پاکستان ته د چين د ولسمشر سفر او پر سيمه يې اغېزې

 

پاکستان ته د چين د ولسمشر “شي جېن پېنګ” سفر، چې د تېر کال په سپټمبر مياشت کې د عمران خان ګوند د لاریونونو له کبله ځنډول شوی و، کابو اووه میاشتې وروسته د اپرېل په ۲۰مه او ۲۱مه ترسره شو.

په دغه سفر کې د چين جګپوړو چارواکو له پاکستان سره يو شمېر ژمنې وکړې، چې د چین په تاریخ کې بېلګه نه لري. د چين ولسمشر په پاکستان کې د پراخې پانګونې خبره وکړه او دا لومړی ځل دی چې چین په یوه بل هېواد کې د ترټولو زیاتې پانګونې اعلان کوي. د دې ترڅنګ دا د پاکستان په تاریخ کې هم لومړ ځل دی، چې یو بل هېواد په پاکستان کې په دومره لوړه کچه پانګونه کوي.

پاکستان دغه سفر ته ډېر ارزښت ورکړ او د نړۍ په مطبوعاتو کې هم په پراخه کچه منعکس شو؛ ځکه د پاکستان او چین اړیکې یوه ستراتېژيک اېتلاف ته ورته دي، کوم څه چې د سیمې پر سیاستونو د اغېزې ترڅنګ پر نړېوال سیاست هم پوره اغېز لري.

 

د چين-پاکستان د اړيکو شاليد:

په چین کې له کمونیستي انقلاب وروسته، شوروي لومړنی هېواد و چې د چين د خلکو جمهوريت يې په رسميت وپېژانده او په دې توګه شوروي لومړنی کمونېست هېواد هم شو چې چين يې په رسميت وپېژانده. همدا راز هند بيا لومړنی ناکمونېست او پاکستان بیا لومړنی اسلامي هېواد و، چې د چین د خلکو جمهوریت یې په رسمیت وپېژانده، کوم څه چې د چين-پاکستان پر اړيکو يې ترننه مثبت اغېز درلودلی؛ خو د پاکستان او چین ترمنځ ډيپلوماتیکي اړیکې بيا د ۱۹۵۱ کال د مې مياشتې په ۴مه پیل شوې.

په لومړيو کې د هند او چین ترمنځ مناسبات ښه وو او دوی به خپلو اړیکو ته د «هندي-چیني بهايي بهايي» شعار ورکاوه (یعنې چینایان او هندیان وروڼه دي). هغه مهال د پاکستان او چین اړیکې ډېرې ښې نه وې، ځکه پاکستان له امریکا او لوېدېځ سره د سېټو او سېنټو په تړونونو کې ننوتلی و. خو کله چې په تبت کې د چینایانو له خوا عملیات ترسره شول او هند “دلای لاما” ته پناه ورکړه او ترڅنګ يې د هند او چین ترمنځ د پولې پر سر اختلافات هم راپيدا شول، چې بیا په ۱۹۶۲ کال کې دا اختلافات په جګړه بدل شول، نو ورو ورو د پاکستان او چین اړیکې مخ په ښه کېدو شوې

که څه هم په پاکستان کې د جنرال محمد ايوب خان د واکمنۍ پر مهال د چين او پاکستان اړيکې ډېرې ښې نه وې؛ خو کله چې په ۱۹۶۲ کال کې چین له هند سره په جګړه کې ښکېل شو، د ایوب خان د بهرنیو چارو وزیر ذولفقار علي بوټو په يوه بريالي خوځښت کې، له چین سره په ۱۹۶۳ کال کې د سرحد تړون لاسلیک کړ او په دې توګه یې له چین سره خپلو اختلافاتو ته د پای ټکی کېښود او په دې توګه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژیکې ملګرتیا بنسټ یې هم کېښود.

په ۱۹۶۵ کال کې د پاکستان-هند له جګړې وروسته، د پاکستان او چین ترمنځ دفاعي اړیکې لا پراخې شوې او په ۱۹۷۲ کال کې یې د ستراتيژیکې ملګرتیا رنګ واخېست. چین د پاکستان او هند ترمنځ د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ کال په جګړو کې له یوې استثنا[1] پرته د پاکستان پشپړ ملاتړ وکړ.

همدا راز کله چې شوروي پر افغانستان یرغل وکړ، چین د پاکستان له دریځ څخه ملاتړ وکړ او ترڅنګ یې له پاکستان سره د “جي ایف ۱۷” جنګي الوتکو، الخالد ټانک او میزایيلو په جوړولو کې او د دغه هېواد له اتومي پروګرام سره هم مرستې وکړې.

د پاکستان او چین ملګرتیا په دومره ځواکمن شکل پیل شوې، چې ان دغو اړیکو غربي بلاک ته د پاکستان په تګ هم زيان ونه ليد؛ دا دواړه هېوادونه تر ډېره له هند سره ګډې دښمنۍ، اقتصادي او ستراتيژيکو ګډو ګټو یوځای کړي دي.

 

د پاکستان-چین د انرژۍ حوزه:

پاکستان، د شي جین پینګ سفر ته ډېر ارزښت ورکړ او په اسلام آباد کې یې ډېر تود هرکلی ورته ووايه. کله چې د شي جين پينګ الوتکه د پاکستان فضا ته داخله شوه، د ۸ پاکستاني جنګي الوتکو له خوا بدرګه شوه او په هوايي ډګر کې د پاکستان ټول سیاسي او پوځي مشران د ده هرکلي ته ولاړ وو.

د چین ولسمشر اسلام آباد ته په خپل وروستي سفر کې له پاکستان سره ۵۱ تفاهمنامې لاسلیک کړې او ترڅنګ یې د پاکستان-چین د انرژۍ حوزې تړون هم لاسلیک کړ، چې د ۴۶ میلیارډو ډالرو پروژې به پکې ولري. دا پيسې به په لاندې ډګرونو کې ولګول شي:

د انرژۍ په برخه کې به ۳۳.۷۹ ملیارد ډالره؛ د سړکونو په برخه کې ۵.۹۰ ملیارد ډالره؛ د رېل په برخه کې ۳.۶۹ ملیارد ډالره، پر ګوادر بندر به ۰.۶۶ ملیارد ډالره او د پاکستان-چین ترمنځ د اپتیک فایبر کرښې پر غځولو به ۰.۰۴ ملیارد ډالره ولګول شي.

چین به له ګوادر بندر څخه د تېلو او غازو یو نلليکه هم خپل هېواد ته وغځوي، چې دا به له یوې خوا د سمندر د اوږدې لارې واټن راکم کړي او له بلې خوا به د چین دا وېره هم ختمه کړي، چې دا تېل تر ډېره د هند تر سترګو لاندې راځي؛ ځکه تېل د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین توکی دی.

د دې حوزې له کبله به د چین پر سينکیانک ايالت هم مثبتې اغېزې پرېوځي؛ ځکه چینایان له تېرې یوې لسیزې راهیسې په دې بوخت دي، چې خپلې لوېديزې سیمې -په تېره بیا سينکیانک ايالت- په اقتصادي ډګر کې پرمخ بوځي او په دې توګه هلته روانې ناارامۍ ختمې کړي.

له بله پلوه، اوسمهال پاکستان نه یوازې دا چې د انرژۍ له کمبود سره مخ دی، بلکې د بې ثباتۍ او ناامنۍ له کبله نور هېوادونه په پاکستان کې پانګونه هم نه کوي. په همداسې مهال کې چین د پاکستان-چین د انرژۍ حوزې له کبله په پاکستان کې تر ۴۶ مېلیاردو ډالرو پورې پانګونه کوي. د چين دا پانګونه به د پاکستان اقتصادي پرمختګ خورا ګړندی کړي او ترڅنګ به يې د پاکستان د انرژۍ تقاضا هم پوره کړي.

 

د پاکستان-چین د انرژۍ حوزې پر وړاندې خنډونه:

د پاکستان-چین د انرژۍ حوزې پر وړاندې دوه ستر خنډونه شته دي، چې یو یې امنیتي قضیه ده او بل دا چې په دې اړه به د پاکستان د سیاسي ګوندونو ترمنځ اختلافات موجود وي.

په پاکستان کې ډېری پښتانه ګوندونه، لکه د اسفندیار نشنل ګوند، د اڅکزي ګوند، د افتاب شیرپاو د وطن قومي ګوند، د مولانا فضل الرحمن ګوند، د عمران خان تحریک انصاف ګوند، چې اوسمهال په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی او دغه راز د بلوچستان نور قومي ګوندونه، له داسې يوې طرحې سره مخالف دي، چې د دغې حوزې لیکه له بلوچستان او خیبر پښتونخوا څخه په لرې کولو سره، د پنجاپ له لارې د چین کاشغر ته وغځول شي؛ ځکه دغه حوزه د لومړي پلان له مخې له فاټا، بلوچستان او د پښتنو له سیمو څخه تېرېدله، خو په دغو سیمو کې د امنیت د نشتوالي له کبله دا پلان بدل شو او اوس به د پنجاب له لارې غځول کېږي.

له امنيتي پلوه دغې حوزې ته له څو اړخونو څخه ګواښونه متوجه دي؛ لومړی هغه يې داخلي دی ځکه دا حوزه فاټا او بلوچستان سیمو ته نږدې تېرېږي. که په دغو سیمو کې امنیت ټينګ نه شي نو د دغې حوزې بریالیتوب به له ګواښ سره مخ کړي. دویم دا چې په ګوادر کې امنیتي وضعيت خراب دی. همدا راز په افغانستان کې ناامني هم د دې حوزې د برياليتوب لپاره يو بل ګواښ دی، چې له همدې امله د چين ولسمشر هم پاکستان ته د خپل سفر پرمهال له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې له افغانستان سره خپل مناسبات عادي وساتي.

 

پر سيمه د دغه سفر اغېزې:

پاکستان ته د چين د ولسمشر سفر له څو اړخونو، پر سیمه اغېزې لرلی شي:

لومړی: دا سفر به د سيمې پر اقتصادي پيوستون، چې د افغان ولسمشر اشرف غني د بهرني سياست له مهمو او اساسي محورونو څخه هم دی، مثبتې اغېزې پرې باسي. د پاکستان-چین د انرژۍ حوزې څخه به کابل هم تر هغه مهاله پورې ګټه پورته کړي، ترڅو چې خپله د واخان له لارې له چین سره ونښلي. له دې لارې به د افغان-چین تجارت لازیات شي.

دویم: په سیمه ییز رقابت کې به هم، دغه سفر پر هند اغېزې ولري؛ ځکه د جنرال پروېز مشرف له واکمنۍ راهیسې داسې ګنګوسې دي، چې د چین سمندري ځواکونو په ګوادر کې يوه اډه ترلاسه کړې او یا یې هم د ترلاسه کولو هوډ لري. دا چې د ګوادر ژور بندر د هرمز تنګي په خوله کې موقعیت لري؛ نو په دې توګه به چین، د نړۍ د تېلو ۴۰ سلنه تګ-راتګ هم تر خپلو سترګو لاندې تعقیب کړي. د دې ترڅنګ به د چین او هند ترمنځ د هند په سمندر کې هم رقابت پیل شي.

درېیم: چین ته به د انرژۍ دغه حوزه ستراتيژيک ارزښت ولري، ځکه له یوې خوا به خپل پرمخ تللی اقتصاد د انرژۍ د نللیکو پرمټ ځواکمن کړي، له بلې خوا به منځني ختیځ او اروپا ته لنډه لاره ومومي. ځکه نو د انرژۍ د دغې حوزې خوندیتوب به هم د چین له ګټو څخه وي، چې دا بیا د چین-پاکستان ستراتيژیک اېتلاف نور هم ځواکمنوي او دغه حالت بیا د هند لپاره سر له اوسه له پاکستان سره د جګړې په تړاو سرخوږی جوړوي.

څلورم: چین په سیمه کې د امریکا-هند-جاپان-استرلیا د محور په مقابله کې خپل محور جوړوي، چې روسیه او پاکستان پکې راځي. له همدې له کبله بیجینګ غواړي، چې دا اېتلاف او اتحاد لا پياوړی کړي. چين په دې برخه کې تراوسه له روسیې سره د نللیکې یو داسې تړون لاسلیک کړی، چې تر ۴۰۰ ملیارد ډالرو پورې ارزښت لري او ترڅنګ یې چين په پام کې لري، چې له بیجینګ څخه مسکو ته د چټک رېل ګاډي یوه داسې پټلۍ هم وغځوي، چې تر ۲۴۲ ملیارده ډالرو پورې لګښت به پرې راځي.

بیجینګ اوس له پاکستان سره هم په یوه داسې حوزه کې ننووت، چې دغه ملګرتوب به نور هم پیاوړی کړي. له دې سره، چین د ورېښمو د نوې لارې له کبله غواړي، چې خپلې اړیکې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره له اقتصادي پلوه ونښلوي.

پای

[1] يوازې دا چې د پاکستان په ګټه او ملاتړ یې خپل پوځ او سرتېري پر هندي پولو ځای پر ځای نه کړل.

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *