړۍ راتاو کړه. همدا راز اوس اېران هڅه کوي چې له سعودي څخه د حصار کړۍ راتاو کړي. دوی په سوریه کې له بشار الاسد، په لبنان کې له حزب الله او اوس په یمن کې د حوثيانو د واک او ځواک لپاره هلې ځلې کوي. حوثيانو په ۲۰۰۹ کال کې له سعودیانو سره د پولې پر سر جګړې کړې او د تېر کال په روژه کې یې پنځه سعودي پوځیان هم وژلي وو.

 

تېل:

که څه هم د تېلو موضوع پخوا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړې وې؛ خو اوسمهال هم همدا تېل دي، چې د سعودي اړیکې یې نه یوازې له ایران بلکې له روسيې سره هم خرابې کړې دي. همدا لامل دی، چې د ۲۰۱۴ کال په نوامبر مياشت کې پوټین د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر سره له کتنې څخه هم ډډه وکړه.

سعودي د دې وړتیا لري چې یوازې په یوه ورځ کې له ۶ څخه تر ۱۲ ملیونو بېرلو پورې تېل تولید کړي. د اقتصاد د بنیادي نظریې له مخې، څومره چې په نړۍ کې رسد زیاتېږي (که تقاضا یې ساکنه وي) نو نرخونه به کمیږي. نو ځکه ایران او روسیه دواړه د تېلو د نرخونو د ټېټیدلو ترشا د سعودي او امریکا ګډ لاس ویني؛ ځکه امریکا غواړي، روسیه چې ډېره تکيه یې پر تېلو ده، د یوکراین د قضیې له کبله له یو اقتصادي بحران سره مخ کړي او سعودي هم غواړي، چې ايران ته اقتصادي ګوزار ورکړي.

سعودي د تېلو ډېر استخراج کوي، ترڅو د تېلو په نړیوال مارکیټ کې د تیلو نرخونه راټيټ کړي دا یې په خپل اقتصاد هم بده اغېزه پرېباسي؛ خو سعودي چې د نړۍ د تېلو ډېرې زیرمې لري، د دې جوګه دی، چې په داسې کولو سره هغو هېوادونو ته صدمه ورسوي، چې د تېلو لږ استخراج او لږې زیرمې لري.

 

د سعودي فعاله ډيپلوماسي او افغانستان:

سعودي په تېرو څو میاشتو کې په بهرني سیاست کې ډېر فعال پاتې شوی. د روان ميلادي کال د جنورۍ مياشتې د پای په ورځو کې اوباما سعودي ته ولاړ، وروسته د انګلېستان شهزاده له ملک سلمان سره وکتل؛ خو کله چې په سیمه کې د یمن قضيې او ایران-امریکا خبرو زور واخیست سعودي د مصر، ترکيې، پاکستان، کوېټ، عربي متحده اماراتو او افغانستان مشران خپل هېواد ته وروبلل. دغه هېوادونه نه یوازې دا چې سُني مذهبه دي، بلکې له ایران څخه د تاو شوې کړۍ په تړاو هم مهم هېوادونه دي؛ خو دا چې ملک سلمان به پر دې وتوانېږي، چې په منځني ختیځ او اسلامي نړۍ کې د ایران پر ضد یو سُني اېتلاف رامنځته کړي کنه؟ تر ډېره به د دغو هېوادونو له پرېکړو سره تړاو ولري.

پاکستان او ترکیه به شاید په یوه داسې اېتلاف کې دننه نه شي، چې بنسټیزه موخه یې د دوی ګاونډی وي. البته دوی به له دواړو سره خپلې اړیکې ښې وساتي. د ډان اخبار له مخې پاکستان لا له وړاندې څخه د سعودي دغه وړاندیز، چې سعودي ته خپل نور سرتیري هم ورولېږي، رد کړی دی.

په همدې تړاو د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم سعودي ته د ملک سلمان په بلنه سفر وکړ. که څه هم په افغاني مطبوعاتو کې د دغه سفر موخه د سولې خبرې وې؛ خو د ډېری شنونکو په اند د داعش ډلې لانجه او په عربي نړۍ کې د ایران د زیاتېدونکي نفوذ هم د اجنډا برخه وو.

دا چې افغانستان په خپل هېواد کې له ناامنیو او بې ثباتۍ سره مخ دی او سعودي تر اوسه افغانانو ته نه د کار ویزې ورکړې او نه یې په دغه تېر پنځلس کلن پړاو کې په افغانستان کې ډېرې پانګونې او مرستې کړې دي، د کابل لپاره به مناسبه نه وي، چې ځان یوځل بیا د نورو د جګړو قرباني او د پردیو نیابتي جګړو ډګر وګرځوي. البته کابل له ایران او سعودي سره د داعش ډلې په تړاو همکاري کولی شي، ځکه دا یو ګډ ګواښ دی خو د ایران په تړاو له سعودي سره همکاري به، د افغانستان لپاره منفي اغېزې ولري.

پای

[1] Saeed M. Badeeb, Saudi-Iranian Relations 1932-1982, London: Centre for Arab and Iranian Studies, 1993, pp 64

 

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *