سیمهییزه ډيپلوماسي او د سولې پروسې د بیا پیلېدو امکان
له تېرې یوې میاشتې راهیسې سیمهییزه او نړیواله ډيپلوماسي د افغانستان د تم شوې سولې پروسې په اړه بیا متحرکه شوې ده. په دې اړه د چین د ولسمشر مرستيال افغانستان ته سفر وکړ او همدا راز د افغانستان او پاکستان لپاره د چين ځانګړي استازي هم افغانستان او پاکستان ته سفرونه درلودل. د دې ترڅنګ په تېرو دوو اوونيو کې د امریکا د متحده ايالاتو او ملګرو ملتونو ځانګړو استازو هم پاکستان ته سفرونه کړي دي.
د پاکستان جګپوړو چارواکو هم د ملا محمد عمر د مړینې له اعلان وروسته، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې له افغان حکومت سره تر بل هر وخت زیاتې خرابې شوې، څو ځله داسې څرګندونې وکړې، چې د سولې پروسې د بیا پیلولو هیلې پکې روښانه وې. په بل اړخ کې افغان لوری هم، د سولې پروسې بیا پیلېدو ته هیلهمن دی.
دا چې په دې وروستيو کې د سولې پروسې په اړه سیمهییزه ډيپلوماسي څه ډول وه؟ افغان لوری به خپل دریځ نرم کړي که نه؟ او په راتلونکي کې به د سولې پروسې د بیا پیلولو احتمال څومره وي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته پرې شننه شوې ده.
پاکستان د سولې پروسې بیا پيلول غواړي!
د افغانستان-پاکستان ترمنځ د اړيکو له خرابېدو وروسته، ډېری جګپوړو پاکستاني چارواکو -له سیاسي مشرانو نیولې تر پوځي مشرانو- ټولو څو ځله د سولې پروسې د بیا پیلولو په اړه څرګندونې وکړې. د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف تېره میاشت د امریکا په سفر ولاړ، هلته یې د امریکا په یوه تحقیقاتي مرکز کې د وینا پر مهال وویل: «افغان ولسمشر ته مې ويلي چې اسلامآباد د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو پيلولو ته چمتو دی؛ خو دوی نه شي کولای چې هم طالبان ووژني او هم یې د خبرو اترو مېز ته حاضر کړي[1].»
د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د پاکستان د لومړي وزیر د خبرو اترو د اجندا له مهمو ټکو څخه یو هم د افغانستان امنیت او د سولې پروسه وه. د امریکا او پاکستان په ګډه اعلامیه کې هم د افغانستان د سولې پروسې ته ځای ورکړل شوی و؛ په دغه اعلامیه کې راغلي وو: «دواړو مشرانو د افغانانو په مشرۍ، د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو پرمختګ ته ژمنتيا څرګنده کړه او ترڅنګ یې پر طالبانو غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کېني او د دايمي سولې لپاره خبرې وکړي[2].»
د پاکستان لوی درستیز جنرال راحېل شریف هم تېره اوونۍ امریکا ته په يوه پنځهورځني سفر ولاړ، د ده د سفر د اجندا یوه مهمه برخه هم د افغانستان په تړاو وه. که څه هم د افغانستان په اړه د ده د سفر جزئیات لاهم نه دي روښانه شوي؛ خو د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه په خپله ټویټرپاڼه کې په دې اړه یو څه توضیحات ورکړل او ويې ليکل، چې په دې سفر کې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې د ننګونو او حللارو په اړه خبرې اترې وشوې.
د سولې پروسې د بيا پيل لپاره د پاکستان د لېوالتيا عوامل
د پاکستان په منځګړيتوب د افغان سولې بهير له تم کېدو وروسته، جګپوړو پاکستاني چارواکو، په تېره بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، لومړي وزیر او لوی درستیز د سولې پروسې د بیا پيلولو په اړه په تکرار سره بیانونه ورکړل.
خو پوښتنه دا ده، چې پاکستان ولې د سولې پروسې بیا پیلولو ته دومره لېوالتیا لري؟ دا پوښتنه په لاندې دوو نکتو کې ځوابېدای شي:
لومړی: پاکستان ته د افغان حکومت له خوا له ډېرو امتيازاتو ورکولو سره سره، پاکستاني لوري د سولې د پروسې په اړه کوم د پام وړ ګام پورته نه کړ او يوازې يې په اسلامآباد کې له يو شمېر طالب مشرانو سره د يوې ناستې زمينه برابره کړه، چې کومه څرګنده پايله يې نه درلوده. په دې توګه پاکستان د دریو لاملونو له کبله د نړیوالو تر فشارونو لاندې راغی. لومړی دا چې د سولې پروسې په اړه یې څه چې له وسه پوره وه، ونه کړل. دویم دا چې په اسلامآباد کې د مري ناستې او په پاکستان کې د طالبانو د نوي مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور اعلانېدل، په نړیواله کچه دغه فکر نور هم پياوړی کړ، چې که پاکستان وغواړي نو طالبان له افغان حکومت سره د سولې او روغې جوړې خبرو ته چمتو کولی شي. درېیم لامل دا و، چې د ملا محمد عمر د مړينې له اعلانېدو سره سم، پاکستان په ډيپلوماتیک ډګر کې په نړیواله کچه ځان یوازې احساس کړ؛ له همدې کبله يې په مسلسله توګه د سولې پروسې د بیا پيلولو په اړه ټینګار وکړ.
دویم: پاکستان ته په وروستیو ۱۴ کلونو کې د لومړي ځل لپاره دا موقع په لاس ورغلې وه، چې له افغان حکومت سره خپلې اړیکې ښې کړي، هغه هم په افغانستان کې د هند د نفوذ د کمولو په بیه! د امریکا د کانګرس په نوي راپور کې هم همدې خبرې ته اشاره شوې، چې پاکستان، د کابل او ډهلي له نږدې اړیکو څخه ژوره اندېښنه لري. خو اوس پاکستان وېره لري، چې دا موقع يې له لاسه وتونکې ده.
سیمهییزه ډيپلوماسي
په تېرو دوو اوونیو کې د چین، امریکا او ملګرو ملتونو ځانګړو استازو پاکستان ته سفرونه وکړل او ټولو د افغان سولې پروسې پر بیا پيلولو ټینګار وکړ. خو له دغو سفرونو وړاندې د چین د ولسمشر مرستیال، کابل ته سفر وکړ او د نوموړي د سفر پرمهال افغان ولسمشر د سولې د پروسې په اړه وویل: «موږ چین او خپلو نورو ستراتیژيکو همکارانو ته په یوه سترګه ګورو، ترڅو ټول له یو بل سره په ګډه د تلپاتې سولې لپاره لومړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوو خپلواکو هېوادونو د مساواتو له مخې او بیا د سیمې د سولې لپاره مشترک او دوامدار اقدامات وکړو»[3]. همدا راز د چین د ولسمشر مرستیال “لي یوان چاو” هم په خپلو خبرو کې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې او له ګاونډیانو سره د اړیکو په ښه کولو کې له افغانستانه د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ.
له دغه سفر وروسته، د نوامبر په شپږمه د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي، ډينګ شیون، اسلامآباد ته سفر وکړ. دغه چينايی چارواکی له دې وړاندې په افغانستان کې د چین سفیر و. پاکستان ته د نوموړي سفر، افغانستان ته د چین د مرستیال ولسمشر له سفر څخه وروسته ترسره شو. د چین ځانګړي استازي د اسلامآباد له سفر وروسته کابل ته هم سفر وکړ او دلته یې د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره ولیدل. ده وویل، چین چمتو دی، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي؛ ځکه د افغانستان سوله د چین په ګټه هم ده. هغه د خپل دغه سفر موخه د افغانستان او پاکستان د نظرونو معلومول وګڼل او زیاته یې کړه، چې یوه میاشت وروسته به افغانستان او پاکستان ته په همدې موخه بیا سفرونه ولري.
د نوامبر په ۱۱مه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې، لوریل میلر هم اسلامآباد ته سفر درلود او هلته یې په بهرنیو چارو وزارت کې له طارق فاطمي سره، چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی مرستيال دی، وکتل. همدا راز افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي نیکولاس هیشم هم اسلامآباد ته سفر وکړ او په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر له سلاکار سرتاج عزیر سره يې وليدل.
په دغو ټولو ناستو او ملاقاتونو کې د سولې پروسې پر بيا پيلېدو ټینګار وشو، همدا راز د سولې په پروسه کې د پاکستان له رول څخه ملاتړ وشو او د خبرو اترو مېز ته د طالبانو د کېنولو په اړه یې پر پاکستان بیا زور واچاوه؛ خو دا چې د سولې پروسه به بیا پيل شي که نه؟ په لاندې برخه کې یې احتمال څېړل شوی دی.
د سولې پروسې د بیا پیلېدو احتمال
د افغان سولې د بهير په اړه د سیمهییزې او نړیوالې ډيپلوماسۍ له فعالېدو سره سم، درې نور لاملونه هم کولای شي، چې د سولې پروسې د بیا پېلېدو احتمال زیات کړي:
لومړی: د ژمي د موسم له رارسېدو سره، د اټکل او تجربې له مخې داسې انګېرل کېږي، چې په راتلونکي ژمي کې به د طالبانو عملیات کم شي او په دې توګه به د سولې پروسې د بیا پیلولو لپاره لاره هواره کړي.
دویم: که دا ځل د سولې عالي شورا مشر یو نسبتاً درېیمګړی کس وټاکل شي او ترڅنګ یې له طالبانو سره په جګړه کې هم سابقه ونه لري، نو دا به طالبانو ته د حکومت له خوا شين څراغ ورکړي، چې دا ځل افغان حکومت له طالبانو سره په ریښتینې توګه د سولې خبرو اترو ته ژمن دی.
درېیم: داسې ګنګوسې دي، چې د ولسمشر سلاکار وزیر عمر زاخیلوال به په راروانو وختونو کې په پاکستان کې د افغانستان سفیر او پاکستان ته د ولسمشر ځانګړی استازی وټاکل شي. دغه اوازې خپله عمر زاخیلوال هم په خپله فیسبوکپاڼه او ټویټرپاڼه کې تاييد کړې دي، چې له ولسمشر سره یې په دې اړه خبرې شوې او دواړه پرې توافق ته رسیدلي؛ خو دغه پریکړه لا نهايي شوې نه ده. که چیرې عمر زاخیلوال په ریښتیا هم په پاکستان کې د افغانستان سفیر وټاکل شي، نو دا به پاکستانیانو ته په داسې حال کې چې د کابل-اسلامآباد اړیکې سړې او له بېباورۍ سره مخ دي، يوه مثبته ډيپلوماتیکه اشاره ورکړي او په اوسني وخت کې به د باورجوړونې لپاره یوه نوې فضا رامنځته کړي. ځکه د پاکستان په منځګړيتوب د سولې پروسې د بیا پیلیدو احتمال بیا هم تر ډېره پر باورجوړونې متکي دی. اوسمهال درې واړه لوري افغان حکومت، پاکستان او طالبان د بل هر وخت په پرتله پر یو بل ډېر بدګمانه دي او دغه بدګمانۍ تر ډېره په عملي کړنو ختمېدای شي.
پای
[1] See online: http://www.usip.org/publications/2015/10/23/pakistan-s-sharif-urges-renewed-peace-talks-in-afghanistan
[2] See online: https://www.whitehouse.gov/the-press-office/2015/10/22/2015-joint-statement-president-barack-obama-and-prime-minister-nawaz
[3] See online: http://pa.azadiradio.org/content/article/27342782.html