په هند کې د ولسمشر څرګندونې او د متناقض سياست دوام

افغان ولسمشر هم د نورو سارک غړو هېوادونو د مشرانو په څېر، د نوي هندي لومړي وزیر، نریندرا مودي د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه، هندوستان ته ولاړ. د ولسمشر حامد کرزي دا سفر داسې مهال ترسره شو، چې يوازې څو ورځې مخکې په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ وسله‌وال برید وشو. طبیعي ده، چې د کونسلګرۍ برید پر سفر سیوری غوړولی و؛ خو حامد کرزي په هند کې د دغه هېواد له ټايم ورځپاڼې سره يوه مرکه کړې، چې دلته همدا د تحليل موضوع ده.

له ټايم ورځپاڼې سره د حامد کرزي مرکه؛ دوه ګونی سياست

ولسمشر کرزي په دې مرکه کې ويلي: «…ماته لوېدیزو استخباراتو د حمله‌کوونکو ټېلېفون شمېرې هم راکړې دي، دوی ماته د لشکر طیبه نوم راکړی دی…». کرزي زیاته کړه: «…مګر زه نه شم ویلي، چې د پاکستان امنیتي ادارې دې پکې ښکېلې وي». افغان ولسمشر له پاکستانه غواړي، چې د دغسې بریدونو مخنیوی وکړي. ولسمشر له دې نظریې سره هوکړه لري، چې دغه بريد دې له پاکستان سره تړاو درلود. حامد کرزي د لومړي وزیر نوازشریف پر نیت نېک نظر څرګند کړ، چې دی د افغانستان او هند لپاره ښه نیت لري. افغان ولسمشر په دې مرکه کې د تېر په څېر ویلي، چې د پاکستان له همکارۍ پرته، سیمه سولې ته نه شي رسېدلی.

په تېرو دیارلسو کلونو کې افغان حکومت تل د یوه علمي، منطقي او مدون بهرني سیاست د نه شتون له امله، له ډېرو ستونزو سره مخ دی. همدا د بهرني سیاست نه شتون به وي، چې د انګلستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر “جېک سټرا” د ښاغلي کرزي په اړه ویلي وو، چې «کرزی د هر مجلس په طبیعت غږېږي!» داسې ښکاري چې ښاغلي سټرا دې ولسمشر کرزی ښه پېژندلی وي.

د ولسمشر د پورتنۍ مرکې ټولې برخې هندي حکومت او ولس ته په زړه پورې دي. نیوکه پر دې نه ده، چې کرزی دې هندیان نه خوشالوي؛ خبره دا ده، چې کاش افغانستان د خپلو اوږدمهاله ګټو او مجبوریتونو په پام کې نیولو سره، د یوه منطقي بهرني سیاست خاوند وای. ستونزه دا ده، چې افغان ولسمشر له خپل ځانګړي عادت سره سرم، په هند کې کړې خبرې ډېر ژر هېروي او پر ځای یې متفاوت څه چې، شاید ان متضاد دریځ ونیسي. دا هغه څه دي، چې په تېرو دولسو کلونو کې په تکراري ډول پېښ شوي دي. ښاغلی کرزی که له پاکستاني جیو ټلویزیون سره مرکه کوي، هغوی ته ډاډ ورکوي، چې که د امریکا په ګډون هر څوک پر پاکستان یرغل کوي، نو دی به له پاکستان سره وي! دا مشکله څه، چې ناممکنه ده چې کرزی دې هم مهاله، هم له هند او هم له پاکستان سره تودې او نژدې اړیکي ولري. که دا ناممکن وي، دا نو بیا ممکنه ده، چې یوې خوا ته هم ډېر تمايل ونه کړي. که د ولسمشر کرزي دا تحلیل ومنو -کوم چې حالاتو ناسم ثابت کړی- چې د سولې په بهیر کې د پاکستان رول ډېر حیاتي دی، بیا نو دا پورته خبرې د افغانستان له ملي ګټو سره په ټکر کې دي. ښاغلي کرزي د مرکې په پای کې یو ځل بیا د سولې په بهیر کې د پاکستان پر رول ټینګار کړی، هغه رول چې پاکستان يې تل په لټه کې وي او د افغانستان دولت یې وړیا وربښي.

که ښاغلی کرزی واقعاً په همدې باور وي، چې له پاکستان پرته له افغان طالبانو سره د سولې خبرې کومې مطلوبې پايلې ته نه شي رسېدلی، بیا نو د افغانستان په کړکېچ کې د پاکستان رول کلیدي دی او باید چې افغان دولت په هېڅ صورت، د هند غوندې پاکستان ضد هېواد سره دومره خوږ نه شي.

دغه حالت چې دا تېر دیارلس کلونه پکې تېر شول، چې له یوې خوا پاکستان ته په غوښن رول قایلېدل او له بلې خوا بیا په هند کې پر پاکستان نیوکې، دا نو هغه متناقض سیاست دی، چې افغانستان یې نه د پاکستان باعتباره دوست کړ او نه هم د هند ستراتېژيک ملګری.

پای

ذاکر جلالي

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *