تحلیل هفته – شماره: ۸۱ (از ۱۱ الی ۱۸ اسد ۱۳۹۳ هـ ش)

 

په دې ګڼه کې:

  • مقدمه

پېچلې استخباراتي جګړه او وروستۍ پېښې

  • په نيابتي جګړه کې د بهرنيو کړيو رول
  • تبليغاتي جګړه او مرموز بريدونه
  • د زندانيانو د خوشي کېدو په تړاو روانه لوبه
  • د روانو دسيسو پر وړاندې د حامد کرزي دريځ

 

 بازهم جنایت امریکا و اسرائیل در غزه

  • انگیزۀ اسرائیل در مورد کشتار فلسطینی‌ها
  • چگونگی و سابقۀ جنايات اسرائیل در غزه
  • فرصتی برای پایان یافتن محاصرۀ غزه
  • واکنش افغان‌ها

 

متن کامل شمارۀ ۸۱ تحلیل هفته را، به شکل PDF از اینجا دانلود کنید:

تحليل هفته-81

مقدمه

د اوونۍ تحليل په دې ګڼه کې، د هېواد په ځينې سيمو کې د وروستيو مرموزو بريدونو تر شا د بهرنيو کړيو د رول او همدا راز په منځني ختيځ کې پر غزه د اسرائيلو د جنايتکارانه بريدونو د انګېزې، مخينې او راتلونکو فرصتونو په تړاو، د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز، د اوونۍ تحليل د بورډ شننې لولئ.

کابو ۱۳ کاله وړاندې په افغانستان کې د امريکايي او نړيوالو ځواکونو له خوا د طالبانو د رېژيم له راپرځېدو او د بن تر کنفرانس وروسته، له ځينې افغانانو سره داسې هيلې راوټوکېدې، چې ګنې په افغانستان کې به د څو لسيزو روانو ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي؛ خو له بده مرغه چې هېواد ته د بهرنيو ځواکونو راتګ هم د پخوانيو استخباراتي لوبو په دوام يو بل ګام ثابت شو او په تېره څه باندې يوه لسيزه کې د افغانستان د سر سړي په يوه او بل نامه يو پر بل پسې ووژل شول او داسې بريدونه وشول، چې د پردې تر شا يې استخباراتي اهداف درلودل او دا بريدونه او استخباراتي لوبه لاهم روانه ده. د دغې لوبې په تړاو په ملي او نړيواله کچه چوپتيا د دغې لوبې د ژوروالي ښکارندويي کوي او د لازياتو ورانيو لامل شوې ده. دغه لوبه چا روانه کړې؟ او ولې يې د اصلي لورو د افشا کېدو او مخنيوي مخه ډب ده؟

د سيمې په کچه هم په منځني ختيځ کې د روانو ناخوالو او نااراميو په دوام کې، يو ځل بيا هم اسرائيلو پر غزه بې رحمانه بريدونه وکړل او بشري ناورين يې رامنځته کړ. د دغو بريدونو او جناياتو تر شا د لوېديځ او په سيمه کې د لوېديځ د ځينې لاسپوڅو رېژيمونو پراخې، مستقيمې او غيرمستقيمې مرستې هم موجودې وې؛ خو بيا هم دا ځل د حماس جنګياليو اسرائيلو ته د تېر په پرتله، غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ. پر غزه او فلسطينيانو د اسرائيلو د پخوانيو او اوسنيو بريدونو اصلي انګېزې څه دي؟ او همدا راز په راتلونکي کې د کومو ګامونو د اوچتولو اړتيا ده؟ چې د دغو موضوعاتو ملي او نړيوال اهميت ته په کتو سره، په دې اړوند د بېلابېلو اړخونو د شننې او ارزونې اړتيا ته، يا خو تر ډېره بريده پام نه دی شوی او يا هم له پامه غورځول شوې ده.

پېچلې استخباراتي جګړه او وروستۍ پېښې

له ۲۰۰۱ ميلادي کال راپه دېخوا، کله چې امريکايي او نړيوالو ځواکونو پر افغانستان يرغل وکړ، په منظم ډول د هېواد په بېلابېلو سيمو کې داسې بريدونه وخت ناوخت وشول، چې نه يې له نړيوالو ځواکونو او له افغان حکومت سره د جګړې پر ډګر ولاړو وسله والو ډلو مسووليت منلی او نه يې هم تر نن ورځې پورې اصلي لوری چا ته معلوم شوی دی.

په دغو بريدونو کې معمولاً په خورا ماهرانه توګه داسې اهداف په نښه کېږي، چې په څرګند ډول د پردې تر شا د پېچلې استخباراتي جګړې ښکارندويي کوي. د دغو بريدونو له ډول او هغو اهدافو څخه، چې په دغو پلان شوو بريدونو کې په نښه کېږي، له ورايه څرګنده ده چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د يوه منظم پلان له مخې ترسره شوي دي.

دا وضعيت تر ډېره پر عراق د امريکا تر يرغل وروسته، ترسره شوو بريدونو او په هغه هېواد کې رامنځته شوي وضعيت سره ورته والی لري، چې له هغه هېواد څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته يې اهداف په ځينې افشاګريو کې څرګند شول.

په نيابتي جګړه کې د بهرنيو کړيو رول

د افغانستان په روانه جګړه کې بېلابېلې ډلې په بېلابېلو لورو پورې تړلې دي؛ خو عمومي افکار يوازې پر طالبانو مصروف ساتل شوي دي. د لوېديځ استخباراتي کړۍ د بلک واټر تر چتر لاندې بريدونه کوي او په روانه جګړه کې خپل اهداف تعقيبوي؛ ډېرې پېښې د دې ښکارندويي کوي، چې د لوېديځ استخباراتي شبکې په دغو جګړو کې خپلې وسله والې ډلې هم لري او له نورو ډلو هم کار اخلي.

په دغه نيابتي جګړه کې ځينې کړۍ له يو بل سره تړلې دي. نن که “د امريکا ستراتېژيک ملګری” پاکستان له افغان حکومت څخه عجيبې او غريبې غوښتنې لري او افغانستان ته د ځمکني او هوايي بريد ګواښونه کوي هم، د خپلو لوېديزوالو ملګرو په اشاره يې کوي او په لوبه کې د څو اړخونو د ښکېلتيا ښکارندوی دي. له پاکستان سره په سرحدي سيمو کې د پاکستان د ځينې نورو خوځښتونو ترڅنګ، د افغانستان پر ختيزو سيمو زرګونه توغنديز بريدونه او پر وړاندې يې د نړيوالو او په افغانستان کې د مېشتو لوېديزوالو چوپتيا هم هغه څه دي، چې افغانان يې هم د دې لوبې پر ځينې اړخونو پوه کړي دي.

د پاکستان ترڅنګ نور هېوادونه هم په ژور ډول په دې جګړه کې ښکېل دي. روسيه، ايران او امريکا د نشه يي توکو په موضوع زور ازمايي کوي او په افغانستان کې يې خپله سياسي لوبه پوره توده ساتلې ده. بلخوا چين هم دلته بې طرفه نه دی پاتې شوی او په بېلابېلو لارو خپل اهداف تعقيبوي؛ خو امريکا او لوېديزوال بيا “د کرزي خبره” غله ته وايي، غلا وکړه او د کور څښتن ته وايي، بيدار شه! او د نورو سياستونو ترڅنګ يې تر ډېره له دې لوبې هم کار اخېستی دی؛ چې په دې وروستيو کې په هرات کې د قومي شخړو په څېر پېښو وېره په راتلونکي کې د ټول هېواد په کچه شته ده.

تبليغاتي جګړه او مرموز بريدونه

تېرې دوې مياشتې هم د افغان ولس لپاره سختې خونړۍ مياشتې وې. په ارګون کې د يوې درنې چاودنې له کبله تر سلو زياتو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل او بيا ترې وروسته په غور ولايت کې د ۱۵ تنو عامو افغانانو وژل يې وروستۍ بېلګې دي، چې نه يوازې هېڅ لوري يې مسؤوليت هم نه دی منلی؛ بلکې د دولت وسله والو مخالفينو هم ځينې وختونه دارنګه بريدونه غندلي دي. دا بريدونه څوک کوي او د کومو اهداف لپاره دي؟ ولې يې د اصلي لوري د موندلو، افشا کولو او مخنيوي لپاره ګام نه اوچتېږي؟

افغانان له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې د ډېرو داسې بريدونو قرباني دي، چې بهرنۍ استخباراتي کړۍ يې د خپلو سياسي لوبو د پر مخ بېولو لپاره ترسره کوي او د غربي رسنيو او په هېواد کې دننه په دوی پورې اړوندو رسنيو او کړيو له لارې يې په اړه سرچپه تبليغات کوي.

په افغانستان کې دا مهال تر ټولو ستره ستونزه دا ده، چې د عمومي افکارو مديريت لوېديزوالو په لاس کې اخېستی او ټولې توطئې او استخباراتي کړنې داسې اداره کوي، چې تر شا يې پراته اهداف ملت ته بل ډول ښکاري. که څه هم د دغه راز پېښو په اړه بېلابېل تحليلونه شته دي؛ خو په ټوليز ډول له قرباني کېدونکو ملتونو د پېښو عوامل او اهداف پټ دي؛ حتی تر دې چې د دغه راز پېښو د اهدافو او عواملو په اړه لږترلږه معلومات هم نه خپرېږي.

په تېرو کلونو کې د ډېری بريدونو او پېښو له څرنګوالي معلومه شوه، چې د استخباراتي کړيو بريدونه پر داسې اهدافو ترسره کېږي، چې غبرګونونه راپاروي او تبليغاتي ګټه ترې پورته کېږي. د دغې جګړې او دغو بريدونو ډول، د نورې نړۍ خلاف، داسې دی چې وړونکی لوری يې معلوم نه دی او له ورايه څرګنده ده، چې هدف يې د پردې تر شا دی.

د زندانيانو د خوشي کېدو په تړاو روانه لوبه

په غور کې څو ورځې مخکې د مسافرينو د سپرلۍ له موټر څخه ګڼ کسان ښکته کړل شول او بيا يې له ډلې څخه په يوه قوم پورې تړلي کسان په مخامخ ډزو سره ووژل شول. دې پېښې که له يوې خوا د قومي شخړو موضوع ته د لمن وهلو په څېر استخباراتي موخې تر شا درلودې، له بلې خوا يې د ولسمشر کرزي له خوا د امريکايي ځواکونو له خوا نيول شوو زندانيانو د خوشي کولو په تړاو، د بهرنيانو د استخباراتي کړنو او فشارونو هدف هم له ځان سره درلود.

ولسمشر حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په وروستيو کلونو کې د امريکايي ځواکونو له خوا د زرګونه بې ګناه نيول شوو افغانانو د بېرته خوشي کولو هلې ځلې وکړې. ښاغلي کرزي د لومړي ځل لپاره تېر کال په يوه خبري غونډه کې د بګرام زندان د طالب جوړونې فابريکه وبلله. د ولسمشر دا دريځ که څه هم د ځينې افغانانو له خوا تر نيوکو لاندې و؛ خو دا چې کرزی له امريکايانو سره تر يوې لسيزې زيات وخت نژدې پاتې شوی، د هېواد لپاره يې د لوېديزوالو پلانونه او توطئې ښې درک کړې دي او وخت ناوخت يې مستقيمې او غيرمستقيمې اشارې هم ورته کړې دي.

دا چې ولسمشر کرزي په وروستيو کلونو کې د لوېديزوالو ځينې افغان ضد پلانونو پر وړاندې دريځ نيولی، هغوی هم له رسنيو نيولې تر دا ډول بريدونو پورې خپلې ټولې وسيلې په کار اچولې دي. له وروستيو پېښو ښکاري، چې هرکله دارنګه بريدونه کېږي، ترې وروسته يو شمېر رسنۍ چې د بهرنيو کړيو له خوا تمويلېږي او په بهرنيانو پورې ځينې نورې تړلې کړۍ، په منظم ډول موضوع ته بېل رنګ ورکوي او په اړه تر خپله وسه تبليغات کوي.

وروستۍ پېښې هم د کرزي پر هغه اقدام پورې وتړل شوې، چې له مخې يې يو شمېر هغه زندانيان خوشي شول، چې په اړه يې هېڅ ډول اسناد هم موجود نه وو، د امريکايي ځواکونو له خوا د خپلو اهدافو لپاره په چاپو کې نيول شوي وو او کلونه کلونه يې له محکمې او د جرم له څرګندوالي پرته په بند کې تېر کړي وو.

لومړی خو دا چې که دا تبليغات استخباراتي اړخ نه لري، ايا يوازې هماغه د ګوتو په شمېر خوشي شوي زندانيان د دغسې بريدونو توان لري؟ او له بند څخه له خوشي کېدو سملاسي وروسته دومره توان پيدا کوي، چې دارنګه پېچلي او ورانوونکي بريدونه وکړي؟ په خوشي شوو زندانيانو کې که د دولت وسله وال مخالفين هم خوشي شوي وي، لومړی خو به ډېره ګرانه وي چې د جګړې ډګر ته ولاړ شي؛ خو که د جګړې ډګر ته هم تللي وي، ايا له دغو خوشي شوو زندانيانو پرته نور وسله وال مخالفين په هېواد کې کم دي او دارنګه بريدونه نه شي کولی؟

که د دغو زندانيانو خوشي کول، هومره خطرناک ګام و؛ بيا ولې امريکا د خپلو مخالفينو تر ټولو مهم زندانيان له ګوانتامو زندانه خوشي کړل؟ حقيقت دا دی، چې ګوانتامو زندان ته د مهمو بنديانو وړل او بيا خوشي کول هم، د دغې لوبې مهمه برخه ده او په بېلابېلو وختونو کې يې د خپلو اهدافو لپاره کار ترې اخېستی دی. په بګرام زندان کې بندي افغانان هم د دې لپاره نيول شوي وو، چې په روانه لوبه کې کار ترې واخلي؛ او د عامو افغانانو نيول، بنديانول او د کرکو راپارول هم د دې لوبې يوه برخه وه، چې بهرنيو ځواکونو د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره عملي کړه.

د روانو دسيسو پر وړاندې د حامد کرزي دريځ

حامد کرزی که څه هم د امريکا له لوري واک ته رسول شوی او په تېرو کلونو کې څرګنده شوه، چې د بهرنيو د توطئو پر مټ تر ډېره بې واکه شوی هم و؛ مګر وخت ناوخت يې افغان ولس په خپلو ويناوو کې په دې پوهولی، چې د بهرنيانو د توطيو پر وړاندې بيدار شي. که څه هم د واک له مودې وروسته، د سيمې لپاره د بهرنيو کړيو د اهدافو پر وړاندې د خنډ کېدو له امله، ښاغلي کرزي ته بېلابېل ګواښونه هم متوجه دي.

له بلې خوا ښاغلی کرزی خپله هم د دغو توطيو ښکار دی او د نورو ورپېښو ستونزو ترڅنګ يې، په تېرو کلونو کې يې د کورنۍ غړي او نژدې کسان هم له لاسه ورکړي دي؛ مګر هغه اوس په دې پوهېدلی چې لوبه چا روانه کړې او څه روان دي؛ له همدې امله يې د بهرنيانو د ځينې کړنو پر وړاندې مخالف دريځ هم نيولی دی.

کرزي له نړيوالې ټولنې سره ۱۳ کاله نژدې او په معاملو کې ښکېل پاتې شوی او همدومره موده يې پر افغانستان واکمني کړې ده؛ ځکه نو هغه اوس د هېواد د سياسي وضعيت او په هېواد کې روانې سياسي لوبې لومړۍ درجه پوه شخصيت بلل کېدای شي. دومره هم ساده نه ده، چې د څو تنو “سياسي شنونکو” په وينا، د زندانيانو په اړه يې فرمان د شخصي ګټو له مخې وي او تر ولسمشر دوی پر روانه سياسي لوبه ښه پوهېږي!

بازهم جنایت امریکا و اسرائیل در غزه

انگیزۀ اسرائیل در مورد کشتار فلسطینی‌ها

غزه بار دیگر به خون فرزندان فلسطین رنگین شد! غزه بار دیگر شاهد جنایات نابخشودنی صهیونیست‌ها بود و مقاومت کرد. در نتیجۀ حدود سه هفته مقاومت، بیش از ۱۸۰۰ تن از مردم بی‌دفاع غیرنظامی شهید و هزاران تن مجروج شدند و بخش بزرگی از این شهر در برابر نگاه‌های بی‌تفاوت مدعیان دروغین حقوق بشر و رژیم‌های مزدور در جهان اسلام، به خاک یکسان شد. صهیونیست‌ها بصورت قصدی تلاش کردند تا آنجا که در توان شان بود اطفال را بکشند، زیرا در تورات جعلی و ساختۀ دست آنان آمده است:

«خداوند می‌فرماید: چون فلسطینی‌ها از مردم یهود انتقام گرفته‌اند و از آنها کینۀ دیرینه در به دل داشته‌اند، در صدد بودند تا آنها را نابود کنند، پس من با دست خود فلسطینی‌ها را نابود می‌کنم. بلی تمام کسانی را که در سرزمین فلسطین زندگی می‌کنند به کلی از بین می‌برم» حزقیال باب ۲۵

بر بنیاد همین تعالیم جعلی است که از ده‌ها سال بدین‌سو کشتار فلسطینی‌ها از طرف اسرائیل بعنوان یک دستور آسمانی و مقدس پی گرفته شده است. بن گوریون گفته بود:

«فلسطینی‌ها باید باز نگردند… پیران خواهند مرد و جوانان فراموش خواهند کرد».

موشه دایان گفته بود: «چیزی بنام فلسطین وجود ندارد. آنان هرگز وجود نداشته‌اند».

و اوباما در جواب کشتار اطفال فلسطینی می‌گوید: «اسرائیل حق دارد از خود دفاع کند!».

امروز رسانه‌های غرب بشکل کاملاً حساب شده در تلاش اند، تا مسلمانان را بنیادگرا و تندرو که در صدد نابودی غیرمسلمانان بخصوص یهودیان اند، به جهان معرفی نمایند؛ اما بر این حقیقت چشم می‌پوشند که در اسرائیل چه می‌گذرد؛ در اسرائیل اطفال از شش سالگی تورات می‌آموزند و به آنان تلقین می‌شود که این «سرزمین» از «رود مصر تا شط عظیم یعنی نهر فرات امتداد می‌یابد». این تعالیم هم متضمن فکر «اسرائیل بزرگ» وهم توجیه تصرف وضبط اراضی اعراب در حال و در آینده است که کشتار و بیرون راندن مردم فلسطین از سرزمین‌های شان، بخش جدا ناپذیر از این برنامه است.

 

چگونگی و سابقۀ جنايات اسرائیل در غزه

این بار نخست نیست که اسرائیل به غزه یورش آورده است؛ نزدیک‌ترین حمله به غزه از نظر زمانی، چند سال قبل صورت گرفت. اسرائیل در سال ۲۰۰۸ میلادی نوار غزه را مورد حمله قرار داده بود که فلسطینی‌ها آن واقعه را «مجزرة الغزة» یا کشتار غزه نامیدند. آن جنگ که اسرائیل آنرا عملیات «سرب گداخته» نامید مدت سه هفته از دسامبر ۲۰۰۸ تا جنوری ۲۰۰۹ دوام کرد و در طی آن جنایتکاران صهیونیست، در کنار کشتار مردم غیرنظامی که بیشترین قربانیان بعد از جنگ سال ۱۹۴۷ اعراب و اسرائیل در یک روز بود، ویرانی‌های زیاد بر نوار غزه وارد کردند و سپس آتش بس یکجانبه اعلام نمودند؛ اما تمام گذرگاه‌ها به نوار غزه بسته است و حتی انتقال مواد ساختمانی را به غزه ممنوع قرار داده شده، تا ویرانی‌ها بازسازی نشود و مردمی که بی‌سرپناه شده‌اند، به کوچ اجباری از غزه مجبور شوند.

در آن جنگ اسرائیل از جنگ افزار‌های ممنوعه از جمله سلاح‌های حاوی فسفر سفید استفاده کرد و در ساعات اولیۀ این حمله حدود یکصد تن بمب و موشک از جانب اسرئیل به غزه فرو ریخته شد. این درحالیست که غزه از نظر تجمع جمیعت در یک کیلومتر مربع، یکی از پرجمیعت ترین مناطق جهان است ودر جنگ اخیر نیز همین کار را انجام داد.

در آن زمان سازمان ملل متحد اسرائیل را به نقض گستردۀ حقوق بشر متهم کرد. هرچند گزارش سازمان ملل متحد که به گزارش گلدستون هم مشهور است و توسط شخصی خود یهودی است ترتیب شد و اسرائیل را مقصر بخش بزرگی از نقض حقوق بشر دانست، اما این محکومیت روی کاغذ هیچ نفعی برای مردم غزه نداشت. غزه همچنان در محاصرۀ اسرائیل است و مردم تحت تعزیرات شدید اقتصادی قرار دارند. یگانه راهی که از آن می‌توانستند مقداری مواد وارد نواز غزه نمایند، از طریق تونل‌هایی از خاک مصر بود که بعد از بقدرت رسیدن سیسی در مصر، با همکاری مشترک حکومت مصر واسرائیل، این تونل‌ها نیز ویران شد.

اگر جنایات صهیونیست‌ها علیه غزه در تجاوز سال ۲۰۰۸ آنان به پیگیری بین الملی مواجه می‌شد، اگر رژیم‌های دست نشانده در جهان اسلام کمی بخود می‌آمدند و علیه اسرائیل و حامیانش موضع مخالف می‌گرفتند، اسرائیل جرئت نمی‌کرد تا بار دیگر به غزه حمله کند و بازهم مردم غیرنظامی را بکشد، اما چنین نشد. اوباما می‌گوید که اسرائیل حق دفاع از خود را دارد! یعنی اسرائیل حق دارد بنام دفاع از خود اطفال و غیرنظامیان را بکشد!

فرصتی برای پایان یافتن محاصرۀ غزه

اما حماس هم با مقاومت و استوار قامتی در این جنگ، از فرصتی که بدست آورده و فشاری که بر اسرائیل وارد آمده است، می‌تواند استفاده نماید. نوار غزه سال‌هاست که تحت محاصرۀ رژیم صهیونیستی قرار دارد و حتی ارسال مواد ساختمانی به این منطقه با محدودیت‌های شدید از جانب اسرائیل مواجه است. محاصرۀ غزه در طول سالهای گذشته را وجدان‌های بیدار به (نسل کشی خاموش) تعبیر کرده‌اند. اکنون که اسرائیل از دست یابی به اهداف خویش ناکام مانده و نیز با کشتار مردمان غیرنظامی غزه، زیر فشار افکار عمومی در جهان قرار گرفته است و از قدرتی بالاتر از آنچه که تاکنون علیه مردم غزه بکار گرفته است نمی‌تواند استفاده کند، حماس می‌تواند رفع محاصرۀ غزه را بعنوان پیش شرط آتش بس مطرح سازد و اگر چنین شود می‌توان گفت که اسرائیل در جنگ غزه به شکستی خفت بار مواجه شده است.

اگر اسرائیل حق دفاع از خود را دارد، مردم نوار غزه هم حق دارند تا از زندان بزرگی که اسرائیل  ومصر بر آنان تحمیل کرده است بیرون بیایند. باید کشور‌های اسلامی قاطعانه از این خواست مشروع و انسانی مردم غزه حمایت نمایند و غزه از محاصره نجات یابد.

واکنش افغان‌ها

صدای اعتراض وجدان‌های بیدار در سراسر جهان علیه اسرائیل بلند شد، اما در افغانستان اعتراضات مدنی گسترده نبود بلکه یک سرباز افغان با کشتن یک جنرال امریکایی و مجروح نمودن تعدادی دیگر از نظامیان خارجی، به این جنایات اسرائیل، پاسخی خشونت آمیز داد. این واقعه به روشنی نشان می‌دهد که تجاوز و ظلم به از میان بردن خشونت کمکی نمی‌کند و بی‌اعتنایی به ریخته شدن خون مسلمانان می‌تواند به ترویج خشونت حتی در میان مردمانی بیانجامد که امریکا از آنان امید دوستی دارد. پايان

ارتباط با ما:

ایمیل:info@csrskabul.comcsrskabul@gmail.com

وب سایت: www.csrskabul.com

شمارۀ تماس: 784089590  (93+)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *