د بې‌پيلوټه الوتکو بريدونه او امنيتي تړون

د «ملي یووالي» حکومت له تشکیل سره سم په خپل لومړني اقدام کې له واشنګټن سره لانجمن امنیتي تړون لاسلیک کړ. د حامد کرزي په مشرۍ پخواني حکومت له امریکایانو سره د تړون لاسلیک کول رد کړل. د افغان حکومت له لوري مذاکره کوونکي ټیم د وخت حکومت ته په خپل نظر کې لیکلي وو، چې امریکایان چمتو نه دي د افغان لوري غوښتنې ومني او دا تړون په همدې بڼه د افغانستان په زيان دی. د وخت ولسمشر حامد کرزي د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې سره سره هم، تړون لاسليک نه کړ.

یو له لانجمنو مواردو څخه په افغانستان کې مېشتېدونکو امریکايي پوځیانو ته د قضايي مصوونیت ورکړه وه. امریکایانو پر دې غوښتنې ډېر ټینګار کاوه؛ خو ښاغلي کرزي چې له امریکایانو سره يې د نژدې کار اوږده تجربه لرله، دا خبره درک کوله چې امریکایان به بیا-بیا ملکیان وژني او له قضايي مصوونیت څخه په ګټه اخیستو به یې څوک د محاکمې حق نه لري. د حامد کرزي او امریکایانو ترمنځ د لانجو یو لامل ملکي تلفات وو. کرزي یو ځل دا هم وویل چې که بیا ملکي تلفات پېښ شول، افغانان ښايي امریکایان «ښکېلاکګر» وګڼي.

تېره اوونۍ امریکايي بې پیلوټه الوتکو په جنوب ختیځ ولایت خوست کې پر یوې جنازې بمباري وکړه او ۳۴تنه ملکیان یې ووژل.[1] ويل کېږي، چې د سیمې خلک د يوه ځايي قومي مشر جنازې ته ورغلي وو او د بې پيلوټه الوتکې د بريد ښکار شول[2]، چې په قربانيانو کې يې يوازې د يوې کورنۍ شپږ تنه شامل دي. خو د «ملي يووالي» حکومت تر دې دمه کله هم د امریکایانو پر ړندو بمباریو نیوکه نه ده کړې؛ مګر د پخواني ولسمشر له خوا په خپره شوې اعلاميه کې دا پېښه په کلکه غندل شوې ده.

 د افغان حکومت سکوت

د ولسمشر غني په مشرۍ د «ملي يووالي» حکومت له امریکایانو سره د امنیتي تړون هغه نسخه لاسلیک کړه چې امریکايي ځواکونه یې له مخې قضايي مصوونیت لري. که څه هم د ۲۰۱۳م کال دودیزې لویې جرګې هم دا غوښتنه کړې وه چې دا بند باید لرې شي؛ خو د غني حکومت دا ماده څنګه چې وه، همداسې يې ومنله.

د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز له خوا په خپره شوې ستراتېژيکه رساله کې، چې د «امنیتي تړون علمي او حقوقي ارزونې» تر نامه لاندې خپره شوې او د امنيتي تړون په اړه د یو شمېر څېړونکو نظرونه پکې راټول شوي، همدا وېره څرګنده شوې چې د قضايي مصوونیت ورکړه به د امریکایانو په لاس د افغانانو د وژلو مجوز وي. که امریکایان افغانان وژني، افغان یې د پوښتنې حق نه لري. له بلې خوا، د ملي یووالي حکومت په لومړیو ورځو کې، په افغانستان کې يوه امریکايي قوماندان له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي وو، چې د غني حکومت د کرزي په پرتله له دوی سره ډېر همکار دی. دغه جنرال د دې همکاریو تفاوت د شپې او ورځې په څېر ښودلی و!

د ۳۴تنو ملکیانو د وژلو په تړاو د افغان حکومت سکوت ته په کتو سره، د امریکايي قوماندان خبره ډېره کره ثابتېږي. کله چې د امریکا ولس په اتلسمه پېړۍ کې د انګلیس استعمار پر ضد پاڅون کړی و، په باسټن کې انګلیسي اردو اووه تنه امریکایان وژلي وو چې تر ننه امریکایان هغه وژنه د «باسټن قتل عام» بولي او په هره مارچ مياشت کې د هغوی یاد تازه کوي؛ خو دلته ۳۴تنه وژل شوي لږترلږه افغان حکومت هم امریکایانو ته د «احتیاط» لارښوونه نه کوي!

 په افغانستان کې د بې‌پيلوټه الوتکو فعاليت

له امريکا سره په لاسليک شوي امنيتي تړون کې، د بې پيلوټه امريکايي الوتکو فعاليتونو او بريدونو ته، چې امريکايي جنرالانو ډېر ټينګار پرې کاوه، په ټول تړون کې هېڅ اشاره نه ده شوې، چې ايا بې پيلوټه الوتکې به په افغانستان کې دننه د کومو اهدافو لپاره، چېرته او څرنګه کارېږي او همدا راز به د افغانستان له خاورې څخه له افغانستانه بهر، لکه اوس چې په وزيرستان کې بمبارۍ کوي، څرنګه فعاليت لري؟ کوم څه چې له تېرو څو کلونو راهيسې امريکايي ځواکونو په خپلو پوځي اقداماتو کې ترټولو ډېر کار ترې اخېستی دی.

د بې پيلوټه الوتکو کنټرول په افغانستان کې د سي ای اې په غاړه دی او ټول فعاليت به يې اوس د پاکستان د شمسي اډې پر ځای له همدې ځايه رهبري کېږي. په ټوليز ډول په راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د امريکا د فعاليتونو مهمې برخې، لکه د سي آی اې او بې پيلوټه الوتکو د عملياتو او بمباريو په څېر، په دغه تړون پورې نه دي اړوندې شوې او ګونګې پرېښودل شوې دي.

سربېره پر دغو مسايلو، په ځينې هغو محرمو اسنادو کې چې د تړون په اړه د خبرو اترو لپاره ټاکل شوي افغان پلاوي، افغان چارواکو ته رالېږلي وو، راغلي چې امريکايي پلاوی د امريکا د استخباراتي شبکې او امريکايي بې پيلوټه الوتکو له هغه څه زياتې ازادۍ باندې ټينګار لري، چې په تړون کې يې يادونه شوې ده. په دغو اسنادو کې راغلي، چې په خبرو اترو لپاره د امريکا د حکومت له خوا ټاکل شوی پلاوی ټينګار کوي، چې (CIA) يا د امريکا استخباراتي شبکه او د بې پيلوټه امريکايي الوتکو عمليات به د دغه تړون تابع نه وي.

 د ملکيانو تلفات او عامه ذهنيت

د امریکايي ځواکونو له خوا افغان ملکیان داسې مهال وژل کېږي چې د حکومت پر ضد د طالبانو عملیات او دیپلوماسي دواړه له پخوا ډېرې چټک شوي دي.

د ملي یووالي د حکومت ستونزې له یوې خوا، د امریکایانو له خوا ملکي وژنې له بلې خوا او په دغسې وضعیت کې د طالبانو نرمښت ښايي د ولس او حکومت تر منځ واټن زيات کړي. د طالبانو وروستیو دیپلوماتیکو ګامونو وکولای شول چې عامه ذهنیت د دوی په تړاو تر ډېره بریده بدل کړي.

امریکایانو په تېرو دیارلسو کلونو کې د ښې حکومتدارۍ ژمنې کړې دي؛ خو حکومتداري د ښې پر ځای لا د وراني پر لور تللې ده. د امریکایانو له خوا ملکي وژنې او له افغان حکومت سره د چل او فریب چلند هغه لاملونه دي، چې د دوی پر ضد یې د افغانانو ترمنځ عامه کرکه او نفرت د تېر په پرتله څو چنده کړې ده.

پای

[1]  په انلاين بڼه يې وګورئ:

 http://www.khabarial.com/?p=140023

http://zhman.net/?p=47881

[2]  په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي، حیدرجان نعیم نقل قول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *