د اداري فساد د مبارزې د ماتو دوام

عبدالله الهام جمالزی؛ ليکوال، ژورنالست او د سياسي چارو شنونکی

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې، په هېواد کې د خدماتو په وړاندې کوونکو کليدي ارګانونو کې د پراخ اداري فساد د شتون خبره بیا را پورته کړې ده. د دې کمېټې غړو ویلي، چې د کډوالو او بیا راستنېدونکو، کار او ټولنیزو چارو او لوړو زده کړو وزارتونه او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو اداره، هغه ارګانونه دي چې په پراخ اداري فساد کې ښکېل دي.

دا یوازېني ارګانونه هم نه دي او نه اوس هغه وخت دی، چې اداري فساد پکې د پام وړ ګرځېدلی، د ملګرو ملتونو له خوا د وړاندې شوو احصاییو له مخې، له ۲۰۰۱ زېږدي کال راهیسې، له اداري فساد سره د مبارزې له ګڼو هڅو سره سره، دا ښکارنده د ودې په حال کې ده او د افغان دولت په بېلابېلو اداراتو او برخو کې يې غځونې کړې دي. د هغه تصور خلاف چې فکر کېده، د اداري فساد د مبارزې لپاره د سیاسي ارادې نشتوالی، د دغې ښکارندې د ودې ستر عامل دی؛ د اداري فساد عوامل ښيي، چې ریښې یې داسې ژورې او پېچلې دي، چې د افغانستان اوسنی دولت چې په جګړو، اقتصادي بې وزلۍ، بهرنیو لاسوهنو، بنسټیزو او اداراتي کمزوریو او په بېلابېلو برخو کې له بنسټیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، په یوازې سر په آسانۍ سره دا مبارزه بریا ته نشي رسولای؛ ځکه په ټولنه کې د منفي ښکارندو پر وړاندې د مبارزې اخلاقي او کلتوري کمزورۍ او څه باندې درې لسیزې جګړې او د پراخو پېچلو بهرنیو لورو ښکېلتیا او دغه راز د هېواد د راتلونکي په اړه د یوه ډاډ نشتوالي، له فساد سره د مبارزې پروسه نوره هم سخته او حتی غیر مؤثره کړې ده.

په ټولنه کې عمومي او اخلاقي کلتور او فرهنګ چې د لوټ، چور او تالان سره په یو ډول نه یو ډول عادت شوی، د مسؤولیت او قدرت او اداراتي کمزورۍ رول، د کاري امنیت نشتوالی، مصلحت اندیشي او زورواکي، د بهرنیو ځواکونو او لاسوهنو شتون، مافیايي کیفیتونه، د پیاوړو او پاکو نظارتي مراجعو نشتوالی، د راتلونکي په اړه نهیلي او پر راتلونکي بې باوري، د دولت د حاکمیت کمزوري، قومي او ټبر پالونکي اداراتي وېشونه، اقتصادي اړتیاوې او بې وزلي، ناامنۍ او په قضاییه قوه کې پخواني سیستمونه او پراخ فساد، بیا د شنونکو له انده له فساد سره په مبارزه کې په موثر مېکانېزم منفي اغیز غورځوي، چې په دې منځ کې مهم یې د نظام او سیاسي حاکمیت تداوم او پایدارۍ، د ډاډ او سیاسي ټیکاو نشتوالی دی.

په هېواد کې د اداري فساد د جرړو علمي څیړنې او شننې او په عواملو او په دې برخه کې د یوې جامع ملي حل لارې او تګلارې او مېکانیزم نشتوالی، د دې برخې تحلیل هم سختوي؛ خو په یوه لنډ نظر کې د قانون نه تطبیق، د عمومي ارګانونو سیاسي کېدل، معلوماتو ته د ټولنې نه لاسرسی او بېرته په اصلاح او سمون کې د هغوی نه ونډه، د بودیجو په اجرا او مدیریت کې د شفافیت، ځواب ویلو او مسؤولیت مننې د تضمین کوونکي سیستم نشتوالی، په خدمات وړاندې کوونکو ارګانونو کې د مؤثرو او کارندو مېکانېزمونو او پر هغو د څارنې نشتوالی، په دولتي برخه کې د کارکونکو تر منځ د انګېزې او تحرک نشتوالی او یا هم د قضايي ارګانونو ضعف، د اداري فساد په وده کې په یوه برسېرن نظر کې پام ځانته اړوي.

له همدې امله دي، چې د اداراتي سیستم د پېچلتیاوو له منځه وړل، په کارکوونکو کې د انګېزې روزل، د دغې مبارزې د بریا په موخه د خلکو او مدني ټولنې او خصوصي سکتور او دولتي ارګانونو تر منځ د همکاریو د سیستم رامنځته کولو، د ارګانونو او اداراتو تر منځ دوه اړخیزې او څو اړخیزې همکارۍ پیاوړي کول، د اداري فساد د مبارزې په تګلارو کې په کلکه په پام کې نیول هم اړین بریښي.

کابو ټول ملتونه، چې نظامونه لري او د چارو د منظمې ادارې اړتیا لري، د اداراتي سیستم اړتیا لري او حتمن يې تجربه هم لري، دا سیستمونه په مختلف ډول د ټولنې اړوندو اړتیاوو ته په پام سره وخت په وخت بدل شوي، نوي شوي او د خپلې ټولنې اړتیا هغه ډول چې بایده ده پوره کوي؛ چې عیني څه په افغانستان کې هم طبيعي خبره ده چې وو، دا چې تاریخ يې په څه ډول تر نن ورځې را رسېدلی بېل بحث دی؛ خو مهمه دا ده چې نن ورځ موږ یو منظم او د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویونکی اداراتي سیستم نه لرو.

زموږ اوسنی اداراتي سیستم د بروکراسۍ په علمي معنا، د هغې د وړاندې مهال له کاري سیستمونو هم ناکار او حتی خطرناک سیستم ته ورته دی او دا حالت نه یوازې بروکراسۍ، دولتوالۍ او د ملت د چارو سمبالښت ته سخت زیان اړوي؛ بلکې ورځ تر بلې د اداري فساد د مهلکې ناروغۍ د ژورېدلو زمینې هم برابروي.

هغه ډول قوانین او جوړښتونه، چې د اوږده مهال لپاره د افغاني ټولنې اړتیاوو ته ځواب ووايي نشته او دا ځکه چې دا سیستم او ډول ډېر وړاندې طراحي شوی او بیا هېڅکله هم چا بیاکتنه نه ده پرې کړې او نه هم جدي جدي پام ورته شوی، او د افرادو ده چې دا ستونزه تر پخوا ډېره پراخه شوې ده؛ ځکه مصلحتونو او یو شمېر نورو ستونزو د بروکراسۍ ملا ور ماته کړې. بله موضوع د امکاناتو ده، چې په دې برخه کې هم که کار شوی په درد یې ځکه نه دي خوړلي، چې که د پخوانیو دوسیو او ابزارونو په ځای کمپیوټر او مدرن وسایل ورکړل شوي، بیا هم په دودیز ډول کارول کېږي، چې دغه پرمختګ هم په درد نه دي خوړلي.

بل مهم څه دا دي، چې په بروکراتیک نظام کې که سیاست په هر لوري ځي کاري سیستم پر خپل ځای، چې دا د هېواد د اوږدمهالي ثبات لپاره ډېره مهمه خبره ده، د بروکراتیکو اصلاحاتو راوړل، د ادارو اصلاح کول او په دې برخه کې د بدلونونو راوړل، په اوسنیو شرایطو کې داسې ښکاري، چې د اداري اصلاحاتو مربوطېږي؛ په داسې حال کې چې اوس همدا اداره د تر ټولو په فساد کې ښکېلو ادارو په نوملړ کې راځي.

دغه راز له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې، د جامع او هر اړخیزو مطالعاتو او څېړنو په پایله کې، د لومړیتوبونو مشخص کول او په دې برخه کې د عملي ګام اخېستلو لپاره د پیاوړي هوډ شتون هم هغه انګیزه ده، چې دا مبارزه یوه ځای ته رسولی شي، کنه هسې به لکه دا اوس د اداري فساد په برخه کې ورځ تر بلې د زیاتېدونکې کچې د احصایې رپوټونه لولو او حتی له اداري فساد سره د مبارزې په نامه په جوړو شوو ادارو کې به هم د پراخ اداري فساد شاهدان یو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *