د شانګهای همکارۍ سازمان او پر افغانستان یې اغېزې

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو استازي د ډېسمبر په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه، د دغه سازمان د لومړيو وزیرانو په ۱۴مه غونډه کې د چين د هينان ايالت په ژنګژو نومي ښار کې سره جرګه شوي وو. د افغانستان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د يوه پلاوي په مشرۍ، په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د دغه سازمان مخینه د افغانستان له حالاتو سره مستقیمه اړیکه لري او په وروستیو پنځو کلونو کې هم د افغانستان په لور د دغه سازمان پاملرنه، اندېښنې او لېوالتیا زیاته شوې ده. په سیمه کې د دغه سازمان ارزښت ته په کتلو سره افغانستان هم په دې وروستیو کې د دغه سازمان د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو غوښتنې وکړې.

د افغانستان اجراییه رییس د دغه سازمان د وروستۍ غونډې په څنډو کې د روسیې، چین، قزاقستان او تاجکستان له لومړيو وزیرانو او په بهرنیو چارو کې د هند د دولت له وزیر سره هم ملاقاتونه درلودل.

دا چې د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان پر یو بل د اغېزو مخينه څه ده؟ د افغانستان په لور د شانګهای سازمان د لېوالتيا عوامل څه دي؟ او په ټوله کې په وروستیو کلونو کې د افغانستان سیمه‌ییزه ډيپلوماسي څه ډول وه؟ دلته پرې شننه شوې ده.

د شانګهای-۵ سازمان مخينه او افغانستان

پر افغانستان د شورویانو له یرغل سره په هېواد کې د سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو لاسوهنې په زیاتېدو شوې او د شورویانو له وتلو سره هم دغه لاسوهنې تم نه شوې، بلکې لا زیاتې شوې. د د غو لاسوهنو لامل دا و، چې د شورویانو د یرغل پرمهال په افغانستان کې ډېری هېوادونه پر دوو بلاکونو وېشل شوي وو: الف: شوروي پلوي هېوادونه؛ ب: مجاهدین پلوي هېوادونه. له همدې کبله جګړه هم په عمومي ډول د همدغو دوو بلاکونو ترمنځ وه؛ خو د شورویانو له وتلو سره جګړې نوی اړخ خپل کړ او د مختلفو هېوادونو د نیابتي ډلو ترمنځ جګړه پيل شوه. هغه مهال جګړه یوازې د دوو بلاکونو ترمنځ نه، بلکې د سیمې د ډېرو رقیبانو ترمنځ پيل شوه. په افغانستان کې د همدغې نیابتي جګړې له کبله کورنۍ جګړه پيل شوه او په نړۍ کې په اصطلاح د «افراطیت، تروریزم، مخدره توکو، بیلتون‌پالو» د ټاټوبي په نوم مشهور شو.

د سیمې پنځه هېوادونه په ۱۹۹۶ کال کې د افغانستان د حالاتو تر اغېزو لاندې راټول شول او د شانګهای-۵ سازمان بنسټ یې کېښود. دغه پنځه هېوادونه: چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان وو؛ ځکه هغه مهال له دغو پنځو هېوادونو څخه درې هېوادونه د افغانستان له حالاتو څخه اغېزمن شوي وو. روسیه د قفقاز او بوسنیا د مسلمانانو له پاڅون سره مخ شوې وه، په تاجکستان کې د اسلامي نهضت او د تاجکستان د پخوانیو کمونستانو ترمنځ کورنۍ جګړه پيل شوې وه او په چین کې هم د ختیځ ترکستان ګوند پاڅون کړی و.

د دې ترڅنګ د دغه سازمان د جوړېدو نور لاملونه د «بریژنیسکي د یوروشیا تیورۍ» باندې عمل او په پوست سړه جګړه کې د امریکایانو پرضد یو جیو-پولیټیکي اتحاد جوړول هم وو.

په پيل کې په عمومي توګه د دغه سازمان موخه د غړو هېوادونو ترمنځ باور جوړونه او د پولو غیر نظامي کول وو؛ خو وروسته بیا په سیمه کې د توندلارۍ، ترهګرۍ او بېلتون‌پالنې پرضد مبارزه هم د دغه سازمان په اهدافو کې شامل شول.

د شانګهای د همکارۍ سازمان

په ۲۰۰۱ کال کې د شانګهای-۵ سازمان کې د ازبکستان له غړیتوب سره، دغه سازمان خپل نوم د شانګهای د همکارۍ په سازمان بدل کړ. په ۲۰۰۴ کال کې یې منګولیا ته د څارونکي څوکۍ ورکړه، په ۲۰۰۵ کال کې هند او پاکستان هم د دغه سازمان څارونکي شول او په ۲۰۱۲ کال کې د چین په مرسته افغانستان هم د دغه سازمان څارونکی شو.

په ۲۰۱۵ کال کې د شانګهای د همکارۍ سازمان پراخ کړل شو او پاکستان او هند ته غړیتوب ورکړل شو او ښايي چې په ۲۰۱۶ کال کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو په توګه کار پيل کړي.

دا مهال د شانګهای د همکارۍ سازمان د یوه فورم په توګه کار کوي، څو د دغه سازمان د هېوادونو ترمنځ باورجوړونه رامنځته، د ګاونډيتوب اړیکې پیاوړې کړي او د سیاست، تجارت، اقتصاد، کلتور او معارف، انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې همکارۍ زیاتې کړي.

د افغانستان په لور د شانګهای سازمان لېوالتيا

په ۹۰مه لسیزه کې د (شانګهای-۵) سازمان په غونډو کې د افغانستان د حالاتو په اړه څرګندونې وشوې. د ۱۹۹۸ کال د جولای په میاشت کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو، د بهرنیو چارو وزيرانو په غونډه کې د افغانستان د حالاتو په اړه «اندېښنه» څرګنده کړه. وروسته بيا د ۱۹۹۹ کال د اګست په میاشت کې د دغه سازمان په سرمشريزه غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه «ژوره اندېښنه» څرګنده شوه او د ۲۰۰۰ کال د مارچ په میاشت کې هم د دغه سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان حالات د «ژورې اندېښنې» وړ وبلل شول.

له ۲۰۰۱ کال وروسته، چې کله په افغانستان کې د امریکایانو تر ملاتړ لاندې د نوي نظام بنسټ کېښودل شو، د شانګهای د همکارۍ سازمان نه یوازې دا چې د سپتمبر ۱۱مې پېښې وغندلې بلکې د امریکایانو له “تروریزم” ضد جګړې څخه یې هم ملاتړ اعلان کړ. د شانګهای د همکارۍ سازمان یو شمېر غړو لکه ازبکستان او تاجکستان امریکا ته پوځي اډې ورکړې. له ۲۰۰۴ کال وروسته، په افغانستان کې د مخدره توکو د پیداوارو له زیاتېدو او د “توندلارۍ” او “تروریزم” د خپرېدو د ویرې له کبله، د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۵ کال کې د افغانستان په اړه یو ارتباطي ګروپ جوړ کړ. په افغانستان کې د ناامنیو او بې‌ثباتیو له زیاتېدو سره، د شانګهای د همکارۍ سازمان د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس راوغوښت او وروسته یې په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان ته د څارونکي څوکۍ هم ورکړه.

د افغانستان په تړاو د شانګهای د همکارۍ سازمان دغه زیاتېدونکې لېوالتیا، د سازمان د غړو هېوادونو په اند د مخدره توکو، قاچاق، تروریزم، افراطیت او بیلتون‌‌پالنې د ويرو له کبله زیاته شوه.

افغانستان او سیمه‌ییزه ډيپلوماسي

په عمومي ډول د افغانستان بهرنی سیاست له ۲۰۰۹ کال راهیسې د بدلون په حال کې دی، خو په مشخصه توګه د اشرف غني له راتګ وروسته بهرنی سیاست د سیمه‌یيزې ډيپلوماسۍ په لور روان شو. د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره نږدې اړیکې (کاسا-۱۰۰۰ او ټاپي پروژې)، له پاکستان او چین سره نږدې اړیکې، له هند او روسیې څخه د وسلو رانیول او د یمن په قضیه کې له سعودي څخه ملاتړ، هغه قضيې دي چې د هېواد بهرنی سیاست یې د تېرو کلونو په پرتله په سیمه‌ییز سیاست کې ډېر ښکېل کړی دی.

د ریکا او آسیا زړه کنفرانس په لور ډېره پاملرنه، د چین د اسیايي بانک او د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړیتوب غوښتنې هم د دغې سیمه‌ییزې ډيپلوماسۍ وروستۍ بېلګې دي.

د شانګهای سازمان د لومړیو وزیرانو ۱۴مه غونډه

د افغانستان د اوسنيو حالاتو له کبله کابل ته د شانګهای د همکارۍ سازمان ارزښت زیات شوی او همدا راز د همدغه وضعیت له کبله د شانګهای د همکارۍ سازمان هم په وروستیو کلونو کې د افغانستان په لور پاملرنه زیاته کړې ده. له همدې ځایه ده، چې دغه کنفرانس افغانستان ته مهم و.

دا چې د افغانستان لپاره د دغه کنفرانس ارزښت په څه کې وو، مهم لاملونه يې دا دي:

  • د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړیتوب غوښتنه: په دغه کنفرانس کې افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو غوښتنه وکړه، چې دا به بیا په امنیتي، اقتصادي او ډيپلوماسۍ برخو کې پر افغانستان اغېزې ولري.
  • له چین سره دوه‌اړخیزې اړیکې: د چین مرستيال ولسمشر کابل ته د سفر پر مهال، د افغانستان اجرائيه رییس ډاکټر عبدالله ته په دغه کنفرانس کې د ګډون او چین ته د ورتګ بلنه ورکړه. چین ته د سفر پرمهال اجرائيه رییس د چین له لومړي وزیر “لي کیچانګ” سره ولیدل. دغې ناستې درې مهمې برخې لرلې: لومړی: د افغانستان او چین د دوه‌اړخیزه اړیکو پیاوړتیا؛ دويم: د افغانستان د سولې پروسه؛ دريم: پانګونه.

په دغه ناسته کې افغان لوري یو ځل بیا د سولې په پروسه کې پر پاکستان د فشار په توګه له چین څخه وغوښتل، چې «له خپل نفوذ څخه په مثبتې ګټې اخیستنې سره د سیمې هېوادونه [پاکستان] له افغانستان سره صادقانه همکاریو ته چمتو کړي». چین یو ځل بیا د افغانستان له سولې پروسې څخه ملاتړ وکړ او د افغانستان ثبات یې د چین ثبات وباله. همدا راز د پانګونې په برخه کې افغان لوري د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې چین دې د اوبو، انرژۍ او د لارو جوړولو په برخه کې پانګونې وکړي. د چین لومړي وزیر ژمنه وکړه؛ خو ترڅنګ یې غوښتنه وکړه چې افغان حکومت دې د چینايي کارګرو او پانګوالو د ساتنې او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو لپاره اړين ګامونه واخلي.

  • د سيمې له هېوادونو سره اړيکې: د دې ترڅنګ د دغه کنفرانس په څنډو کې ډاکتر عبدالله د سیمې د يو شمېر هېوادونو له لومړيو وزیرانو سره هم وليدل او د اړیکو پر نږدې کولو یې خبرې وکړې. د قزاقستان لومړی وزیر کابل ته راوبلل شو. له روسیې سره پر امنیتي او اقتصادي همکاريو خبرې وشوې او همدا راز له تاجکستان او هند سره هم د اړیکو په رغولو خبرې وشوې.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *