د سولې څلور اړخيزې ناستې؛ د بريا فکټورونه او مخامخ خبرې

د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په ۲۳مه به د سولې د څلور اړخيزو خبرو اترو څلورمه غونډه په کابل کې جوړه شي. له دې وړاندې د دې لړۍ له درېیمې ناستې وروسته داسې هیلې راوټوکېدې، چې د فبرورۍ تر پايه به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې پیل شي.

په بل اړخ کې څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړی وزیر نوازشريف، قطر ته په یوه دوه‌ورځني سفر ولاړ او همدا راز د پاکستان په رسنیو کې داسې خبرونه هم خپاره شول، چې ګواکې د طالبانو د قطر دفتر مشر شير محمد عباس ستانکزي او د دغه دفتر غړي قاري دین محمد حنیف د سولې د درېیمې څلور ‌اړخیزې ناستې پر مهال اسلام‌آباد ته سفر کړی و. له همدې ځایه ده، چې په کابل او اسلام‌آباد کې یو شمېر خلک له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو د پيل په اړه هیله‌من برېښي.

دا چې په تېر ميلادي کال کې د مري د خبرو اترو او اوسنيو څلور اړخیزو ناستو ترمنځ ښکاره توپير څه دی، د څلور اړخیزو خبرو اترو د بریالیتوب فکتورونه کوم دي او آیا ريښتیا هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې پیلېدونکې دي؟ دلته پرې شننه کوو.

د مري له خبرو اترو تر څلور اړخيزو ناستو

که په یوه جمله کې د سولې په تړاو د اشرف غني هڅې بیان کړو، نو په اسلام‌آباد کې د مري له غونډې تر اوسنيو څلور اړخیزو خبرو اترو پورې بیانېدای شي. د مري خبرې اترې وروسته له هغه ترسره شوې، چې افغان ولسمشر پکې پاکستان ته امتیازات ورکړل او د سولې لپاره یې پر پاکستان تکيه زیاته کړه؛ خو د ملا محمد عمر د مرګ له اعلانېدو سره دغه پروسه شنډه شوه.

شپږ میاشتې وروسته، د نړیوالو او سیمه‌ییزو هېوادونو په هڅونه د څلور اړخیزو خبرو اترو تر چتر لاندې د افغان سولې په اړه بیا خبرې اترې پیل شوې. دغه خبرې اترې د مري له پروسې سره له دې کبله توپير لري، چې دا ځل به د دواړو لوریو ژمنې دوه ځواکمن هېوادونه (امریکا او چین) تضمین کړي.

د څلور اړخيزو خبرو اترو لړۍ

د څلور اړخیزو خبرو اترو لومړنۍ ناسته د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په میاشت کې وشوه او د څلور اړخیزې همکارۍ ډله يې جوړه کړه، چې دوی بیا خپله لومړنۍ ناسته د جنورۍ په ۱۱مه په اسلام‌آباد کې، دویمه ناسته د جنورۍ په ۱۸مه په کابل کې او درېیمه ناسته د فبرورۍ په ۶مه نېټه په اسلام‌آباد کې وکړه او ښايي څلورمه ناسته به د فبرورۍ په ۲۳مه بیا په کابل کې وکړي.

د څلور اړخیزو خبرو اترو په لومړۍ ناسته کې ټولو خواوو د جګړې پر پای ته رسولو توافق وکړ او د ګډې اعلامیې له مخې یې د جګړې په اړه وویل، چې جګړه یوازې «بې‌معنا» تاوتريخوالی زیږوي. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر مخامخ خبرو اترو ټینګار وشو او همدا راز د څلور اړخیزې ډلې د کاري شرایطو وضع کول یې بل مهم کار و.[1]

د دويمې ناستې موخه تر ډېره له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو په اړه تګلاره جوړول وو. که څه هم تر اوسه پورې د دغې تګلارې په اړه تفصیلي معلومات نه دي شریک شوي.[2]

د دې لړۍ په دريمه ناسته کې، د څلور اړخيزې همکارۍ ډلې د سولې په اړه یوه تګلاره جوړه کړه، چې له مخې به یې افغان سوله د افغانانو په مشرۍ پرمخ ځي او د نورو هېوادونو رول به تر آسانچارۍ پورې محدود وي.

طالبان او څلور اړخیزې خبرې اترې

د څلور اړخیزو خبرو اترو له دوو غونډو وروسته، افغان طالبانو هم د پګواش په غونډه کې د سولې په تړاو خپل دریځ روښانه کړ او د سولې خبرې اترې یې له لاندې څلورو ټکو سره وتړلې:

  1. د طالبانو د قطر دفتر ته د کار کولو اجازه ورکول؛
  2. د بنديانو خوشې کول؛
  3. د طالبانو پر مشرانو د سفر بنديزونه لرې کول؛
  4. او د دوی پر ضد پروپاګند بندول.

که څه هم د پګواش په ناسته کې اشرف غني طالبانو ته د سولې د خبرو اترو شين څراغ ورکړ؛ خو لا تر اوسه کابل له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو په لوري ګام نه دی اخېستی.

دا چې له افغان طالبانو سره به دغه مخامخ خبرې اترې چېرته کېږي، مهمه موضوع ده. داسې بريښي چې افغان طالبان به په افغانستان او پاکستان کې دا ډول خبرو ته زړه ښه نه کړي. که په چین کې دا ډول خبرې کېږي نو دلته بیا پر طالبانو د سفر د بندیزونو خبره راځي، چې باید افغان حکومت او امریکا ورته پاملرنه وکړي. البته په قطر کې هم په دا ډول خبرو اترو فکر کېدای شي؛ خو په دې اړه داسې احتمال هم شته دی، چې هلته به بیا افغان حکومت زړه ښه نه کړي.

افغان طالبان هغه مهال مخامخ خبرو اترو ته حاضرېدای شي چې د څلور اړخیزو همکاريو ډله، د خبرو اترو لپاره مخامخ د طالبانو د قطر له دفتر سره په تماس کې شي. که څه هم له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره ځای نه دی غوره شوی؛ خو که د قطر دفتر استازي په دغو خبرو کې ګډون کوي نو قوي احتمال به دا وي، چې دا خبرې په قطر کې وشي او یا هم له پاکستان او افغانستان پرته په کوم بل ځای کې. طالبانو ته به په بل ځای کې د خبرو اترو ګټه دا وي، چې له خپلو مشرانو به یې د سفر بندیزونه لرې کړي وي.

د څلور اړخیزو خبرو اترو د بریالیتوب فکټورونه

د څلور اړخیزو خبرو اترو بریالیتوب په ټوليز ډول په لاندې مهمو ټکو راڅرخي:

  • د طالبانو د استازیتوب قضیه: د څلور اړخیزو خبرو اترو د بریالیتوب تر ټولو غټ ټکی دا دی، چې له افغان حکومت سره د طالبانو کوم استازي خبرو اترو ته حاضریږي، باید په ریښتینې ډول د طالبانو استازیتوب وکړای شي. که چېرې په دغو خبرو اترو کې د طالبانو د قطر دفتر استازي او د رهبرۍ شورا هغه غړي ونډه وانخلي، چې د پریکړو صلاحیت لري او یا هم په سمه توګه د ملا اختر محمد منصور ډله پکې برخه وانخلي، نو د دغو خبرو اترو پایلې به هم د هغو خبرو اترو په څېر شي، چې د حامد کرزي په دوره کې له مختلفو لوریو سره وشوې. د اوسنيو ځمکنيو حقایقو له مخې، د طالبانو همدا ډله تر ټولو ځواکمنه او په ټوله کې د ټول تحریک (طالبانو) استازیتوب کولای شي.
  • تر زور لاندې نه وي: دویم مهم فکتور دا دی، چې د سولې دغه خبرې اترې باید د فشارونو او زور تر چتر لاندې ترسره نه شي؛ ځکه تر زور لاندې خبرې اترې موقتي ګټې لرلی شي؛ خو په اوږده‌مهال کې ګټورې نشي ثابتېدای. که څه هم د مري په خبرو اترو کې د طالبانو لوړپوړو چارواکو برخه واخیسته؛ خو پایلې یې ګټورې نه وې او له کبله یې په هېواد کې جګړه نوره هم توده شوه او د کندز ښار پکې سقوط وکړ. غټ لامل یې دا و، چې دغه خبرې اترې د زور له کبله او خپله د افغان طالبانو په اند د «چل» له مخې وې.
  • موخه د طالبانو وېشل نه وي: که چیرې د څلور اړخیزو خبرو اترو موخه یوازې دا وي، چې له هغه چا سره چې خبرو اترو ته حاضرېږي، خبرې وشي؛ په حکومت کې جذب کړای شي او په دې توګه د طالبانو پاتې ډلې وځپل شي او یا یوازې پاتې شي، نو دغه تګلاره هم موقتي ګټې لري؛ ځکه په تېرو ۱۵ کلونو کې افغان حکومت دغه تګلاره څو ځله عملي کړې، چې تر اوسه یې تر ډېره ښه ثمره نه ده لرلې.
  • د نورو له ګټو څخه زیاتې افغاني ګټې پکې خوندي شي: په دغو خبرو اترو کې درې بهرني هېوادونه هم دخیل دي او افغان لوري پکې طالبان او افغان حکومت دي. که چیرې په دغو خبرو اترو کې د افغانانو په پرتله د نورو لورو ګټې ډېرې خوندي شي، نو دا به هم یوه اوږدمهاله سوله په منفي ډول اغېزمنه کړي.
  • ټول دخیل لوري پکې ګټیالي شي: د څلور اړخیزو خبرو اترو بریالیتوب په دې کې دی، چې ټول دخیل لوري پکې ځانونه ګټیالي وبولي؛ یو لوری هم پکې ځان داسې ونه ګڼي، چې په خبرو اترو کې بایلونکی دی.

پای

[1]  د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې د لومړۍ ناستې په اړه، د دغې ډلې ګډه اعلامیه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې وګورئ:
http://mfa.gov.af/en/news/joint-press-release-quadrilateral-coordination-group-meeting-of-afghanistan-china-pakistan-and-the-united-states

[2]  د څلور اړخیزې همکارۍ د دویمې ناستې په ګډه اعلامیه کې په دې اړه داسې راغلي وو:

The roadmap aims to set specific measures that are necessary for creating a conducive environment for the commencement of Afghan led, Afghan owned peace talks between representatives of the Government of Afghanistan and representatives of Taliban groups aimed at reduction of violence and establishing lasting peace in Afghanistan and the region

د دويمې ناستې د بشپړې اعلامیې لوستلو لپاره لاندې لينک ته ټک ورکړئ:

http://mfa.gov.af/en/news/joint-press-release-the-second-meeting-of-the-quadrilateral-coordination-group-qcg-of-afghanistan-pakistan-the-united-states-and-china

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *