د افغانستان-امريکا نوې دوستي؛ هيلې او اندېښنې

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني امريکا ته په خپل سفر کې هڅه وکړه، چې له يوې خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ له تېرو پنځو کلونو راهیسې خرابې شوې اړیکې ورغوي او له بلې خوا د عاجلو مرستو په برخه کې، له افغان دولت سره د امریکا د متحده ایالاتو همکاري راجلب کړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې له یوې خوا د امریکا د بهرنیو چارو لیدلوری تر ډېره د ختیزې اروپا (اوکراین)، منځني ختیځ (داعش ډلې، یمن د ایران پلوه ډلو ولکې ته لوېدل، سوريه) او د ايران د اتومي پروګرام په اړه د ایران-امریکا خبرو اترو په لور دی او له بلې خوا داسې اټکل کېږي، چې د هوا له ګرمېدو سره د طالبانو بریدونه هم زیات شي او دا به هغه څه وي، چې اشرف غني به په لومړي ځل ورسره مخامخ کېږي.

 

د اړیکو شالید:

د افغانستان او امریکا ترمنځ ډيپلوماتیکې اړیکې هغه مهال ټینګې شوې، چې کله په جرمني کې هېټلر واک ته ورسېد او د انګلستان لومړي وزير “چرچېل” هټلر لوی ګواښ باله او همدا راز د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال افغانستان د انګلیسي هند لپاره د يوې دروازې ارزښت درلود.

د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو سره، نړۍ د یوې بلې خو سړې جګړې شاهده وه، چې پر نړیوالو چارو يې پرېکنده او ژورې اغېزې ښندلې وې. د همدغې سړې جګړې پرمهال د امریکا-افغانستان اړیکې تر ډېره د پښتونستان د شخړې له کبله خرابې وې؛ خو بیا هم امریکا له شوروي اتحاد نه وروسته، له افغانستان سره دویم لوی مرسته کوونکی هېواد و.

د شورویانو د یرغل پرمهال امریکا له افغان ملت سره د ګډ دښمن له کبله مرستې وکړې؛ خو د شورويانو له وتلو سره دغه مرستې تم شوې، د طالبانو له راتګ سره دغو تم شویو مرستو د بندیزونو جامه واغوسته او د سپټمبر د يولسمې له پېښې سره دغه بندیزونه پر پوځي يرغل بدل شول.

کله چې په ۲۰۰۱ کال کې امريکا پر افغانستان پوځي يرغل وکړ او په افغانستان کې حامد کرزی واک ته ورسېد، د واشنګټن او کابل اړیکې ډېرې ښې وې، خو دغه اړیکې بیا په ۲۰۰۸ کال کې د اوباما له واک ته رسېدو او په ۲۰۰۹ کال کې د حامد کرزي له بيا ولسمشر کېدو سره خرابې شوې. یو لامل یې دا و چې حامد کرزی د دېموکراتانو په پرتله جمهوري غوښتونکو ته ډېر نېژدې و. بل لامل يې د کای آيډه د کتاب په استناد، د اوباما او کرزي شخصي اړیکې او پر کرزي اعتماد نه درلودل وو. همدا راز نور لاملونه یې په افغانستان کې اداري فساد، د ۲۰۰۹ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې درغلۍ، د افغانستان ملي حاکمیت تر پښو لاندې کول، د بې ګناه وګړو شکنجه کول، بندیانول، وژل او بمبارۍ وې.

 

د افغانستان په بهرني سياست کې بدلون:

د ښاغلي کرزي د واکمنۍ په وروستي کال کې، د کابل اړیکې له واشنګټن او اسلام آباد سره ډېرې خرابې وې، کرزي په خپلې وروستۍ وینا کې هم خپل ځای ناستي ته دوه هغه هېوادونه چې کابل باید ورسره له ډېر احتياط څخه کار واخلي، امریکا او پاکستان یاد کړل.

د دوه اړخيزو اړيکو دا خرابوالی ان له ۲۰۰۸ کال څخه سرچینه اخلي، چې کله اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د کرزي په حکومت یې نیوکې پیل کړې. وروسته بيا دغه نیوکې هغه مهال لازیاتې شوې، چې کله په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو پر سر د ډاکتر عبدالله او کرزي ترمنځ اختلافات رامنځته شول او د افغانستان-پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ هالبروک د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنې پيل کړې. کای آيده په خپل کتاب کې ليکلي، چې ريچارډ هالبروک غوښتل، د کرزي او ډاکتر عبدالله ګډ حکومت رامنځته کړي.[1]

هغه مهال د افغانستان په خارجي سیاست کې بدلون راغی او د کابل پاملرنه د هند، روسیې او چین پر لور زیاته شوه. په ۲۰۱۰، ۲۰۱۲، ۲۰۱۳، ۲۰۱۴ کلونو کې کرزي چين ته سفرونه وکړل او په ۲۰۱۱ کال کې ماسکو ته ولاړ. په ۲۰۱۳ کال کې کرزي په لویه جرګه کې له امريکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کول رد او د افغانستان له سولې سره یې تړلي وبلل.

د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې چې کله اشرف غني د افغانستان ولسمشر شو، نو په ۲۴ ساعتونو کې دننه یې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، ترڅنګ یې پاکستان ته هم ډېر امتیازات ورکړل او په دې توګه د افغانستان خارجي سیاست کې یو ځل بيا ژور بدلونونه رامنځته شول.

په اوسني سفر کې اشرف غني ډېره هڅه وکړه، چې له امریکا سره د کابل خرابې اړیکې بېرته ورغوي، چې په خپل دغه هدف کې تر ډېره بريالی هم شو او په ټوليز ډول دا مهال کابل له دواړو (واشنګټن او اسلام آباد) سره د ښو اړیکو جوړولو په درشل کې دی.

 

د امریکا له سفر سره تړل شوې هیلې:

ولسمشر اشرف غني امریکا ته په سفر کې دوه مهم اهداف په پام کې درلودل. لومړی دا چې د هېواد له بودیجې سره د امریکا مرستې راجلب کړي او دویم دا چې په پسرلي کې د طالبانو پر بريدونو برلاسی شي. اشرف غني په دغه سفر کې له امریکا وغوښتل، چې د ۲۰۱۵ کال تر پايه له ۱۰ زرو څخه زیات سرتیري په افغانستان کې وساتي او د سرتېرو ايستل هم ورو کړي.

اشرف غني په خپلو دغو دوو موخو کې تر څه حده بریالی شو، اوباما د امریکايي سرتېرو د ايستلو د ورو کولو اعلان وکړ او هم یې پرېکړه وکړه، چې د ۲۰۱۵ کال تر پايه به له ۱۰ زرو څخه زیات سرتېري په افغانستان کې وساتي. د امريکا د مخکېنۍ پرېکړې له مخې، د ۲۰۱۵ کال تر پايه په افغانستان کې ۵ زره امريکايي سرتېري پاتې کېدل.

د دې ترڅنګ امریکايي چارواکو ژمنه وکړه، چې دوی به له کانګرس نه وغواړي، چې د افغانستان د ۳۵۲ زره اردو لپاره د ۴ ملیارده ډالرو مرستې اجازه ترلاسه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له اشرف غني او ډاکتر عبدالله سره ژمنه وکړه، چې له اداري فساد سره د مبارزې او ښې حکومتولۍ لپاره به له افغانستان سره هر کال ۸۰۰ ملیون ډالره مرسته کوي.

 

د سولې او جګړې په تړاو درې محوره پاليسي:

که تېرو ۱۴ کلونو ته ځير شو، هر کال د هوا له ګرمېدو سره په افغانستان کې د طالبانو بريدونه زیاتېږي او دا به لومړی ځل وي، چې اشرف غني به له داسې يوه وضعيت سره مخ کېږي. له همدې امله دا مهال کابل د طالبانو پرخلاف د جګړې او سولې په تړاو درې محوره پالیسي غوره کړې ده:

۱.  په لومړي ګام کې یې له طالبانو سره د خبرو اترو لاره پرانیسته.

۲.  په دويم ګام کې یې پر جګړه هم زور واچاوه او په هلمند او ځينې نورو مهمو سیمو کې يې د دوی پرخلاف عملیات ګړندي کړل، ترڅو حکومت د طالبانو پر راروانو پسرلنيو عملیاتو مخکې له مخکې برلاسی شي او د دوی زور وار له مخه مات کړي.

۳.  په درېیم قدم کې د سيمې د هېوادونو له لارې هڅه کوي، چې نه یوازې پر طالبانو فشار وارد کړي، بلکې پاکستان هم تر فشار لاندې ونيسي، ترڅو طالبان چمتو کړي، چې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته حاضر شي.

 

پر سوله او جګړه د وروستي سفر اغېزې:

د سولې ټينګښت دا مهال د افغانستان د ملي ګټو په سر کې ځای لري؛ مګر دا هم منل شوی حقيقت دی، چې سوله د دولت د وسله والو مخالفينو پر ځپلو او د جګړې د لاملونو په زياتولو سره نه شي ټينګېدای.

وروستي سفر که له امنيتي پلوه اشرف غني ډاډمن کړ؛ نو په بل اړخ کې به د سولې پروسې او له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه شته خنډونه لازیات کړل. د دولت وسله وال مخالفين چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې له ټول پوځي ځواک سره ونه ځپل شول؛ نو اوس هم دا کار ناشونی برېښي او لږترلږه لرې پرتې سيمې به په راتلونکو کلونو کې هم د وسله والو مخالفينو په ولکه کې وي.

که له يوې خوا له امریکا سره ښې اړیکې ساتل او له افغانستان سره د دوی اقتصادي مرستې د افغان حکومت د فعال بهرني سیاست ښودنه کوي؛ خو له بلې خوا د ملي وحدت حکومت له اوسنيو پاليسيو داسې ښکاري،  چې د سولې په لار کې شته خنډونه په زياتېدو دي او جګړه به لاپسې وغځېږي.

د سولې په تړاو له ټولو ژمنو سره سره چې د ملي وحدت حکومت مشرانو خلکو ته ورکړې وې، د شپږو مياشتو له تېرېدو سره لاهم د سولې خبرې نه دي پيل شوې او طالبان دې ته نه دي چمتو شوي، چې له افغان حکومت سره د خبرو اترو مېز ته کېني. ځينې عوامل يې په لاندې ډول دي:

  • د اشرف غني له واک ته رسېدو سره د امنیتي تړون سملاسي لاسلیک کېدل؛
  • په وروستي سفر کې د زياتې مودې لپاره د امریکایي سرتېرو د پاتې کېدلو غوښتنه؛
  • او د سولې د رښتينو هلو ځلو پر ځای د وسله والو مخالفينو پر ضد د عملياتو ګړندي کول او پر پوځي لاره تمرکز کول.

ولسمشر غني له امريکا څخه په مننه کې په خورا زيات افراط سره د افغانانو قربانۍ هم تر پښو لاندې کړې او همدا راز يې امريکا ته داسې وښودله، چې امريکا د امنيتي تړون په لاسليک کولو سره، چې افغانستان ته هېڅ امتياز نه دی پکې ورکړل شوی، له افغانستان سره ستر احسان کړی. په داسې حال کې چې همدا تړون او په لاسليک شوي ډول سره، د افغانستان د جګړې د غځېدا اصلي عامل دی.

افغان ولسمشر د سولې په برخه کې د سيمې هېوادونو ته هم پرله پسې سفرونه وکړل خو دا پاليسي هم ناکامه ښکاري او چین او پاکستان تراوسه په دې نه دي بریالي شوي، چې طالبان د سولې د خبرو اترو مېز ته کېنوي. د پاکستان د لوی درستیز هغه ژمنه هم، چې د مارچ مياشتې په منځ کې به طالبان د کابل له حکومت سره خبرو ته چمتو کړي، د ماتېدو پر لور روانه ده. د دې ترڅنګ کومې خبرې چې طالبانو له چین سره کړې، د طالبانو په وینا یوازې چین له خپل دریځ څخه خبرول وو.

پای

[1]  د هغو لاسوهنو ځينې جزئيات د رابرټ کېټس په کتاب‘Duty: Memoirs of a Secretary at War’  کې او يو شمېر نور يې د کای آيده په کتاب کې راغلي دي.

 

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *