د ايران-لوېديځ اتومي توافق؛ پر افغانستان او سيمه يې اغېزې

له تېرو څو لسیزو راهیسې په منځني ختيځ کې د ايران اتومي پروګرام هغه مهمه قضيه وه، چې له کبله یې د ايران د اسلامي انقلاب اړیکې د سیمې له یو شمېر هېوادونو -په تېره بیا سعودي او اسرائیلو- سره  خړې پړې شوې. دغو هېوادونو نه یوازې دا چې پر اتوم سمبال ايران يې د خپل امنیت لپاره ستر ګواښ باله، بلکې په سیمه کې یې ايران د خپل نفوذ په لاره کې هم ستر خنډ او خپل رقیب باله. له همدې ځایه ځینې عربي هېوادونه او اسرائیل امریکا ته نږدې شول او ترڅنګ یې پر ايران د بندیزونو او بریدونو هرکلی وکړ.

د ايران د اتومي پروګرام پر سر د امریکا او ایران ترمنځ له تېرې یوې لسیزې راهیسې خبرې اترې روانې وې؛ خو دغه خبرې په تېره بیا د حسن روحاني له ولسمشر کېدو سره ګړندۍ شوې، له ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته ايران او امريکا لومړني توافق ته ورسېدل او له هغه لومړني توافق څخه څلور میاشتې وروسته بالاخره ايران او لویدیځ په ویانا کې د اتومي موافقې په تاریخي تړون لاسلیک وکړ.

په نړۍ کې د دغې موافقې پرخلاف او په ملاتړ زيات غبرګونونه ولیدل شول. ډېری هېوادونو د ايران او لویدیځ د اتومي موافقې هرکلی وکړ او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هم ټولو هېوادونو په ۲۲۳۱ پرېکړه‌لیک کې له دغې موافقې څخه ملاتړ وکړ. خو په بل اړخ کې دغې موافقې په منځني ختیځ کې مخالف غبرګونونه هم له ځان سره درلودل او له کبله یې د یو شمېر عربي هېوادونو او اسرائیلو اړیکې له امریکا سره خړې پړې شوې. امریکا هم له همدې امله ځينې هېوادونو ته د دفاع وزیر ایشتن کارټر واستاوه، ترڅو دوی ته ډاډ ورکړي. ایشتن کارټر تېره اوونۍ د سعودي له ملک سلمان سره هم ولیدل او په اسرائیلو کې يې له نتنیاهو سره هم وکتل.

د دې ترڅنګ، د لویدیځ په مطبوعاتو کې داسې خبرونه هم ترسترګو کېږي، چې امریکا به له اسرائیلو سره خپلې دفاعي اړیکې لا پياوړې کړي او پر مټ به یې د اسرائیلو مخالفت تر ډېره راکم کړي.

د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ايران د اتومي پروګرام په اړه توافق به، خپله پر ايران، په سیمه کې د ځواک پر انډول او په ټوله کې پر نړیوال سیاست اغېزې وښندي؛ خو دا چې د دغه توافق اغېزې به پر سیمه او افغانستان څه وي؟ هغه موضوع ده چې دلته يې څېړو.

د ايران اتومي پروګرام ته کتنه

د ایران اتومي پروګرام په ۱۹۵۷ کال کې هغه مهال پيل شو، چې کله امریکا «د سولې لپاره اتوم» تر نامه لاندې یوه تړون له کبله له ایران سره همکاري پیل کړه. وروسته بیا دغې همکارۍ د امریکا له خوا د (پنځه مېګاواټه تهران ریسرچ ریکټر) په ورکولو سره بدلون وموند[1]. هغه مهال ایران او امریکا ډېرې نېژدې اړیکې پاللې او تهران په سیمه کې د امریکا د ګټو ساتندوی بلل کېده.

رضا شاه پهلوي په ۱۹۷۴ کال کې د ایران د اتومي انرژۍ سازمان جوړ کړ او هیله یې څرګنده کړه چې په شلو کلونو کې به د ۲۳ اتومي بټیو په وسيله ۲۳ زره مېګاواټه برېښنا تولید کړي[2]؛ خو په ۱۹۷۹ کال کې په ایران کې د اسلامي انقلاب له راتګ سره د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې د څو لاملونو له کبله خرابې شوې:

لومړی: د اسلامي انقلاب ترسره کوونکو له خوا پر غرب او امریکا نیوکې؛

دويم: د امریکايي ديپلوماتانو نیول؛

دريم: پر ایران بندیزونه لګول.

د اړیکو له خرابېدلو سره د امریکا له خوا له ایران سره د اتومي پروګرام، چې تر ډېره سوله‌ییز و، همکاري تم کړه. د دې ترڅنګ ایران له عراق سره په یوه اوږده جګړه کې ښکېل شو؛ خو د یو شمېر پوهانو په اند د همدغې اوږدې جګړې پرمهال، ایران وانګېرله چې باید د اتوم جوړولو په لټه کې شي، ترڅو د خپل هېواد امنیت تضمین کړای شي.

د نړیوال اتومي انرژۍ سازمان په اند، په ۱۹۸۷کال کې ایران له عبدالقدیرخان څخه ځينې تخنیکي مرستې ترلاسه کړې[3]. په نویيمه لسیزه کې د امریکا له خوا پر ایران یو شمېر اقتصادي بندیزونه ولګېدل او له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې دا بنديزونه نور هم زيات شول. په دغه پړاو کې ایران له ۵+۱ هېوادونو[4] او د اتومي انرژۍ له نړېوالې ادارې سره خبرې اترې وکړې، چې دا خبرې به هم کله ودرېدې او کله به هم بیا پيل شوې؛ خو دواړه لوري کومې موافقې ته پکې ونه رسېدل.

کله چې په ایران کې حسن روحاني انتخابات وګټل نو د اتومي پروګرام په اړه بیا خبرې اترې پیل شوې او د امریکا ولسمشر اوباما هم له روحاني سره ټېلېفوني خبرې وکړې او دا په تېرو څو لسیزو کې لومړی ځل و، چې د دواړو هېوادونو د جګپوړو چارواکیو ترمنځ مخامخ اړیکه ونیول شوه.

په پيل کې د روحاني له راتګ سره د امریکا او ایران ترمنځ پر یوه شپږ-میاشتني لنډمهالي تړون موافقه وشوه، چې له مخې به یې ایران تر شپږو میاشتو پورې یورانیم نه غني کوي او امریکا به پر ایران د اتومي پروګرام تر چتر لاندې نور بندیزونه نه لګوي[5]. خو وروسته بيا د سويس په لوزان ښار کې د ايران او ۵+۱ هېوادونو ترمنځ پر يوه اوږدمهالي تړون ابتدايي توافق وشو.

اوس له څلورو میاشتو خبرو اترو وروسته، د لوزان ابتدايي توافق، د ويانا په جامع او بشپړ تړون سره بدلون وموند.

د ايران-امريکا نااعلان شوی اېتلاف

په رسنیو کې د اوباما د دکترین په تړاو ډېر څه ویل شوي او خپله اوباما هم له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې په دې اړه خپل دکترین واضح کړ. ده وویل: “موږ په بشپړه توګه دې ته ژمن یو، چې هغوی [اسرائیل] په سیمه کې خپله نظامي برتري وساتي.” مګر اوباما د دې ترڅنګ غواړي، چې له کیوبا، ميانمار او ايران سره خپلې اړیکې د بندیزونو له ګرداب څخه راوباسي. له همدې ځایه ده، چې دوی له پنځو لسیزو راهیسې له کیوبا سره خپلې پرې شوې ډيپلوماتیکي اړیکې بیا ټینګې کړې او له ايران سره یې هم د داعش ډلې د پورته کېدنې پرمهال اتومي موافقه وکړه.

په همدې تړاو د بېروت امریکايي پوهنتون استاد پروفیسور دکتور احمد موصلي په دې اند دی، چې امریکایان په دې پوه شول، چې یو خو دوی د جګړې ډګر ته خپل پوځيان نه شي لېږلی او بل، یوازې ايران له تکفیریانو سره جګړه کولای شي. همدا لامل دی، چې امریکایانو له دوی سره اتومي موافقه وکړه او له کبله به یې د ايران پر اقتصاد هم ډېرې مثبتې اغېزې وکړي. د بېلګې په توګه ايران ته به خپلې کنګل شوې شتمنۍ بېرته ورکړل شي، چې تقریباً ۱۲۰ ملیارده ډالره دي. د ایران بانکونه به له SWIFT سره ونښلي. د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کال د اقتصادي بندیزونو له کبله چې د ایران د تېلو صادرات ۵۰ سلنه کم شوي وو، بېرته به زیات شي. د دې ترڅنګ ډېری نړېوال شرکتونه غواړي، چې په ايران کې پانګونه وکړي او ایرانی مارکېټ راخپل کړي.

دغه اتومي موافقه په داسې حال کې کېږي، چې له یوې مخې امریکا غواړي د داعش پرخلاف یو اېتلاف جوړ کړي او په همدې موخه څو ورځې وړاندې د امریکا لوی درستیز هم افغانستان ته راغلی و. د دې ترڅنګ ايران هم د خپل امنیت لپاره داعش تر ټولو لوی ګواښ ګڼي او په سیمه کې د داعش پرخلاف د یوه اېتلاف د جوړولو په هڅه کې دی.

پر سيمه د ايران-لوېديځ د اتومي توافق اغېزې

منځنی ختیځ: د ايران د اتومي پروګرام په اړه د ایران او لویدیځ اتومي موافقې په سیمه کې د سعودي عربستان او اسرائيلو غبرګون له ځان سره درلود؛ ځکه په سیمه کې ایران د دواړو هېوادونو رقیب دی. اسرائیل، ایران پر دې تورنوي چې له حماس سره مرستې کوي، د دې ترڅنګ ستراتېژيک او سيمه‌ييز رقابت هم ورسره لري او سعودي بیا له ایران سره ايډیالوژيک او ستراتیژيک رقابت لري.

اسرائیلو وار له مخه د ایران او لویدیځ ترمنځ اتومي موافقه یوه «تاریخي تېروتنه» بللې ده او ولسمشر نتنیاهو په دې اند دی، چې دغه موافقه به د څو اوونیو دننه ایران په یوه اتومي ځواک بدل کړي، د اقتصادي بندیزونو په لرې کولو سره به پر ايران د ملیاردونو ډالرو باران وشي، او پای به ایران دغه پیسې پر خپلو قاره‌ویشتونکو توغندیو ولګوي او ترڅنګ به یې په سیمه کې د حزب الله په څېر خپل حلیفان پياوړي کړي.

سعودي عربستان هم د دغې موافقې له کبله اندېښمن ښکاري؛ ځکه دوی هم له دې وېره لري، چې ایران اتومي ځواک نه شي. ځکه خو سعوديانو د امریکا د دفاع له وزیر ایشتن کارټر سره په کتنه کې دا پوښتنه مطرح کړه، چې که ایرانیانو له موافقې سرغړونه وکړه، نو آیا د امریکا له اقتصادي بندیزونو سره به بيا هم مخ شي؟ چې په اړه يې د امریکا دفاع وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ[6].

سویلي آسیا: پاکستان به دغه حالت ته په ښه سترګه وګوري، ځکه له یوې خوا به یې له ايران سره تجارت زیات شي او له بلې خوا به له ایران سره په هغو اقتصادي پروژو کې (لکه ایران-پاکستان-هند د غازو نلليکه) هم له سره کار پيل کړي، چې پخوا یې د امریکا د فشارونو له کبله کار نه و پرې پيل کړی.

هند هم د ایران د اتومي موافقې هرکلی وکړ او دا موافقه یې په خپله ګټه وبلله؛ ځکه د دغې موافقې له کبله به د ایران او هند ترمنځ د انرژۍ، تجارت او اقتصادي همکاریو په ډګرونو کې اړیکې لا پراخې شي.

ایران د تیلو او غازو ډېر منابع لري او هند بیا د نړۍ یو له ډېرو انرژۍ مصرفوونکی او واردوونکی هېواد دی. په دې برخه کې هند کولای شي، چې له ايران څخه غاز او تېل وارد کړي. په ۲۰۰۸-۲۰۰۹ کلونو کې هند تقریباً د خپلې ټولې اړتيا ۱۷ سلنه انرژي له ايران څخه واردوله، خو وروسته چې کله پر ايران اقتصادي بندیزونه ولګېدل او هند د امریکايي فشار او ستراتيژيکو عواملو له کبله د ایران-پاکستان-هند غاز نللیکې څخه په شا شو نو له ایران څخه د انرژۍ واردول هم ورځ تر بلې کم شول او اوس هند د خپلې مجموعي انرژۍ يوازې ۶ سلنه له ايرانه واردوي. د دې ترڅنګ به دغه موافقه په ترانزیټي برخه کې هم هند ته ګټې ورسوي او له کبله به یې د چابهار بندر له لارې ځان افغانستان او منځنۍ آسیا ته ورسوي.

پر افغانستان د ايران د اتومي توافق اغېزې

ډېری افغانان د ایران د اتومي موافقې له کبله اندېښمن دي، ځکه د دوی په ګمان له اقتصادي پلوه پورته کېدونکی ایران به په افغانستان کې خپل ستراتيژيک ملګري نور هم پياوړي کړي او له دې سره به افغانستان له یو کلتوري یرغل سره هم مخ شي. مګر ترڅنګ يې ځينې نور بيا دغه موافقه د افغانستان په ګټه بولي او استدلال کوي، چې له کبله به یې په تجارتي، ستراتيژيک او اقتصادي ډګرونو کې پر افغانستان مثبتې اغېزې وښندي. خو د دغو دوو استدلالونو پرخلاف، د ایران اتومي موافقه به پر افغانستان خپلې مثبتې او منفي اغېزې وښندي.

د افغانستان لپاره به هم له یوې خوا دغه حالت ښه وي؛ ځکه له ایران سره به په یو شمېر اقتصادي پروژو کې، لکه (د چین-افغانستان-ایران د غازو نلليکه کې) په ډېره آسانۍ کار وکړای شي، خو له بلې خوا به له ایران سره د غاز/تېل نللیکو په نورو پروژو کې په رقابت کې ښکېل شي؛ ځکه هر هېواد به غواړي چې دغه نللیکې د دوی له هېواد څخه تېرې شي. دا مهال د افغانستان لویه ستونزه دا ده، چې ورځ تر بلې پکې ناامنۍ زیاتيږي. له همدې امله يې نه پر کانونو عملاً کار شوی او نه هم د انرژۍ دغه نللیکې له دې سيمې تېرې شوې دي.

د ایران د اتومي موافقې له کبله به په نړېوال مارکېټ کې د تېلو نرخونه هم راولوېږي. ځکه ایران دا مهال په یوه ورځ کې تقریباً ۱.۲ ملیون بېرله تېل صادروي، خو دغه ارقام پر ایران د اقتصادي بندیزونو څخه وړاندې ۲.۲ ملیونه بېرله په ورځ کې وو. اوس به چې د دغې موافقې له مخې له ایران څخه اقتصادي بندیزونه لرې کړای شي، نو د ایران د تیلو صادرات به هم زیات شي او په نړېوال مارکېټ کې به د تیلو عرضه زیاته شي او له کبله به یې د اقتصادي اصولو له مخې د تیلو نرخونه راولویږي. افغانستان چې هر کال د تیلو په واردولو ډېرې پیسې مصرفوي، دا ځل به د ایران د اتومي موافقې له کبله د تیلو په واردولو کم لګښتونه ورکړي.

د ایران د اتومي موافقې له کبله به په افغانستان کې د ایران او امریکا ترمنځ همغږي زیاته شي. په کابل کې د ایران د سفیر، محمد رضا بهرامي په اند، له ایران څخه د اقتصادي بندیزونو په لرې کېدو سره به په افغانستان کې د ایرانیانو پانګونو ته هم مخه خلاصه شي. د ایران اتومي موافقه به په ترانزیټي برخه کې هم له افغانستان سره مرستې وکړي. د چابهار بندر چې د پاکستان د ګوادر بندر ته نږدې په ایراني سیمه کې د هند په مرسته جوړېده د نورو لاملونو ترڅنګ يې پر ایران د اقتصادي بندیزونو له کبله هم کارونه ځنډېدلي دي. اوس، چې له ایرانه به اقتصادي بندیزونه لرې شي او هند به په اقتصادي توګه په ایران کې ډېر دخیل شي؛ نو د دغه بندر جوړېدل به هم ګړندي شي او په ترانزیتي او تجارتي برخه کې به پر افغانستان اغېزې وښندي.

په تجارتي برخه کې به یې له نړۍ او هند سره تجارت زیات شي؛ ځکه د تېرو کلونو د تجربو له مخې افغاني سوداګر په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او حتی د پاکستان-افغانستان اړیکو له رغېدو سره هم افغاني سوداګر له مشکلاتو سره مخ دي. په بل اړخ کې د آپټا د تړون او د پاکستان-هند اړیکو له کبله افغانستان او افغاني سوداګر نه شي کولای چې د پاکستان له لارې له هند سره په نېغ ډول په تجارتي اړیکو کې غوټه شي.

افغانستان به منځنۍ اسیا ته د هندي صادراتي توکو په لاره کې هم ترانزیتي رول ولوبولی شي. ځکه هند یوازې د ایران له لارې له ترکمنستان سره اړیکې ټينګولای شي؛ خو تاجکستان چې هند ورسره تر ټولو زیاتې نږدې اړیکې لري، یوازې د افغانستان له لارې يې پيوستون شونی دی.

په منفي اړخ کې ځینې داسې اندېښنې هم شته، چې له ایران څخه د اقتصادي بندیزونو په لرې کېدو سره به ایران په خلاص مټ په افغانستان کې د داعش پر ضد خپلې هلې ځلې روانې کړي. که چیرې د ایرانیانو دغه هلې ځلې د افغان دولت له چینله همغږې نه شي نو شونې ده چې ایران به هم په افغانستان کې داسې ډلې چاغې کړي، چې له داعش سره وجنګېږي. دا نظر هم موجود دی، چې افغانستان به له دغه توافق وروسته د پاکستان، ایران او د سیمې د هېوادونو د نوې سیمه‌يیزې لوبې او نیابتي سیاست ډګر شي.

پای

[1] Iram Khalid & Rehana Saeed Hashmi, Iranian Nuclear Deal: Future Perspectives and Implications for the Region, Pakistan Vision, Vol. 15, No.1

[2] Arms Control, Timeline of Nuclear Diplomacy with Iran.

[3] Albright, D. (2007). Iran’s Nuclear Program: Status and Uncertainties, Washington DC: Congress Committee on Foreign Affairs.

[4] د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي او جرمني.

[5] Aljazeera, Shifting focus: Impact of Iran nuclear deal, 24 Nov, 2013, retrieved at 1 April 2015, see it online: < http://www.aljazeera.com/news/middleeast/2013/11/shifting-focus-impact-iran-nuclear-deal-2013112481732726811.html>

[6] د زياتو معلوماتو لپاره، وګورئ:
http://www.nytimes.com/2015/07/23/world/middleeast/iran-nuclear-deal-saudi-arabia.html?_r=0

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *