د روغتيا سکتور؛ شاليد او اوسنی وضعيت

په افغانستان کې د روغتيا سکتور هم د نورو برخو په څېر د کورنيو جګړو پر مهال وځپل شو؛ خو له ۲۰۰۱ کال وروسته په دې برخه کې بېلابېل کارونه ترسره شول. په تېره کابو يوه‌نيمه لسيزه کې ګڼ شمېر دولتي او خصوصي روغتونونه جوړ شول او په ښوونيز ډګر کې هم د دې برخې لپاره د کدرونو روزلو ته تر يوه بريده پاملرنه وشوه. په دې موده کې نړيوالې ټولنې هم له افغانستان سره د روغتيا په برخه کې ډېرې مرستې وکړې، چې د نړيوال بانک، د ملګرو ملتونو وجهي صندوق او اروپايي ټولنې او همدا راز د ترکيې، جاپان، اېټاليا او داسې نورو هېوادونو نومونه د بېلګې په ډول يادولی شو.

له دې سره سره، افغانستان اوس هم په دې برخه کې له زياتو ستونزو او ننګونو سره مخ دی. تېره اوونۍ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت (يوناما) او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونيسف) په افغانستان کې ښوونيزو او روغتيايي خدماتو ته د ماشومانو د لاسرسي په اړه خپل ګډ راپور خپور کړ. د دغه راپور له مخې، لاهم په هېواد کې د روغتيا سکتور په خراب وضعيت کې دی او روغتيايي کارکوونکي هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

 

په افغانستان کې د روغتيا سکتور شالید

د شورویانو له یرغل وړاندې په افغانستان کې د روغتيا سکتور وضعیت نسبتاً ښه و او هغه مهال د هغو هېوادونو په ډله کې و، چې لومړی پکې د «چیچک» ناروغي محوه شوه. د ثور له کودتا وروسته، په هېواد کې دننه د روغتیايي خدمتونو په ګډون ډېری خدمات د حکومت له خوا وړاندې کېدل. په ۱۳۵۷ لمريز کال کې، په ټول افغانستان د ډاکترانو شمېر ۸۸۶ او د نرسانو شمېر ۹۹۷ تنو ته رسېده. هغه مهال د ۱۷۰۰۰ کسانو لپاره يو ډاکتر موجود و او د ۱۵۰۰۰ کسانو لپاره يو نرس موجود و.

په بل اړخ کې د مجاهدینو په جبهو کې بیا روغتیايي خدمتونه د ګرځنده روغتيايي مرکزونو له خوا وړاندې کېدل او په پاکستان کې بیا افغان کډوالو ته یو شمېر نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو او روغتيايي ټولنو هم صحي خدمات وړاندې کول.

وروسته بيا د داخلي جګړو او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم پر ځینو حکومتي روغتونونو سربېره، ډېری روغتيايي خدمتونه د نادولتي مؤسسو له‌خوا وړاندې کېدل او په ۱۳۶۹لمريز کال کې په ټول افغانستان کې د ډاکترانو شمېر ۲۵۰۴ تنه، د فارمسستانو شمېر ۵۵۷ تنه، د منځني پرسونل شمېر ۴۳۶۶ تنه، د اساسي روغتيايي مرکزونو شمېر ۱۴۳، د فرعي روغتيايي مرکزونو شمېر ۲۹ او د بسترونو شمېر ۵۶۶۷  و. له ۲۰۰۱ کال وروسته بيا ورو ورو دا وضعيت مخ په ښه کېدو شو؛ په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې د عامې روغتیا وزیر په يوه مرکه کې وويل، چې اوسمهال د ټول هېواد په کچه ۷۱۰۰ تنه ډاکتران شته دي، چې د هرو ۳۱۰۰ تنو لپاره يو ډاکتر رسېږي.

د روغتيا سکتور وضعيت ۱۳۹۰-۱۳۹۴

په ۱۳۹۰لمريز کال کې د ډاکترانو شمېر په هرو ۱۰۰۰۰ تنو دوه تنه و او دا شمېر بيا په ۱۳۹۱، ۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ کلونو کې دريو تنو ډاکترانو ته ورسېد. دغه راز په هرو ۱۰۰۰۰ تنو ۵ بسترونه موجود وو. د فرعي روغتيايي مرکزونو شمېر بيا په دغو څلورو کلونو کې زیات شو (په دې اړه جزئيات په الف جدول کې وګورئ)

Pa-1

له نورو هېوادونو سره د پرتلې له مخې، دا مهال په افغانستان کې د روغتيا سکتور وضعيت په خورا خراب حالت کې دی. د بېلګې په ډول په کيوبا کې، چې د نړۍ په کچه ترټولو غوره روغتيايي وضعيت لري، د هرو سل زره کسانو لپاره ۶۷۲ تنه ډاکتران کار کوي. په اروپايي هېوادونو کې هم د هرو سل زره کسانو لپاره شاوخوا ۳۰۰ تنه ډاکتران د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي. په پاکستان کې دا شمېره ۸۳ تنه او په هندوستان کې ۷۰ تنه ده؛ خو په افغانستان کې بيا دا مهال د هرو سل زره کسانو لپاره يوازې ۳۰ تنه ډاکتران فعاليت کوي.[1]

د يوناما او يونيسف د وروستي راپور له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې دغو دواړو ادارو ۱۲۵ د جګړې اړوند داسې موارد ثبت کړي چې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی يې زيانمن کړی دی. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴ کال کې دا ډول موارد ۵۹ او په ۲۰۱۳ کال کې ۲۳ وو.[2]

د دغه راپور له مخې، يوناما او يونيسف په ۲۰۱۳‌ کال کې ۱۵، په ۲۰۱۴ کې ۲۳ او په ۲۰۱۵ کال کې ۶۴ د ګواښ او وېرې اچولو پېښې، چې روغتيايي خدماتو ته يې د ماشومانو لاسرسی نېغ په نېغه اغېزمن کړی، ثبت کړې دي. دغه ګواښونه او وېرې اچونې معمولاً د روغتيايي مرکزونو د تړل کېدو، د کلنيکونو د چور کېدو، د روغتيايي کارکوونکو د ګواښل کېدو، له کلنيکونو څخه پوځي ګټې اخېستنې او د واکسين کمپاين د ځنډېدلو موارد دي.

دغو ادارو په ۲۰۱۵ کال کې د ۲۰ تنو روغتيايي کارکوونکو وژل کېدل او د ۴۳ تنو نورو ټپي کېدل ثبت کړي، چې يوازې ۴۹ تنه يې په کندوز کې د بې‌پولې ډاکترانو په روغتون باندې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

په دغه کال کې ۶۶ تنه روغتيايي کارکوونکي تښتول شوي هم دي، چې په ۲۰۱۴ کال کې بيا دا شمېره ۳۱ تنه وه او په ۲۰۱۳ کال کې ۱۰ تنه وه. په دغو دريو کلونو کې د امنيتي ستونزو له کبله ۹۰۰۰۰ ماشومان له واکسين څخه پاتې شوي دي.

ستونزې او ننګونې

بې‌کيفيته دواګانې: په تېره يوه‌نيمه لسيزه کې په روغتيايي برخه کې له پرمختګونو سره سره، بيا هم هېواد ته د بې‌کيفيته دارو درملو د وارېدېدو لړۍ دوام لري.

د مسلکي ډاکترانو کموالی: په ټوله کې افغانستان د ښوونې او روزنې له پلوه په ټيټه کچه کې دی، چې له دې جملې څخه طبي زده‌کړې هم له نړيوالو معيارونو سره برابرې نه دي. د باکيفيته دارو درملو او تکړه ډاکترانو نشتون بيا د دې لامل شوی، چې ډېری ناروغان پاکستان، هندوستان او نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي.

اداري فساد: په هېواد کې د اداري فساد لوړه کچه هم د دې لامل شوې، چې له يوې خوا هېواد ته بې‌کيفيته درمل وارد شي او له بله پلوه د داسې کسانو له خوا تر خلکو پورې ورسېږي، چې مسلکي نه وي او هېڅ رسمي جواز نه لري او يا هم جعلي سندونه لري. دا چاره تر ډېره په لرې پرتو سيمو کې زياته ده. د اداري فساد ستونزې، په معيارونو برابرو درملتونو او خصوصي روغتونونو په فعاليت او همدا راز په دې برخه د څارنې په چاره کې هم منفي رول لرلی او په دې توګه اداري فساد په روغتيايي سکتور کې هم يوه ننګونه ده.

د ناروغيو له کبله د مړينو لوړه کچه: د ځينو ناروغيو له کبله د مرګونو کچه ډېره لوړه ده، چې تراوسه يې هم وقايوي تدابير او يا هم د درملنې لارو چارو ته ډېر پام نه دی شوی. د بېلګې په ډول، د روغتيا د نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، هر کال ۱۴۰۰۰ افغانان يوازې د توبرکلوز[3] ناروغۍ له کبله مړه کېږي او تر ۲۰۰۰۰ پورې افغانان بيا د سرطان[4] ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د زيږون پر مهال د ميندو د مړينې له پلوه هم، افغانستان د سيمې په کچه په لومړۍ کرښه کې راځي.

پای

[1] Central Intelligence Agency, Country Comparison to the World, See online: https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/fields/2226.html

[2] UNAMA and UNICEF, Children in Afghanistan struggle to access education and healthcare, see it online:

www.unicef.org/media/media_90885.html

[3] See online: http://da.azadiradio.com/a/27632961.html

[4] See online: http://1tvnews.af/en/news/health/20710-cancer-kills-15000-to-20000-each-year-in-afghanistan

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *