د کابل-بیجینګ پراخېدونکې نظامي اړیکې

د چین لوی درستیز جنرال “فانګ فنګ هوی” په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغی او له افغان ولسمشر، اجرائیه رییس او د ملي امنیت له سلاکار سره یې ملاقاتونه درلودل.

له ولسمشرۍ ماڼې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي فانګ فنګ هوی له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې، له افغانستان سره په نظامي برخه کې د ۴۸۰ مېليونه چينايي ين (شاوخوا ۷۳ مېلیونه ډالرو) د مرستې ژمنه وکړه او د “ترهګرۍ” پرضد یې د پاکستان-افغانستان-چین-تاجکستان د ګډې مبارزې طرحه هم وړاندې وکړه.

په افغانستان کې د چین د لوی درستیز له دغه سفر څخه پراخ هرکلی وشو. دغه سفر خپله د دې ښکارندوی دی، چې له تېرو کلونو راهیسې په تدریجي توګه د افغانستان په لور د چين لېوالتيا زياتېږي.

دا چې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو وروسته د افغانستان او چین اړیکې په کوم لوري دي، د چین د لوی درستیز سفر به په نظامي برخه کې پر افغانستان څه اغېزې ولري او د چین د لوی درستیز په دغه سفر کې کومې مهمې خبرې وشوې؟ دلته پرې شننه کوو.  

ملي وحدت حکومت او افغان-چين اړيکې

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره د افغانستان او چین ترمنځ د لوړپوړو چارواکو سفرونه زیات شوي او په دې توګه کابل له بیجینګ سره په ډيپلوماتیک ډګر کې د تېر په پرتله ډېر نژدې شوی دی.

ولسمشر اشرف غني په خپل لومړني سفر چین ته ولاړ او چین ورسره د ۳۲۹ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه. له دغه سفر سره، د افغانستان د سولې په قضیه کې د چین رول هم د عمل ډګر ته راوکښل شو. د ولسمشر له سفر وروسته، د افغانستان اجرائیه رییس د کورنيو چارو، دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو هم چین ته سفرونه وکړل. په دې لړ کې د چین له‌خوا افغانستان ته، د چین د بهرنیو چارو وزیر، د کابینې یو شمېر نورو وزیرانو، مرستيال ولسمشر او د چین لوی درستیز رسمي سفرونه کړي دي.

چین د افغانستان د سولې په قضیه کې، لومړی د قطر دفتر غړی قاري دین محمد چین ته راوغوښت، ورپسې د ارومچي ناستې کوربه شو، د مري په مخامخ خبرو کې یې د څارونکي رول درلود؛ خو په څلور اړخیزو خبرو اترو کې یې رول تر پخوا ډېر زیات شو.

په نظامي او امنیتي ډګر کې هم د افغانستان او چین اړیکې د تېر په پرتله پیاوړې دي. په دغه دوره کې د امنیت په تړاو څو تفاهمنامې لاسلیک شوې، چې له مخې به یې چین د افغانستان پولیس او سرحدي ځواکونه وروزي، په کابل کې به د امنیت لپاره دروازې ودروي او اوس یې هم تقریباً د ۷۳ میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

کابل ته د چین د لوی درستیز سفر

د چین لوی درستیز جنرال فانګ فنګ هوی د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه افغانستان ته په نااعلان شوي یو ورځني سفر راغی او له لوړ پوړو افغان چارواکو سره یې ولیدل. په دغه سفر کې د چین لوی درستیز نه یوازې دا چې له افغانستان سره د ۷۳ ملیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه، بلکې د تروریزم پرضد د چین-پاکستان-افغانستان-تاجکستان د ګډې مبارزې طرحه یې هم وړاندې کړه او ترڅنګ یې دا هم وویل، چې چین به د تروریزم پرضد د افغان ولسمشر طرحې په اړه، په راتلونکي اوړي کې یو نړیوال کنفرانس هم جوړ کړي.

د چین لوی درستیز افغانستان ته داسې مهال سفر کوي، چې په سیمه کې د «یوې لارې یوې کړۍ» او «چین-پاکستان اقتصادي دهلیز» د بیجینګ دوه اساسي اقتصاد محوره پالیسۍ هم د عملي کېدو په درشل کې دي.

همدا راز افغانستان د سیمې په جیو-ستراتيژيکې او جیو-اقتصادي تقاطع کې پروت دی. بیجینګ پوهېږي، چې که په افغانستان کې وسله‌والې ډلې واک ته ورسېږي او یا پیاوړې شي، نو دغه وضعیت به د دوی امنیت هم اغېزمن کړي؛ ځکه افغانستان د چین له یوه داسې ولایت سره ۹۰ کیلومتره پوله لري، چې په بېلابېلو وختونو کې یې چینایانو ته سرخوږی جوړ کړی دی.

له همدې ځایه ده، چې اوس په افغانستان کې امنیت او ثبات چین ته د نورو وختونو په پرتله ډېر ارزښت لري؛ ځکه افغانستان یې د دوو مهمو اقتصادي پروژو (یوه کړۍ، یوه کرښه او چین-پاکستان اقتصادي حوزه) ترمنځ پروت دی او په افغانستان کې ناامنۍ د چین ددغو دوو پروژو ترڅنګ د چین سینکیانک ايالت (شرقي ترکستان) هم اغېزمنولای شي.

همدغه خبره بیجینګ هم درک کړې او اوس غواړي له افغانستان سره نظامي مرستې وکړي، د ترورزم پرضد له یوه داسې درېیو هېوادونو (تاجکستان-افغانستان-پاکستان) سره ګډه همکاري وکړي، چې د دغو دوو اقتصادي پروژو امنیت یې تامین او سینکیانک ايالت یې خوندي کړي!

چین او روسیه؛ د اشرف غني د تروریزم ضد جګړې سیمه‌ییز لوبغاړي

ملي وحدت حکومت له پيله هڅه کړې، چې له ناټو او امریکا پرته له سیمه‌ییزو هېوادونو سره اړیکې ښې کړي. په همدې موخه کابل د چین ترڅنګ د روسيې د پاملرنې زیاتولو په اړه هم ډيپلوماسي فعاله کړې. د افغانستان د ولسمشر لومړي معاون جنرال عبدالرشید دوستم روسیې ته سفر وکړ او د تروریزم پرضد یې د نظامي او تکنالوژيکي مرستو غوښتنه وکړه، وروسته د پارلمان غړو هم روسیې ته سفر وکړ او د ورته مرستو غوښتنې یې وکړې. همدا راز افغان حکومت له روسیې څخه د ایم آی ۳۵ الوتکو د اخیستو وړاندیز هم وکړ.

د افغانستان د دفاع، کورنيو چارو او د بهرنیو چارو وزیرانو د سفرونو پرمهال هم ورته غوښتنې وشوې او اوس د چین د لوی درستیز د سفر پرمهال هم د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنيف اتمر، د افغان هوايي ځواک د پياوړي کولو غوښتنه وکړه. د اجرائیه ریاست د یوې سرچینې له مخې، چین له افغانستانه د نظامي مرستو د لېست غوښتنه هم کړې ده.

داسې برېښي، چې ملي وحدت حکومت غواړي د نظامي، اقتصادي، تخنیکي مرستو او د “تروریزم” پرضد د  نړیوالو اېتلافي ځواکونو ترڅنګ د سیمه‌ییزو هېوادونو ملاتړ هم راجلب کړي. دا چې کابل به تر کومه ځایه په خپله دغه پالیسۍ کې بریالۍ شي، وخت به یې ځواب کړي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *