آيا امريکايان خپل پوځي مرکزونه هم په تېروتنه کې بمباروي؟
مقدمه
د لوګر د سيمهييزو چارواکو په وينا، د دغه ولايت په څرخ ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په بمبارۍ کې د ملي اردو 22 سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته، چې پېنځه تنه يې وژل شوي او 17 نور يې هم ټپيان شوي دي.
سيمهييز چارواکي وايي، چې د ملي اردو دغه پوسته مخکې له امريکايي ځواکونو سره وه او وروسته يې بيا افغان ځواکونو ته وسپارله.
افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو له راتګ وروسته، د ولسي وګړو د کليو او کورونو له بمبارولو ورهاخوا، د لوګر پېښې ته ورته هم ډېرې پېښې شوې دي، چې هغوی تل دا د خپلو ځواکونو تېروتنه بللې ده. خو ايا له دومره پرمختللې ټکنالوجۍ سره داسې تېروتنه شونې ده؟ او که تېروتنه نه وي نو بيا د دغسې بريدونو موخه څه کېدای شي؟
همدا موضوع د سياسي چارو شنونکي او د ويسا ورځپاڼې مدير مسؤول محمد زبير شفيقي د سيمهييزو او ستراتېژيکو څېړنو مرکز د پوښتنو په ځواب کې څېړلې ده:
تېروتنه که قصدي عمل
دا چې په لوګر کې امريکايي ځواکونو د ملي اردو داسې يوه پوسته بمبار کړه، چې تر دې مخکې د امريکايانو په واک کې وه او له دومره پرمختللې ټکنالوجۍ سره سره يوه تېروتنه بلل کېږي؛ مګر تېروتنه خپل تعريف لري او تېروتنه چې يو ځل وشي، خامخا څه لاملونه لري او د مخنيوي لپاره يې اقدام کېږي؛ خو کله چې دا تېروتنې په دوامدار ډول تکرارېږي، معنا يې دا ده چې د سمون اراده يې نشته او قصدي عمل دی.
په لوګر کې د افغان ځواکونو پر پوسته د امريکايانو د بريد يوه موخه، له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه د افغان ولسمشر وروستی دريځ هم کېدای شي؛ ځکه د حامد کرزي دا دريځ امريکايانو ته لويه خبره ده او د دوی غرور دا نه مني، چې کوم څوک دې له دوی سره مخالفت وکړي.
امريکايانو د ولسمشر کرزي له خوا د امنيتي تړون د نه لاسليک کېدلو له امله، له پوځي پلوه هم ځينې فشارونه راوړل، له تبليغاتي پلوه يې هم د خپلو مزدورو رسنيو له لارې فشارونه راوړل، مرستې يې بندې کړې او داسې هلې ځلې يې وکړې، چې ګويا افغان ځواکونه له بهرنيو ځواکونو پرته څه نه شي کولای؛ چې دا بريد هم د همدغسې فشارونو له لړۍ څخه يو فشار بلل کېدای شي.
پر پوځي پوستو، ولسي وګړو او د استوګنې پر سيمو بمبارۍ، د ولسي خلکو پر کورونو چاپې وهل او دې ته ورته کړنې اصلاً د امريکايانو اراده ده او قصداً دا کار کوي، ترڅو په دې توګه په ملت کې روانې ناخوالې ژوندۍ وساتي او په يو ډول دلته د دوی د پاتې کېدلو پلمه جوړه شي.
د بهرنيانو له سپکاوي ډک چلند
په لوګر کې پر افغان ځواکونو د امريکايانو له بمبارۍ وروسته، دا ځل هغوی تشه بښنه هم ونه غوښته او هغه يې يوازې تېروتنه وبلله، د امريکايي ځواکونو جنګي الوتکې ولې پر خپلو پوځي اډو نه ورتېروځي؟ د تېروتنې ټکی اصلاً دلته د سپکاوي په معنا دی.
امريکايانو له هماغه لومړي سره له افغانانو سره همدغسې له سپکاوي ډک چلند کړی، چې يو لامل يې هم د افغانستان هغه سياستوال دي، چې خپله قبله يې د بهرنيانو سفارتونه او بهرني چارواکي ګرځولي دي، که د افغانانو دريځ يو شي، بهرنيان به په افغانستان کې لومړی ناروا ګام اوچت نه شي کړای او که يې اوچتوي هم، په همغه ورځ به بښنه غواړي او پښېمانه کېږي به؛ له بده مرغه اوسمهال د ځينو افغاني تش په نامه سياستوالو هغه ذليلانه دريځ، چې په ډېره سپين سترګۍ د بهرنيانو په دا ډول وحشتونو سترګې پټوي، د دې لامل شوی چې بهرنيان نور هم جرئت واخلي او له افغانانو سره دا ډول چلند ته دوام ورکړي.
د مزدورو رسنيو دوه ګونی چلند
دا چې د لوګر له پېښې يوازې څو ورځې مخکې په کونړ ولايت کې د طالبانو له خوا د افغان سرتېرو د وژنې پېښه رسنيو په پراخ ډول خپره کړه او پوره سياسي ګټه يې ترې پورته کړه؛ خو د لوګر په پېښه ډېری رسنۍ حتی يو خبر هم نه خپروي، په داسې حال کې چې په کونړ کې د خپل دښمن له خوا وژل شوي وو او په لوګر کې د هغه چا له خوا بمبارېږي، چې د افغانستان د امنيت او د همدغو ځواکونو د ملاتړ نارې وهي.
افغانان بايد اصلاً له هغو مزدورو رسنيو څخه چې د پرديو په ډالرو باندې چلېږي او د هغوی د ارزښتونو لپاره کار کوي، دا تمه ونه لري چې هغوی دې د خپلو بادارانو وحشتونه ښکاره کړي. په تېرو ديارلسو کلونو کې وليدل شول، چې هغه تش په نامه مدني ټولنه چې په ډېر پوچ شکل د بهرنيانو په ډالرو راپورته شوې، همغه رسنۍ چې د بهرنيانو په پنډونو جوړې شوې دي، د افغانستان د ملت پر ضد خپرونې لري او په راتلونکي کې هم له هغوی دا تمه نه شي کېدای.
امنيتي که د ناامنۍ تړون
د امنيتي تړون حقيقت دا دی، چې زموږ درد نه شي دوا کولای او زموږ د ستونزو اصلي سرچينه همدا ده، چې نړيوالې ټولنې د افغانستان له ملت سره جفاوې او خيانتونه کړي، کومې ژمنې يې چې کړې وې، هغه يې نه دي ترسره کړې او که په راتلونکي کې دوی له افغانستان سره د ملګرتيا خبره کوي، نو بايد د افغانستان اړتياوې او ارزښتونه هم په پام کې ونيسي؛ کوم څه چې تر اوسه يې هوډ نه لري.
کله چې د هېواد نظامي ځواک هم خوندي نه وي، بيا نو له امريکا سره د تړون معنا څه ده، ولې امنيتي تړون وبلل شي. د ولسمشر کرزي وروستۍ غوښتنې هم له دې پرته بله معنا نه لري، چې که په افغانستان کې امنيت نه وي، نو د امنيتي تړون معنا څه ده؟ کله چې د افغانستان د ملت ژوند خوندي نه وي، امنيتي تړون له سره څه معنا نه لري او د هغوی د مرستو استدلال بې ارزښته دی.
له بلې خوا که امنيتي تړون وي او کنه، امريکايان اصلاً له افغانستانه د وتلو هوډ نه لري او لکه دا اوس چې ځينې امريکايي رسنۍ رپوټونه خپروي، چې که امنيتي تړون لاسليک هم نه شي امريکا د پخوانيو تړونونو له مخې په افغانستان کې پاتې کېدای شي، نو دې ته ورته ډېرې پلمې لټولای شي، چې دلته پاتې شي او يا هم د اوس په څېر چې په زور او جبر سره دلته پراته دي، همداسې به پراته وي.
خو کوم تړونونه چې امريکايان دلته د پاتې کېدلو لپاره استدلال پرې کوي، هغه لنډمهالي تړونونه وو، د افغانستان پارلمان هم رد کړي دي. کوم تړون چې افغانستان ته د امريکايانو د راتګ په لومړيو کلونو کې، د هغه وخت د بهرنيو او کورنيو چارو د وزيرانو له خوا له امريکايانو سره لاسليک شوی دی، موده يې پای ته رسېدلې ده او له لويه سره هغه ډېر ذليلانه او د غلامۍ تړون و، چې اوس هېڅ ارزښت هم نه لري.
امريکايان چې له افغانستانه د وتلو کوم ضرب الاجلونه ټاکي، موږ يې وينو چې نېټه يې رارسېږي او تېرېږي، ولسمشر کرزی هم په دې پوه دی، چې دوی له افغانستانه نه وځي؛ مګر دا چې د هغوی پر وړاندې مقاومتونه قوي شي او بالاخره په زور او شرمېدلې توګه له دې ځايه ولاړ شي. پای