د افغانستان په اړه د منځنۍ آسيا او روسيې زياتېدونکې اندېښنې

د افغانستان په شمال کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د ډېری سيمو او ولسوالیو پرله‌پسې سقوط، د منځنۍ آسيا په هېوادونو کې اندېښنې زیږولې وې؛ خو د طالبانو له خوا د کندز ولايت له سقوط سره په دغو هېوادونو کې د اندېښنو نوې څپه راپورته شوه او اوس يې عملي هلو ځلو ته هڅولي دي.

د افغانستان په شمال کې د روانې ناامنۍ او بې‌ثباتۍ له کبله د منځنۍ آسيا هېوادونو په خپلو هېوادونو کې ځينې داسې تدابیر نیولي، چې د دوی هېوادونو ته د دغې بې‌ثباتۍ د غځېدلو مخنیوی به کوي.

دا چې په افغانستان کې د منځنۍ آسيا د اندېښنو تر شا څه دي؟ د روسیې زیاتېدونکې پاملرنه به په افغانستان کې کومه بڼه خپله کړي؟ آيا د مرستو له کچې ورهاخوا به په افغانستان کې هم د سوریې په شان بریدونه وکړي؟ او د دې ترڅنګ ولې په اوسني وضعیت کې کابل د شانګهای د همکاريو په سازمان کې د غړیتوب غوښتنه وکړه؟

 د منځنۍ آسيا او روسيې د اندېښنو عوامل:

په افغانستان کې د منځنۍ آسيا د ډېری اندېښنو تر شا لاندې عوامل دي:

لومړی: د افغانستان په شمال کې بې‌ثباتي

د کندز له سقوط څخه وړاندې او وروسته د افغانستان په شمال کې یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو ولکې ته ورغلې. په دې تړاو د لانګ وار ژورنال د څېړنې له مخې طالبان د افغانستان د ۳۹۸ ولسوالیو څخه پر ۲۹ يې بشپړه تسلط لري او ۳۶ ولسوالۍ بیا داسې دي، چې یوازې د ولسوالیو مرکزونه له حکومت سره دي او نورې ټولې سیمې یې د طالبانو تر ولکې لاندې دي. د کندز له سقوط سره، د افغانستان په شمال کې تقریباً ۹ ولسوالۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلې او د طالبانو له خوا د ولسوالیو د نیولو دا لړۍ له بدخشانه نیولې تر فاریاب پورې غځېدلې ده. په داسې حال کې، چې په شمالي افغانستان کې د ناامنیو دا کرښه د منځنۍ آسيا له درېیو هېوادونو سره نږدې پولې هم لري، دغه حالت د منځنۍ آسيا هېوادونه پارولي او له دې اندېښنه لري، چې د بې‌ثباتۍ دغه څپه منځنۍ آسيا ته هم خپره نه شي. له همدې کبله تاجکستان د کندز د سقوط په لومړیو ورځو کې له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې، په تاجکستان کې روسانو په خپله ۲۰۱ اډه کې لوړه نظامي ټکنالوژي ځای پرځای کړه او اوس د روسیې ګډ امنیتي سیسټم هم د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پر پولې امنیتي تدابیر زیاتوي.

دویم: د داعش په لیکو کې د منځنۍ آسيا د توکمونو شتون

په عراق او سوریه کې د داعش ډلې له راپيدا کېدو او هلته د “اسلامي دولت” له اعلانېدو سره سم د منځنۍ آسيا یو شمېر اتباعو له دغې ډلې سره بیعت وکړ. البته د داعش يا “اسلامي دولت” ډلې په لیکو کې د روسیې او منځنۍ آسيا د اتباعو په اړه کره څېړنې لاهم نشته دي؛ خو د رویټرز د يوه خبر له مخې روسي چارواکي په دې اند دي، چې داعش ډله کابو ۲۴۰۰ روسي نژاده او شاوخوا ۳۰۰۰ د منځنۍ آسيا د هېوادونو تابعيت لرونکي غړي لري.

درېیم: له داعش سره د منځنۍ آسيا د ځینو جنګي ډلو بیعت

د داعش ډلې له مشر ابوبکر بغدادي سره د منځنۍ آسيا یو شمېر جنګي ډلو بیعت کړی، چې پکې د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د اسلامي جهاد یووالی او جماعت الانصار ډلې شاملې دي. له داعش سره د دوی بیعت هم د منځنۍ آسيا او روسیې اندېښنې زیاتې کړي دي.

څلورم: په افغانستان کې د داعش ظهور

په افغانستان کې د داعش ظهور منځنۍ آسيا او روسیې ته بل سرخوږی دی. د دوی له ولسمشرانو نیولې تر دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو پورې ټولو له پيله په افغانستان کې د داعش د ظهور په تړاو څرګندونې کړې دي. په دې وروستیو کې د روسیې په دفاع وزارت کې د افغانستان په تړاو یو کنفرانس هم جوړ شو او روسي چارواکو په افغانستان کې تر ۳۰۰۰ پورې کسان له داعش سره تړلي وبلل.

 له افغانستان سره د روسيې پوځي مرستې

روسیې اوسمهال د پورتنیو اندیښنو له کبله له افغانستان سره مرستې زیاتې کړې دي. کابل هم، د روسانو او منځنۍ آسيا اندېښنې درک کړې او په دې وروستیو کې یې خپل بهرنی سیاست په یوه داسې لوري روان کړی، چې د بې‌ثباتۍ په له منځه وړلو او په امنیتي ډګر کې له دغو هېوادونو څخه مرستې ترلاسه کړي. په همدې تړاو کابل د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د غړیتوب وړاندیز وکړ او ترڅنګ یې له روسیې څخه د نظامي وسلو او جنګي هلي‌کوپترو مرستې هم وغوښتې.

د ملي وحدت د حکومت له راتګ سره، د افغانستان او روسیې ترمنځ ورځ تر بلې اړیکې پراخېږي. روسیې ته تراوسه د افغانستان ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت سلاکار او د ولسمشر لومړي مرستيال سفرونه کړي او په کابل کې هم د روسیې له ځانګړي استازي او سفیر سره د افغان چارواکو کتنې زیاتې شوې دي.

کابل د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په ۱۰مه نېټه له روسیې څخه د “ایم آی ۳۵” جنګي هلي‌کوپترو د رانیولو وړاندیز وکړ. ماسکو چمتو شو، چې دغه الوتکې افغانستان ته ورکړي، په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل، چې په روانه میاشت (اکتوبر) کې به د دواړو لوریو ترمنځ په دې تړاو یو تړون لاسلیک شي. همدا راز په دې وروستیو کې د روسیې د دفاع وزیر هم ویلي، چې روسیه چمتو ده له افغانستان سره په نظامي برخه کې هر راز مرستې وکړي. د ناټو سازمان لپاره د روسيې ځانګړي استازي الګیزنډر ګروشکو ویلي، چې افغانستان په یوازې ځان د داعش پرخلاف مبارزه نه شي کولای.

 آيا روسان به په افغانستان کې هم هوايي بريدونه وکړي؟

که روسان له افغانستان سره مرستې هم وکړي او بیا هم په هېواد کې حالات همداسې روان وي، نو آیا روسان به د سوریې په شان په افغانستان کې هم هوايي بریدونه وکړي کنه؟ په دې تړاو تېره اوونۍ په یو شمېر ورځپاڼو کې د افغانستان په شمالي سیمو کې د روسانو له خوا د سوريې په شان د هوايي بریدونو د احتمال په تړاو مطالب خپاره شول. البته دغه احتمال له دې فرضیې سره وتړل شو، چې که چیرې د افغانستان په شمالي سیمو کې ناامنۍ ورځ تر بلې زیاتې شي او حکومت د امنیت په ټینګولو کې پاتې راشي، نو ښايي دا کار وشي؛ خو زموږ په اند د روسانو د هوايي بریدونو دغه احتمال د لاندې عواملو له کبله په اوسنيو شرايطو کې ناشونی برېښي:

لومړی: روسیه وار له مخه د سوریې او اوکراین په قضیه کې ښکېل شوې ده او په دواړو قضیو کې نه یوازې دا چې د لویدیځ له توند غبرګون سره مخ ده، بلکې د اوکراین د قضیې له کبله د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ډېر اقتصادي بندیزونه هم پرې لګېدلي دي.

دویم: له افغانستان څخه د روسانو تېرې تجربې ته په کتلو سره به، روسان بیا خپله تېره تېروتنه تکرار نه کړي.

درېیم: په شمالي افغانستان کې د روسانو یوازینۍ وېره دا ده، چې منځنۍ آسيا ته بې‌ثباتي خپره نه شي؛ دوی تر ډېره له طالبانو څخه وېره نه لري؛ ځکه د قطر دفتر غړو له روسانو سره د خپلې ديپلوماسۍ له کبله هغوی ته جوته کړې وه، چې د طالبانو اجنډا یوازې د افغانستان تر سرحدونو پورې محدوده ده.

څلورم: روسان به داسې مهال چې طالبانو د داعش پرخلاف ځانګړی ځواک جوړ کړی، په شمالي افغانستان کې پر طالبانو بريدونه ونه کړي.

پنځم: روسان دغه کار د امریکا او ناټو د جدي مخالفتونو له کبله هم نه شي کولای.

شپږم: له دغه کار سره به افغان حکومت هم جدي مخالفت وښيي.

 د شانګهای په سازمان کې د کابل د غړیتوب غوښتنه

تېره اوونۍ د شانګهای د همکاريو د سازمان مشر، دمېتري میزنتسیف، ومنله، چې په دې وروستیو کې کابل په رسمي ډول په دغه سازمان کې د غړیتوب غوښتنه کړې ده. د اشرف غني له واک ته رسېدو سره، افغان چارواکو له روسانو او چینایانو سره په دې اړه خبرې کړې وې. خو کابل داسې مهال د شانګهای د همکاريو په سازمان کې د غړیتوب غوښتنه کوي، چې له یوې مخې کندز ولايت د څو ورځو لپاره د طالبانو ولکې ته ورغی او په شمال کې يو زيات شمېر ولسواليو سقوط کړی او له بلې خوا په افغانستان کې داعش ډله هم ورو ورو پښې ټینګوي.

دلته پوښتنه زیږي، چې که څه هم افغانستان په طبیعي توګه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړیتوب وړتیا لري؛ خو ولې يې له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې د دغه سازمان غړیتوب نه دی ترلاسه کړی؟ د دې لامل دا کېدای شي، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې امریکايي او ناټو ځواکونو حضور درلود او ترڅنګ یې د افغانستان بهرنی سیاست هم تر ډېره پر لویدیځ تکیه و. خو کله چې په ۲۰۰۹ کال کې امریکایانو له افغانستانه د وتلو اعلان وکړ، له همدغه کال راهیسې د حامد کرزي او امریکا اړیکې هم د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو له کبله خړې پړې شوې او ترڅنګ یې په افغانستان کې له ۲۰۰۹ کال راوروسته ناامنۍ هم اوج ته ورسېدې، نو افغانستان ته بالاخره په ۲۰۱۲ کال کې د دغه سازمان د څارونکي غړیتوب ورکړل شو.

د شانګهای په سازمان کې د افغانستان د پوره غړيتوب د غوښتنې لاملونه په لاندې ډول کېدای شي:

  • له چین او روسیې سره یې په امنیتي ډګر کې همکاري زیاته شي؛
  • په نظامي برخه کې له روسیې او چین څخه مرستې ترلاسه کړي؛
  • د “ترهګرۍ” پرضد د دغه سازمان له غړو هېوادونو څخه د مرستې ترلاسه کړي؛ ځکه د شانګهای سازمان د رامنځته کېدو بنسټیزه موخه هم د “ترهګرۍ” پر ضد مبارزه وه؛
  • په افغانستان کې د حکومتي ادعاو له مخې تقریباً ۳ ملیونه خلک په نشه‌يي توکو روږدي دي او په دې برخه کې هم د شانګهای د همکارۍ سازمان له افغانستان سره مرسته کولای شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله‌من دی، چې افغانستان به په دغه سازمان کې غړیتوب ترلاسه کړي. د افغانستان اوسنی وضعیت به هم په دې اړه مرستندوی رول ولوبوي؛ ځکه په شمال کې ناامنۍ دي، د هېواد په ځينو سيمو کې داعش ډله هم ورځ تر بلې پياوړې کېږي او امریکايي او ناټو ځواکونه هم د وتلو په درشل کې دي. همدا راز هند او پاکستان ته هم په دغه سازمان کې غړیتوب ورکړل شوی، چې دا به هم د افغانستان د غړيتوب لپاره مرستندوی رول ولوبوي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *