د ټاکنو د لومړنيو پايلو اعلان او روانه سياسي لوبه

د ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو د لومړنيو پايلو له مخې، دوکتور اشرف غني احمدزی د ۵۶ عشاریه ۴۴ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره، له خپل سيال ډاکتر عبدالله عبدالله څخه په غوڅ اکثريت مخکې دی. د لومړنيو پايلو له اعلان وروسته ډاکتر عبدالله عبدالله د موازي حکومت جوړولو ګواښ هم وکړ؛ مگر دا چې د ډاکتر عبدالله له خوا د ټاکنو د پايلو له منلو انکار او د بهرنيو لورو لاسوهنې د هېواد سياسي وضعيت کوم لوري ته بيايي؟ هغه پوښتنه ده، چې د ځينې نورو موضوعاتو ترڅنګ دلته شنل شوې ده.

په افغانستان کې د ټاکنو ناکامې تجربې

د ولسمشرۍ د نوماندانو له خوا د ټاکنو د پايلو نه منلو او د ټاکنيزې پروسې تحريمولو تاريخ، په افغانستان کې د نوي دېموکراتيک نظام له لومړيو کلونو راهيسې راروان دی. د طالبانو د رېژيم له نسکورېدو وروسته او د بن په کنفرانس کې د جوړې شوې لنډمهالې ادارې د قانوني مودې له پای ته رسېدو وروسته، په ۲۰۰۴ کال کې د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې. په هغو ټاکنو کې له حامد کرزي وروسته مخکښ نوماند محمد يونس قانوني و، چې حامد کرزي د ټولو رايو ۵۶ سلنه رايې ګټلې وې او د ښاغلي قانوني ټولې رايې ۱۶ عشاريه درې سلنه وې؛ مګر يونس قانوني د ټاکنو پايلې ونه منلې. دا هغه مهال و، چې افغانانو د لومړي ځل لپاره په ټاکنو کې ګډون کړی و او د ښاغلي قانوني دغه کار د ټاکنو پر پروسه خلک بې باوره کړل.

په ۲۰۰۹  کال کې بيا هم ډاکتر عبدالله عبدالله نه يوازې دا چې د ټاکنو پايلې يې ونه منلې، بلکې د حامد کرزي او د هغه د حکومت مشروعيت يې هم تر پوښتنې لاندې باله او په سږنيو ټاکنو کې هم ورته جريان تکرارېږي.

په تېرو څو پړاوونو ټاکنو کې د بېلابېلو لاملونو له مخې، له لويه سره د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره شرايط برابر نه وو او د ټاکنو په ترسره کېدو سره، په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت تمه نه وه. په تېرو ټاکنو کې د پراخو درغليو لپاره په سيستم کې لار هواره وه او په تېره بيا د امنيتي ځواکونو او د ټاکنو د کميسيون د سيمه‌ييزو دفترونو د غړو له خوا، په ناامنو سيمو کې د درغليو شونتيا ډېره زياته وه او همدغو درغليو د ټاکنو په وروستي پړاو کې يوه لوري ته دا پلمه په لاس ورکړه، چې د خپلې ماتې د توجيه لپاره پر ټوله پروسه د بطلان کرښه راکاږي.

په ټوليز ډول د دغو کلونو د ټاکنو تجربې وښودله، چې د افغانستان شرايطو ته په کتو سره، تر ډېره د ولسواکۍ تجربې دلته بې‌نتيجې دي او ډېری افغان سیاستوال، يوازې د ولسواکۍ هغه پروسې منلی شي، چې دوی واک ته ورسوي او بس. له بلې خوا تېرو پړاوونو دا وښوده، چې د ټاکنو په اړه د ډېموکراسۍ نارو تر ډېره نمايشي بڼه هم درلوده او په يو ډول په ټاکنو کې ستونزې راجوړې شوې دي او بيا بهرنيانو په خپله ګټه حل او فصل کړې دي.

د ټاکنيزو ډلو ستونزې

هغه څه مو چې د ټاکنو په پخوانیو پروسو کې ولیدل، دا وو، چې تر ډېره دوه ډوله شخصیتونه په ټاکنيزه سيالۍ کې سره مخ کېدل؛ لومړی هغه کسان چې په بهر کې یې لوړې زده‌کړې کړې وې، په ډېموکراسۍ او ولسواکۍ يې باور درلود، تر ډېره د لوېدیځ ملاتړ ورسره و او په عین حال کې يې د یوه ولسواک نظام د ټینګښت لپاره طرحې هم درلودې. بل لوری بيا په ۲۰۰۴ کال کې هم او په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې هم داسې کسان وو، چې په تېرو کورنیو جګړو کې ښکېل او خپله همدا سابقه يې د بريا راز بلله. د هغوی تر شا ډلې د بن د کنفرانس له مهاله بيا تر اوسه، په حکومت کې هم انحصاري او سهامي رول درلودلی دی.

په ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د لومړۍ کټګورۍ مخکښ نوماند بیا هم داسې څوک دی، چې په بهر کې يې لوړې زده‌کړې کړې دي او د نړیوال کار تجربه لري؛ خو په خپل ټیم کې یې بیا هم داسې ترکیب جوړ کړی، چې د سيال ټیم په څېر هغوی هم ډېری یې له ډېموکراسۍ او ولسواکۍ سره، د خپل نظر او تجربې مطابق چلند لري. له همدې امله له لومړي سره دا وېره له دواړو لورو وه، چې بایلونکی لوری به د پايلو د منلو زغم ونه لري؛ ځکه داسې برېښېده، چې د ولسواکۍ نارې يوازې د واک د ترلاسه کولو لپاره وهل کېږي.

د دې ترڅنګ له بېلابېلو بهرنیو هېوادونو او کړيو سره تړاو، د افغانستان پخوانۍ ستونزه ده، چې هر ځل يې د ټاکنيزې پروسې په دواړو ډلو کې څرک ليدل کېږي او د ټاکنو پر پروسې خورا زيات اغېز ښندي.

سياسي معاملې

د دويم پړاو ټاکنو د لومړنيو پايلو له اعلان وړاندې د سياسي معاملې انګېزه په ټولو لورو کې پياوړې شوه، ان تر دې چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر هم، چې په اوسني نظام کې د ولسمشر د ټاکلو د پروسې د يوازېني ارګان مشر دی، د دارنګه معاملې ننګه کوله.

د پردې تر شا د سياسي معاملې پر سر بحثونه د دې لامل شول، چې یو شمېر لورو د خپلې ونډې د زیاتولو لپاره پر خپلو مخالفتونو ټینګار وکړ او ځینې نورو بيا د خپلو درېيمګړو طرحو وړاندې کولو ته زړه ښه کړ، چې په پايله کې يې په لوړه کچه بهرنیو مداخلو ته هم لار هواره شوه. دې چارې له عامو افغانانو سره د ټاکنو د رول په اړه بېلابېلې پوښتنې راپورته کړې او په پراخ ډول پر ټاکنيزه پروسه د خلکو باور راکم شو.

له یوې خوا داسې انګېرنې هم شته دي، چې سيالې ډلې له دغه راز مخالفتونو او بېلابېلو غوښتنو سره د سياست په ډګر کې چانې وهي او په نظام کې خپلې راتلونکې ونډې پراخوي؛ خو د افغانستان د ثبات او امنیت په اوسني حالت کې دا ډول اقدامات کولی شي، له یوې خوا هېواد د بې‌ثباتۍ په لور بوځي او له بلې خوا پراخو بهرنیو مداخلو ته هم لاره هواروي.

په ټاکنو کې د بهرنيو لورو رول او اغېز

په ۲۰۰۹ کال کې کله چې يوه نوماند هم ۵۰ سلنه+۱ رايې ترلاسه نه شو کړای، هغه مهال له ډاکتر عبدالله عبدالله او حامد کرزي سره د ټاکنو د پايلو په اړه خبرو کولو لپاره جان کيري کابل ته راغی، چې د سفر پايله يې رغنده وه او ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو دويم پړاو ته له تګ څخه تېر شو.

جان کيري د امريکا ولسمشر بارک اوباما ته نږدې کس بلل کېږي، چې په ۲۰۰۹ کال کې سناتور و او اوس د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير دی. په ۲۰۰۹ کال کې د دواړو نوماندانو تر منځ د ټاکنو د ستونزې هوارول، د جان کيري لپاره يوه ديپلوماتيکه بريا وه، چې له همدې امله دغه امريکايی سناتور په ۲۰۱۰ کال کې هم د ولسمشر کرزي له خوا د خصوصي امنيتي شرکتونو د له منځه وړلو د موضوع په اړه او په بېلابېلو وختونو کې د نورو چارو د حل او فصل لپاره کابل ته استول شوی دی.

دا چې په وروستيو ټاکنو کې هم د امريکا رول جوت دی، د لومړنيو پايلو له اعلان وروسته ډاکتر عبدالله عبدالله په يوه غونډه کې ويلي، چې له جان کيري سره غږېدلی او نوموړی به کابل ته راځي او د ټاکنو په موضوع کې به مداخله  کوي. د دې ترڅنګ د لومړنيو پايلو تر اعلان مخکې هم څو تنه امريکايي سناتوران کابل ته راغلي وو او څو ورځې يې په دې اړه دلته له بېلابېلو لورو سره بحثونه درلودل. خو د دغو امريکايي چارواکو له اړيکو او بحثونو سره سره، ناخوښ نوماند د موازي حکومت د اعلانولو ګواښ وکړ.

د ډاکتر عبدالله له دغو څرګندونو وروسته د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم له نوماندانو سره د ټېلېفون له لارې په خبرو کې، له ناقانونه لارو د واک نيولو او ناقانونه کړنو په صورت کې د امريکا د همکارۍ بندولو ګواښ وکړ. که څه هم له دويم پړاو ټاکنو وروسته په پراخ ډول بحران جوړولو ته لمن وهل کېږي او د احتمالي بحران د رامنځته کېدو وېرې شته دي؛ خو د افغانستان اوسنيو شرايطو او د نړيوالې ټولنې دريځ ته په کتو سره، په دې اړه ډېره اندېښنه نه ترسترګو کېږي. مګر په ټاکنو کې د ټاکنيزو کميسيونونو پر ځای د بهرنيانو پراخ رول او د نوماندانو له خوا د بهرنيو لورو پر منځګړيتوب تکيې کولو، پر ټاکنو د افغانانو د باور راکمېدو ترڅنګ د پروسې د ناکامۍ معنا ودرلوده او د راتلونکي لپاره يې د دې پروسې بريا له ستونزو سره مخ کړه.

په ټوليز ډول داسې ښکاري، چې دغې ولسواکې پروسې د افغانانو لپاره هغه پايله له ځان سره نه درلوده، چې تمه يې ترې درلوده؛ مګر بالعکس بهرنيان له بېلابېلو لورو هڅه کوي، چې په افغانستان کې د يوه نسبي ځواکمن نظام د رامنځته کېدو مخنيوی وکړي. داسې برېښي، چې د  دغې پروسې په پايله کې به افغانستان د بحران په لور ځي، هغه که کومه سياسي معامله وي او که د پايلې له منلو پرته، د بلې هرې حل لارې له مخې، رامنځته کېدونکی حکومت وي.

پای

عبدالله الهام جمالزی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *