د روسیې او لوېدیځ روانه سړه جګړه او پر سیمه یې اغېزې

په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین له بحران سره ډېری سیاسي څېړونکو د روسیې او لوېدیځ په تېره بيا اروپا ترمنځ د دویمې سړې جګړې په اړه تبصرې وکړې او نړۍ یې د یوې نوې سړې جګړې پر خوا تللې وبلله. د اوکراین بحران لاهم نه دی ختم شوی او د روسیې-امریکا او لویدیځ اړیکې هم نه دي عادي شوې. په همدې حالت کې د روسي ولسمشر ولاديميرپوتین له تازه څرګندونو او بيا دغو څرګندونو ته د ناټو او امريکا له ځوابونو داسې ښکاري چې د روسیې-لویدیځ کړکیچ به نور هم ژور شي او دا نوې (دويمه) سړه جګړه به نور هم زور واخلي.

د دې ترڅنګ د روانې مياشتې (جون) پر ۲۴مه او ۲۵مه په بلجيم کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه هم وشوه، چې د روسیې، اروپا او افغانستان په تړاو پکې خبرې وشوې. دا چې نړۍ د یوې بلې سړې جګړې پر خوا روانه ده، د دغې نوې سړې جګړې شالید څه دی او د روسانو او اروپا ترمنځ د اړیکو دغه کړکېچن پړاو به پر سیمې او نړۍ او په تېره بيا افغانستان څه اغېزې وښندي.

د قضیې شالید

په ۱۹۱۷ کال کې په روسیه کې د کمونستانو له انقلاب سره د لوېديځ پانګوال نظام له یوه کمونست رقیب نظام سره مخ شو او بيا له دویمې نړېوالې جګړې وروسته په رسمي توګه د شوروي او لوېدیځ ترمنځ “لومړۍ” سړه جګړه پیل شوه، چې په نړيواله کچه يې د ژوند پر ډېری برخو اغېزې وښندلې. اروپا او امریکا د شورویانو او د کمونستانو د پراخېدونکي نظریې پرخلاف په ۱۹۴۹ کال کې په اروپا کې د ناټو سازمان جوړ کړ او د دغه سازمان په پنځمه ماده کې راغلي وو: «په یوه برید، پر ټولو برید دی!»

د دې ترڅنګ د امریکا ولسمشر ټرومین د خپل دکترین له مخې په آسیا او اروپا کې د کمونیزم نظریې حصار غوښت او وروسته بیا د “آیزن‌هاور” په دوره کې امریکا د منځني ختیځ او سوېلي آسیا هېوادونو سره یوځای د سیټو او سېنټو په تړونونو کې ننوت. دغو تړونونو پر شوروي څه اغېزه ونه ښندله خو کله یې چې پر افغانستان یرغل وکړ، د شوروي حیثیت ته يې زيان ورساوه او د نړۍ ډېری هېوادونه د افغان مجاهدینو تر شا ودرېدل چې له کبله یې شوروي له افغانستانه وتلو ته اړ شو.

نوې سړه جګړه

په ۱۹۸۹ کال کې چې کله شورویان له افغانستان څخه ووتل، نو په اروپا او منځنۍ آسیا کې د خپلواکۍ غوښتونکو، په افغانستان کې د دوی د پوځي، سیاسي او ډيپلوماتیکې ماتې او خپلو اقتصادي ستونزو له کبله بالآخره شوروي اتحاد منحل شو.  د شوروي اتحاد په منحل کېدو سره په ختیزه اروپا او منځنۍ آسیا کې یو شمېر هېوادونو خپلواکي ترلاسه کړه او د نړۍ پاملرنه یې د ځان په لور ورجلب کړه.

که څه هم په دغو هېوادونو کې یو شمېر واکمنان د شوروي اتحاد همغه پخواني کمونستان وو، چې په ځینې ځایونو کې د هغوی په لرې کېدو باندې د لوېدیځ او روسیې ترمنځ اختلافات راپورته شول او وروسته بیا دغه اختلافات په بحرانونو او جګړو واوښتل.

په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کال په جورجیا او اوکراین کې د روسي‌-پلوو پرخلاف پاڅونونه پيل شول، چې د ګلاب او نارنجي انقلابونو په نامه یاد شول. دغو پاڅونونو روسي‌پلوي واکمنان ګوښه کېدو ته اړايستل او له کبله یې د روسیې او لویدیځ اړیکې ورځ تر بلې کړکیچنې شوې. په ۲۰۰۳ کال چې په جورجیا کې لویدیځ پلوی حکومت راغی نو د جورجیا او د روسیې ترمنځ د «ابخازیه» او «سویلي اوزیتي» په سیمو لانجې پيل شوې. په ۲۰۰۸ کال کې دغه لانجې اوج ته ورسېدې او روسیې پر جورجیا یرغل وکړ چې له کبله یې د ابخازیې سیمې خپلواکي اعلان کړه.

همدا راز په ۲۰۰۴ کال کې په اوکراین کې روس-پلوي مشر “وېکټر یانوکووېچ” ټاکنې وګټلې؛ وروسته بيا خلکو د ټاکنو د پایلو پرخلاف نارنجي پاڅون پيل کړ، چې له کبله یې د اوکراین سترې محکمې د بیاټاکنو پرېکړه وکړه او په دویم ځل ټاکنو کې لویدیځ پلوي “وېکټور یوشېنکو” بريالی شو او په دې توګه د روسيې او لویدیځ اړیکې خرابې شوې؛ ځکه پوتین لویدیځ پر دې تورناوه چې د يانوکووېچ د بريا پر ضد پاڅونونو ته د لویدیځ له خوا لمن وهل شوې ده.

په ۲۰۱۰ کال کې بیا ټاکنې وشوې او دا ځل روس‌پلوي وېکټریانوکووېچ يو ځل بيا واک ته ورسېد اوا د هېواد بهرنی سیاست يې پر ناپېیلتوب متکي کړ. دغه حکومت له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې له اروپايي اتحادیې او روسیې سره ښې اړیکې درلودلې، خو کله چې وېکټر یانوکوېچ له اروپايي اتحادیې سره د ملتیا تړون پر سر خبرې اترې پيل کړی او خبره یوازې لاسلیک ته پاتې شوه، نو وېکټر یانوکوېچ د ماسکو د فشار له کبله په دغه تړون لاسلیک ونه کړ، چې له امله یې په اوکراین کې د يانوکووېچ پر خلاف پاڅونونه پیل شول او بيا په ۲۰۱۴ کال کې په يوه انقلاب بدل شول.

د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې لویدیځ پلوي سوداګر پوروشېنکو واک ته ورسېد او په جون مياشت کې يې له اروپايي اتحادیې سره د ملتیا تړون لاسلیک کړ؛ خو  د شوروي‌پلوي یانوکوېچ په لرې کېدو او له اروپايي اتحادیې سره د تړون له کبله د اوکراین په ختیزه برخه کې پاڅونونه پیل شول او د روسیې یرغل ته لاره پرانیستل شوه، چې له کبله یې وروسته د کریمیا روس‌نژاده سیمه د یوې ټولپوښتنې له لارې د روسیې برخه وګرځېده.

لویدیځ د اوکراین په قضیه کې تل د روسیې پر کړنو نیوکې کړې دي او ماسکو یې د دغه هر څه عمده لامل بللی دی. له همدې کبله يې له تېرو دولسو میاشتو راهیسې پر روسیې سخت بندیزونه هم لګولي دي او خپلې اړیکې یې تر ډېره حده له روسیې سره منجمدې کړې دي. د دې ترڅنګ روسیه له لویدیځ سره د سوریې او ايران په قضیه کې هم اختلافات لري.

د روسيې ګواښ او د لوېديځ غبرګون

اروپا ته د امریکا د دفاع وزیر سفر: د پوتین د تازه څرګندونو پرضد د امریکا دفاع وزیر ایشتن کارتر، اروپايي هېوادونو ته سفرونه وکړل. په دغو سفرونو کې تر ټولو مهم دا وو، چې امریکا به له دوو کلونو وروسته بیا اروپا ته خپلې وسلې ولېږدوي. په دې تړاو د ایستونیا، لیتونیا، لاتیویا، بلغاریا، رومانیا او پولېنډ چارواکو د امریکایانو د وسلو کوربه‌توب منلی دی. ویل کېږي چې امریکا به اروپا ته د یوه غونډ د اړتیاو په اندازه وسلې ولېږدوي.

د ناټو غبرګون: په اوکراین کې له یوه کال راهیسې د اختلافاتو، جګړو او د پوتین د وروستيو څرګندونو چې روسیه به ۴۰ قاره‌ویشتونکي توغندي په خپل اتومي سلاکوټ کې شامل کړي، تر ډېره حده اروپا پارولې ده. د روسیې د دغو کړنو په غبرګون کې ناټو په پولینډ کې د پوځي عملیاتو تمرینات پيل کړي او د جون په ۲۴ او ۲۵ نېټه یې د دفاع وزیرانو غونډه هم وشوه، چې پکې د اوکراین، روسیې او افغانستان په تړاو خبرې اترې وشوې. په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې ناټو به د خپل غبرګون-ځواک پوځي قطعې د سرتېرو شمېره له ۱۳ زرو څخه ۴۰ زرو ته لوړه کړي، همدا راز به خپلې اتومي وسلې هم نوې کړي.

د دې ترڅنګ به ناټو په شپږو اروپايي هېوادونو کې د ناټو وړې وړې قوماندانۍ هم جوړوي، چې تر ډېره به  د ختیزې اروپا په بلغاریا، ایستونیا، لاتویا، لیتونیا، پولینډ او رومانیه کې وي. دا حالت په ښکاره توګه د سړې جګړې د سیناریو ښودنه.

پر سیمه او نړۍ د پيل شوې سړې جګړې اغېزې

که څه هم امریکایان ځانونه د “دویمې” سړې جګړې له پيلېدو څخه ژغوري او په همدې موخه یو ځل د امریکا ولسمشر اوباما وویل، چې دا نوې سړه جګړه نه ده، بلکې دا د روسیې له خوا د اوکراین خوښه نه منل دي[1]. د امریکا دفاع وزیر هم اروپا ته په سفر کې ورته خبره کړې، چې دوی د سړې جګړې پیلول نه غواړي[2]؛ خو له دغو ډيپلوماتیکو احتیاطونو سره سره، د روسیې او لویدیځ ترمنځ نوې سړه جګړه په یوه غیر رسمي بڼه پيل شوې ده.

اوسمهال روسیه او لویدیځ په سړه جګړه کې سره بوخت دي؛ خو له روسیې وراخوا دغه سړه جګړه سوریې، ايران، اوکراین ، ختیزې اروپا او منځنۍ آسیا ته هم غځېدلې ده. روسیې په ملګرو ملتونو کې د بشار الاسد پرخلاف د لویدیځ قراردادونه ویټو کړل او ايران ته یې د Antey-2500 هواِيي دفاع سیستم پلورلو وړاندیز کړی. په اوکراین کې یې د کریمیا سیمه راخپله کړې او په ختیځه اروپا کې یې هم له ناټو سره رقابت پيل شوی دی.

همدا راز نوې سړه جګړه به له یوې خوا په سیمه کې د وسلو پر سر رقابت پيدا کړي او له بلې خوا که چېرې نړۍ بیا سره ووېشل شوه، ښايي کورنۍ جګړې هم زیاتې شي. ځکه د پوتین وروستۍ څرګندونې چې دوی به ۴۰ لويه‌وچه‌ویشتونکي توغندي په خپل اتومي سلاکوټ کې شامل کړي، اروپا او امریکا پارولې دي. امریکا هم د پوتين د دې خبرې په غبرګون کې په اروپا کې له خپل یوه پوځي غونډ سره د ټانکونو او نورو تجهیزاتو د ځای پرځای کولو تابيا کوي او په بل اړخ کې ناټو هم د غبرګون-ځواک قطعې د سرتېرو شمېره له ۱۳ زرو څخه ۴۰ زرو ته لوړه کړې او هڅه کوي، چې خپلې اتومي وسلې نوې کړي. د دې ترڅنګ به په اروپا کې شپږ وړې وړې قوماندانۍ هم جوړوي. دغه هر څه په سیمه په تېره بیا په اروپا کې د وسلو رقابت رامنځته کوي او له کبله به یې په هر هېواد کې د وسلو لوی شرکټونه نور هم ځواکمن شي. دغه د وسلو لوی شرکتونه به بیا په اوږده مهال کې د نړۍ پر امنیت هم ژوره اغېزه وښندي.

که په اروپا کې همدا شان د روسیې او اروپايي ټولنې ترمنځ سړه جګړه او اړودوړ روان وي، نو دا به د اروپا په اقتصادي حالت ژوره اغېزه وښندي.  د بیلګې په ډول په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین صنعتي وده شل سلنه او اقتصادي پرمختګ یې ۱۰ سلنه راښکته شوی دی.

د ایکانومېسټ د یوې څېړنې له مخې د سړې جګړې تر پای پورې د نړۍ تقریباً ۱۸ سلنه خلکو د کورنیو جګړو ناخوالې لیدلې وې، ځکه د سړې جګړې یوه لوري به له یوه مخالف او بل لوري به له بل مخالف څخه ملاتړ کاوه او په دې توګه په نورو هېوادونو کې نيابتي او کورنۍ جګړې روانې وې؛ خو د سړې جګړې له ختمېدو سره نړۍ د سړې جګړې د پړاو په پرتله کمې کورنۍ جګړې ولیدلې؛ ځکه دا ځل مخالف ملاتړ کوونکي نه وو[3].

د دې ترڅنګ دغې سړې جګړې روسیه او چین له یو بل سره نور هم نږدې کړل. البته که روسیه غواړي، چې چین یې په دغه سړه جګړه کې ملګری وي، نو باید د چین په سویلي سمندر کې له بیجینګ څخه ملاتړ وکړي.

که څه هم امریکا او روسیې له تېرې یوې لسیزې راهیسې اختلافات لرلي دي؛ خو له د دغو اختلافاتو سره سره بیا هم دواړو هېوادونو په یو شمېر ډګرونو -لکه په افغانستان کې- له یو بل سره همکارۍ کړې دي. خو دغې نوې سړې جګړې د امریکا او روسیې ترمنځ د همکارۍ په ډګرونو هم اغېزه ښندلې او روسیې یو څه موده وړاندې د ناټو پر مخ اکمالاتي لاره هم بنده کړه.

[1] Office of the White House Press Secretary, ‘Statement by the President on Ukraine’, 29 July 2014, http://www.whitehouse.gov/the-press-office/2014/07/29/statement-president-ukraine

[2] Jonathan Beale, Moving ever closer to a new cold war, BBC NEWs, 24 June 2015, see online:< http://www.bbc.com/news/world-europe-33237439>

[3] How to Stop Fighting, Sometimes’, The Economist, 7 November 2013, http://www.economist.com/news/  briefing/21589431-bringing-endconflicts-within-states-vexatioushistory-provides-guide

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *