نوازشریف: از تلاش های صلح در افغانستان حمایت می کنیم.

نواز شریف صدراعظم پاکستان پس از گفت و گو با همتای بریتانیایی خود دیوید کامرون در اسلام آباد به خبرنگاران گفت: “من به صدر اعظم کامرون در مورد عزم راسخ خود برای برقراری صلح و ثبات در افغانستان اطمینان دادم. با برقراری صلح در افغانستان، سه میلیون مهاجر افغانِ که اکنون در پاکستان زندگی می کنند با عزت و افتخار به وطن شان بر خواهند گشت”.

ډاکتر رحمت الله زاهد په دی هکله وایی:

په دې کې هیڅ شک نشته چې د پاکستان د لومړي وزير دغه څرګندونې چې په افغانستان کې به د امنيت د ټينګولو او صلحې د راستولو سره همکاري وکړي، به ښې پایلې ولري او لدې څخه په نوموړي هيواد کې د نوي رامنځ ته شوي دولت د امن او صلحې سره لوالتيا ښکاره کيږي، تر څو په افغانستان او سيمه کې امنیت تامین او جنګ جګړو ته د پاي ټکې کيښودل شي، ځکه چې په تيرو یولسو کالو کې پاکستان هم د دغه تاؤ تريخوالي هدف ګرځيدلی دی، او ډير تاوانونه يې لیدلي دي. خو اوس سوال دا دی چې ښاغلی نوازشريف به د خپلو دغه څرګندونو په پلي کولو کې څومره کامیاب شي؟، نو ددې سوال ځواب په دغه هيواد کې د اردو او په ځانګړې توګه د استخباراتو د واک په ډير والي او کموالي پورې اړه لري، تر اوسه پورې خو په پاکستان کې حقيقي واکمني د اردو او استخباراتو سره وه نه د سياسي دولتونو سره، او زما په فکر تر څو چې د پاکستان دغه ځواکمن قوتونه د افغانستان په هکله ډاډ تر لاسه نه کړي چې نوموړی هيواد به په راتلونکې کې د پاکستان ضد سياستونه نه غوره کوي نو تر هغې پورې به لږ تر لږه يو لورې د دې لپاره کارول کيږي چې افغانستان بې ثباته کړي.

ذاکر جلالی وایی: له بده مرغه افغان حکومت تل د سولې په بهیر کې د پاکستان پر رول ټینګار کړی دی. پاکستان هم د خپلې فعالې ډیپلوماسۍ په واسطه پر نړیوالو تر یوه حده منلې ده، چې د دوی له روله پرته سوله یا ملي روغه جوړه ناشونې ده. د افغانستان په باب د طالبانو دریځ روښانه دی. طالبان چې د نظام واک و ځواک ننګوي په ټول افغانستان کې له واکمن نظام سره په جګړه بوخت دي. طالبانو هم په خپله اعلامیه کې د ملوک الطوایفي نظام امکان رد کړ. دوی د کرزي تور بېبنسټه وګاڼه. ولسمشر کرزی له سیاسي انزوا د وتلو لپاره هڅه کوي، ولسي افکار له قطر بهیر څخه بلې خوا ته وڅکوي. ملوک الطوایفي او تجزیه دوه هغه نوې خبرې دي، چې ولسمشر یې په رسنیو کې د مطرح کېدو هڅې کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *