اپټا تړون او د سیمه‌ییز اقتصادي پيوستون هڅې

 

له تېرو پنځو میاشتو راهیسې افغان جګپوړو چارواکو پاکستان ته، او پاکستاني جګپوړو چارواکو افغانستان ته ګڼ سفرونه کړي او د دغو رسمي سفرونو لړۍ لاهم توده روانه ده. په دې موده کې افغان ولسمشر اشرف غني په یوه رسمي سفر پاکستان ته تللی او د پاکستان لوی درستیز راحېل شریف او د پاکستان د استخباراتو مشر هم کابل ته څو ځله سفرونه وکړل.

په وروستي سفر کې، د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر او د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر پرویز خټک کابل ته سفر درلود. د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتول، د افغان سوداګرو ستونزې کمول او پاکستان له منځنۍ آسیا سره نښلول ښودل شوې ده. د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر هم، د افغان ولسمشر په بلنه له يوه ۲۰ کسیز پلاوي سره کابل ته په دوه ورځني سفر راغی.

پوښتنه دا ده، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر وروستی سفر د سیمې پر اقتصادي پيوستون يا (integration) او د افغان سوداګرو د ستونزو پر کمولو څومره اغېز ښندلی شي؟

 

سیمه‌ییز اقتصادي الحاق:

کله چې د يوې سیمې د هېوادونو ترمنځ د تجارت په مخ کې شته خنډونه راکم کړای شي او د دغو هېوادونو ترمنځ له یو بل سره په مالي تګلارو کې همکاري پيل شي، هغه مهال بيا دا هېوادونه له اقتصادي پلوه له یو بل سره نښلول شوي بلل کېږي.

سویلي آسیا یوه له هغه سیمو څخه ده، چې د سیمه‌ییز اقتصادي پيوستون ډېرې وړتیاوې لري؛ خو د سیاسي ستونزو له کبله لاهم د نړۍ له هغو وروسته پاتې سیمو څخه ده، چې د سیمې په داخل کې همکاري یې، له نشتوالي سره برابره ده.

که څه هم د سویلي آسیا هېوادونه ګډ تاریخ، ګډ کلتور، ګډې ژبې او له اقتصادي پلوه د یووالي ډېر لاملونه لري؛ خو بیا يې هم ترمنځ خپلمنځي تجارت ډېر محدود دی. د نړيوال بانک د یوې څېړنې له مخې، د سویلي آسیا د سیمې خپلمنځي تجارت د مجموعي تجارت یوازې ۵ سلنه برخه جوړوي؛ خو بل پلو د آسیان (ASEAN) هېوادونو ترمنځ خپلمنځي تجارت د مجموعي تجارت ۲۵ سلنه جوړوي[1]. دا چې ولې په دې سیمه کې اقتصادي الحاق ډېر محدود دی، ستر لامل یې د غړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلافات دي.

 

د اقتصادي الحاق غوښتنې:

په افغانستان کې د اشرف غني له واک ته رسېدو سره د سیمې د اقتصادي الحاق په تړاو تمې زياتې شوې. افغان ولسمشر چین ته د سفر پرمهال په “زېنوا” پوهنتون کې د وينا پر مهال د سیمې په اړه خپل لیدلوری او د افغانستان دریځ روښانه کړ. ولسمشر غني وویل، چې “موږ باید د طبیعي منابعو پرځای له خپل موقعیت څخه ډېره ګټه پورته کړو”؛ ځکه د ده په باور له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې د کانګو هېواد، چې ډېر طبیعي منابع لري، د خپل هېواد په GDP (Gross domestic product) يا ناخالص داخلي توليد کې یې ايله يو ميليارد ډالره زياتوالی راوستی دی. خو په بل اړخ کې سېنګاپور، چې هېڅ طبیعي منابع نه لري، د خپل هېواد “GDP” ۴۴ سلنه زیات کړ؛ ځکه نو موږ ته په کار ده، چې له خپل جغرافیايي موقعیت څخه ګټه پورته کړو[2].

پاکستان هم د تجارت په تړاو خپله تګلاره روښانه کړې او په دې اړه یې دا دریځ څرګند کړی، چې خپل تجارت به د منځنۍ آسیا او د آسیان له هېوادونو سره نه یوازې دا چې زياتوي، بلکې د دوی د پاملرنې لومړیتوب به هم، دغه سیمې وي[3].

د دې ترڅنګ، په کابل کې د هند سفیر “آمر سنها” له طلوع نيوز خصوصي تلويزيون سره په یوه مرکه کې داسې مهال له اپټا سره د يوځای کېدو غوښتنه وکړه، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر کابل ته په يوه رسمي سفر راغلی و. په کابل کې د هند سفیر وویل، هند هیله‌من دی چې په اپټا تړون کې به ګډ کړای شي او په دې اړه یې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته يو رسمي مکتوب هم استولی دی[4].

 

افغانستان-پاکستان-هند او اپټا تړون:

افغانستان په وچه کې محاط هېواد دی، چې له همدې امله له نړۍ سره د تجارت لپاره ترانزيټ ته اړتیا لري، ترڅو خپل توکي د ګاونډیو هېوادونو له لارې نړيوالو بازارونو ته انتقال کړي. د سردار محمد داود خان د صدارت پرمهال له شوروي او ایران سره ترانزیټي تړونونه لاسلیک شول او کله چې سردار محمد داود خان استعفا وکړه او پر ځای یې په افغانستان کې د ډېموکراسۍ لسیزه پیل شوه، نو د افغانستان-پاکستان اړیکې هم په تدریجي ډول د ښه کېدلو په لور ولاړې او بالآخره په ۱۹۶۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیټي تړون لاسلیک شو، چې وروسته بیا د اپټا په نوم سره یاد شو.

خو د شورویانو له وتلو وروسته په منځنۍ آسیا کې نوي بدلونونه، د افغانستان د کورنۍ جګړې پرمهال پاکستان ته د ځینې ترانزیټي توکو قاچاق، د افغانستان-پاکستان ترمنځ د پولې پر سر د توکو د لېږد-رالېږد ځایونو د زیاتولو او په کانټینرونو کې د مال لېږدولو اړتیا او ځینو نورو قضایاو له کبله[5] شونې شوه، چې دواړه لوري بیا له یو بل سره کېني او دغه تړون په ۲۰۱۰ کال کې يو ځل بيا نوی کړي. د ۲۰۱۰ کال د افغانستان-پاکستان ترانزیټي تړون له مخې، د پولو پر سر څو بندرونه نور پرانېستل شول او ترڅنګ یې پاکستان ته د منځنۍ آسیا لپاره لاره هم ورکړل شوه. په دغه تړون کې یوه ماده داسې هم وه، چې که اړتیا وه، نو په دغه تړون کې به بدلونونه راوړل شي.

څه موده وړاندې د افغان دولت له ټينګار وروسته پر دغه تړون بياکتنه وشوه او ویل کېږي چې دا ځل تاجکستان هم په دغه تړون کې شامل شوی او د دغه تړون مسوده د افغانستان-پاکستان-تاجکستان ترمنځ نهايي شوې او د درې واړو هېوادونو توافق پرې شوی دی.[6] له اپټا سره د تاجکستان يوځای کېدل د پاکستان په ګټه دي؛ خو د هند يوځای کېدل بيا د افغانستان لپاره مهم دي.

دا مهال هند هم له اپټا سره د يوځای کېدو غوښتنه کړې او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم له اپټا سره د هند له يوځای کېدو هرکلی کړی[7]. له بلې خوا افغان ولسمشر هم ويلي، چې کابل به له پاکستان سره منځنۍ آسیا ته د رسېدو لپاره هر ډول همکاري وکړي، خو په بدل کې افغانستان هم له پاکستان څخه ورته هیله لري، ترڅو دوی ته د سویلې آسیا په شمول هند ته لاره ورکړي[8]. مګر د اسلام آباد او نوي ډيلي اړیکو ته په کتو سره ناشونې برېښي، چې هند د دغه تړون يوه برخه وګرځي او یا هم هندي توکو ته اجازه ورکړل شي، چې د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي[9]. اسلام آباد له هند سره خپلو خرابو اړیکو ته په اشارې سره ويلي، چې دا به هغه مهال شونې وي، چې هند له پاکستان سره خپل مناسبات عادي کړي.

تراوسه داسې اټکل کېږي، چې اسلام آباد د ستراتيژيکو او امنیتي اندېښنو له کبله هند ته اجازه نه ورکوي، ځکه د جنرال پروېز مشرف له وخت راهیسې پاکستان پر هند ادعا لري، چې په قبایلو او بلوچستان کې د هندي استخباراتو له خوا لاسوهنې کېږي. ترڅنګ یې پاکستان له دې هم وېره لري، چې هسې نه هند ته د لارې له ورکولو سره، هند د افغانستان او منځنۍ آسیا بازارونه قبضه کړي او پاکستان چې په اقتصادي توګه د هند په پرتله کمزوری دی، له تاوانانو سره مخ شي.

له همدې کبله، ترڅو چې د پاکستان-هند او پاکستان-افغانستان اړیکې ښې او په افغانستان کې امنیت او سوله نه وي ټينګ شوي، منځنۍ آسیا له سویلي آسیا سره له ترانزیټي پلوه، نللیکو او تجارتي اړیکو کې نښلول يوازې يوه خوب ته ورته ښکاري.

 

د کابل-اسلام آباد وروستۍ اړیکې:

کابل ته د پاکستاني چارواکو سفرونه د دې ښودنه کوي، چې اسلام آباد له کابل سره خپل څه نا څه رغېدلي مناسبات په همدې ډول ښه پرېښودل غواړي. له همدې کبله پاکستان له یوې خوا په تورخم او چمن کې وچ بندرونه جوړوي، ترڅو د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیز تجارت زیات شي او له بلې خوا په تورخم کې د افغان سوداګرو کابو ۹۰ سلنه توکي، په ۴۸ ساعتونو کې دننه افغانستان ته لېږدول کېږي. دغه راز داسې برېښي، چې له راروانې جون میاشتې وروسته به د افغان سوداګرو توکو ته له کراچۍ څخه تر پېښور او چمن پورې په رېل کې د انتقالولو اجازه هم ورکړل شي. د پاکستان د سوداګرۍ د وزير خرم دستګیر په وينا، پاکستان به تر خپلو پولو پورې سړکونه هم ورغوي. که دا پرېکړې عملي شي، په یقیني توګه به د دواړو لورو ترمنځ خپلمنځي تجارت زیات شي.

د دې ترڅنګ دا لومړی ځل دی، چې اشرف غني د کوزو پښتنو او د خيبر پښتونخوا اعلی وزیر په یوه رسمي سفر کابل ته رابولي. له دې وړاندې حامد کرزي د ژبې له ډېپلوماسۍ کار اخېست او د خيبر پښتونخوا ډېری پښتانه يې، لکه د اسفندیار ولي خان عوامي نشنل ګوند، د اڅکزي ګوند او د افتاب شیرپاو ګوند کابل ته رابللي وو. د خيبر پښتونخوا اعلی وزیر له ولسمشر سره د خپلو خبرو اترو پرمهال ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به په خېبر پختونخوا کې هغه افغان کډوال چې راجستر شوي نه دي، نه ځورول کېږي.

پای

[1] World Bank, Regional Integration in South Asia, 24 March 2014, retrieved at 16 April 2015, see it online:< http://www.worldbank.org/en/region/sar/brief/south-asia-regional-integration>

[2] په زېنوا پوهنتون کې د اشرف غني د لېکچر بشپړ متن لپاره، وګورئ:
http://president.gov.af/en/news/transcript-of-lecture-by-president-ashraf-ghani-at-xinhua-university-beijing

[3] DAWN, Asean, CARs new trade destinations, says Dastagir, 3 April 2015, retrieved at 16 April 2015, see it online: http://www.dawn.com/news/1173554/asean-cars-new-trade-destinations-says-dastagir

[4] Tolo News, Exclusive interview with Amar Sinha, the Indian Ambassador to Afghanistan, see it online:< https://www.youtube.com/watch?v=X7omuT8DmqE>

[5] Vaqar Ahmed, Afghanistan-Pakistan transit trade agreement, MPRA Paper No. 27157, 30 November 2010, retrieved at 16 April 2015, see it online:< http://mpra.ub.uni-muenchen.de/27157/1/MPRA_paper_27157.pdf>

[6] Customs Today, Pakistan, Afghanistan, Tajikistan near to finalize Trilateral Transit Agreement, 10 April 2015, retrieved at 16 April 2015, see it online:< http://customstoday.com.pk/pakistan-afghanistan-tajikistan-near-to-finalize-trilateral-transit-agreement/>

[7] Express Tribune, Regional trade: Kabul wants Delhi to join Pak-Afghan trade pact, 16 April 2015, see it online:< http://tribune.com.pk/story/870703/regional-trade-kabul-wants-delhi-to-join-pak-afghan-trade-pact/>

[8]  ولسمشرۍ ماڼۍ: رئیس جمهور غنی بر همکاری های تجارتی و ترانزیتی میان افغانستان و پاکستان تاکید کرد، په پرلیکه بڼه یې دلته ولولئ:
http://president.gov.af/fa/news/44653

[9]  د زياتو معلوماتو لپاره ولولئ: اشنا راډیو؛ پاکستان په اپتا کې د هند د ګډون غوښتنه رد کړه، ۱۵ اپریل ۲۰۱۵، په پرلیکه بڼه:
http://www.pashtovoa.com/content/pakistan-minister-of-commerce-says-before-joining-india-to-apta-trade-relations-should-be-nornalize-between-india-and-pakistan/2719817.html

 

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *