د اسلامي همکارۍ سازمان او افغانستان

د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي همکارۍ سازمان ۱۳مه غونډه وشوه، چې د دغه سازمان تر ۳۰ د زياتو غړو هېوادونو مشرانو پکې ګډون کړی و او له افغانستانه هم اجرائيه رییس ډاکتر عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني برخه اخیستې وه.

به عمومي ډول په دغه غونډه کې د ترهګرۍ، کډوالو، فلسطین، سوریې، اسلاموفوبیا او د مسلمانو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ خبرې اترې وشوې.

دا چې د اسلامي همکارۍ سازمان شالید څه دی، دوی په خپلو موخو کې تراوسه ولې ناکام شوي، له افغانستان سره یې اړیکې څرنګه دي او راتلونکی به یې څه ډول وي؟ په دغه تحلیل کې پرې شننه کوو.

د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) شالید

په شلمه پېړۍ کې د اسلامي ويښتابه هغه بڅرکي چې د افغاني سید د هلو ځلو له کبله بل شوي وو، په شلمه پېړۍ کې یې په مسلمانانو کې تاوده غبرګونونه راوپارول. له همدې ځایه وه، چې په شلمه پېړۍ کې که له یوې خوا د اسلامي ويښتابه په اړه تحریکونه، مفکرین، یو شمېر نخبه‌ګان وزېږېدل او انقلابونه رامنځته شول، نو په بل اړخ کې د مسلمانانو د یووالي په اړه هم غږونه پورته شول.

د مسلمانانو د همدغه یو کولو په اړه، په سړه جګړه کې، چې کله اسراییل وزیږېد او د عربو-اسراییلو جګړو له کبله د مسلمانانو سپیڅلې خاوره اسرایلي منګولو ته ولویده او په پای کې د ۱۹۶۹ کال د اګست په ۲۱مه د الاقصی جومات د یو څو تنو اسراییلي یهودو له‌خوا وسوځول شو، نو د دغې پېښې په غبرګون کې د اسلامي نړۍ یو شمېر کسان په تېره بیا د الفیصل د هلو ځلو له کبله دا سازمان د همدغه کال د سپټمبر په ۲۵مه په مراکش (المغرب) کې د ۲۵ اسلامي هېوادونو له خوا جوړ شو. افغانستان هم یو له دغو ۲۵ هېوادونو څخه وو، چې د دغه کنفرانس د بنسټ ډبره یې کېښوده.

د دغه کنفرانس لومړۍ غونډه، د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ په ۱۹۷۰ کال کې د سعودي عربستان په جده ښار کې وشوه او د اسلامي همکارۍ سازمان دویمه ناسته بیا په ۱۹۷۴ کال کې په لاهور کې وشوه.

د اسلامي همکارۍ سازمان له ملګرو ملتونو راوروسته دويم ستر نړيوال سازمان دی او دا مهال د افغانستان په ګډون له څلورو لويو وچو څخه ۵۷ هېوادونه پکې غړيتوب لري. د دغه سازمان مهمه موخه، د غړو هېوادونو ترمنځ د يووالي او همکارۍ پياوړتيا ده او په اقتصادي، فرهنګي، علمي او نورو ډګرونو کې د غړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ هم د دغه سازمان په موخو کې شاملېږي. د هغو شخړو او جګړو پر مهال چې د دغه سازمان کوم غړی هېواد پکې طرف وي، د مسلمانو ملتونو د ملاتړ په موخه، د ملګرو ملتونو له سازمان سره هم د همکارۍ او مشورې په کچه کې اړيکې لري.[1]

د دغه سازمان لومړۍ نوم، د اسلامي کنفرانس سازمان و، چې د ۲۰۱۱ کال په جون کې د دغه سازمان د بهرنيو چاور وزيرانو په ۳۸مه غونډه کې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړ شوی و، د اسلامي همکارۍ سازمان ته واړول شو.

د اسلامي همکارۍ سازمان د ناکامۍ لاملونه

د اسلامي همکارۍ سازمان چې په ۱۹۶۹ کال د کومې موخې په اړه جوړ شو، تراوسه د هغې موخې په ترلاسه کولو کې ناکام شوی. د اسلامي همکارۍ سازمان ته هغه مهال ډېره ضربه ورسېده، چې کله د اسلامي نړۍ ځینو هېوادونه په خپلو کې د فکري، ایډیالوژيکي او فرقه‌یي اختلافاتو له کبله په سړو او ان ګرمو جګړو کې هم ننوتل. د بیلګې په ډول د ایران-سعودي سړه جګړه؛ د ایران-عراق جګړه، په مصر او نورو هېوادونو کې کودتايي رژيمونه.

دا چې اسلامي نړۍ او د اسلامي همکارۍ سازمان، سره له دې چې د دغه سازمان غړي هېوادونه د نړۍ د نفوس ۲۲سلنه او د انرژۍ ۷۰ سلنه تولیدوي، ولې ونه کړای شول، چې خپلو موخو ته ورسېږي او ځان د یوې واحدې نقطې په څېر وښيي؟ لاملونه یې په لاندې ډول دي:

  • د شیعه-سني ستونزه؛ په ایران کې د اسلامي انقلاب له راتګ سره، په سیمه او نړۍ کې د شیعه مذهب پلویانو یو داسې حکومت چې اساسات او اصول یې پر شیعه مذهب ايښودل شوي وو، ترلاسه کړ. له همدې ځایه د ایران اسلامي انقلاب د نورو اېډیالوژيکي ګوندونو په شان د خپلې اېډيالوژۍ او مذهب صادرول هم پيل کړل، په دې اړه په سوریه، افغانستان او عراق کې د ایران هلې ځلې د همدې خبرې ښکارندوی دي.

په ایران کې د شیعه اسلامي انقلاب له راتګ سره، اسلامي نړۍ په بنسټیزه توګه په شیعه-سُني بلاکونو وویشل شوه او له همدې ځایه د ایران-سعودي؛ ایران-مصر؛ او ایران-ترکیې ترمنځ سړې جګړې پیل شوې، له ایران-سعودي پرته په نورو برخو کې يوازې يو څو ځله د دغو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شوې.

  • د اسلامي هېوادونو ترمنځ ناحل شوې شخړې؛ د یو شمېر اسلامي هېوادونو ترمنځ هم د استعماري پېر له مهاله داسې ناحل شوې شخړې پاتې دي، چې د دغو هېوادونو په بهرني سیاست اغېزې کوي او بیا په پای کې د اسلامي همکارۍ سازمان هم اغېزمنوي. د دې ترڅنګ یو شمېر نورې ناحل شوې شخړې هم شته دي. د بیلګې په ډول د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي ستونزه، په منځنۍ اسیا کې د اوبو د وېشلو په تړاو ستونزه او نور د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ داخلي اختلافات.
  • د مشرۍ پر سر سیالي؛ د مشرۍ پر سر سیالي هم یوه له هغو قضایاو څخه ده، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اسلامي نړۍ ورسره مخ ده. سعودي، ترکیه، ایران، مالیزیا، اندونیزیا، مصر او پاکستان هغه هېوادونه دي، چې هر یو يې ځان د اسلامي نړۍ د مشرۍ وړ بولي.
  • له نړیوالو زبرځواکونو سره د اسلامي نړۍ د غړو تړاو؛ د سړې جګړې پرمهال د دغه سازمان د ناکامۍ یو عمده لامل دا هم وو، چې اسلامي نړۍ هم په درېیو بلاکونو کې ویشل شوې وه: یو بلاک په کاپیتالیستي بلاک کې و، بل د شورویانو تر اغېزو لاندې او بل بیا د ناپېیلتوب په غورځنګ کې و. له همدې کبله دوی ونه شو کړای، چې د مختلفو قضایاو په اړه یو غږ خپل کړای شي.
  • د اسلامي نړۍ سیاسي جوړښتونه؛ د ناکامۍ بل لامل په خپله د اسلامي نړۍ د یو شمېر هېوادونو اساسي قانونونه یا په خپله حکومتي جوړښتونه وو. په ډېری هغو هېوادونو کې، چې سیاسي جوړښتونه سره ورته وي، هلته د اتحادیې سازمانونه بریالي کېږي، د بیلګې په ډول اروپايي ټولنه.

 

افغانستان او د اسلامي همکارۍ سازمان

افغانستان یو له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و، چې د اسلامي همکارۍ سازمان بنسټ یې کېښود. همدا راز په عرب-اسرایلي جګړه کې یې د عربانو په ملاتړ اعلامیې صادرې کړي. هغه مهال چې شورویانو پر افغانستان یرغل راووړ، نو د اسلامي همکارۍ سازمان اړیکې له افغانانو سره ډېرې نږدې شوې. دغه سازمان د شوروي پرضد د اعلامیو وراخوا له افغان مجاهدینو او کډوالو سره په مختلفو برخو کې پراخې مرستې وکړې.

د شورویانو له وتلو وروسته هم، دغه سازمان د افغانستان د قضیې (کورنۍ جګړې) د حلولو په موخه ځينې هلې ځلې وکړې؛ خو له بده مرغه ناکامې شوې. د افغان طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته په افغانستان باندې د امریکايي یرغل په اړه د اسلامي همکارۍ سازمان څه ونه شو کړای او نه یې هم غږ پورته کړ.

وروسته په افغانستان کې د جګړې له تودېدو او د ناامنیو له زیاتېدو وروسته، د اسلامي همکارۍ سازمان وخت ناوخت د افغانستان د قضیې د حل په موخه د سوله‌ییزې تګلارې سپارښتنه وکړه. په همدې موخه یې په ۲۰۱۱ کال یې په کابل کې خپله څانګه پرانیسته. خو تر اوسه یې د افغانستان د قضیې په اړه د شوروي-یرغل پړاو په پرتله، کوم فعال او رغنده رول نه دی لوبولی.

وروستۍ (۱۳مه) غونډه

د اسلامي همکارۍ سازمان ۱۳مه غونډه د روانې ميلادي مياشتې اپرېل په ۱۴مه او ۱۵مه (پنجشنبه او جمعه) د ترکيې په مشرۍ د شاوخوا ۳۰ اسلامي هېوادونو د مشرانو په ګډون په استانبول کې جوړه شوه، چې له افغانستانه هم د ملي وحدت حکومت اجرائي رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله ګډون پکې کړی و. د غړو هېوادونو د مشرانو ترڅنګ د دغو هېوادونو د پارلمانونو رئيسانو او بهرنيو چارو وزيرانو هم ګډون کړی و.

په ۱۳مه غونډه کې د يمن، عراق، فلسطين او همدا راز د کډوالو پر موضوع‌ګانو او په ټوله کې د اسلامي نړۍ د وضعيت په اړه بحثونه وشول.

د دې غونډې ترټولو مهمه موضوع د سوريې قضيه وه، خو له سوريې څخه چا ګډون نه و پکې کړی. د سازمان سرمنشي اياد امين مدني په دې اړه له غونډې مخکې ويلي وو: «موږ په سازمان کې د سوريې غړيتوب ځنډولی دی. موږ د سولې له خبرو اترو ملاتړ کوو. د سوريې په راتلونکي کې د بشارالاسد ځان نه وينو او باور نه لرو چې هغه به د حل لارې يوه برخه وي. ټوله ستونزه خپله همدی دی.» خو دا هغه دريځ نه دی چې د سازمان ټول غړي دې ورسره موافق وي؛ بلکې په دې غونډه کې د سعودي پادشاه ملک سلمان او د ايران ولسمشر حسن روحاني ګډون کړی و، چې له دغو دواړو سيمه‌ييزو رقيبانو څخه يو يې د بشارالاسد ګوښه کېدل غواړي او بل يې ملاتړی دی.

د اسلامي هېوادونو ترمنځ اختلافاتو هم په دې غونډه سيوری غوړولی و. په دې سرمشريزه کې د سوريې د نه ګډون ترڅنګ يو بل ستر غايب هم د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي و، چې پر ځای يې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير ګډون کړی و. د ترکيې او مصر اړيکې د مصر پر منتخب ولسمشر محمد مرسي له کودتا وروسته خړې پړې شوې، چې د سعودي عربستان له منځګړيتوب سره سره، لا هم نه دي عادي شوې.

له دې سره سره په دې غونډه کې هڅه وشوه، چې د اسلامي نړۍ اختلافات د هواري په لوري ولاړ شي. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د شيعه او سني قضيې او نورو مذهبي قضيو د حل غږ وکړ او دا يې د اسلامي نړۍ ستره ستونزه وبلله. نوموړي وويل: «زما دين شيعه يا سني نه دی، بلکې زما دين اسلام دی».

د دغې غونډې په اختتاميه بيان کې حزب الله ډله په سوريه، بحرين، کوېت او يمن کې په ترهګريزو کړنو کې د ښکېلتيا له کبله غندل شوې وه او د ايران سياستونو ته هم د غندنې ګوته نيول شوې وه. په دې غونډه دغه راز د فلسطين د قضيې لپاره هم د (۲۰۱۶-۲۰۲۵) کلونو لپاره يوه کړنلاره جوړه شوه. د دې ترڅنګ د سازمان د سرمنشي په وينا، په اختتاميه بيان کې تر ۲۰۰ زياتې پرېکړې شاملې دي.

 

د اسلامي همکارۍ سازمان راتلونکی

د اسلامي نړۍ او د اسلامي همکارۍ سازمان راتلونکی تر ډېره له اقتصادياتو سره نښلول شوی؛ ځکه سیاسي اختلافات به اوس او په راتلونکي کې هم په طبیعي ډول د اسلامي نړۍ دننه موجود وي (له سیاسي اختلافاتو څخه خلاصون تر ډېره ناممکن برېښي).

له همدې ځایه ده، چې د اسلامي نړۍ او د اسلامي همکارۍ سازمان دننه د اروپايي ټولنې په څېر د اقتصادي راکړې-ورکړې او د علم، ټکنالوژۍ، ساینس او نورو برخو کې یو بل ته د بې‌خنډه پولو پرانیستلو اړتیا زیاته شي.

د دې ترڅنګ د دکتور مهاتیر محمد د ۲۰۰۳ کال د هغو سپارښتنو اړتيا، چې ده د دغه سازمان د ۲۰۰۳ کال په غونډه کې پرې ټینګار وکړ (لکه سیاسي جمود، اقتصادي وروسته‌والی، د ډيموکراسۍ او د استازیتوب وړ حکومتونو نه شتون)، اوس هم لیدل کېږي، د دې ترڅنګ باید په اسلامي نړۍ کې د شفافیت او ځواب ورکونې له زیاتولو سره په یو شمېر برخو کې اصلاحات هم رامنځته شي. په هغه صورت کې بیا کیدای شي، چې دغه سازمان او اسلامي نړۍ د یوې حقیقي همکارۍ په لور ولاړه شي.

پای

[1] Organization of Islamic Cooperation (OIC), History:

http://www.oic-oci.org/oicv3/page/?p_id=52&p_ref=26&lan=en

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *