په ايران کې د افغانانو د اعدامولو دوام او د افغان حکومت کمزوری دريځ
په ايران کې د افغانانو د اعدام لړۍ له پخوا راهيسې روانه ده او په وروستيو کلونو کې يې زور اخېستی دی. په وروستۍ پېښه کې هم څو ورځې مخکې د ايران په اصفهان ښار کې د ايران د حکومت له خوا څو تنه افغانان اعدام شول.
دا ځل هم د معمول په څېر افغان چارواکو غبرګون وښود او د ايران له حکومت څخه يې خپلې غوښتنې تکرار کړې؛ خو دا چې ولې د افغانستان د حکومت له غبرګونونو او غوښتنو سره سره دا لړۍ روانه ده او ايران له خپل دغه کار سره کوم اهداف تعقيبوي؟ همدا موضوع په دې تحليل کې څېړل شوې ده:
په ايران کې د افغان وګړو وضعيت او د اعدامونو لړۍ
په ايران کې د افغان کډوالو وضعيت له هره پلوه له ګڼو ستونزو سره مخ دی؛ خو تر ټولو ځورونکې خبره دا ده، چې په دغه هېواد کې وخت ناوخت د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف په ډله ييز ډول افغانان اعدامېږي او حتی ځينې وختونه يې مړي هم خپلو کورنيو او خپلوانو ته نه سپارل کېږي.
کابو دوه کاله وړاندې په ۱۳۹۱ لمريز کال کې د ايران حکومت ۱۳ تنه افغان ځوانان اعدام کړل، چې مړي يې کورنيو او خپلوانو ته ونه سپارل شول او وروسته د دغه اقدام په غبرګون کې، ګڼ لاريونونه هم وشول او لاريونوالو په هرات کې د ايران په کونسلګرۍ بريد وکړ.
له هغې پېښې يوازې څو مياشتې وروسته، د کابو اتيا تنو افغان کډوالو د اعدام خبر هم ورکړل شو او د تخار ولايت د لسو تنو اوسېدونکو مړي يې، چې په ايران کې اعدام شوي وو، د هغوی کورنيو ته وسپارل شول او پاتې نور يې په ايران کې خاورو ته سپارل شوي وو.
د بښنې نړيوال سازمان هم څو ځله په ايران کې د افغانانو اعدام له ټولو نړيوالو قوانينو سرغړونه بللې او له افغان بنديانو سره يې په ايران کې کېدونکی چلند د اندېښنې وړ بللی دی.
که څه هم په ايران کې د مېشتو افغان وګړو، چې په بند يا اعدام محکوم شوي دي، کره شمېره نه ده معلومه؛ خو ويل کېږي چې کابو پېنځه زره افغانان په ايران کې د بند او يا اعدام په سزا محکوم دي.
دا چې که څه هم ځينې وختونه د اعدام شوو کسانو مړي د هغوی کورنيو ته سپارل شوي؛ خو د اعدامولو د لامل او د هغوی د جرم د اثبات په اړه هېڅکله هم معلومات نه دي ورکړل شوي.
په ايران کې د افغانانو د اعدامولو لاملونه او اهداف
لومړی خو دا چې د ايران قضايي نظام نه يوازې د افغانانو لپاره، بلکې د ايرانيانو لپاره هم بې رحمه نظام بلل کېږي او وخت ناوخت د نړيوالو له نيوکو سره مخ شوی دی.
تر ډېره په ايران کې د اعدام شوو افغانانو جرم د نشه يي توکو قاچاق ښودل کېږي؛ خو د دغې لړۍ کيفيت ته په کتو سره، د دغو اعدامونو له لارې نور اهداف هم تعقيبېږي او نورې انګېزې هم لري.
ايران تل د افغانانو اعدامول پر افغان حکومت د فشار د وسيلې په توګه هم کارولي او هر کله چې له افغان حکومت سره مخالفت ښيي، نو يا خو په ساړه ژمي کې افغان کډوال له ايرانه باسي، يا له افغانستان سره پر پوله د افغانستان پر خاوره بريدونه کوي او يا هم په ډله ييز ډول افغانان اعداموي.
يوه مهمه موضوع د نشه يي توکو ده، چې ايران او روسيې تل دغو هېوادونو ته د نشه يي توکو قاچاق، په افغانستان کې د امریکا د حضور له امله، د دوی پر ضد پورته کېدونکی ګام بللی او له همدې امله روسي او ناټو ځواکونو په ۱۳۸۹ لمريز کال کې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د نشه يي توکو پر ضد عمليات وکړل، چې د افغان حکومت غبرګون يې هم له ځان سره درلود.
داسې برېښي، چې له افغانستانه د بهرنيانو د وتلو او د سلما او کمال خان بندونو په څېر موضوعات هم په دې منځ کې مطرح دي او ایران د بېلابېلو لاملونو له مخې غواړي چې افغان حکومت ته له دې لارې يو پيغام ورسوي. د دې ترڅنګ په سیمه ییزه کچه په افغانستان کې د سولې او له افعانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې، سیاسي لوبې هم یو شمېر لورو په تېره بیا ایران ته دا انګیزه ورکړې، چې د خپلې ورانکارۍ د کچې په ښودلو سره د افغانستان په موضوع کې ښکېلو لورو ته ځان ورپه یاد کړي.
خو په ټوليز ډول د یوه هیواد اتباع په بل هېواد کې د ټولو نړیوالو قوانينو او دوه اړخیزو هوکړو خلاف اعدامېدل په دې معنا دي، چې د زور ویلو او توهین له لارې د خپل نفوذ د تپلو هڅه کوي.
د افغانستان د حکومت کمزوری دریځ
هرکله چې په ايران کې افغانان اعدام شوي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يې په اړه غبرګون ښودلی دی؛ خو د دغې ستونزې د پای ته رسولو لپاره تر اوسه کوم د پام وړ ګام نه دی اوچت شوی.
له لويه سره د ايران پر وړاندې د افغان حکومت دريځ خورا کمزوری دی، تل يې ايران ته امتيازونه ورکړي او هېڅکله يې هم د ايران د دا ډول کړنو پر وړاندې غوڅ دريځ نه دی نيولی. تېر کال کله چې په ايران کې د افغانانو د اعدام لړۍ په زور کې روانه وه، د بلخ ولايت په مزارشريف ښار کې يوه جاده د ايرانيانو په نوم ونومول شوه.
هر ځل چې په ايران کې افغانان اعدام شوي، حتی په کابل کې د ايران سفير يو ځل احضار شوی هم نه دی او نه هم ايران د افغان حکومت غوښتنو ته کوم ځواب ويلی دی.
تر اوسه د افغانانو د اعدام پېښې په ايران کې د افغانستان سياسي نمايندګيو ته له خبر ورکولو پرته ترسره شوې دي او د افغانستان حکومت په ډیپلوماټیکو اقداماتو کې څو ځله له ايراني چارواکو غوښتي، چې افغان بنديانو ته له کونسلي خدمتونو څخه د ګټې اخېستلو حق ورکړي او په اعدام محکوم شوي افغانان د افغان حکومت له خبرولو پرته اعدام نه کړي.
د محاکمې په جریان کې د مدافع وکیل لرل او دا چې د سیاسي نمایندګیو چارواکي د افغانانو د محاکمې له جریانه خبر اوسي، د کونسلي خدماتو یوه مهمه برخه ګڼل کیږي، خو په ایران کې افغان زندانیان له دغه حق څخه څه چې، حتی له بشري حقونو څخه بې برخې دي.
دا ځل هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له ايراني چارواکو وغوښتل، چې د افغانانو سزا دې له اعدام څخه دايمي بند ته تبديله کړي او د افغان بنديانو تر اعدامولو مخکې دې افغان حکومت ته خبر ورکړي.
تېر کال هم يوه افغان پلاوي په دې موخه ايران ته سفر وکړ، چې په عدلي او قضايي برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري پراخه شي او د دواړو هېوادونو تر منځ د بنديانو د استرداد په يوه قرارداد کې ۵۰ تنو افغانانو ته، چې په اعدام محکوم شوي وو، د دايمي بند سزا ورکړل شوه. خو تر اوسه داسې ښکاري چې په دې برخه کې د افغان حکومت هڅې بې ګټې دي او په ايران کې يې د افغان زندانيانو د وضعيت په ښه کولو کې کومه مرسته نه ده کړې.
په ایران کې د افغان زندانیانو د اعدام موضوع هر کال څو ځله راتودېږي او د افغان حکومت، ولسي وګړو او سیاسي ګوندونو اندېښنې راپاروي؛ خو بیا هم افغان حکومت تر اوسه نه دی توانېدلى، چې په دې برخه کې له ایران سره یوه توافق ته ورسېږي. دا چې افغان حکومت له خپلو اتباعو څخه په خپل وخت او جدي دفاع نه ده کړې، له همدې امله اوس د افغانانو پر وړاندې د ايران دارنګه کړې بېخي عادي شوې دي او د افغانستان حکومت غوښتنو ته هېڅ پام نه کوي.
ايران هېڅکله هم د افغانستان غوښتنو او دوه اړخيزو پرېکړو ته درناوی نه دی کړی او د ورته اقداماتو له لارې يې، د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره ګامونه اوچت کړي دي؛ مګر د افغانستان حکومت له بده مرغه دومره هم نه شي کولای، چې په ايران کې د هغو افغانانو، چې په زندانونو کې پراته دي او ډېری يې په اعدام محکوم شوي دي، کره شمېره معلومه کړي او يا هم د خپلو زنداني اتباعو پوښتنه وکړي. حتی کله چې په ايران کې افغانان اعدامېږي، د اعدام شوو وګړو مړي هم د ايران له دولت څخه نه شي ترلاسه کولای.
د افغانستان دولت بايد لږترلږه دا موضوع په نړيواله کچه مطرح کړې وای او په نړيوالو ارګانونو کې يې شکايت کړی وای. له بلې خوا ايران په افغانستان کې په پټ ډول ډېر ژور فعاليتونه لري، افغان حکومت بايد په افغانستان کې د ځينې ايراني بنسټونو پر فعاليت، چې د استخباراتي او نورو موخو لپاره د کارونې تورونه هم پرې شته دي، بنديز لګولی وای.
پای