سمینار: افغانستان-پاکستان اړيکې؛ ماضي، حال او راتلونکی

د ۲۰۱۲ کال د دسامبر میاشتې  په ۱۲مه نېټهInstitute of Regional Studies یا (IRS) لخوا د “افغانستان او پاکستان اړیکې؛ ماضي حال او راتلونکی” تر عنوان لاندې جوړ شوي سیمنار کې د سیمه‌يیزو او ستراتیژیکو څیړنو مرکز يا (CRSS) پلاوي ګډون وکړ. په دغه سیمنار کې د يادې شوې موضوع په اړه د الخدمت فاونډیشن نائب رئیس ډاکټر محمد اقبال خلیل پاکستاني نقطه نظر وړاندې کړ او ویې ویل، چې د دې سیمې خلک په تېر کې یوځای سره اوسېدلي دي، بناء د دې سیمې د خلکو ترمنځ ډیر مشترکات شته دي. نوموړي د هغو هڅو او کوښښونو یادونه هم وکړه چې پاکستان یې له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو په لار کې سرته رسوي او په پای کې یې هغه اسباب او لاملونه هم یاد کړل چې د اړیکو د خرابیدو لامل ګرځیدلي شي.

د افغانستان نقطه نظر د سیمه‌يیزو او ستراتیژیکو څیړنو د مرکز د علمي بورډ غړي دکتور مصباح الله عبدالباقي وړاندې کړ. نوموړي د افغانستان او پاکستان اړیکې په دریو پړاونو ووېشلې چې لومړی پړاو یې له ۱۹۴۷م څخه د ۱۹۷۸م پورې دی، یعني د پاکستان د جوړیدو نه په افغانستان باندې د شوروي تر یرغل پورې، په دې پړاو کې اړیکې ډیرې ښه نه دي پاتې شوې، او لوی لامل یې د شوروي او امریکا ترمنځ د سړې جګړې دوام و، چی روسانو غوښتل افغانستان له پاکستان سره ښې اړیکې ونه لري ځکه هغوی پاکستان ته د امریکا د یوه اتحادي هیواد په سترګه کتل او له پاکستان سره د اړیکو د ښه کیدلو معنی د هغوی په نظر دا وه، چې د امریکا نفوذ او اغیزې به د شوروي اتحاد جنوبي سرحدونو ته ورسیږي.

دویم پړاو له ۱۹۷۸م څخه د ۱۹۹۲ پورې و، یعني د شوروي له یرغل څخه د کمونستانو د نظام د سقوط تر ورځې پورې، په دې ټوله موده کې چونکه افغانستان د یوه نماینده دولت څخه محروم و، ځکه په یو مقطع زماني کې خو افغانستان اشغال وه او نور هم په عملي توګه د اشغال په حکم کې و او د هجرت او جهاد په وخت کې د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ اړیکې ډیرې ښې او نږدې وې.

دریم پړاو له ۱۹۹۲م څخه د ۲۰۱۲م پورې و، یعني د کمونستانو د حکومت له سقوط څخه تر نن ورځې پورې چې په دې پړاو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو ډیرې لوړې او ژورې لرلې دي، چې مهم یې دا دي:

د اړیکو د جوړولو لپاره د زړه سوانده جهتونو نشتوالی

د جنګونو د مسلط کولو تصور او د هغې  رد عمل

د مکررو استبدالاتو (Replacements)  تصور او د هغې رد عمل

د بشپړ کنترول، ستراتیژیک عمق (Depth) تصور او د هغې رد عمل

له هند سره د افغانستان د اړیکو رد عمل

د مطبوعاتو او جمعي رسنیو اغیزی

ددی ترڅنګ نور اسباب او لاملونه هم شته چې په هغې رڼا واچول شوه، په پای کې په دې ټینګار وشو چې باید دا اړیکې ښې وساتل شي ځکه په دې کې د دواړو هیوادونو ګټې خوندي دي، او ددې یادونه وشوه چې هغه کوم اسباب دي چې دا اړیکې ښې کولی شي.

د پاکستان د سیمه يیزو څیړنو د مرکز(IRS) له ادارې سره په ملاقات کې د سیمه يیزو او ستراتیژیکو څیړنو د مرکز پلاوي په دې ټینګار وکړ چې باید د دواړو هیوادونو د اکادیمیکو مراکزو علمي او څیړنیزو مراجعو او پوهنتونونو ترمنځ اړیکې ټینګې شي ترڅو هغه تاو تریخوالي او کړکیچونو ته د پای ټکی کیښودل شي چې د سیاسي کشمکشونو په نتیجه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ راولاړیږی دا پشنهاد د (IRS) د ادارې د تاوده هرکلي سره مخ شو او د دې ژمنه یې وکړه چې دا علمي سیمینارونه او راشه درشه به نوره هم زیاتوي.

همدا راز د سیمه يیزو او ستراتیژیکو څیړنو مرکز پلاوي د ۲۰۱۲م کال د دیسمبر د میاشتی په ۱۳ نیټه د پیښور د پوهنتون د (Pak Study Department)  کې د استاذانو او د ماسترۍ او دکتورا له محصلینو سره یوه علمي ناسته درلوده چې هلته هم په تفصیل سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په یوه علمی او اکادیمیکه فضاء کې د دکتور مصباح الله عبدالباقي لخوا وڅیړل شوې او سوالونو ته ځوابونه وویل شول، چې د استاذانو د تاوده هرکلي سره مخ شو او د سیمینار په پای کې یو شمیر محصلین دې ته اماده شول چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو علمي بحثونه او د ماسترۍ او دکتورا رسالې ولیکي. د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز پلاوی له دغو ملاقاتونو وروسته کابل ته راستون شو.

16 (2) 16 (3)

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *