وروستۍ ناامنۍ؛ عوامل او نړيوالې توطئې

 

سوله، ثبات او امنيت ټينګول د هر حکومت لومړني مسؤوليتونه دي، ترڅو د خپلو اتباعو ژوند، مال او عزت خوندي کړي؛ خو په افغانستان کې له تېرې يوې لسيزې راهيسې حکومت په خپل دې کار کې پاتې راغلی او ورځ تر بلې په هېواد کې ناامنۍ او سياسي بې‌ثباتي زياتېږي.

د نوي حکومت له جوړېدو او بيا د پسرلي د موسم له پيلېدو سره، د ټول هېواد په کچه خونړۍ امنيتي مخ په زياتېدو دي او د ناامنيو په وروستۍ څپه کې د جګړې لمن له سوېلي او ختيزو ولایتونو څخه شمالي ولایتونو ته هم، په پوره زور او زوږ سره روانه ده.

شنونکي په دې اند دي، چې په هېواد کې د ناامنيو وروستۍ څپه، د ملي وحدت حکومت داخلي او خارجي سیاست، د سیمې او نړۍ د استخباراتي شبکو دسیسې او ځينې نور سيمه‌ييز عوامل لري.

 

داخلي سیاست:

د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو سره يو شمېر داسې پرېکړې وشوې، چې پر نورو برخو د اغېزو ترڅنګ يې، د هېواد پر ثبات او امنيت هم اغېزې درلودې. له دې جملې څخه د امنیتي تړون لاسلیک کول، د پوځي عملیاتو پراخول او د داخلي اختلافاتو له کبله، د کابينې په جوړولو کې ناکامي د يادولو وړ دي.

  • امنیتي تړون:

اشرف غني د ټاکنو پر مهال د هېواد له يو شمېر سياسي شخصيتونو سره په کتنه کې ژمنه کړې وه، چې د امنیتي تړون لاسلیک به ځنډوي. د دغو سياسيونو له ډلې څخه يوه يې، چې څو اوونۍ مخکې یې له طالبانو سره په قطر کې کتلي وو، د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې اشرف غني د ټاکنو پرمهال، طالبانو ته هم په قطر کې دې ته ورته ژمنه ورکړې وه. خو د دې ژمنې خلاف د ملي وحدت د حکومت له اعلان يوازې څو ساعته وروسته، له امريکا سره امنیتي تړون لاسلیک شو چې په دې توګه د سولې پر وړاندې يو ستر خنډ واچول شو او طالبانو ته د جګړې غځولو شین څراخ ورکړل شو.

د طالبانو د پسرلنيو عملياتو له اعلان سره، چې طالبان یې د عزم په نامه نوموي، د افغانستان شمالي سیمې، په تېره بیا کندز، فاریاب او بدخشان ولايتونه د سقوط له ګواښ سره مخ شول. طالبانو د عزم عملیاتو په تړاو په خپله اعلامیه کې ويلي وو، چې په دغو عملیاتو کې به د بهرنيانو د پوځي اډو او استخباراتي او ديپلوماتیکو مراکزو ترڅنګ، افغان چارواکي، پوځي مامورين او سرتېري په نښه کړي[1]؛ ځکه د دوی په اند په افغانستان کې د امریکایانو جنګي فعالیت د امریکایانو له اعلان سره سم، پای ته نه دی رسېدلی.

په دې اړه طالبانو په خپله اعلامیه کې لیکلي: «که څه هم اشغالګرو اوس په افغانستان کې خپل جنګي فعالیت، پای ته رسېدلی اعلان کړی؛ خو په عمل کې یې د امنیتي تړون ترعنوان لاندې د افغانستان ځمکه او فضا په خپل واک کې ساتلي او هم یې په سیاسي، تبلیغاتي، کلتوري، تعلیمي او نورو ساحاتو کې اشغال د پخوا په څیر جریان لري، اوس هم د تیر په څیر د ولسي خلکو پر خلاف ډرون بریدونه او شپني عملیات ترسره کوي او د غبرګ-سري رژیم د جنګي سیستم ټول واک او قومانده په لاس کې لري.»[2]

همدا راز طالبانو په قطر کې د پګواش په کنفرانس کې هم، د امنیتي تړون لاسلیک کول د سولې د پروسې پر وړاندې خنډ بللی او په خپله اعلامیه کې يې ويلي: «متأسفانه هر کله چې اسلامي امارت د سولې په لور قدم اېښی، په مقابل کې د ستراتژیک تړون او امنیتي تړون په نوم عملاً د سولې مخه نیول شوې ده.»[3] دا چې طالبان په افغانستان کې د ناامنيو اصلي عامل بلل کېږي، ځکه نو د امنيتي تړون لاسليک هغوی ته د سولې پر ځای، د جګړې د دوام دليل وګرځېد.

  • پوځي عملیات:

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو له پسرلنيو عملیاتو مخکې په هلمند، غزني، ميدان وردګو، لوګر او نورو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پيل کړل او يو زيات شمېر کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅګ، ګڼ شمېر کسان پکې ونیول شول.

دغو عملياتو هم، په هېواد کې پر پراخېدونکو ناامنيو دوه ډوله اغېزې وکړې؛ له یوې خوا یې د طالبانو تود غبرګون راوپاراوه او له بلې خوا یې د جګړې لمن له سوېلي ولايتونو څخه شمالي ولايتونو ته وغځوله. په وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو له خوا هم په ډېر شدت سره د ازبک، چیچن، او نورو غیر افغاني ډلو پرخلاف عملیات وشول، چې له کبله یې د دوی او افغان طالبانو مخه د افغانستان د شمال پر لور شوه.

 

خارجي سیاست:

که څه هم اشرف غني تراوسه د يوه معتدل بهرني سياست په هڅه کې دی؛ خو له پاکستان سره نږدې کېدونکو اړيکو په تېره بیا د سولې په تړاو له دغه هېواد سره ټولې هیلې تړل، د روانو حالاتو تر شا یو لامل ګڼل کېږي. طالبان له تېرو څو کلونو راهیسې هڅه کوي، چې ځان د پاکستان له اغېزو څخه پاک او خپلواک وښيي. له همدې امله په ۲۰۰۷ کال کې د طالبانو يو مهم چارواکی ملا عبیدالله د پاکستان د حکومت له خوا ونیول شو او بیا په ۲۰۱۰ کال کې هملته ووژل شو. وروسته ملا برادر او د قطر دفتر د مشر طیب آغا وروڼه هم په پاکستان کې د فشار د وسيلې په توګه ونیول شول، چې په ټوليز ډول په دې موده کې ۲۲ جګپوړي طالب مشران د پاکستان په زندانونو کې وژل شوي دي.

طالبان د اشرف غني له دا ډول بهرني سیاست څخه خوښ نه دي؛ ځکه د دوی په اند دغه سیاست په افغانانو کې داسې ذهنيت خپور کړی، چې پاکستان به اوس طالبان کابل ته سپاري او سوله به ټينګېږي. طالبانو له همدې امله په ډېر شدت سره خپل پسرلني عملیات پیل کړل، ترڅو وښيي چې د دوی واک د پاکستان په لاس کې نه دی.

 

نړېوال لاملونه:

په افغانستان کې روانې ناامنۍ نړېوال لاملونه هم لري، چې له کبله یې جګړه د شمالي ولایتونو په لور وړل کېږي. د شمال په لور د جګړې تګ هم دوه اړخونه لري، چې يو يې په وزيرستان کې د پاکستاني پوځ عمليات او دويم هم په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور دی.

  • د وزيرستان عمليات:

کله چې د پاکستان د کراچۍ په هوايي دګر کې (د ۲۰۱۴ کال د جون په ۸مه) د پاکستاني طالبانو او د ازبکستان اسلامي غورځنګ له خوا بریدونه وشول، نو په غبرګون کې د پاکستان اردو (د ۲۰۱۴ کال د جون پر ۱۵مه) په وزیرستان او نورو قبايلي سيمو کې پوځي عملیات پيل کړل، چې لاهم روان دي.

د دغو پوځي عملیاتو له کبله ډېری چیچن، ازبک، ایغور او تاجک وسله‌وال اړ شول چې د افغانستان شمالي سیمو ته ځانونه ورسوي ترڅو خپلو سیمو ته هم نږدې شي.

  • داعش ډله:

دا چې په افغانستان کې رښتيا هم د داعش ډلې فعاليت شته دی کنه؟ لاهم یوه معما ده؛ خو د ولسمشر په ګډون جګپوړي افغان چارواکي د دغې ډلې د شتون په اړه څرګندونې کوي. د پارلمان د وکیلانو په اند داعش ډله د سیمې د استخباراتي کړيو پروژه ده او موخه يې په منځنۍ آسیا کې د ناامنيو جوړول دي. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې له همدې خبرې سره همغږي وښوده.

تراوسه ایله دومره معلومه ده، چې داعش ډلې د سيمې لپاره د خراسان تر نامه لاندې خپل امير ټاکلی؛ خو د دوی د فعالیتونو په تړاو له څو ویډیوګانو پرته، نور څه نشته. د جلال آباد په خونړۍ پېښه کې هم، چې په پیل کې په داعش وتپل شوه، د داعش ډلې له خوا د دوی لاس لرل رد شول.

که څه هم داسې برېښي چې داعش ډله په افغانستان کې تراوسه ملموس فعالیت نه لري، خو په وروستيو ناامنيو کې دا ډله هم د يوه عامل په ډول مطرح ده. افغان چارواکي هم د دې ډلې په تړاو د تبليغاتو په کچه کې څرګندونې کوي، په داسې حال کې چې د جګړې ډګر طالبانو او حزب اسلامي ډلو ګرم ساتلی؛ مګر دا چې افغان حکومت ولې دا ډول دريځ خپل کړی، په اړه يې لاندې نظرونه موجود دي:

لومړی: د داعش ډلې پر ضد د مبارزې تر نامه لاندې د نړيوالو مرستې راجلبول او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو موده غځول؛

دویم: داعش ډله د طالبانو پر ضد د فشار د وسيلې په توګه کارول کېږي، ترڅو هغوی سولې ته چمتو شي؛

خو په افغانستان کې د داعش ډلې د رښتيني شتون په تړاو بيا شنونکي په دې نظر دي، چې افغانستان د یوې بلې نړيوالې توطئې ښکار او ډګر ګرځي، چې له مخې يې امريکا په سيمه کې خپل رقيبان ځپي.

د دې ترڅنګ روسيه هم وخت ناوخت په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون په اړه اندېښنې څرګندوي او دا چې ازبک او چیچن وسله‌وال هم ځانونه خپلو سیمو ته نږدې کوي، داسې انګېرل کېږي چې ګويا له روسيې څخه د يوکراين بدل اخېستل کېږي.

پای

[1]  د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په اړه د خپرې شوې اعلاميې لپاره، وګورئ:
http://alemara1.org/?p=8338

[2] تېر ماخذ.

[3]  د طالبانو د اعلاميې د بشپړ متن لپاره، ولولئ:
الامارة، د پګواش په څېړنیز کنفرانس کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د پلاوي له لوري د لوستل شوې بیانیې متن، ۳ می ۲۰۱۵ کال:
http://alemara1.org/?p=10653

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *