پراخېدونکې ناامنۍ او د پردې ترشا اهداف

د ۱۳۹۳ لمريز کال له پيل سره سم د هېواد په کچه ناامنيو زور اخېستی او د دولت د وسله والو مخالفينو بريدونه زيات شوي دي. په دغو بريدونو کې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو درنې مرګ ژوبلې هم واوښتې.

شنونکي او د نظر خاوندان په دې اند دي، چې د حکومت له خوا په ارګ کې د نوروز د نمانځنې جشن جوړول هم، چې ټاکل شوې وه په پغمان کې ونمانځل شي، د همدغو ناامنيو له کبله دي.

د هېواد په کچه ناامنۍ داسې مهال زياتېږي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او د ناامنيو د لازياتېدو وړاندوينې هم شته دي؛ خو افغان چارواکي بيا هم په ډاډمنه فضا کې د ټاکنو د ترسره کېدلو ډاډ ورکوي.

د دغو ناامنيو د پراخوالي په تړاو د پردې تر شا موخې، د سياسي چارو شنونکي غلام جيلاني ځواک د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د پوښتنو په ځواب کې څېړلې دي:

په دې وروستيو کې د ټول هېواد په کچه ناامنۍ ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دي او د دولت وسله وال مخالفين هم په ټاکنو کې د خلکو د ګډون د مخنيوي لپاره له خپل ټول توان څخه کار اخلي. خو د ناامنيو د وروستيو پېښو څرنګوالي ته په کتلو سره دا پېښې د ډېرو پېچلو اهدافو لپاره وې او څو اړخونه درلودای شي.

ټاکنې:

د دغو ناامنيو يوه موخه هم د ټاکنو مسئله ده. د ناامنيو له وروستيو پېښو وروسته پر ټاکنو يو شمېر بهرني څارونکي هم له افغانستانه ووتل. که د دغو ناامنيو ترڅنګ د نوماندانو کمپاينونو ته وکتل شي، چې زرګونه خلک د نوماندانو په غونډو کې برخه اخلي، داسې ښکاري چې خلک به له هغو سيمو پرته چې په مطلق ډول د دولت د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې دي، په نورو سيمو کې له ټولو ستونزو سره سره په ټاکنو کې ګډون وکړي.

خو دا چې که ټاکنې رڼې هم ترسره شي او خلک ګډون هم پکې وکړي؛ مګر د ټاکنو نړيوال څارونکي د ټاکنو پر مهال نه وي، بيا به لوېديځ او هغو داخلي کړيو ته، چې نړيوالو استخباراتو ته کار کوي، يوه پلمه په لاس ورشي او ټاکنې به ناسمې بولي.

دا ښکاره خبره ده چې په ټاکنو کې درغلۍ خامخا کېدونکې دي او د تېرو تجربو په پام کې نيولو سره ښايي ډېرې پراخې درغلۍ وشي. خو پر ټاکنو د بهرنيو څارونکو د نشتون مسئله دا زمينه برابرولی شي، چې که د ټاکنو پايلې د نړيوالو او د هغوی د داخلي کړيو په خوښه نه وي، نو دا ټاکنې به د کړکېچ په لور بوځي.

پر لبناني رسټورانټ بريد او پېچلې استخباراتي جګړه:

د وروستيو ناامنيو يو بل ډېر مرموز اړخ هم د يوې سترې استخباراتي جګړې برخه بلل کېدای شي. د دغه اړخ يوه بېلګه هم پر لبناني رسټورانټ بريد او د هغه بريد د نه افشا کېدلو لپاره د بريدونو او وژنو پيل شوې لړۍ ده. په کابل کې پر لبناني هوټل له بريد وروسته د پېښو تسلسل له يو بل سره ډېر عجيب تړاو لري. پر لبناني رسټورانټ له بريد وروسته يو برېتانوی خبريال چې له يوې سويډنۍ راډيو سره يې کار کاوه، کابل ته راغی او غوښتل يې چې د ځينې نورو مسايلو تر څنګ پر لبناني رسټورانټ د بريد په اړه هم څېړنه وکړي؛ خو دغه خبريال يوازې دوې ورځې وروسته په کابل کې ووژل شو. دارنګه وژنه کومه اسانه خبره نه وه او ډېره شونې نه برېښې چې يو څوک دې د دوو ورځو په اوږدو کې د نوموړي خبريال د وژلو لپاره پلان جوړ کړي.

همدارنګه د افغان خبريال سردار احمد په اړه هم ويل کېدل، چې غوښتل يې د لبناني رسټورانټ د پېښې په اړه څېړنه وکړي؛ خو په سرينا هوټل د بريد پر مهال ووژل شول، چې دارنګه پېښې ډېرې پوښتنې راولاړوي. هر څوک چې د لبناني هوټل نوم اخلي، وژل کېږي؛ پوښتنه دا ده چې په دغه لبناني هوټل کې څه خبره وه چې دومره حساسيت يې په اړه موجود دی؟ دا پېښې په بشپړ ډول د مسئلې د ژوروالي څرګندويې دي.

د سولې خبرې اترې:

د دغو ناامنيو بله موخه هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو سبوتاژ کول دي. حامد کرزي څو ورځې مخکې په ډېره ډاډمنه لهجه وويل، چې “سوله راتلونکې ده او موږ له طالب مشرانو سره په اړيکه کې يو.” دا ډېره مهمه مسئله ده او ځينې کړۍ وروستي بريدونه هم په همدغو توافقاتو يا همدغه پرمختګ پورې تړلي بولي.

څو ورځې مخکې د انګلستان سفير هم په يوه مرکه کې په ډېر ډاډ سره دا خبره وکړه، چې د افغانستان حکومت له طالب مشرانو سره اړيکه لري او ترمنځ يې خبرې اترې روانې دي. نوموړي وويل چې د طالبانو رهبري هم اوس دې پايلې ته رسېدلې، چې د جګړې له لارې کوم حل ته نه شي رسېدلی.

د انګلستان د سفير دا خبره مهمه ځکه ده، چې نوموړی کوم غيرمسوول مقام نه دی، د انګلستان سفير دی او داسې څوک نه دی چې يوازې پر خپل شخصي تحليل اکتفا وکړي. د ده خبره خامخا د ډېرو دقيقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ده او بيا انګلستان هغه هېواد دی، چې ډېر دقيق استخباراتي معلومات لري، په ځانګړي ډول د طالبانو په تړاو په پاکستان کې له آی اس آی سره د هغوی تړاوونه او اړيکې.

نو ځکه په دې خبره باور کېدای شي چې دارنګه اړيکې په رښتيا هم شته دي او په دغو اړيکو کې څه پرمختګونه هم شوي دي او همدارنګه په طالبانو کې هم تر يوه بريده دا فکر رامنځته شوی، چې بايد د سولې خوا ته ولاړ شي. له همدې امله د سيمې له هېوادونو نيولې تر نورې نړۍ پورې ټولې هغه کړۍ، استخباراتي مؤسسې او هغه هېوادونه، چې موخه يې په افغانستان کې د جګړې دوام دی، غواړي چې د دغو هڅو مخه ونيسي او دا هلې ځلې سبوتاژ کړي او په داسې وخت کې د ناامنيو زياتېدل کېدای شي د دغو هڅو د مخنيوي يوه برخه هم وي.

امنيتي تړون:

د دې ترڅنګ د دغو ناامنيو يوه موخه هم د امنيتي تړون د نه لاسليک کېدلو موضوع کېدای شي، ترڅو يو ډول فشار پر افغانستان راوړل شي، چې که امنيتي تړون نه لاسليک کېږي، نو دا ډول پېښې به مخ پر زياتېدو وي.

خو په دې کې شک نشته، چې په دغو بريدونو کې به پاکستان هم شامل وي او طالبان به هم پکې شامل وي؛ ځکه د بېلګې په توګه په سرينا هوټل چې چا بريد وکړ، بالاخره افغانان دي، يهودو، نصاراوو يا عسويانو نه دی کړی! استخباراتي لوبې تل له داخلي عواملو په ګټې اخېستنې سره سرته رسېږي؛ له همدې امله دا بريدونه داخلي عوامل هم لري او دغه راز سي آی اې او نړيوال استخبارات چې په افغانستان کې کوم پروګرام عملي کول غواړي، په هغه کې کېدای شي د آی اس آی مرسته هم موجوده وي.

د راروانو ټاکنو مشروعيت او د کړکېچ د هواري لاره

که ناامنۍ همدا ډول مخ په پراخېدو وي، د راروانو ټاکنو مشروعيت به څومره تر پوښتنې لاندې راولي او تر کومه به د دې شونتيا وي، چې د هېواد په ټولو سيمو کې خلک د رايې اچونې مرکزونو ته ولاړ شي. دا موضوع د سياسي چارو شنونکي دوکتور مصباح الله عبدالباقي د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د پوښتنو په ځواب کې تحليل کړې ده:

که څه هم د افغانستان حکومت د ټاکنو د امنيت ټينګولو ډاډ ورکوي؛ خو په حقيقت کې د رايې اچونې مرکزونه او له لويه سره ټاکنې له پراخو ګواښونو سره مخ دي. اصلاً داسې مهال، چې بېلابېلې ډلې له اوسني نظام سره د نظر اختلاف لري، ټاکنې د ستونزې حل نه شي کېدای. د افغانستان اوسنۍ ستونزه جګړه ده او له جګړې څخه د خلاصېدو لارې چارې بايد ولټول شي؛ ترڅو چې د افغانانو تر منځ اختلاف موجود وي، جګړې او وينې تويېدونې به هم روانې وي.

خو جګړه او وسله ستونزه نه شي هوارولی؛ ترڅو چې د افغانانو تر منځ تفاهم رامنځته نه شي، ناامنيو ته د پای ټکی اېښودل ګران کار دی. هېڅ لوری هم د زور له لارې دا ستونزه نه شي هوارولی؛ بلکې روانو ناخوالو ته بايد يوازې او يوازې د بين الافغاني تفاهم او روغې جوړې له لارې د پای ټکی کېښودل شي.

د افغانستان روانه ستونزه به که څه هم بهرني عوامل هم ولري؛ خو يوازې په بهرنيو عواملو پورې تړل د ستونزې له هواري څخه سترګې پټول دي، داخلي لاملونه يې هم ډېر زيات دي. د ټولو په پام کې نيولو سره بايد د ستونزې حل لاره ولټول شي او ټول هغه عوامل وڅېړل شي، چې ناامنۍ يې زيږولې دي.

دا ستونزه به هغه مهال د هواري په لور ځي، چې لومړی د بين الافغاني تفاهم په پايله کې د افغانانو تر منځ يو عام تفاهم رامنځته شي، بيا يو لنډمهالی حکومت جوړ شي، وروسته په اساسي قانون کې تعديل راوړل شي او بيا د همغه اساسي قانون پر بنسټ ټاکنې ترسره شي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *